مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپرمختللې کمالیستي ترکې جمهوریت پان ترکې اسلامـ...

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

دپرمختللې کمالیستي ترکې جمهوریت پان ترکې اسلامیزم اوسېکولریزم

لومړۍ برخه :
سریزه  :
تورکان  په مرکزي اسیا کې تر لسمي پېړۍ پورې ساده کوچې ژوند درلود اود څارویو په روزنه کې بوخت وو .      په لسمه پېړۍ کې دوی دسلجوقیانو او مغولو له خوامجبورکړل شول خپله سیمه التې اودالتې غرونه  پریږدي .  د دیارلسمه پېړۍ په پیل کې دوی  په اناټولیه  یا  کوچني اسیا  کې په نننۍ مورنې هیواد ترکیه کې را څرګند شول . د عثماني امپراتوري تاریخ هم له همدې مهاله پیل شو . عثماني امپراتوري چې په ۱۴۰۰ ع کال کې د ترکې له کوچې قومونو څخه جوړه شوې وه ، په ډیره لنډه موده کې په ۱۴۳۳ ع کال کې یې استانبول ونیوه .په ۱۵۱۶ ع کال کې سوریه او مصر  ان  تر مراکش پورې ورزغځیده . په اروپا کې عثماني ترکې امپراتوري تر هنګري ،رومانیا، یوګوسلاویه  تر ایټالیې او سویلي روس پورې ورسیده . دوه ځله په ۱۵۸۳ او ۱۵۲۹ ع کال ترکانو د اطریش پلازمیه وینا لاندې کړه . ترکیې جمهوریت  ورسته له همدې امله هم دناټو په غړیتوب کې ونیولې شوه،تر څو بیا اروپا ته ګواښ نه شي .
په ۱۹۲۳ کال د اکتوبر  میاشت په ۲۹ نېټه  د ترکېې  مډرن جمهوریت بنسټ د مذهب او دولت ترمنخ دبیلتون  سیاست  پر  بنسټ د لومړنۍ  نامتو ولسمشر مصطفی کمال  له خوا کیښودل شو. دې د ترکیې په تاریخ کې د  اتاتورک یا د تورکانو پلار په نامه یادیږي . اتاتورک عملأ عثماني امپراتوري ته د پاې تکې کیښود .له همدې مهاله په ترکیه کې  د اسلام مبین  دین او د دولت  اړیکې په یوه نوې بڼه  سره تنظیم شوي دي .
د ترکې  دولتونو  سیاسي تاریخ  ډیر په زړه پورې تاریخ دی . هېڅ کوم بل اسلامي هیواد سېکولریزم  او لودیځ تمدن  ته  دنږدیوالې لار په دومره مسلسل ډول نه ده تعقیب کړي لکه د ترکیې جمهوریت . نوې دولت  له بنسټه تر ۱۹۶۰ کالونو پورې  یو مخ پر وده هیواد ګڼل کیدو. ترکیه نن په نړیواله سوداګریز کچه یو خورا مهم هیواد دی . دناټو مهم غړې هیواد دی، اروپایي اتحاد ته د ورګدیدو نږدې کاندیدهیواد دی . د اسلامي نړی یوځواکمن ، ولسواک، باثبات او مخکښ  هیواد دی .
ترکیه د اروپا او اسیا ترمنځه یو ځمکنې پړ جوړ وي ،د ختیځ او لودیځ  ستره  ډړه ده . د ترکیې هیواد  ۹۷  ٪ خاوره په اسیا یا اناټولیه کې  او درې  سلنې خاوره په اروپا کې  ده. ترکیه په سیاسي،اقتصادي او پوځې ډګر کې ځان په اروپا کې ګڼې . د اروپایي ټولنې هېڅ کوم بل هیواد اروپایي اتحاد ته د ورګدیدو دومره انتظار نه دی کړي لکه د ترکیې هیواد . د ۱۹۸۹ کال څخه را په دیخوا  ترکیه اروپایي ټولنې  ته د وورګډیدو پرلپسي  غوښتنه او  تمه لري . ترکیه  په اروپایي اتحاد یا ټولنه  کې تر ۲۰۲۰ ع کال پورې هېڅ چانس نه لري . تر څو چې تورکان په کلتوري او ټولنیزه کچه ځان اروپایي نه کړي . د۲۰۰۹ کال ددسامبر په میاشت کې ترکیې یوځل  بیا د اروپایي ټولنې  له مشرتابه څخه اروپایي ټولنې او شینګن تړون ( ۱) ته دورګدیدو غوښته وکړه .
دکمالیزم  دوکټورین  بنسټیزه کړنلاره اروپایي هیوادو ته د ورګیدلو تګلاره جوړوي  . همدا کمالیزم بیا اروپایي ټولنې ته د ورګدیدو یولوی خنډ ګرځیدلي دی .کمالیستي سیکولر جمهوریت د لودیځ ارزښتونو او اروپایي ټولنه ته د روګدیدو معیارونه لکه  ولسواکې، دبشررښتونه ،د لږکیو رښتونه،مذهبي ازادي  او داسي نور حقوق  د ترکیې هیواد په دننه کې تر پښو لاندې کوي . د کمالیستي پرنسیبونو ساتونکې وسله وال پوځ  په ترکیه کې څو واري پر منتخبو حکومتونو باندې  په پوځې کودتاوي لاس پوري کړي دی .
سېکولریسته ترکیه تل لودیځوالو سیاسي کتونکو ته د اسلامي نړۍ  یوه پره دې له اثرارو ډکه  ډړه یا دروازه  او لږ څه ګواښمن هیواد  ښکاريدلې دی  .
دغه هیواد دوه مخونه لري، له یوې خوا دودیزه او ډیر خوار له بلي خوا مډرن او لودیځ پلوه هیواد دی .اسلام په دواړو خواو کې مهم رول لوبوي . ترکیه  په اسلامي نړۍ کې یو خاص ډول اوفورم د دولت رامنځته کړي دی .
 لودیځ د ترکیې لودیځ  پلوه سیاست او ستراتیژیک موقعیت  ته خاص پام کوي . لکه  توري بهیره  ته د ورتلو لار کنټرول، له پخوانې شوروي اتحاد سره پلوله، په ساړ جنګ کې دناټو لپاره یو خاص ځانګړې ځای درلو د .   په ۱۹۶۰ کالونو کې د اروپایي هیوادو د سوداګریزو چارو ښه ملګرې  هیواد و، په ۱۹۸۰ کال کې ترکیه ښه اقتصادي پرمختک وکړو او د صادراتو کچه یې ډیره لوړه شوه . ترکیه  ته د نړۍ سیلانیانو ور تګ چې دعایداتو یوه خورا مهمه سرچینه ګڼل کیږي او  اټګل ۹میلونه تورکان په اروپا کې په کاروبار بوخت دي . درې میلیونه یې  په المان کې د ۱۹۶۰ کالونو څخه  دمیلمه کار ګر په توګه  کارکوي ، دوی اوس د نورو بهرنیانو په پرتله  له  لمسیانو او کړوسیان سره ښه منظم کلتوري ترکې اروپایې ژوند لري  . تورکان  خپلې ټولي ګټلې پېسي په تورکیه کې په ګټه اچوي . د دغې اسیا اروپایي هیواد په اقتصادي،ټولنیز او سیاسي  واده کې ستره ونډه اخیستي ده  . 
موږ افغانانو ته د ترکیې هیواد تاریخ له  تاریخې، مذهبې،کلتوري اړیکو ورته والي  سره پټ پاتې شوي  دی .
۱. دکمالیزم  او نېشنلیزم  تاریخي رېښي
کمالیزم د ځوان  ترکې ملي  دولت بنستیزه  ستن بلل کیږي .  نېشنلیزم د ترکې دولتي سیستم  له دوکټورین څخه ګڼل کیږي،دکمالیستي پرنسیبونو د پلې کولو لپاره  له پوځې ځواک  څخه هم کار اخیستل کیږي . د ترکې جمهوریت بنسټ  د مذهب او سیاست تر منځ   پر  بیلتون  ولاړ سیاست دی . په ډیرو اسلامي هیوادو کې دد اسي  سیاست  تصور ا صلأ  نه کیږي . د ترکیې لپاره  دا یو انقلابي  سیاست  دی . د اتاتورک دغه سیاست د اسلامي دود دستور  او د اسلامي نړۍ سره یو ډول پریکون و . ترکې دولت  یو شمیر بدلونونه  په هیواد کې پلي کړل  له هغې جملې څخه یوشمیر مهم  بدلونونه دا دي .  د اسلامي کلیزې پر ځای  له  نړیواله عیسوي کالیزې څخه کاراخیستل ،د سویس مدني قانون، د ایټالې او فرانسي جزایي قوانین  پلې کول ،د اسلام مقدس  دین  یې د دولتي مذهب په څیر  لغوه کړو،دښځو لپاره د ټاکنو رښته،دیوې ښځې سره واده او د لاتین ابېڅې رواجول وو. 
تر ۱۹۴۵ کالوپورې په ترکیه کې یو ګوندیزه سیاست د اتاتورک جمهورې غښتوونکې ولسي ګوند په واک کې و،په څنګ کې  یو وفاداره وسله وال پوځ  ولاړ و . د پوځ دنده ده چې دترکیې اساسي قانون  او د نېشنلیستي پرنسیبونو  پر بنسټ  د کمالیزم ساتنه وکړي . د کمالیزم  مفکوره په ترکیه کې دولتي دوکټورین منل شوي  .          شپږ  بنسټیز ه پرنسیبونه یا ارزښتونه  د دولت ایډ یالوجۍ جوړه وي  .
هغه مهال ټول ریفورمونه د کمالیزم ایډیالوجۍ پربنسټ رامنځته کیدل  . داسي فکر کیدو چې اسلام نوې ځوان جمهوریت ته ګواښ دی . په ۱۹۳۱ کال کې دغه ریفورمونه دمصطفی کمال د یوالي ګوند په کړنلاره کې ولیکل شول . په ۱۹۳۵ کال کې دغه پرنسیبونه  د دولت دوکټورین وګرځیدو  او په ۱۹۳۷ کال کې په اساسي قانون کې تصویب شول .
داسي مالومیدو چې په کمالیزم کې اسلام ته هېڅ ځای نشته .عجیبه داوه چې اسلام د ترکیې د ملي کلتور یوه برخه او دملت په اجنډا کې جوت رول لرلو .بیا  کمالیزم د اسلام په نامه دعثماني امپراتوري  څخه پاتي شوي ګڼ شمېر مسلمان توکمه ولسونه لکه کردان،قزاقان،البانیان،بوسنیایان،تاتاران او نور قومونه ټول د یو تورک  ملت په نامه سره یومټي کړو .
۲. د کمالیزم شپږ بنسټیزه مټي په لاندې ډول  دي .
۱.نېشنلیزم :دیو ترکې ملي دولت بنسټ ایښودل  و، مذهب نه بلکې ترکې کلتور او ژبه باید خلک تورکان کړي .
۲. سېکولریزم : په مذهب نه ولاړ دولت  یا د مذهب او دولت ترمنځ بیلتون  ته ویل کیږي، له همدې  دولتي فورم سره لا مذهبه  ترکیه د اسلامي ټولنې څخه ووتله .
۳ .  جمهوریت : دیو جمهوري غوښتونکې اساسي قانون د ولس استقلالیت ،خپلواکې او قانوني عدالت دټولو وګړو ترمنځه  مساوي تظمینول   دي . په مذهب نه ولاړ جمهوریت  د یو جمهوري غوښتوونکې دولت بنسټ ایښودل  و، چې ورسره  سلطنت او خلافت  ته شاه  واړه و ل  شوه .
۴ . محبوبیت : د ټولو وګړو سره  د مساوي حقوقو ویش   پر ته له قومي ، ژبني او مذهبي  توپیر څخه .
۵ . حیتایزم : د دولت ستره  دنده د هیواد په اقتصادي وده اوپرمختګ  کې اودهیوادپر اقتصاد باندې  دولتي انحصار لرل دي  .
۶ . انقلابي ریفورمونه : لودیځ ته په کتوسره دولت او ټولنې ته  په سیستماتیک ډول  سمون او فورم  ورکول دي .
د ترکې جمهوریت  په تاریخ کې دغه پرنسیبونه ډول ډول وزنونه  درلود. اماد کمالیزم اصلي نښانه  ټولو تورکانو ته نېشنلیزم  او  په مذهب نه ولاړ جمهوریت  دی .کمالیزم  بیا د پوځ له خوا تظمین  کیږي اوپر خلکو منل  کیږي .
۳.  د ترکې مډرن  جمهوریت  دبنسټ  تاریخ
دنن نه ۱۲۹ کاله وړاندې د عثماني امپراتوري دیونان په سالونوکې ښارکې یو هلک د مصطفی په نوم وزیږدو . د پوځې زده کړو څخه ورسته  ده بیا د خپلو لاسته راوړنو له امله د  ترکیې ولسي جرګې له خوا دمډرن  ترکې  دولت  دپلار نوم وګټلو . د اتاتورک  یا د کمالیزم ایډیالوجۍ  بنسټ یو مډرن ترکې جمهوریت د عثماني امپراتوري په پاې کې رامنځته کول و . له هغه مهاله چې ترکیه خپل فورم اخیستې دی  تر ننه پورې د کمالیزم پرنسیبونه په اساسي قانون کې لومړیتوب لري . د تورکانو دخپل منځي پوهاوي او ملي ویښتیا لپاره برخلیک ټاکونکي پرنسیبونه دي .
په ۱۹۱۸کال  د اګوست  په ۳۰ نېټه عثماني امپراتوري،، د مودروس  Mudros  اوربندتړون ، د لومړی نړیوالې جګړې ګتونکو سره لاس لیک کړواو تسلیمه شوه، چې ورسره یې د زیورز  Severs ( ۲ )سولې تړون  لاسلیک کړو . له همدې سره  د اسلامي امپراتوري پای رامنځته شو. سلطان د امن اونظم راوستولو او مات شوي پوځ دبیرته راټولو لپاره  جنرال  مصطفی کمال اتاتورک یې اناټولیي  ولایت ته ولیږلو . ده نه یواځې پوځ را ټول کړو بلکې له همدې مات او پاشلې پوځ سره ده په وسلوال مقاومت لاس پوري کړو . دپوځې ځواک سره  ولسي ملي مقاومت غورځنګ یې  هم منظم کړو . دی د همدې غورځنګ د کمیټې مشر وټاکل شو . په ۱۹۱۹ کال کې دغه کمیټه  د انقرې په ښار کې میشت  شوه . د ۱۹۲۰ کال د اپریل په میاشت کې داستانبول ولسي جرګې د منحل لیدو په غبرګون کې  تورکانو ملي جرګه په انقره کې  راوبلله . دی د ملي غورځنګ دسیاسي مشرتابه ترڅنګه د پوځې بریاو سره مخامخ شو .
په ۱۹۱۹ کال کې  ده د ارمنیانو بیلتون غوښتونکې هڅې مخه یې ونیوله . په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ کالونو کې یونانیانو ته  سخته ماته ورکړه . بلاخره همدغه  ازادی بښونکې  پوځ  په ۱۹۲۲ کال کې استانبول  ښارته ننوت .
دمصطفی کمال  سخت مقاومت  په جګړه کې نور شامل ځواکونه یې مصالحه  ته مجبوره کړل  . د لوزانه  سولې تړون  (۲ ) د ترکیه پولې وټاکلې او د ترکیې استقلال په رسمیت وپیژندل شو، له هم دې سره د ترکې جمهوریت  دبنسټ لومړنۍ ډبره کیښودل شوه .
په ۱۹۲۳ کال د اوکتوبر ۲۹ نېټه ترکې جمهوریت وزیږیدو . لومړنۍ ګوند د ځوان  ترکې جمهوریت   جمهوري غوښتوونکې ولسي ګوند و. ګوند د ترکیې په سیاسي او ټولنیز سیستم کې ریفورمونه راوستو،دغه ریفورمونه  د کمالیستي کلتوري انقلاب په نامه هم یادیږي . د دغې بنسټیزو ریفورمونو یوه برخه  د ژبې ریفورم  او یو ملي تاریخ رامنځته کول وو . د خلافت دولت څخه  یو سیکولر دولت دیو نوې  سیاسي ،حقوقې سیستم سره رامنځته شو.  اسلام  د جمهوریت لپاره یو خنډ لیدل کیدو. له همدې امله ډیر شمیر نوې قوانین او مقررات  داسلام  سپڅلي  دین د پڅولو  لپاره رامنځته شول .
 ـ  په سترو مذهبي غوڼدو اومجلسونو باندې  بندیز ولګول شو .
ـ  له ۱۹۳۴ کال څخه تر ۱۹۴۷ کاله دحج  شریف زیارت منع شو .
ـ  له ۱۹۳۳ کال څخه تر ۱۹۴۸ کالو پورې مذهبي لوړ ي زده کړي په پوهنتونو کې   رسمآ شتون نه درلود .
ـ  ټکړې  او اسلامي حجاب په رسمي دوایرو کې منع شو . د کالیو سټیل یا ډول  لودیځ ډوله  شو .
ـ  وادونه چې یواځې داسلامي قانون پربنسټ ترسره شوي وه، په قانوني ډول  غیر قانوني شول اوپه رسمي ادارو کې نه منل کیدل .
ـ  دعثماني امپراتوري اسلامي مرکز په موزیم واړول شو . له همدې سره ترکیه د خپلو  ۹۹ ٪ مسلمانو وګړو سره  اسلامي نړې او  ټولنې ته شا واړوله او لودیځ ته  یې مخه کړه . 
د دغو ټولو مقرراتو موخه دا وه چې ملي ترکې هویت ځواکمن  او ورسره  مذهبي هویت کمزورې  شي .
په دوهمه نړیواله جګړه کې متحدینو او متفقینو دترکیه  پر دولت فشار راوړلو او ګواښونه یې ورته وکول،هر یوه غوښتل چې  ترکیه له ځانه سره  په جګړه کې ملګرې کړي .اما ترکیې دولت خپل ناپیلتوب په دغو  ډیرو سختوشرایطو کې وساته او د یو ملي ناورین مخه یې   ونیوله  .
۴.  ترکې  پوځ  او  سیاست
پوځ د ترکیه په سیاسي سیستم کې پر ټولو ځواکونوباندې برلاسې ځواک دی او دترکیې په سیاسي سیستم کې تل لاسوهنه کړي ده . د ترکې جمهوریت  په تاریخ کې په مستقیم ډول په ۱۹۶۰ ، ۱۹۷۱ او په ۱۹۸۰ کالونو کې  په سیاست کې لاس وهنه کړي ده . غیرمستقیم په ۱۹۹۷ کال کې د نجم الدین اربکان حکومت یې استعفا ته مجبوره کړو . په ۲۰۰۷ کال  د ولسمشری په ټولټاکنو کې   عبداله ګل ته د پوځ له خوا  د کودتا ګواښ وشو .           په ۲۰۰۸ کال کې د AKP.  ا ،ک ، پ  یا دعدالت او پرمختګ ګوند پروړاندې د منع علانولو قضایې دعوا پیل شوه ،چې ورسره یوشمیر جګپوړي افسران هم بندیان شول . ځکه پوځیانو له دوی څخه کمالیزم ته ګواښ محسوسه وه  . دا د سېکولرو او اسلامي محافظه کارانو ترمنځ  د سیاسي مبارزو واک او ځواک  پرسر زور ازمیل دي . تاریخ ته په  کتوسره  دپوځ  خاص رول  دترکیه په سیاست کې ان په عثماني امپراتوري کې ریښي لري .  دعثماني امپراتوري د لمنځه تللو سره مصطفی کمال اتاتورک دملي خپلواکې جګړې په ترڅ کې د ترکې جمهوریت بنسټ  کیښود . پو ځ  ملي یوالي،دجمهوریت امنیت ساتلو او دکمالیزم  دسیاسي پرنسیبونومیراثي مدافع  وکیل ګڼل کیږي . ترکې پوځ په ترکیه کې یو  ډول  پوځې ولسواکې پر مخ بیایي .
په ۲۰۰۸ کال د اوکتوبر په میاشت کې د مختلفو انسیتیتونو په  یوه سروې  او ټولپښتنه کې چې د(  پیا          )    Piar T S M  موسسې (۴ )  له خوا تر سره شوي  ښیي ، دترکیې  په دولت کې د ترکیې وسله وال   پوځ ۸۹،۹ ٪ خلکو ته یو اعتبارې منل شوې اورګان دی .
په دویمه ځای کې پولیس ۷۱،۱  ٪   ښودل شوي، له دی نه ورسته داساسي قانون محاکم    ۶۶،۰ ، ولسمشر  ۵۳،۸ ٪ ، لومړي وزیر ۴۲،۶ ٪  د ټولو نه ورسته  دسیاسي ګوندو ځای  د ترکیې په ټولنه کې راځي چې  په ټولیزه توګه بډې اخیستونکې ، د واک  وګږي، او بې اعتباره انځور په ټولنه کې لري . په ټولیزه ټوګه د رایو انځور  ته په کتو سره ویلي شو،دغې سیاسي حالاتو ولسواکې ودې  ته  یو ژور خنډ او فکتور ي توکې رامنځ ته  کړي  دی .
پوښتنه دا ده چې  پوځ څه ډول رول د ترکیه په  سياسي  او ټولنیزو چارو کې لري .
د ترکیه د جزاقانون په ۱۵۹ ماده کې داسي لیکل شوي ، پوځ ته د توهین یا سپکاوي   په صورت  کې سخته جزا ټاکلې شوي ده .په بله مانا  پوځ د حکومت په منځ کې  بل حکومت دی .
په دې ورستیو کې د ترکیه لوی درستیز تور ولګاوه چې واکمن اسلام پلوه ګوندAKP  ا. ک .پ . د دولت او مذهب  ترمنځه دبیلتون پرنسیبونه ترپوښتنې لاندې راوستي دي . تر دې مخکې پوڅ  د ترکیې بیا اسلامېزېشن ګواښ کړي و . په دې اړه دحکومت په یو غبرګون کې وویل شول ،چې  لوی درستیز د ولسمشر تر قوماندې لاندې دی . په بروګسل کې د اروپایي ټولنې ،، کمیسار اولې رههن ،، د پوځ  دخبرو په غبرګون کې په یوه نیوکه کې  وویل ، مهمه دا ده چې پوځ د ولسواکې  پر مقرراتو او لوبه  باندې ځان پوه کړي ،دا مقررات او پرنسیبونو د ترکیې په اروپایي کیدو کې د زړه ټوټه بلل کیږي  . 
په ۲۰۰۹ کال د اپریل  میاشت په پنځلسمه نېټه د تر کیې لوی درستیز هلکر بسبوک  په لومړۍ ځل د کردانو هویت ومانا او اسلام ته  د ا. ک. پ . ګوند  د نږدیوالې  څخه خبرې وکړي ،ورسره یې حکومت ته په ورو یو ګواښ ورولیږلو . ده وویل ، ډلیزه رسنې  خبرې اوري خو په هماغا الفظوکې دوې ویناوي اوري . زه وایم چې پوځ هېڅ وخت د مذهب مخالف نه و. بسبوک د وینا پر مهال څووارې خپل سر د ترکیې اسلامي هویت  ټولنې ته ټیټ کړو .  ده زیاته کړه ، د پو ځ دنده ده چې هر څوک خپل مذهبي مراسم ولمنځي او هېڅ څوک حق نه لري مذهب سیاسي کړي . دا د ترکیې پوځ  نه بدلیدونکې نړیوال انځور دی  . پوځ  په دودیز ډول د سیاست کنټرولر ځان پېژنې .
پوڅ  په ورستیو ۴۵ کالو کې څلور منتخب  حکومتونه دکودتا له لارې  ړنګ کړي دي  .
په ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۳۱ نېټه د ترکیې داساسي قانون محکمې د حکومتي ګوند ا. ک. پ . پر وړاندې د منع  کولو قضایې دعوا پرانیستله . د دعوا اصلي ټکې داسي و، د ا.ک.پ . ګوند هڅه کوي چې دولت اسلامي شي . لویه څارنوالی  دعوا وکړه چې  د ا. ک.پ  ګوندباید منع کړل شي او د ۷۱ سیاسي چارواکو سره  د لومړی وزیر د رجب طیب اردوګان او ولسمشر عبداله ګل  فعالیتونه باید منع اعلان شي . د ترکیه په تاریخ  کې څو څو واري ځواکمن  اسلامي ځواک او اسلامي ګوندونه رامنځته شوي دي، تر څو دکمالیستانو سره مقابله وکړي . پو ځ مداخله کړي او سېکولریزم یې بیرته په ځای کړي دی .
نور بیا .......

دوهمه برخه هم لري لوستل ئې مه هیروی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery