مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بېنوا چي زه پېژنم

عبدالباري جهاني

دښکلاڅخه

عبدالباري جهاني
 داسي څوك به نه وي چي د پښتو شعر يې تر غوږ شوى او د بېنوا نوم يې نه وي اورېدلى. عبدالروْف بېنوا په شلمه پېړۍ كي د افغانستان د پښتو ژبي داسي شاعر و چي تقريباً ټول شعرونه يې د زمان د شرايطو انعكاس دى او لكه پخپله چي وايي د كوهستان نسيم دى او د پښتنو د ويښولو دپاره يې ليكلى دى. د بېنوا د شعرونو يو ښه خصوصيت دا دى چي شعر يې دونه ساده دى چي د پوهېدلو دپاره يې هيڅوك تكليف نه لري او كلمات يې دونه پر غوږونو ښه لګيږي چي سړى يې په اورېدلو نه ستړى كېږي. د ده ځيني شعرونه خو په خپل وخت كي دونه مشهور شول چي ډېرو زياتو خلكو به كلمه په كلمه په يادول. "غلى شانته انقلاب" يې يو له هغو شعرونو څخه دى چي نه يوازي د هغه وخت اواز دى، بلكي تر څو پوري چي دده قوم ويده وي ددې شعر زمزمه به ورته لازمه وي:
 نسيم ووې د ګل غوږ كي بدل سو د ياراني رنګ
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 ورسره نوي رنګونه . رنګا رنګ تحولونه
 كړي سمسور به راغ رغونه
 موسم دى هم بل سوى د بلبل د ترانې رنګ
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 دړي وړي زوړ رباب دى . زوړ مطرب خانه خراب
 زوړ اّهنګ د روح عذاب دى
 نوى ساز نوى اواز دى هم سو نوى د نغمې رنګ
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 نوى دام نوى صياد دى . نوى چل نوى بيداددى
 هوښيار صيد لره يې بويه بدل سوى د دانې رنګ
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 لري لوي لوي محبسونه . نه يو سراى نه يوه خونه
 حبسوي لوى هيوادونه
 چي بندي نه پرې پوهېږي داسي سودزولانې رنك
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 طلايي جام كي د دور . شراب زهر دى په دور
 نوشول يې غواړي غور
 اې سرمست زلميه پام كړه بل رازسودميخانې رنګ
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 سره واوښتول قومونه . ويښ خبر سول له ژوندونه
 د ويدو سول وران كورونه
 ګوره كله به سي نوى د پښتو د كاشانې رنګ
 غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
 د كال 1999 په وروستيو شپو ورځو كي حمدالله صحاف په كوټه كي د بېنوا پرېشانه افكار نومې شعري ټولګه چاپ ته وسپارله او په دې توګه يې د پښتو پر ادب باندي احسان وكړ. د بېنوا پرېشانه افكار د ده هغه شعرونه دي چي سړى يې د وخت چيغه بللاى شي او دى به يې حتماً په دغه اندازه په اهميت پوه و. د پښتو ژبي مشهور شاعر او ليكوال ګل پاچا الفت په هغه لنډه مقدمه كي چي د ده پر دغه كتاب يې ليكلې ده په ډېرو لږو كلماتو كي هر څه افاده كړي او د بېنوا شعر يې ډېر ښه معرفي كړى دى، ګل پاچا الفت وايي د ده يعني د بېنوا د اشعارو دغه برخه چي پښتو ټولنه يې د يوه ادبي ارمغان په ډول چاپوي، د ده شاعرانه خيالات تاسو ته ډېر ښه معرفي كوي او د بېنوا معنوي او حقيقي څېره پكښي ډېره ښه ليدلاى شئ. ګل پاچا الفت وايي دده په اشعارو كي تاسي د كلاسيك شعر خالونه او دړۍ مه ګورئ، بلكي د خيال او فكر ښكليتوب او ښايست ته وګورئ كوم درد او احساس چي له شاعر سره شته ډېر قدر يې وكړئ او په محبت ورته وګورئ. مرحوم بېنوا پخپله هم د شاعر وظيفې ته ښه متوجې و او د همدغه اثر په مقدمه كي ليكي چي په خصوصي توګه د پښتون شاعر وظيفه د پښتون ملت او اولس ويښول، د دوى عيبونه ورښودل، د دوى ملي احساسات ژوندي كول، د وطن دوستۍ او مليت پرورۍ د حسن ستايل، د بېوزلو كونډو او يتيمانو پر حال ژړل، د بډايانو زړونه نرمول، د استقلال او خپلواكۍ مينه د ملت په افرادو كي تذريقول او بالاخره د ټولو اجتماعي عيبونو په خلاف مجادله كول دي. بېنوا هم د يوه ويښ شاعر په حيث دغه اجتماعي مجادله كوي، خو كله چي ګوري چي څوك يې پر چيغو غوږ نه نيسي او داسي ښكاري لكه ټول چي ويده وي، نو دى ځان د هغه بېنوا بلبل په څېر ويني چي ږغ يې حتى د ګل تر غوږونو نه رسېږي:
 ټوله مړه دي
 سر تر پايه سره لمبه سوم
 روغ زړګى مي سوى سكور سو
 نه ايرې نه مي دود ښكاري
 بل راباندي څنګه اور سو
 نه لمبه مي سوه خاموشه
 نه رڼا دا تياره كور سو
 په نارو مي ګل ويښ نه سو
 څه عبث مي د خولې شور سو
 اّه سپېره لو هديره ده
 له بلبلو دا بڼ تور سو
 ټوله مړه دي _ ټوله مړه دي
 كه زاړه دي كه واړه دي
 دلباخته شيدا بلبل وم
 كړه پر ګل مي اوازونه
 سحري نغمو كښي ګل ته
 راوړه ما پټ ا لهامونه
 ما وې زه به ګل خبر كړم
 د خزان له شواخونه
 ګل ويده غماز را پاڅېد
 زما يې مات كړل وزرونه
 له صياده چاته زار كړم
 چي بندي يې د قفس كړم
 ټوله مړه دي _ ټوله مړه دي
 كه زاړه دي كه واړه دي
 پرون ګل سره همراز وم
 نن يې بوى موندلاى نه سم
 چا له سېله را جلا كړم
 خپل همزولي مونداى نه سم
 وزرونه يې را مات كړي
 په هوا الوتاى نه سم
 ژبه تېزه لرم خوله كي
 خو اّزاد ږغېداى نه سم
 غمشريك ياران مي ولاړل
 زه تنها پاتېداى نه سم
 ټوله مړه دي _ ټوله مړه دي
 كه زاړه دي كه واړه دي
 بڼ خالي له زوږ او شور سو
 اّواز نسته د بلبلو
 ځالي وراني پاڼي ژړي
 سرخي والوته له ګلو
 نه به بيا د ګل لمن وي
 چي يې نيسم په منګلو
 نه غيبي قاصد به راشي
 چي احوال راوړي د تللو
 نه ملګري سوه را پاته
 د خپل زړه د راز ويلو
 ټوله مړه دي _ ټوله مړه دي
 كه زاړه دي كه واړه دي
 ښه دى ښه چي ګل تالا سو
 له خزانه به څه وايم
 جوړ بهار پر ما خزان دى
 چي قفس كي مبتلا يم
 اّه صياده له سخته دله
 لا به څو په واويلا يم
 له ازله بد نصيب يم
 داسي نه چي نن پيدا يم
 څوك مي نسته چي مي ياد كړي
 بېنوا يم _ بېنوا يم
 ټوله مړه دي _ ټوله مړه دي
 كه زاړه دي كه واړه دي
