دخپریدو نیټه : 2009-12-26 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۵)برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۵)برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمووروڼوپه دې برخه کښي داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دمبارک لمسي اودفاطمة الزهراء اودحضرت علي کرَّمَ الله تعالی وجهه دمبارک فرزندحضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) دحالاتواوواقعاتوله جملې څخه ځيني هغه حالات درته بيانومه کوم چي په تېرکال کښي د(محرم الحرام اودکربلاشهيدان) په لړۍ کښي موږدهغوۍ ذکراوبيان نه دۍکړئ ،خواول پیل دده مبارک دمناقبواو دعظمت دشان په بيانولوسره درته کوم ـ
محترمووروڼو هغه امام حسين(رضي الله تعالی عنه) چی وټول امت مسلمه ته اوعلی الخصوص بيادامت مسلمه وهغو افرادوته یې کوم چي دباطل په مقابل کښي له خپلوسرو اومالواواولادوڅخه تېريږي اودباطل اودطاغوت له مقابلې څخه نه ستومانه کيږي ،،دشجاعت اودننګ اوغيرت اودحق پرستۍ اودحق دتحفظ اودحق په لارکښي وهرقسم تکليفوته دچمتووالي دصبراوبرداشت بې مثاله تعليم ورکړيدئ اوددغی مبارکی میاشتي په لسم تاريخ دامت دځينوظالمانوله خواپه شهادت رسېدلئ دئ په دې شرحه مناقب درلودل اولری ئې ـ،
اول، کله چي دهجرت په څلورم کال دشعبان دمياشتي په پنځمه په مدېنه منوره کښی دده مبارک تولدوسو نودده دتولدپه اومه ورځ داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ده څخه دعقيقې په توګه يوپسه ذبح کړ اوپه خپلومبارکوناړوسره ئې دامام حسين رضي الله تعالی عنه تحنيک وکړ اوپه خپله يې دده په غوږ کښ اذان وکړاودده په خوله کښي یې ورتوکړل اووده ته يې دعاوکړه اودحسين نوم ئې ورباندي کښېښودئ اوپه وروسته کښي بيا په نوروډېروباعظمتو القابوسره هم ملقب کړسو چي ډېرمشهور لقبونه له هغوۍ څخه په دې ډول ول ـ
زکي،رشيد،طيب، وفي،سيد، مبارک، تابع لمرضاة الله ،سبط رسول الله(صلي الله عليه وسلم) ،ريحانة رسول الله (صلي الله عليه وسلم)ـ
الحسن والحسين لشيخ محمدرضاـ
دوهم، عن أبی بکر الصديق رضي الله عنه قال : رأيت رسول اﷲ صلي الله عليه وآله وسلم خيم خيمة و هو متکئ علي قوس عربية و في الخيمة علي و فاطمة والحسن والحسين فقال : معشر المسلمين أنا سلم لمن سالم أهل الخيمة حرب لمن حاربهم ولي لمن والاهم لا يحبهم إلا سعيد الجد طيب المولد ولا يبغضهم إلا شقي الجد ردئ الولادة ،
محب طبري، الرياض النضرة في مناقب العشره، 3 : 154
ترجمه :
حضرت ابوبکرالصديق رضي الله تعالی عنه فرمايلي دي چي وليدۍ مارسول الله (صلي الله عليه وسلم)په داسی حال کښي چي په يوه خېمه کښي ئې قيام اوتشريف فرمايلۍ ووپه داسي حال کښي چي ده مبارک تکيه کړېوه پريوه عربي قوس اوکمان باندي اوپه همدغه خېمه کښي حضرت علي او حضرت فاطمة اوحسن اوحسين موجودول نووويل رسول عليه السلام چي اې ټولۍ دمسلمانانوزه صلح کونکئ يم له هرهغه چا سره چي صلح يې کړيوي له اهل سره ددغی خېمې، يعني چي هغه حضرت علي او حضرت فاطمة اوحسن اوحسين (رضي الله تعالی عنهم) دي ، زه جنګ کونکۍ يم له هغه چاسره چی جنګ کوي له دوۍ سره، زه دوست يم دهغه چا چي دوستي کوي له دوۍ سره ، محبت اودوستي نکوي له دوۍ سره مګرهغه څوک چي خوش نصيبه اونېک بخته وي ولادت اوزوکړه يې پاکېزه وي اونه کوي بغض له دوۍ سره مګرهغه څوک چي بدبخته وي ولادت اوزوکړه يې ناکاره وي ـوالسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .