دخپریدو نیټه : 2005-07-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
موږ هر تروریستي او انسان وژونکی عمل غندو
محمد یوسف هېواددوست
د روان زېږدې کال د جولای د میاشتې په ۷ نېټه د بریتانیا د لندن په ښار کې د یو لړ بمي چاودنو په پایله کې د هغه هېواد یو شمېر بېګناه او ملکي خلک د اور په لمبو کې وریت او په وینو کې لژن شول .دغه تروریستي او انسان وژونکی عمل په داسې حال کې د یوشمېر په اصطلاح اسلامي ډلو لخوا ترسره شوی چې هسې هم په نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو د خوارولو او ځورولو عاملان په یوې کوچنۍ بانې پسې څراغ په لاس ګرځي .او دغه عمل په بهر کې اوسیدونکو مسلمانانو او اسلامي نړۍ ته د زیان رسولو یوه ښه پلمه ده.دغه عمل په هېڅ صورت د اسلام او مسلمانانو په ګټه نه بلکې د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره یو تر ټولو ناوړه اسلامي ضد عمل ګڼل کیږي چې په هېڅ صورت نشي توجیه کېدلای .دغه عمل د ترهګرو بشري ضد عمل دی چې په پایله کې یې یوازې او یوازې د یو شمېر بېګناه وګړو وینې تویې شوې او موږ ټول په دې خبره ښه پوهیږو چې د انسان د وینو تویول هغه هم د بېګناه لارویانو وژل د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره په مخالفت کې دی . که ترهګرې ډلې دا خبره عنوانوي چې له افغانستان او عراق څخه دې د لویدیځې نړۍ عسکر او مامورین ووځي نو دغه عسکر او دغه مامورین خو د هماغه هېوادو د یو شمېر نورو مجاهدینو او په اسلام مینو ډلو لخوا رابلل شوي او د همدغه لویدیځوالو تر سیوري لاندې ژوند او حکومت کوي ،د انسان وژل په هر نامه چې وي یو کرکجن عمل دی . دا د اسلام او مسلمانانو لاره نه ده ، دا د ترهګرو او سیاسی منفعت پسنده ډلو ګټي دي .
دلته په ډنمارک کې د (( خپلواکۍ )) د خپرونې ادارې ته یو شمېر برېښنا لیکونه او ټیلیفونونه راغلي چې په هغو کې د لندن دغه چاودنې په کلکه غندل شوي او دا یې یو تروریستي عمل ګڼلی .
د (( خپلواکۍ )) د فرهنګي خپرونې اداره له خپلو بېشمېره خلکو او نړېوالو سره په غبرګون کې د دغه اسلامي ضد عمل غندنه کوي او هر هغه انسان وژونکې عمل که په لندن کې او یا په کابل او یا کونړ او یا عراق او یا د نړۍ په هره بله سیمه کې ترسره کیږی او هر څوک یې چې عاملین یې ،هغه په کلکه غندی او له تر سره کوونکو څخه یې کرکه کوي .
د (( خپلواکۍ )) اداره په دې توګه خپلو هېوادوالو ،د ډنمارک خلکو او د نړۍ نورو ولسونو ته دا خبره په ډاګه څرګندوي چې هر څوک د (( افغان )) او د (( اسلام )) نماینده او استازی نشي کېدای .دلته به هر ترهګر راځی او ځان به د افغانستان د خلکو او د اسلام خواخوږی معرفي کوی او ورسره جوخت به انسانان وژني او ترهګري به کوي .موږ (( افغانان )) دغه راز خواخوږي نه خپل ګڼو او نه زموږ استازیتوب کولای شي .
په نړۍ کې د امن ، سولې ،یو د بل زغملو ،دیالوګ او دوستۍ په هیله
په ډېر درنښت
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
محمد یوسف هېواددوست
د کوپنهاګن ښار - د ۲۰۰۵ ز کال د جولای ۷