مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۳)برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۳)برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم  الله الرحمن الرحیم ـ

ګرانواودرنومومنانووروڼو په دې برخه کښي دالهي ابتلاګانوآزمايښتونو  اوله الهي لوری  څخه دتکلیفونو اومصيبتونوپه باره کښي څه توضيحات درته کوم ـ

قدرمنودالله جل جلاله له طرفه څخه چي کوم مصېبتونه اوتکلیفونه وانسانانوته رسیږي نوهغه بېلابېل اومختلف قسمونه لري چي بیان یې په دې ډول دۍ :

اول ،تنبــیهی اوایــقاظي مصېبتونه ـ

دوهم، تطهيري مصېبتونه ـ

دريم،اختبـاري مصېبتونه ـ

څلورم،تـــــــــــرفیعی مصــــېبتونه ـ

پنځم، انتقامي اوتعذيبي مصېبتونه ـ

شپږم، قهری تأبیدی مصېبتونه،ـ

قهری تابیدی مصېبتونه عبارت دي له هغومصېبتواوعذابوڅخه  چي دالله جل جلاله  له طرفه وکافرانوته ورکړه سويدي اوياورکړه کېږی ،لکه  دحضرت نوح عليه السلام قوم چی الله جل جلاله   دخپل قهراوغضب په طوفان سره په هلاکت ورساوه، اويالکه فرعون اودده قوم چي يې په رودنیل يا په بحرقلزم کښي غرق کړل، اویا لکه یوه ډله دکافرانوچي الله جل جلاله  دمسلمانانوپه لاسوسره په قتل ورسوی ـ

اوانتقامی اوتعذیبی مصېبتونه عبارت دی  له هغومصېبتواوعذابوڅخه چي الله جل جلاله  یې پرمومنانوباندي ددوۍ  دتمرد  اودطغیان اودګناه په وجه نازل کړي چی دهمدغوعذابوله جملې څخه یوقسم عذاب دادۍ چی الله جل جلاله کفارپردوۍ باندی مسلط کړی ، لکه چی پربنی اسرائیلوباندی یې تراسلام په له مخه قرنوکښي بخت نصربابلی مسلط کړ اویالکه په موجوده زمانه کښی چی یې په عمومی ډول کفارپرمسلمانانوباندی مسلط کړیدی اوترڅوچی مسلمانان په صداقت اواخلاص سره والله جل جلاله ته توبې ونه کاږی نوله  دغه مصېبت او عذاب  دتسلط دکفاروڅخه به هیڅ کله نجات پیدانکړی دالله جل جلاله دغه قول چي( واوحينا الی بنی اسرائیل لتفسدن فی الارض مرتين ولتعلن علوا کبيرا فاذاجاءوعداولیهمابعثناعليکم عباداًلنا اولی بأس شديدفجاسواخلال الديارِ) ددې خبری دصدق شاهددئ ـ

اوترفيعي مصېبتونه عبارت دی له هغومصېبتوڅخه چي الله جل جلاله   یې په دې وجه ومسلمانانوته و رورسوی چي دهغومصېبتوپه وجه ددوئ مرتبې ، درجې اومقامات په دنيااوآخرت کښي لوړسی ،لکه چی په يوه روايت کښي راغلی دی چي   کله چي الله جل جلاله ویوه مسلمان ته ددې اراده وکړي چی درجه اومرتبه یې ورلوړه کړی اودغه مسلمان دونه نېک عمل نسی کولاۍ چی په هغه سره دهمدغی مرتبې لائق وګرځي نوالله پاک پرده باندی  یوقسم مصېبت نازل کړی چی دهغه مصېبت په وجه دَيْ دذکرسویې مرتبې وړ وګرځي ـ

پاته بیان به په بله برخه کښي انشاءالله درته راسي،

والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery