مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-18   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محاسن الاسلام،۴۲،برخه ،دامیراومامورحقوق

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

محاسن الاسلام،۴۲،برخه ،دامیراومامورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمواسلامی وروڼوپه  دې برخه کښی  دامیر اوحاکم اوم فرعی مسئولیت درته ذکرکوم،

قدرمنو
اوم فرعي مسئوليت دامیردادۍچي په خپله به هم دهرعامل په باب حتی الوسع دهغه عامل مربوط رعیت اوماتحت پښتی   یعنی   مطلقابه له ر عیت څخه په حجاب کښي  نه  ګرځی بلکی کله کله به په خپله هم درعیت اوضاع  اودخپلوعمالواوضاع ګوری یوازی دخپلوهیئتواومفتشینوپه تفتیش به اکتفاءنه کوی ځکه کله کله امین سړي هم خائن سی خیانت وکړی اودملک  له خیرخواه سړی څخه غدروسي اوکله کله مفتش هم دخائن ملګرئ سی،، په دې باب داسلام ددوهم خلیفه حضرت امیرالمؤمنین عمربن الخطاب رضي الله تعالی عنه له کردارڅخه بایددرس واخستل سي داسلام دوهم خلیفه یووخت داسی وفرمايل،،( ولان عشت انشاءالله تعالی  لاسیرن فی الرعية حولافاني اعلم  ان للناس حوائج تقطع عنی  اماهم  فلایصلون الی واماعُمَّالهم فلایرفعونهاالی  فاسیرالی الشام فاقیم بهاشهرین ثم اسیرالی الکوفة فاقيم بهاشهرن ثم اسیرالی البصرة فاقیم شهرین)   مناقب عمر رضی الله تعالی عنه لابن جوزی ص‍ ــفحـ ۱۲۱ـه،، ۰
قسم دۍچی کچیري زه ژوندۍ وم نوانشاءالله یوکال به زه په خپل رعیت کښی ګرځم  ځکه چی بېشکه زه په دې عالم یم چی رعیت داسی احتیاجات لري چی بې مانه پوره کیږی ،دوۍ وماته راتلاۍ نسی راتېرېدلاۍ نسی اوزماعمال ماته پرهغه باندی اطلاع نه راکوي   ،نوبه وشام ته ځم  اوهلته به دوې میاشتی تېرومه بیابه وکوفې ته ځم اوهلته به دوې میاشتی  تېروم بیابه وبصرې ته ځم هلته به دوې میاشتی تېروم ـ
هرامیرله دې څخه بایدلوۍ درس واخلی  چی حضرت عمرفاروق هم له خپل وخت څخه نه وومطمئن چی دخیرالقرون  زمانه وه ،نوپه دغوفاسدووختوکښی  چی خیانت ،غدر،جفا،بې رحمی،خودغرضي،درواغ   ،غفلت حب دمال اودمنصب   دخلګوطبعی دندې ګرځېدلی دی نو په داسی وخت کښي به پرعُمّالووظيفه دارانوباندي څه اعتماد اوباوروسی،،  همدارنګه له طاوس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی حضرت عمرفاروق رض الله تعالی عنه  یووخت وخلګوته داسی وفرمایل،،(ارأیتم ان استعملت علیکم خیر من اعلم ثم اَمَرته بالعدل  اقضیت ماعلی،قالوا نعم قال لاحتی انظرفی عمله اعمل بماامرته ام لا)
خبرراکړۍ راته ووایاست که زه یوداسی څوک پرتاسی باندی مقررکړم چی ترهغوټولوغوره  وی کوم چی زه ئې پېژنم  اووروسته بیابه په عدالت اوانصاف دَيْ مامورکړم  چی ته به عدل کوې ظلم به نه کوې ایانوپه د ې سره به زماذمه خلاصه سي  اوکه څنګه دمجلس حاضرینوورته وویل هو  یعنی ذمه واری  دی تردې  اضافه نوره  نسته ده نوبیاده مبارک وفرمایل چي نه داسی نه ده صرف په دې سره زماذمه نه خلاصیږي  بلکی هلته به زماذمه واری پوره کیږي چی زه بیادغه عامل تعقیب کړم  اودده په کارکښی وګورم چی ده زماپه امرعمل کړیدۍ عدل ئې کړیدۍ اوکه یا
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery