مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ کښتۍ ئې ډوبوله خپل دریاب ئې توپاني سو

انجنیر ذکريا

 انجنیر ذکريا
 دازموږ د هیواد د نامتو شاعر او ادیب ښاغلي عبدالباري جهاني د هغه شعر یوه برخه ده ،چی د افغانستان نامتو او وتلي هنرمند ښاغلي ډاکتر محمد صادق فطرت «ناشناس » لخوا د سندري په توګه ویل سویده .که څه هم دا شعر پر افغانستان د شوروی د یرغل نه ډیر پخوا ویل سویدی ،خو کله چی شوروی پر افغانستان تر یر غل نه وروسته وتلو ته اړ او بیا ړنګ سو نو خلګو د ښاغلي جهاني دغه وړاند ویني ته ګوته په غاښ ونیول او دده نبوغ ته په حیرانتیا کي ډوب ولاړل .
 افغانستان اوس یو ځل بیا هغه ته د ورته شان حالت سره مخامخ دی ،او په ځانګړې توګه په تیرو دوؤ میاشتو کي د پاکستان لخوا د افغانستان په کورنیو چارو کي لاسوهني په خورا لویه کچه زیاتي سویدي .دغه لاسوهني خو اوس د تروریستي عملونو په تر سره کولو سره پلي کیږي .په کندهار کی یو لوی شخصیت او مذهبي عالم شهید مولوي عبدالله «فیاض » په بیرحمانه توګه ترور او د هغه نه وروسته د ټولو افغاني دودونو او اسلام د سپیڅلي دین د اصولو په خلاف د کندهار د عبدالرب اخند زاده په جامع جومات کي د مرحوم «فیاض » د فاتحې په مراسمو کي د ګډون په وخت ،د هیواد یو بل پر وطن مېن بچې شهید جنرال محمد اکرم خاکریزوال او نور ۲۲ کسان په شهادت ورسیدل او د ۵۰ په خوا او شا کی کسان ټپیان سول او له هغه وروسته نور هم ددغه تروریستي بریدونو لړۍ دوام وموند.خبره خو آن دومره سپین سترګي ته ورسیده ،چي په افغانستان کي د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهور رئس د ځانګړي استازي او دهغه هیواد پخواني سفیر ښاغلی زلمی خلیل زاد او د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي علي احمد جلالي د ترور د ځان مرګي برید دسیسه هم جوړه سوه ،چي له نیکه مرغه د پلي کیدو نه مخکي د ملي امنیت لخوا شنډه او پلې کونکي پاکستانیان ئې ونیول سول ،چی وروسته هغوی د ټلویزیون په پرده هم اعتراف وکړ ،چي دنده ئې لرله ،چي د ځان مرګي برید په وسیله ښاغلی خلیل زاد او ښاغلی جلالي ترور کړي .ددغو بیشرمانه تروریستي بریدونو او لاسوهنو لړې ډیره اوږده ده ،چي ګران هیواد وال په هغه پوره خبر دي او زه هم نه غواړم دلته د هغو ټولو یادونه وکړم ،بلکی زما موخه داده ،چی په دې اړوند پر ځینو داسي مسائلو و ږغیږم ،چي د پاکستاني چارواکو دوه مخۍ سیاست او بی شرمانه لاسوهني ښیي .زما په آندپه دې اړوند بایدټولو افغانی سیاسي ګوندونو ،سازمانونو ،سیاسي شخصیتونو او نورو روڼ آندو خپل د غوسې او قهر نه ډک غبرګون ښودلای وای . خو له بده مرغه له ښاغلی دستګیر «خروټی »،د اکاډیمیسن کاندید ښاغلی اعظم « سیستانی » ،ښاغلی حاجی محمد «محقق » او یو شمیر نورو محدودو کسانو پرته نور ټول پټه خوله ناست دی او داسي فکر کیږي ،چي دغه سیاسي او ملي مسئله په دوی پوري هیڅ اړه نه لري .که سیاسي ګوندونه او شخصیتونه د هیواد دداسي ارزښتناکه سیاسي مسائلو لکه د بهرني هیواد بربنډي لاسوهني او د بل هیواد سره د ستراتیژیکو همکاریو په هکله د تړون لاسلیک ،په اړوند خپل آند نه څرګندوي ،بیا نو سیاست د څه لپاره کوي ؟
 که موږ د نړۍ ټولو هیوادونو ته کتنه وکړو ،نو هلته هر کله چی هیواد ئې د بهرني تیري سره مخامخ سي او ملی ګټې د کوم بهرني هیواد لخوا تر ګواښ لاندي راسي ،نو په هیواد کي ټول سیاسی ګوندونه ،که اپوزیسیوني ګوندونه او سازمانونه دي او که حکومت پلوي ،خپل اختلافونه یوې خوا ته ایږدی او ټول په یوه شرنګ د خپل هیواد د ملي ګټو په دفاع کي دریږي او آن په دغه ټاکلي وخت کي پر حکومت خپل نیوکي هم بیخي دروي او ټول اختلافونه یو بل وخت ته پریږدي .
