دخپریدو نیټه : 2010-01-16 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام،۴۱،برخه ،دامیراومامورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محاسن الاسلام،۴۱،برخه ،دامیراومامورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم
محترموپه دې برخه کښی هم دامیرله شرعی مسئولیتوڅخه بحث درته کوم،په تېروبرخو کښي می پنځه شرعی مسئولیتونه دامیردرته بیان کړل په دې برخه کښي شپږم مسئولیت دامیردرته بیانوم،
شپږم،فرعي مسؤليت د امير دادئ چي سره له دې چي د خپلوعاملينو په مقرره ولو کښي بې زيات هنر او دِقت د نظر کړئ وي ، د شا له خوا به خپل واليان ، ولسوالان ، وزيران او قاضيان تعقيبوي ، او د دوۍ د کړو وړو معلومات به کوي ، د هر لږ او ډير محاسبه به ورسره کوي .
که په عاملينو پسي محاسبه او تعقيب وي نو که عامل طبعًا خائن هم وي امين او نيک سړئ به سي ، او که تعقيب او محاسبه نه ويورپسې نو که عُمَّال هر څونه ښه خلګ وي غله او خائنان به سي ،نو بيا به په ملک کښي د کار د اجرا کولو أهليت په خلګو کښي ختم سي .
له ابي حميد ساعدي ( رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ابن اللتيبه (او په يوه روايت کښي الاُتيبة راغلئ دئ ) د بني سليم قبېلې پر صدقاتو باندي عامل کړ ، نو بيا کله چي دئ و رسول عليه السلام ته راغئ او رسول الله له ده سره محاسبه وکړه ، نو ده وويل : دغه مال ستاسي دئ د صدقې دئ ، او دغه مال ځما دئ ماته خلګو هديه کړئ دئ .
نو رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) ده ته داسي وويل :
« فهلا جلست في بيت ابيک و بيت أمکَ حتی تأتيکَ هديتک ان کنتَ صادقًا » .
ترجمه :
نو ولي ته نه کښينستلې په کور کښي د پلار ستا ، او په کور کښي د مور ستا نو به راغلې وه هديه ستا ، کچيري ته صادق وائ .
يعني اې د لتيبه ځويه ! ته چي په خپل کور کښي اوسېدلې هم خلګو وتاته داسي هديې رالېږلې ، که يې په هغه وخت کښي هم تاته تحفې او هديې درکولې نو بېشکه اوس هم لکه ته چي وايې دغه يوه برخه مال چي تاراوړۍ دۍ ځموږدصدقاتومال دئ اودغه نورتاته خلګوپه تحفه کښي درکړیدئ اوکه پخواتاته خلګویوه دانه خورماپه هدیه کښی نه درکوله نوبیادغه مال چی ته ئې هدیه بولې دبیت المال دۍ ستاخبره صحیح نه ده وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړسوخطبه اووعظ ئې شروع کړ اوروسته ئې له حمدوثناڅخه داسی وفرمایل: (امابعدفانی استعمل رجلا منکم علی امورمماولاني الله فیاتي احدکم فیقول هذالکم وهذه هدية اهدیت لي فهلاجلس فی بیت ابیه وبیت امه حتی تاتیه هديته ان کان صادقافوالله لا يأخذ احدکم منهاشیئابغیر حقه الا جاء اللهَ ،تعالی، یحمله يوم القیامة،،
(انتهی مع الاختصار) ،رواه البخاري ـ