 مرحوم بېنوا د كال 1913 ميلادي د اګست د مياشتي پر يوويشتمه دكندهار ښار د خرقې شريفي سره نيژدې د عليزو په يوه دينداره كورنۍ كي د مفتي عبدالله په كهاله كي دنيا ته راغى. ديني او مروجه علوم يې په كندهار كي له ښونځي څخه د باندي ولوستل او په ډېره لومړنۍ ځوانۍ كي يې ادبي ژوند پيل كړ. نور يې نو خپل تقريباً ټول ژوند د پښتو د كلتوري ادب خدمت ته وقف كړ او په اصطلاح شپه او ورځ يې په ويښه تېره كړه. بېنوا په 1317 كي د پښتو ټولني د غړي په حيث مقرر سو او يو وخت يې په همدغه علمي ټولنه كي دكابل مجلې مديريت هم كړى دى. بېنوا تر دې وروسته د حكومت سره د همكارۍ په سلسله كي په مختلفو ادارو كي د رياست له مقام څخه نيولې د اولسي جرګې تر وكالت، سفارت او وزارته پر بېلو _ بېلو څوكيو باندي كار وكړ. هغه يو وخت د خپل ياغي طبيعت او ويښو افكارو د تقاضا سره سم د ويښو زلميانو د تحريك غړى سو او تر څو چي دغه تحريك د وخت د استبداد څپېړي نه و وهلى، د ده چيغي تر ډېرو زياتو ويښو زلميانو اوچتي وې او په دې كي شك نسته چي د ډېرو زياتو مستبدينو غوږونه به يې كاڼه كړي وي. د خاندان خولۍ يې هغه نثر دى چي د ښوونځيو د پښتو ژبي په متونو كي د نمونې په توګه تدريس كېدى او په پښتو خوندور نثر كي يې هغو نازولو ته كلك ګوزار وركړى دى چي يوازي د خاندان په افتخاراتو اكتفا كوي او ځان او ټولنه يې په لوى لاس د وخت د چټك كاروان څخه تر شا پرې اېښى وي.
 بېنوا د پښتو ژبي سره ريښتونې مينه درلوده. د ده ريښتونې مينه د هغو اثارو څخه څرګنديږي چي په پښتو ژبه يې ليكلي او تاليف كړي دي، ده خپل اّثار اكثريت په پښتو وليكل او په دې توګه يې پښتنو ته خپل ادب او تاريخ د هغوى په خپله ژبه معرفي كړ. ګواكي هغه، د نورو ډېرو پوهانو او ليكوالانو په څېر، د فارسي ژبي د حاكميت تر تاثير لاندي نه دى تللى خپل اّثار يې په فارسي ژبه ليكلي او ميدان ته كړي دي. د افغانستان نوميالي د بېنوا هغه كتاب دى چي كه ژوند وفا ورسره كړې واى او ټول بشپړ شوى واى، نو د پښتو د تاريخ يو دايرت ا لمعارف به واى. د افغانستان تاريخي ريښې يې بل كتاب دى چي له بده مرغه د ده د خپل عمر د كموالي او صحت نه درلودلو له امله يې پاى ته ونه رساوه، چي كومي برخي يې چاپ سوي دي په هغو كي يې خپلو لوستونكو ته زيات مواد وركړي دي. بېنوا پر پښتو ژبه مين و او دغي ميني ته تر مرګه وفادار پاته سو. د فوكلور چي د پښتو د ادب يوه مهمه برخه ده، اهميت ته متوجې و او پښتو لنډۍ او متلونه يې راجمع او انتخاب كړل او د خپلو همكارانو په مرسته يې د دې دپاره په انګرېزي ژبه واړول چي نور هيوادونه او اولسونه هم د پښتو ژبي د دې خزانې سره اشنا سي.
 ګوره چي يو وخت به يې په څه حالت كي پردېسي سترګو ته درېدلې او د پسرلي په نوم شعر به يې ليكلى وي، خو يو وخت پخپله پردېس سو او دا پردېسي په داسي وخت كي ورباندي راغله چي له هغه نه چي ده يې تصور كړى او د شعر په ژبه يې تصوير ايستلى و سل چنده سخته وه، هغه په داسي وخت كي پردېس سو چي د پسرلي په باره كي يې فكر هم نه سو كولاى د هغه د وروستيو سلګيو او زګېرويو د اورېدلو دپاره چنداني څوك نه وه او تر هغه چي ده يې تصور كړى و، سل چنده له خپل ګران وطن څخه ليري پروت و. مرحوم بېنوا د نن نه پوره پنځه لس كاله پخوا د جنورۍ په يوولسمه د امريكا د نيوجرسي په ايالت كي سترګي له دنيا پټي كړې او د هغو يارانو نه چي ده ته ډېر ګران وو او په خپلو ډېرو شعرونو كي به يې د هغوى يادونه كوله ډېر ليري وفات سو.
 د پسرلي وږمه
 د سبا وږمه چي راسي
 نوي _ نوي غوټۍ وا سي
 بلبلان نغمه سرا سي
 د خوښۍ صحنه خپره سي
 خو يو زه په زړه خوږمن يم
 اّه پردېس د بل وطن يم
 لاس په لاس ياران تېرېږي
 يو و بل ته هوسېږي
 په ورو _ ورو سره مسيږي
 زه د زړه سره ژړا كړم
 له نصيبه ګيله من يم
 اّه پردېس د بل وطن يم
 په ګلونو پټ سول غرونه
 غاټول سره كړله دښتونه
 زلمي نجوني كړي سېلونه
 نو به څه دا پسرلى كړم
 پرورده د خپل چمن يم
 اّه پردېس د بل وطن يم
 څوك مي نسته چي يې ياد كړم
 په ليدو يې زړګى ښاد كړم
 بېلتون هسي نامراد كړم
 زړه ته تېر ملګري نسته
 چي يې ميني ته نيازمن يم
 اّه پردېس د بل وطن يم
 د خندا تلقين رامه كړه
 په ژړا مي زړګى ښه كړه
 ستا چي زړه وي هغه وكړه
 ما نو پرېږده چي همداسي
 په زړې ميني دردمن يم
 اّه پردېس د بل وطن يم
 تر دې شنه اسمان را لاندي
 ډېري سترګي ژړا كاندي
 څوك خبر نه سوه پرې باندي
 زه هم دوى سره ژړا كړم
 په سر سترګو يې مين يم
 اّه پردېس د بل وطن يم
 د غنمو وږى د بېنوا بل منظوم اثر دى چي له يوې خوا د ده د شعري طبعي كمال او له بلي خوا د ده وطن پرستي او قوم پرستي ورڅخه څرګنديږي. هغه په دغه اثر كي د هغو قومي مشرانو له خولې منظومي خبري كړي دي چي په كال 1747 كي يې د كندهار د شېرسرخ په تاريخي جرګه كي برخه اخيستې وه او د احمدشاه بابا په پاچا كولو سره يې د افغانستان په څېر د يوه نوي هيواد اساس كښېښود. بېنوا د غنمو وږى په كتاب كي د قوم د مشرانو له خولې داسي خبري كړي دي چي تر څو پوري پښتانه ژوندي وي، تر څو پوري شاوخوا ته دښمنان پراته وي او تر څو پوري د پښتنو قومونو تر منځ خونړي اختلافات او تربورګلوۍ موجودي وي، تر هغه وخته پوري دا اثر خپل قيمت لري. يو ځاى د احمدشاه بابا له خولې لكي:
 لاس به يو كړو هري خواته غليمان دي
 يوپه بل موسره وژني وايي خپل يو دښمنان دي
 هغه په دې جرګه كي د هر قومي مشر له خولې په دغه ترتيب خبري كړي دي او په دې كي يې دونه كمال كړى دى، ته به وايې د رښتيا د شېرسرخ قومي جرګه د سړي د سترګو په مخ كي تېريږي او مشران يې ويني.
 د بېنوا د ژوند او اّثارو په باره كي ليكنه ډېر زيات وخت او ضمناً مواد غواړي. دلته هم ماته ناوخته خبر راغى او هم مي په لاس كي څه نه و، نو دا ليكنه مي صرف د ده د حق د اداكولو په خاطر وكړه، كنه نو تر هر څه بهتره خو به دا واى چي د مضمون د پيل كولو څخه مخكي مي معافي غوښتې واى او د څه ليكلو جراْت مي نه واى كړى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery