دخپریدو نیټه : 2005-07-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سلطان محمود غزنوى او يوولس كاله شپه
سيد اسدالله ظاهري
راوړونكي: سيد اسدالله ظاهري
يوه شپه سلطان محمود غزنوي د خپلي امپراتورۍ په دوره كي په خپله كوټه كي په پالنګ كي ناست و، او د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د معراج كيسه يې لوستله ښځه يې هم په پلانګ ورسره ناسته وه په داسي وخت كي محمود غزنوي شكمن سو چي دا څنګه يوه شپه وه چي اتلس كاله (18) اوږده وه او هيڅوك نه سو په پوه او هيڅ چاته دا شك نه سو ورپيدا چي دا يوه شپه وه كه اتلس كاله. په دې وخت كي ممود غزنوي دباندي سارا ګښت (چائي ځواب) ته ووتي او د خپلي ماڼۍ وغولي ته راغي كه ګوري چي په غولي كي يو ډېر ښايسته مرغه ناست دى او په پښه كي يې يو ډېر ښايسته زنځير پروت دى. محمود غزنوي چي دا مرغه وليدي نو ډېر خوشحاله سو چي دا مرغه زما د ماڼۍ سره ښايي او په كار دي چي زما په باغچه كي وګرځي د مرغه د پښې زنځير ته يې لاس ور واچاوه او يو دم مرغه والوته او د سترګو په رپ كي دومره پورته سو چي لاندي مځكه نه ښكارېدله او په ډېر لږ وخت كي يې محمود غزنوي بلي پاچهي ته ورساوه. محمود غزنوي يې ايله كړ او مرغه ورك سو محمود غزنوي نابلده نابلده كيدى پردى هيواد و، اريان و چي څه وكړم سترګي شاوخوا اړوي خو څوك نه پېژنى ډېر وږى شو ولاړى د يوه نانواى سره په درو وچو ډوډيو مزدور شو دى ددغه هيواد په ژبه هم نه پوهېده خير خو يو څو ورځى يې د نانواى سره تيرى كړې. يوه ورځ ددې هيواد د پاچا د باغ باغوان راغى د نانواى سره كښېنستى ګپه يې ورسره پېل كړه بيايې پر محمود غزنوى سترګي ونښنلې د نانواى څخه يې پوښتنه وكړه چي دا څوك دى؟ نانواى په ځواپ كي ورته وويل چي مسافر سړى دى زموږ په ژبه هم نه پوهېږى د ورځي درې ډوډۍ وركوم راسره مزدور دى خو ډېر سيال سړى راته ښكارى، باغوان ورته وويل چي دا خو ماته مزدور نه ښكاره كيږي ډېر چاغ او شلنډ لونډ دى. خير دا سړى ماته راكړه زه يو وزرى سړى يم كار راباندي ډېر سي نه يې سم ترسره كولاى باغ ته به يې بوزم په هوسا به سم. نو محمود غزنوي يې د ځانه سره باغ ته بوتلى محمود غزنوي خو هم پر ګلانو مين و داسي ګل نه و چي دده په باغ كي به نه و د ګلانو يې ډېره پالنه كوله. يوه ورځ يې په باغ كي د ګلانو د كرلو دپاره يوه ښايسته نقشه اچولې وه او داسي ګلان يې وكرل چي د هيچا زړه نه پر كېدى چي وې شكوي. د پاچا لور چي دا نقشه يې وليدله او د ګلانو ډولونه ې وليدل نو يې په زړه كي وويل چي دا سړى بې څه نه دى او څه نه څه دى او پر محمود غزنوي مينه سوه او داسي پر مينه سوه چي خپل مور ته يې وويل چي مورى پلار ته مي ووايه چي زه بل مېړه نه كوم زه يوازي دغه پاغوان مېړه كوم د پاچا ښځي د خپلى لور خواست خپل مېړه ته ووايه. پاچا ته ډېر خښم (درد) ورغي وې ويل دا باغوان څوك دى چي زه خپله لور وركړم خلك به څه وايي چي بل څوك پر ودرېدى پاغوان ته يې لور وركړه. خو لور يې په تپه اخته سوه ويل كه پاغوان نه وي نو بل څوك نه مېړه كوم د پاچا هم دغه يوه لور وه ډېره پر ګرانه وه نو يې خپلي ميرمني ته وويل چي سمه ده ددې د خوشحالي دپاره دا باغوان ته وركوم خو داچي بيا يې نه زه پلار يم او نه دا زما لور ده او بيا دې ماته مخ نه راښكاره كوي. پاچا خپله لور باغوان (محمود غزنوي) ته وركړه او محمود غزنوي او دده ماينې يوولس كاله تېر كړل او خداى څلور زامن هم وركړل. محمود غزنوي بله ورځ د پاچهى ګوتكه (انګوشترى) راوايستله او خپلي ښځي (ماينې) ته يې وركړل او ورته وې ويل چي دا ګوتكه (انګوشتري) زما د مشر زوى ده او دا زما امانت دى كله چي ما د نړۍ څخه سټرګى پټى كړې نو به يې زما زوى ته وركړې اوس يې د ځانه سره وساته. بله ورځ محمود غزنوي په باغ كي ناست و د ګلانو سېل يې كاوۍ يو وار يې پر يوه مرغه سترګي ولګېدلې چي يو ښايسته زنځير يې په پښه كي پروت دى او په زړه كي يې وويل چي هغه وار خو دي د خپلي پاچهۍ څخه ليري كړم دا وار خو به دي پرې نه ږدم او د مرغه پښې ته يې لاس ورواچاوه او مرغه يو وار په هوا سو د سترګي د يو رپ په وخت كي يې په خپله ماڼۍ كي كښته كړى. د كومي ماڼۍ څخه چي يوولس (11) كاله پخوا راوتلى و. دستي خپلي كوټې ته ننوتي كه ګوري چي مېرمن يې پر هغه پالنګ ناسته ده. محمود غزنوي اريان سو دستي يې د خپلې مېرمني څخه پوښتنه وكړه چي څه حال دى؟ دې ورته ويل خېر دى ته ولى داسي پرېشانه شوې كراره كراري ده خو زه اوس ناسته وم چي ته سارا ګښت (چائي جواب) ته ووتلې او دادي چي دستي بيرته راغلې په دې منځ كي نو څه پېښه سول؟ محمود غزنوي په ډېر چورت كي بيده سو سهار وختي خپل دربار ته ولاړى خپل وزيران يې راوغوښتل د هر يوه څخه يې پوښتنه وكړه چي څه حال دى څنګه ياست؟ په دې هيواد كي كومي كومي پيښي راغلي دي؟ هغوى په ځواب كي ورته وويل چي پاچا صاحبه پرون خو موږ ټول سره ناست و ماښام ته كور ته ولاړې يوه شپه په منځ كي تېره شول په يوه شپه كي به نو څه حال بدل سوي وي؟ پاچا صاحب (محمود غزنوي) چورتي سو په خيال كي يې هغه يوولس (11) كاله وه چي څنګه تېر سول غاو خلك نه دي په خبر. په خيال كي ييې وروګرځېده لكه چي خلك ماته درواغ وايي لا شكمن سو. يو څو ورځي وروسته په شاوخوا سيمه كي غله پيدا سوه هيڅ پړاو (كاپله) په يې نه پرېښاوه خامخا په يې شكاوه له دې كبله په ښار كي خوراكى مواد كم سول خلك ټول تنګ سول د لوږي مړه كېدل نو محمود غزنوي امر وكړي چي په كار دي چي توگل غله ژوندي ونيلو شي او ددې امر سره سم يوه دسته پوځ پر غلو يرغل وكړي او ټوله غله يې ژوندى ونيلو او ټول يې محمود غزنوي ته راوستل په دغو غلو كي يو يوولس كلن هلك هم وو. محمود غزنوي چي دغه هلك وليد نو دستي يې وپېژندى چي دا خو زما زوى دى. هلك ته يې وويل ته څوك يې او څنګه دغلو سره ملګرى شوې؟ هلك ورته وويل زه د يوه ورك سړى زوى يم او د غلو سره ددې دپاره ملګرى شوى يم چي خپل پلار ولټوم. محمود غزنوي وويل ستا سره د پلار كومه نخښه درسره ده چي ته پلار په وپېژنې؟ هلك سم دلاسه د خپلي ګوټي څخه د پاچهۍ ګوتكه (انګوشتري) راوايستله او محمود غزنوي ته يې وركړه چي دا زما د پلار امانت دى. محمود غزنوي چي خپله ګوتكه (انګوشتري) وليده نور هم شكمن سو. وزيرانو ورته وويل چي پاچا صاحپه دا خو ستا خپله ګوتكه (انګوشتري) ده. دلته نو د محمود غزنوي ماغزه ځاى ته راغله چي دا خو هغه د معراج كيسه وه چ ما شك پر كړى و. دادى زوى مي شته او د يوولسو (11) كالو هم دى ما خو په ښكاره سره په هغه هيواد كي يوولس (11) كاله تېر كړيدى او دغه يوه شپه يوولس (11) كاله شوه. د محمود غزنوي د زړه څخه شك ليري سو او وې منله چي اتلس (18) كاله هم په يوه شپه كي تېرېداى شي. اوس چي شك يې بيخي د زړه څخه ليري سو نو د خپله زويه سره هغې بلي پاچهى ته ولاړى خپله مېرمن او خپل زامن يې هم د ځايه سره خپلي دې پاچاهۍ ته راوستل او دلته يې په خوشحالۍ سره شپې او ورځي سبا كولې.
پاى
26/11/1382