 که موږ خپل ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته وګورو ، نو په ایران کی کله چی د هغه هیواد پر اټمی پروژی بحث کیږی ، بیا نو سمون پال ،زاړه پال ،بنسټپال او دموکراټان ټول په یوه دریځ کی دریږی او ددغی پروژی نه ملاتړ کوی .دغه راز کله چی په پاکستان کی د عبدالقدیر خان د اټمی رازونو ددکانداری رسوائی ټوله نړې پر سرواخستله ،په دی وخت کی بیا نو پاکستانی بنسټ پالو ملایانو او نورو زړو پالو د پاکستانی جنرالانو او نورو چارواکو سره یو ځای د اټمی رازونو د تور بازار ددغه سوداګر په دفاع او ملاتړ کی ودریدل او هغه ئي د محاکمی نه وژغوره او هم ئی پاکستان ددغه رسوائی نه وساتې .
 خو په افغانستان کی د پاکستان لخوا په انکار نه کیدونکو لاسوهنو ، د تروریستانو په روزنه او افغانستان ته د هغوی په لیږلو او دداسی ملی شخصیتونو پر ترورولو ،چی موږ ئي بیا د هغوی ځای نه سو ډکولای ،سیاسی ګوندونه ،سازمانونه او سیاسی شخصیتونه پټه خوله ناست دی او هیڅ هم نه وائی .که بل کوم هیواد دداسی پیښو سره مخامخ سوی وای نو احتجاجونو به ئی ټوله نړۍ پر سراخستی وای .زه نه پوهیږم چی دا څه ډول سیاسی ګوندونه دی ،چی د دغه ډول ارزښتناکه سیاسی مسئلو په هکله هیڅ ډول نظر نه څرګندوی .دا خو ټولو ته څرګندیو واقعیت دی ، چی د طالبانو غلچکی او تروریستی بریدونه د بهرنیانو یعنی د پاکستان د لمسونو او ملاتړ نه پرته شونی نه دی .طالبان د پاکستانی مدرسو نه ځانمرګی تروریستان را ټولوی،په کوئټه ،پیښور ،کراچی او نورو ښارونو کی خپل مرکزونه لری او په اذاده فعالیت کوی او ټولو ته څرګند هم دی .خو یوازی د پاکستان حکومت ،پولیس او استخبارات ئي ، د طالبانو د فعالیتونو او مرکزونو نه بی خبره دی .دوی ته دا نه ده څرګنده ،چی دغه تروریستان چیری روزل کیږی ، دوی ته دا هم نه ده څرګنده چی لطیف حکیمی د کوئټی په کومه کوڅه کی اوسیږی او په دی هکله کله زلمی خلیل زاد ته او کله هم د افغانستان حکومت ته سوال کوی ،چی مرسته ور سره وکی ، او په دی هم نه پوهیږی چی ملا اختر عثمانی څه ډول د جیو ټلویزیون سټدیو ته راغلی او هلته ئی خبری کړی وی .او هر کله ناری سوری وهی چی د ا چیری ؟ څنګه او ولی وسوه ؟ او دغه کسان خو موږ ته را وښیاست .خو لمر په دوؤ ګوتو نه پټیږی .ټولی نړۍ ته دا دلمر غوندی څرګنده ده ،چی د طالبانو ملاتړ د پاکستان لخوا کیږی .
 تیره اونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلی افتاب احمد شیرپاو د بی بی سی راډیو د اوریدونکو د پوښتنو په ځواب کی د پاکستان لخوا د طالبانو د ملاتړ نه انکار وکړ او وئی ویل چی موږ خو د جهاد په وخت کی افغانی مهاجرین منلی وؤ ،موږ د افغانستان سره په پوله کی ۷۰ زره کسیز پوځ اچولې دی او زموږ ګټه خو د افغانستان په ټیکاو او پر مختګ کی ده ، نو بیا موږ ولی د افغانستان په خلاف خلګ روزو او د تروریستی عملیاتو لپاره ئی افغانستان ته استوؤ ؟ ځکه نو موږ دا کارنه کوؤ او پرویز مشرف په همدی خاطر دوه ځله د آفغانستان ولسمشر حمید کرزی سره په ټیلیفون کی اوږدی خبری وکړی او دا ډاډګیرنه ئی ور کړه ،چی پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کی لاسوهنه نه کوی .
 زه غواړم اوس دده پورتنۍ خبری و ارزوم :
 دا ټولو ته څرګنده ده ،داچی پاکستان د شوروی اتحاد د تیری په وخت کی افغانی مهاجرو ته په پاکستان کی ځای ورکړی وؤ ،دا په دی خاطر نه وؤ ،چی دوی دافغانستان سره ددوستی له مخی دا کار کاوه ،بلکی داددی خاطره وؤ ،چی پاکستان په دی پوهیدی ،که روسان په دی بریالی سول ،چی افغانستان لاندی کی ،بیا نو د پاکستان لاندی کول خو دڅو ساعتونو کار وؤ.نو د همدی کبله وه چی پاکستانی واکمنو د افغان مجاهد ولس نه د خپل ځان لپاره دډال په توګه کارواخست ،تر څو د روس دیرغل نه په امان کی پاته سی .که افغانان نه وای نو پاکستان خو نه سوای کولای د روسانو په وړاندی څو ساعته هم و دریږی .ځکه نو دوی دافغانی کډوالو لپاره دکمپونو په جوړولو سره د پاکستان ساتنه و کړه او د همدی موخی لپاره ئي دغه کمپونه جوړ کړی وه نه د خواخوږی له مخی .
 له بله پلوه د افغانی کډوالو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ،عربی او اروپائی هیوادونو اونوری نړۍ نه بی شمیره نغدی او پوځی مرستی پاکستان ته راغلی ،چی دوی دهغه نه ډیره لږه برخه افغانی کډوالو ته ورکول او هغوی په ډیره بدمرغی کی ژوند سبا کاوه خو ډیره برخه ئی دوی په خپل درد وهل او افغانی کډوال د پاکستان لپاره ښه عایداتی سرچینه وه .په نوموړو مرستو خو پاکستانیانو خپل هیواد اباد او زما هیواد ئي را ویجاړ کړ .دغه اټمی بم چی دوی جوړ کړ ،دا خو په ملیاردونو ډالره لګښت لری ،دا دوی له کومه کړل ؟ د پاکستان اقتصاد خو دومره غښتلې نه وؤ ،چی پر اټمی بم دی په ملیارډونو ډالره ولګوی .دا ټول د افغانستان له برکته وه چی دوی دا هر څه ترلاسه کړل .دوی باید د افغانانو احسان ومنی اوتری منونکی وی .دا هر څه پرمختګ خو دوی د افغانانو له برکته وکړ که نه نو د هغه نه مخکی خو پاکستان یو اټمی ځواک نه بلکی یو وران ویجاړ هیواد وؤ .نو له دی کبله دوی باید دافغانانو احسان ومنی او هره ورځ دغه خبره موږ ته یاده نه کړی ،چی دوی په هغه هیواد کی افغانی مهاجر منلی دی .
 اوس به راسو ۷۰ زره کسیز پوځ ته :زه نه پوهیږم چی دغه پوځ هلته څه کوی ؟ خو په یو څه پوهیږم ،هغه دا چی دغه ۷۰ زره کسیز پوځ افغانستان ته د طالبانو او تروریستانو د تیریدو را تیریدو مخنیوی نه کوی او منطق هم دا نسی منلای ،چی ۷۰ زره کسیز پوځ دی د پولی نه د طالبانو د مخنیوی لپاره پر پوله پروت وی ، خو ها خوا د پاکستان په دننه کی په لویو ښارونو کی دی بیا طالبان اذاد فعالیت کوی، د ځان مرګی بریدونو لپاره په پاکستانی مدرسو کی په ناپوهو ځوانانو پسی ګرځی او پاکستانۍ حکومت او استخبارات ئی څه نه ور ته وایی ،خو دلته بیا پر پوله ۷۰ زره کسیز پوځ اچولې دې .عجیبه کار دی ؟ شاید دا پوځ به پر پوله د طالبانو او تروریستانو د امن تیریدو را تیریدو لپاره اچول سوی وی ،چی هغوی د کوم خنډ او ستونزی سره مخامخ نه سی او خپل تروریستی او غلچکی عملیات په پوره ډاډ سره په افغانستان کی تر سره کړای سی او د فشار په وخت کی بیرته په امن کی پاکستان ته وتښتی .چی په واقعیت کی دا هم د افغانستان په خلاف کارول کیږی .
 له بلی خوا په اذادو قبایلی سیمو کی چی د پاکستان د جوړښت نه هلته پاکستانی پوځیان نه وه تللی ،خپله واکمنی ئی هم وغزول ،چی ددی کار نه هم دوی د خپلو موخو او وران کارو د ساتلو لپاره کار اخلی او احسان دی ئی پر موږ نه اچوی .
 بله خبره داده ،چی پاکستانی چارواکی هر کله وایی ،چی زموږ ګټه د افغانستان په امن او ټیکاو کی ده ، نو بیا ولی موږ د افغانستان د امن او ټیکاو د خرابولو لپاره هڅی کوؤ؟
 که څوک په سربیرن نظر ورته وګوری نو بیا خو رښتیا هم ددوی خبره منطقی بریښی .نو دوی د افغانستان د څپڅپانده کیدو لپاره باید هڅی و نه کړی .خو خبره داسی نه ده .دلته څو لاملونه دی چی د هغو له مخی پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کی لاسوهنه کوی او امن او ټیکاو ئی خرابوی .
 لومړۍ خو دا چی افغانستان د پاکستان سره د ډیورینډ د کرښی پر سر سیاسی او ډیپلوماټیکی ناندرې لری او دا دتاریخ په اوږدو کی کله کله خو د جګړی پولو ته هم نژدی سوی دی او د افغانستان حکومتونو پښتنو او بلوڅو وروڼو ته د خپل ارادیت د حق په اډانه کی ددغی مسئلی حل غوښتی دی .ولی پاکستان په هیڅ ډول ددی مسئلی حل ته حاضر نه دی . نو پاکستان بیریږی ،چی د افغانستان سره خو اوس نړیواله ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه ملګری دی ،آن اوس خو د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو تر مینځ د ستراتیژیکی همکاریو ګډه اعلامیه هم لاسلیک سویده ،چی د هغی له مخی د امریکا متحد ایالتونه ژمن دی چی د بهرنی تیری په وخت کی به دافغانستان ننګه او ملاتړ کوی .افغانستان به ددغو همکاریو په پایله کی پرمختګ وکړی او یو غښتلی هیواد به تری نه جوړ سی ،چی په دی صورت کی به بیا دوی نسی کولای پر دغه لانجه خوله پټه کړی ،نو ځکه ئی په خپله خاوره کی د تروریستاون د روزلو کمپونه جوړ کړی دی .
 بله خبره داده چی په ایران کی د اخوندانو د واکمن کیدو نه وروسته پاکستان د لویدیځو هیوادونو او په ځانګړی توګه د امریکا دمتحدو ایالتونو لپاره یوازنې ستراتیژیک ملګری وؤ،چی پاکستان ددغی ملګرتیا نه خورا لویی ګټی پورته کړی ،هم ئی په ملیارډونه ډالره نغدی مرستی تر لاسه کړی او هم ئی پرمخ تللی تکنالوژی ته لاس رسې پیدا کړ او دغه رازد امریکا نه ئی عصری وسلی او جنګی تخنیک هم تر لاسه کړ او آن داټمی وسلی خاوند لا هم سو ،چی دا خپله د سیمی او په ځانګړی توګه د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ دی .ځکه نو د پاکستان دا نه خوښیږی ،چی امریکا او نور لویدیځ هیوادونه د افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا ټینګه کړی ده ،چی دا ئی هم یو بل لامل دی چی پاکستان په افغانستان کی د حالاتو د ګډودولو اوڅپڅپانده کولو لپاره هلی ځلی کوی او تروریستان په خپله خاوره کی روزی او زموږ هیواد ته ئی د وران کاریو لپاره را استوی ،تر څو امریکا او نور لویدیځ هیوادونه د افغانستان نه خوا توری او ستړی سی او د افغانستان نه وتلو ته اړ سی ،چی په دی صورت کی به بیا د پاکستان لپاره د ۹۰ یمو ګلونو په شان په افغانستان کی دورور وژنی د اور د تود ساتلو لپاره شرایط برابر سی .
 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبره هم وکړه ،چی د پاکستان ولسمشر ښاغلی پرویز مشرف ددی ناندریو د هوارولو لپاره دوه ځله د افغانستان ولسمشر حمید کرزی ته ټیلفون وکړ او ډاډ ئی ور کړ ،چی پاکستان به هیڅ کله د افغانستان په خلاف تروریستان نه روزی او افغانستان ته به ئی د وران کاریو لپاره نه لیږی .
 لومړۍ خو دا چی پاکستانی چارواکوهر کله په خوله یوه خبره کوی اوپه عمل کی بیا بل څه کوی .آن ښاغلی کرزی هم ،چی د خورا پراخی حوصلی خاوند دی ،دی ته اړ سو ،چی ووایی پاکستان مخامخ موږ په غیږ کی نیسی خو په بغل کی ئی بیا چاړه راته پټه کړی وی او په وهی مو.نو دا دوه مخی د پاکستانی چارواکو عادت دی او هر کله داسی کوی ،چی هلته پر یوه سرزموږ په خلاف په خپله خاوره کی تروریستان روزی او د وران کاریو لپاره ئی زموږ هیواد ته را استوی او پر بل سر بیا ددوستې خبری کوی .خو نور هیڅ څوک په دی خبرو نه غولیږی .
 دغه راز جنرال پرویز مشرف تر ډیره وخته په دی خبرو او د افغانستان په احتجاجونو خپل غوږ هم نه ګراوه ، تر څو د امریکا دولسمشر جورج بوش لخوا ورته ټلیفون وسواو کیدای سی تر مینځ به ئی سختی خبری هم سوی وی ،نو له هغه نه وروسته دی وارخطا سو او دوه ځله ئی سر پر سر ښاغلی کرزی ته ټیلفون وکړ اوبیا ئی د دوستې او همکارې ناری سوری پیل کړی ،خو په دی هم نور هیڅ څوک باور نسی کولای .تر څو پاکستانی چارواکی د طالبانو تروریستی مشران د افغانستان حکومت ته ونه سپاری ،نو روانه پالیسی به ئي هر کله د افغانانو له خوا د دوه مخی پالیسې په توګه بلل کیږی .
 پاکستان د القاعدی د نورو هیوادونو اتباع امریکایانو ته سپاری ،آن بیګناه افغانی کډوال هم ګواښی او ورته وائی چی که خپل هیواد ته د تروریستی اعمالو لپاره ولاړ نه سی نو بیا به دی د القاعدی په تور امریکایانو ته په لاس ورکړو،چی ګوانتانامو ته دی بوزی .ښاغلې پاچا خان ځدران ،چی د پاکستان غلامی ئی نه کوله ،لاس تړلې ئی دافغانستان حکومت ته په لاس ور کړ ، چی ښاغلی کرزی د خپل لوړ تدبیر له مخی د هغه سره د پوره درناوی چلند وکړ او په عزت ئی خوشی کړ .خو لطیف حکیمی ،عثمانی ،ملا عمر او نوربیا نه نیسی او افغانستان ته ئی نه سپاری .آیا دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده ؟
 ښاغلی شیرپاو وائی ،چی تاسی ئي موږ ته را وښیاست چی دغه خلګ چیری دی نو بیا به ئي موږ و نیسو .څومره د خندا وړخبره کوی .یو څوک به ورځی او ښاغلې شیر پاو به تر لاس نیسی او رارهی کوی به ئی او یو ځای ته به ئی دروی او ورته وایی به وینی ئی ؟ هغه دی هلته ملا عمر یا کوم بل یو ناست دی . وینی ئی ؟ ورسه وئی نیسه !بیا به نو دې جړومبیږی او اول به د هغه نه د اسنادو پوښتنه کوی ،چی دغه رښتیا هم ملا عمر دی که نه ، نو که هغه خپله وویل چی هو زه ملا عمر یا لطیف حکیمی یا عثمانی او یا بل یو تروریست یم او راسه ما ونیسه ،بیا به نو دی د هغه د نیولو لپاره هلی ځلی پیل کوی . دا ټول د خندا وړ او بیشرمانه درواغ دی او هیڅ څوک په دی خبرو نه تیروزی .
 د پورتنیو خبرو نه دا پایله هم تر لاسه کیږی ،چی پاکستانی چارواکی دا منی چی تروریستان ددوی په خاوره کی شتون لری ،خو دوی ته ئي ځای نه دی څرګند.هغه چا چی یو څه وخت په پاکستان کی ژوند کړیدی او یا ئی د پاکستان حالات څارلی وی ،نو هغه په دی ډیر ښه پوهیږی ،چی په پاکستان کی یو شې هم د پاکستان د استخباراتو د موافقی او نظر نه پرته او په پټه د ځایه نسی خوځیدلای ،چی پر دی خبره هغه کتابونه چی د پاکستان د استخباراتو پخوانیو کارکونکو لیکلی دی ،هم ښه دلالت کوی .
 بله خبره داده ،چی که چیری رښتیا هم پاکستان دومره کم واکی دولت وی ،چی دده په خاوره کی تروریستانو ځاله جوړه کړیده او دې هغه پیدا کولای نه سی او دغه راز پاکستان اټمی وسلی او تکنالوژی هم لری ، نو دا خوددی خطر سته چی دغه اټمی وسلی او تکنالوژی ئی هم د تروریستانو لاس ته ورسی ، چی دا کار به نه یوازی د افغانستان او سیمی ، بلکی د ټولی نړی امن د خطر سره مخامخ کړی .نو آیا نړیواله ټولنه به په دی هکله فکر ونه کړی ،چی د پاکستان غوندی یو کم واکې هیواد ،چی د تروریستانو د ځالو په موندلو او له مینځه وړلو کی پاته راغلې دې ، نو طبعی خبره ده ،چی اټمی وسلی اومرکزونه ئی هم نسی کولای په امن کی وساتی ،باید د اټمی وسلی نه هم بی برخی سی ؟ زه په دی باور یم که پاکستان دغه ځالی له مینځه یو نه سی او ترویستان د افغانستان حکومت ته ونه سپاری نو پایله به ئي هم داوی ،چی نړیواله ټولنه به د خپل امنیت د ساتلو په خاطر د پاکستان نه غواړی چی خپلی اټمی وسلی له مینځه یوسی .
 پاکستانی جنرالانو او استخباراتو ئي د طالبانو د نسکوریدو سره سم د افغانستان په خلاف اوږدمهاله پلانونه جوړ کړل .یو ځل باید دی مسئلی ته ځیر سو ،چی ولی یوازی د پاکستان په هغو ایالتونو (صوبه سرحد او بلوچستان ) کی اسلامی بنسټ پاله ګوندونه واک ته ورسیدل ، چی د افغانستان سره په پوله پراته دی ؟ که د پاکستان تاریخ ته وکتل سی نو اسلامی بنسټپاله ګوندونه هیڅ کله ، آن د بنسټپاله جنرال ضیا الحق په دوران کی هم دومره غښتلی نه وه ،چی په یوه ایالت کی څه ،چی په یوه کلی کی هم واک تر لاسه کړی . د بله پلوه د پاکستان په تاریخ کی هر کله د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو په دود ،دوه ګوندونه یعنی پیوپلز پارټې او مسلم لیګ ګوندونه ،ډیر غښتلی وؤ او په وار سره به ئي د حکومت واګی په لاس کی نیولی .خو د واکمنې نه د طالبانو د لیری کیدونه وروسته ، پاکستانی استخباراتو بله پروژه تر لاس لاندی ونیوله هغه دا چی :
 ددی لپاره چی د افغانستان سره په پوله کی د افغانستان د نوی حکومت مخالفین ،طالبان او نور تروریستان وروزل سی او افغانستان ته د تروریستی کارونو د سر ته رسولو لپاره واستول سی ، نو په دغو دوؤ یعنی د پښتنو او بلوڅو په ایالتونو کی ، چی افغانستان ئي پر سر ورسره ناندرۍ هم لری ،اسلامی بنسټپاله ګوندونه باید په ټاکنو کی رایی وګټی .ددی لپاره چی دوی دغه رایی وګټی نو باید دوی چاری تر سره سی :
 لومړی دا چی دغه دوه غښتلی ګوندونه یعنی پیوپلز پارټی او مسلم لیګ او همداراز سیمه ایز غښتلی ګوندیعنی نیشنل عوامی پارټی هم باید تجزیه سی او مشران ئی د پاکستان نه تبعید سی او له بله پلوه باید دغه واړه واړه اسلامی سخت دریځه ګوندونه ،چی هیڅکله هم سره جوړ او یو سوی نه وؤ ، یو موټی سی ، چی همداسی ئي هم وکړل او په پایله کی ئی دغو غښتلو ګوندونو وبایلله او دبنسټ پاله اسلامی ګوندونو اتحادیعنی متحده مجلس عمل د واک پر ګدی کښینستل .
 په دی کی پاکستانی چارواکودوی موخی لرلی :
 یو داچی ټولی نړۍ ته ووایی ،چی طالبان هم پښتانه دی او د صوبه سرحد د بنسټپاله ګوندونو مشران هم پښتانه دی ،نو دادواړه تروریستان او بنسټپاله دی او بل داچی دغه ګوندونو خو د رایو له لاری واک ته رسیدلی دی ،ځکه نو موږ نسو کولای د هغو خلاف څه اقدامونه وکړو .او په دی توګه ځان د ځواب ویلو نه خلاص کړی .خو زما له نظره په دی چلونو او غداریو اوس ټول پوه دی او نور په هغه څوک نه غولیږی او یوازی شاید خپل سر پکی و خوری .
 که چیری د افغانستان تیر تاریخ ته نظر واچوؤ ،نو هر کله چی هر هیواد پر افغانستان تیرۍ کړیدی او د هغه ورانې او بربادې ته ئی ملاتړلی ده ،نو د خپل هیواد جغرافیه ئي بدله سویده،چی په وروستی وخت کی ئی بیلګه پخوانۍ شوروی اتحاد وؤ ،چی اوس شتون نه لری او پر ۱۵ ټوټو وویشل سو.
 نو دپاکستانی چارواکو نه زما پوښتنه داده چی دغه اور چی دوی ئی لګوی او لمن ورته وهی ،آیا ددوی سره دا ویره نسته ،چی لمبی به ئی ددوی کورته هم ورسی او نه یوازی به ئی هر څه وسوځل سی ،بلکی جغرافیه به ئی هم تر پوښتنی لاندی راسی ؟ زما سلا او مشوره ورته داده چی د سر ټمبه ګۍ نه لاس واخلی او دافغانستان په خلاف د تروریستی اعمالو نه لاس په سر سی ، که نه نو هرو مرو به د هغو هیوادونو په برخلیک اخته کیږی ،کوم چی ئي زموږ د ورانی نیت لری او د ښاغلی ناشناس دغه سندره به یو ځل بیا انګازی خپری کړی چی :
 
 زموږ کښتۍ ئی ډوبوله خپل دریاب ئي توپانی سو
 
 د پاکستانی چارواکو بله لویه سپین سترګی خو لا داده ،چی لوړ پوړی چارواکی ئی په بربنډ ډول د افغانستان په کورنیو چارو کی لاسوهنه کوی او د قومونو تر مینځ ناندریو ته لمن وهی .د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیخ رشید احمد د چنګاښ په ۵ نیټه د صوبه سرحد د بنو په ښار کی یوی غونډی ته د وینا پر مهال ویلی وؤ «پښتانه په افغانستان کی اکثریت لری خو بیا هم ددوی سره ښه چلند نه کیږی او نه ورته د شمیری او اهلیت سره سمه موقع ورکول کیږی »او وائی دا به خراب عواقب ولری .عجیبه خبره ده ؟ مېره می نه لیدله تر مور مېنه !په افغانستان کی ټولو میشتو قومونو د پیړیو په اوږدو کی یو دبل تر څنګ د ورونو په شان ژوند کړیدی .خو د شوروی د تیری نه وروسته روسانو او نورو ګاونډیو هیوادونو د افغانستان د بیلابیلوقومونو تر مینځ ناندریو ته لمن ووهل ، چی ډیری ستری بدمرغې ئی زموږ خلګو ته راوړی او تر اوسه لا هم نه دی پوره هواری سوی .اوس چی د ښاغلی کرزی دحکومت لخوا د ټولو قومونو تر مینځ ددوستې د ټینګیدو لپاره هڅی روانی دی ،نو دادی یو ځل بیا د افغانستان ددښمنانو لخوا د بیلا بیلو قومونو تر مینځ ددښمنۍ د پیداکولو اور ته لمن وهل کیږی .دی عجایباتو ته وګوری.
 د روسیی ددفاع وزیر سیرګی ایوانوف بیا ناری سوری وهی چی د پښتنو لخوا د افغانستان د لږکیو قومونو حقونه تر پښولاندی کیږی او د پاکستان د اطلاعاتو وزیر بیا ډنډوری جوړی کړی دی چی نورو لږکیو قومونو د پښتنو حقونو تر پښولاندی کړیدی .اوس نو راسه ورته کښینه ،چی څوک رښتیا وایی ؟ یا دی ئی دوی سره مالومه کی چی چا د چا خق خوړلی دی ،موږ خو کومه ستونزه نه لرو او که ستونزه پیداکیږی هغه موږ د نورو خلګو غوندی په خپله هوارولی سو او دوی ته د لاسوهنو حق نه ورکوؤ .دوی دواړه دروغ وایی او ددښمنې له مخی دا پروپاګنډی کوی او غواړی اوبه خړی کړی او کبان پکښی ونیسی .که د افغانستان ټول خلګ یو موټی وی او د افغانانو په توګه هم روسانو او هم پاکستانیانو ته ووایی ،چی موږ سره وروڼه یو او زموږ تر مینځ هیڅ ستونزه نسته ،نو په دی به دغه غلیمان سخت خواشینی سی ،ځکه چی د نفاق اچولو پلانونه به ئی کار ورنه کړی .
 د بله پلوه که پاکستانی واکمنان په رښتیا داسی د پښتنو په غم کی دی نو بیا ولی د پاکستان پښتنو ته د پاکستان د نورو قومونو په شان اجازه نه ورکوی ،چی خپل ایالت د پښتونخوا یا پښتونستان او یا بل نوم سره ونوموی ؟ په پاکستان کی د پنجاپیانو ایالت پنجاپ ،د سندیانو ایالت سند،د بلوڅانو ایالت بلوچستان نومیږی ،خو یوازی د پښتنو سیمه په یوه مجهوله اوبی مفهومه نوم یعنی صوبه سرحد سره نومول کیږی .ولی پښتانه حق نه لری په خپله مورنی ژبه لیک لوست وکړی ؟ ولی په خپله ژبه خپرونی نه لری ؟ ولی د پښتنو دغه «غمخوره» د پاکستان په پښتنی سیمو کی ښونځۍ ،سړکونه ،روغتونونه او پولی کلینیکونه نه جوړوی ؟ ددغه ولی ولی لړۍ بی اخره اوږدیدلای سی .
 دا خو ټولو ته د لمر غوندی روښانه ده چی پاکستانی واکمنان له بل هر چا نه د پښتنو سره ډیره کینه او دښمنی لری .دا د هیڅ چا هیره نه ده چی پاکستانی استخباراتو د خپلو اجنټانو له لاری په پاکستان او افغانستان په دننه کی د پښتنو د قومی مشرانو د ترور لړۍ پیل کړه او زموږ ډیر پر وطن مېن مشران ئی ترور کړل ،چی په هغه جمله کی د ښاغلی حمید کرزی پلار عبدالاحد خان کرزی او ډیر نور شامل وؤ .
 زما په آندبایدټول افغانان د قومی اړیکو د په نظر کی نیولو نه پرته سره یو مو ټی د خپل هیواد د ابادولو او امنیت او ټیکاو د راوستلو لپاره ملاوتړی او نه شمالی نه ختیځ او نه هم لویدیځ ګاوندیانو ته اجازه ور نه کړی ،چی ددوی تر مینځ د نفاق او دښمنۍ زڼی وشندی .دغه د هیواد د پرمختګ او ټیکاو راوستلو لار ده او غلیمان به مو مخ توری وی .


 په درنښت
 ۳۰/۰۶/۲۰۰۵
 هالنډ 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery