دخپریدو نیټه : 2005-03-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د استاد رشاد سياسي شخصيت
پوهنمل اسماعيل"يون"
پوهنمل اسماعيل"يون"
كله چه موږ د پښتوا اد بيادتو تاريخي بهير او د افغاني ټولنې سيرا و تكامل بيلابيل پړاوونه ګورو نودليكوالۍ او سياستوالۍ او ليكوال او سياستوال ترمنځيو عجيب توازن او تناسب او يو پر بل باندي مقابل اغيزمو تر سترګو كيږي ، امير كروړ جهان پهلوان هم شاعر، ليكوال او سياستوال و، پير روښان هم ليكوال او سياستوال و ناز و انا او زرغونه انا هم ليكوالې او سياستوالې وې، خوشحال اود هغه ټوله كورنۍ ليكوال او سياستوال وو. دميرويس نيكه كورنۍهم دليكوالۍ او سياستوالۍ دا صل پاللې، بي بي زينب د يوې پخې شاعرې او سياستوالې په توګه لا تر اوسه د تاريخ حافظه تانده ساتلې ، احمد شاه بابا او د هغه كورنۍهم د سياستوالۍ تر څنګ د شاعرۍ درنه پانګه لري، خپله احمد شاه بابا دديوان خاوند و. لنډه داچې له امير كروړه يا هم ان تر هغه د مخه پيل شوې د پښتو د معاصرو ادبياتو په پيل سره بيا هم نه تمېږي ، سگراج الاخبار جريدې اكثره خپاره شوي مطالب په هغوليكوالو پورې اړه نيسي چي هم ليكوال وو او هم سياستوال، علامه محمود طرزي، عبدالهادي داوي، مولوي صالح محمد كندهاري او نورټول ليكوال او سياستوال وو. په اماني دوره كې عبدالرحمن لودين او نورودسياستوالۍ او ليكوالۍ دا دودوغځگوه او تر سقاوي اړ و دوړ وروسته محمد ګل خان مومند د خوشحال ددستار دسړي په شان د ليكوالۍ او سياستوالۍ مزي لاپسگې وپېيل او دسياست په مټ يې پښتو ژبې او ادب ته داسې ستنې و در ولې چې تر هغه وروسته پرې زموږ د ملي ژبي اوادب ډيرې رنګيني ماڼۍ ودانې شوې داعليحضرت محمد ظاهر شاه په پېركې بيا هم د ليكوالۍ او سياستوالۍ مزى سره و نه شليدل، د پښتو ادب دپښتو ادب پنځگو څلاندو ستورو دويښ زلميانو د ملي سياسي غورځگنګ په جوړونه او پرمخبېونه كې اغېزمن رول ولوباوه او دملې سياسي افكارو په پنځگونه او خورونه كې يې كارنده ونډه واخيسته.
استاد عبدالشكور رشاد هم دپښتو ادبياتو د شپږم ستوري په توګه دويښ زلميانو په ملي سياسي غورځگنګ د فعالې ونډې له امله همدا دود و پاله او دو لسواكۍ په لسيزه كې دملي مترقي ديموكرات ګوند دنشراتي ارګان(مساوات) جريدې د امتياز د خاوند په توګه يې د عملي سياست او ليكوالۍ ترمنځ اړيكي وساتل.
د پښتو د معاصرو ادبياتو د ټول پير په ګډون ، له امير كروړه رانيولې بيا تر 1352 تر 1357 كلونو پورې ټوله موده كې په عملي او نظري سياست كې د ليكوالو ګډون د ملي افكارو د خورونې ، د ملي وياړونو د انځورونې او ملت جوړونې سبب شوي او پر يوه مستقيم خط يې همدغه ملي ارمانونه پاللي او تعقيب كړي دي.
يانې دا مهال سياسي ملي وفاداري په اسانى سره د اختناق او امتياز پر وړاندې خپل لورى نه بدلاوه .
ځكه نو كه چا دا مهال سياسي ليكوالي هم كړې، اكثره يې په ولس كې منښت او ګرانښگت لري. تر 1357 ل كال وروسته چې په هيواد كې سياسي بحران رامنځته شونو ورسره سم د سياسي باور او سياسي وفادارۍ د ادلون بدلون كړكيچ هم رامنځ ته شو . همدغه وخت سياسي ليكوالۍ يا سياستوالوليكوالو د اكثرو ليكنو او تګلوري لورى هم وخت پر وخت بدل شو.
همدا مهال دولس پر ذهن د سياسي ليكنو پر وړاندې د بې باورۍ فضا خوره شوه. د وخت غوښتنې، د نظامونو د اختناق او امتياز فشارونو هم اكثراً مطرح ليكوال دې ته اړ ويستل چې د يو او بل لوري په ګته ليكنې وكړې او هم ځان په مستقيم ډول له عملي پلوه د هغوي په ليكه كي ودروي.
خو استاد عبدالشكور رشاد د ويښ زلميانو له پاخه ملې سياسي تحريك څخه هغه پخه سټه وه چې دا مهال لا پر خپل ځاي او خپل دريځ ولاړه وه. استاد نه يواځي د افغانستان بلكې د سيمې په كچه داسې يوه درنه عملي او اكاډيميكه څيره وه چې هر نظام ته د تائيد سرخوځگونه او اشاره يي هغه نظام ته د مشروعيت د بښنې مانا لرله. دا په داسې حال كې وه چي تر 1357 ل كال وروسته ټول نظامونه د مشروعيت له همداسې يو ستر چلينج سره مخامخ وو. خود هيڅ نظام واكمن پر دې بريالى نشو چې د زور او زر په مقابل كې د استاد له عملي او سياسي وزن څخه د خپل نظام د مشروعيت لپاره ګټه پورته كړي.هر نظام چي په كابل كې واكمن و يو ځل يې ضرور مغرور مشرتابه د استاد د فقير خانې ور ټكولى او پخپل نظام كې استاد ته د لوړ منصب دور كړې بلنه وركړې.
خو هغه هيڅ كله د امتياز د ډول خوږلنيو ته د خپل احساس سر ټيټ نه كړ. ان تر دې چي يو وخت استاد په علمي اواكاډيميكو اداروكې د خپل پخواني ماموريت له دوام څخه هم ډډه وكړه او دكار دا ډول داوم يې هم دنظام مشروعيت ګټې رسونې په ما نا انګيره.يوه غوره بيلګه يې هم په شپيتمو كلونو كې د وخت حكومت له خوا داكاډميسين او كانديد اكاډميسين علمي رتبو وركړه وه حكومت استاد ته لومړى علومو اكاډمى ته دراتك بلنه وركړه، خو هغه دا بلنه ونه منله، بيايې ددې علمي رتبې لپاره دخپلو سوانحود ور ليږلو بلنه وركړه، خواستاد بياهم خپلې سوانح ورونه ليږلې نو د وخت حكومت مجبور شو چې دهغه سوانح دهغه ماموريت له اسناد ونه تر لاسه كړي او د علمي رتبه كورته وروليږي. دوخت حكومت دالوريينه د زړه له تله نه وه د مجبوريت له مخي وه ځكه چې دا مهال دټول هېواد په كچه تراستاد رشاد لوړه علمي سگټه نه وهْ، نو كه حكومت استاد ته دا علمي پوړۍ نه واى وركړې نو تر هغه ټيټو كسانو ته د دا ډول علمي رتبووركول په اتومات ډول خپل مشروعيت له لاسه وركاوه.
دتنظيمي واكمنۍ پرمهال يو ځل بيا واكمنو داستاد احساس او ملي وزن دازموينې په تله كې واچوه، دامتياز او اختناق له دواړو ميتودونو څخه يې كار واخيست، خو استاد يې له خپل دريځه يوسانتي متر هم ونه خوځوه، همدا مهال، چې كابل په وينو او اور كې لمبول كيدهُ، دملګرو ملتو او ځينو افغانانو له خوا به افغانستان ته دپخواني پاچا اعليحضرت ظاهر شاه دبېرته راتګ يونيم غږ پورته كيده، اكثرو وسلوالوتنظيمونو په تېره بيا مغرورو بنسټگپالو تنظيمونو به په يوه خوله دهغه دراتګ مخالفت كاوه، همدا مهال استاد دهمدې بنسټپالو ترټولو سرتمبه مشر ته يو ليك وليږه او په هغه كې يې ليكلي وو چې له اعليحضرت سره مخالفت نه ستا په ګټه دى او نه دملت. داعليحضرت په رد كې بايد تاسو له ډېر تعقل څخه كارواخلئ نه له احساساتي چلند څخه، استاد په دې ليك كې ددې تنظيمي مشر دمخالفت له امله اوږدو احتمالي ملي او قبيلوي جنګونو ته هم په پرده كې اشاره كړې وه، خو هغه وخت هغه تنظيمي مشر استاد په قبيلوي فكر او خولو كې ډوب وباله او ويي ويل چي ما فكر نه كاوه چې استاد رشاد به هم قوميت پالي. لس كاله وروسته بيا داسې وخت راغى چې همدا بنسټپال دكابل هوايي ډګرته داعليحضرت هر كلي لپاره ورغلل او بيا وروسته يې دهغه لپاره مجللې ميلمستياوې وكړي.گ خو استاد بيا په دې هركلي او ميلمستياوو كې ګډون ونه كړ. ترتنظيمي اختناق او اړو دوړ وروسته ديوه بل اختناق لړۍ پيل شوه، دطالبانو نظام پركابل او دهېواد په زياتو سيمو واكمن شو، دهېواد دملايي اوتحصيل كړي قشر ترمنځ يو غټ درز او تضاد رامنځته شو، هيڅ داسې څرك او څراغ نه ليدل كيده چې له دې درز څخه هېواد ته دراپيدا كيدونكي خطر دمخنيوي لپار هڅې وكړي او د طالبانو داغزن چاپيريال او چلند په مهارولو او كنټرول كې مرستندوى او دهغه فشار دكمولو سبب شي. چې دا مهال يې دهېواد ټول روشنفكره او تحصيل كړى پاړ كى دنابودۍ له ګواښ سره مخامخ كړى و، استاد په ډېر دقت سره ددې خطر مخنيوي ته راودانګل او د افغانستان په علومو اكاډمۍ كې يې دپخواني ماموريت د بيا ژوندي كولوله لارې وغوښتل د طالبانو او روشنفكره قشر ترمنځ ديوه پل حيثيت غوره كړي، استاد ددې ملي خطر دكمولو لپاره ډېرې هلې ځلې وكړې خو كله چې يې وليدل باران پر كاڼوباندې اثر نه كوي او طالبانو دخپل سپوره منطق له اسه نه كوزيږي نو خپله لاره يې بيله كړه، طالبانوته داستاد ملي دريځ هغه وخت لاښه پسې څرګند شو چې داطلاعاتو او كلتور په وزارت كې ديو جوړ شوي سيمينار په ترڅ كې ديو اغزن طالب چاروا كي له خوا دويښ زلميانو په غورځنګ كې دګډون له امله پر استاد دګناه پېټى بار شو، خو استاد دهغه بحث په ترڅ كې په ډېر افتخار او جرئت سره ورته وويل: "هو! زه ويښ زلمى وم، ويښ زلمى يم او ويښ زلمى به يم" دې خبرې سره دسيمينار طالب او ناطالب برخوال هك حيران شول او استاد له سيميناره دكور پر لوري رهي شو. اوس چې د طالبانو دوهم او اختناق ښاماروژل شوى، كېداي شي ځينو خلكو ته دايوه معمولي خبره ښكاره شي، خو هغه چا چې دطالبانو په اغزنې واكمنى كې شپې ورځې تيرې كړي هغوى ته داستاد دا حركت دسياسي او اخلاقي جرئت يو شهكاره بېلګه ده.
كله چې دطالبانو مشر په هېواد كې ديو ستر فرهنګي جرم دسرته رسونې (دباميانو دتاريخي بتانو دماتولو) فيصله وكړه، نو استاد په همغو شپو ورځو كې دطالبانو مشر ملا محمد عمر ته يو ليك وليږه، په ليك كې په واضح ډول او په ټينګه غوښتنه شوې وه چې ددې تاريخي اثارو ړنګونه افغانستان ته يو نه جبرانيدونكى زيان دى او خپله طالبانو ته يې هم عواقب ښه نه دي. يو زورور واكمن ته دقدرت داوج پرمهال د دا ډول څرګند ليك ليږل يوازې داستاد رشاد غوندې دپخې ارادې خاوندان كولاى شي او بس.
كله چې طالبانو دقدرت له نيلي راوغورځول شول او يو ځل بيا يې زړو ازمايل شويو ځاى ونيو، نو يو ځل بيا د استاد رشاد فقير خانې ته دكورنيو او بهرنيو واكمنو بهير ورمات شو. تر دې وروسته دلنډ مهالې ادارې له مشر نه نيولې بيا تر دويم او درېېم لاس چارواكو ټولو له استاد څخه په دولت كې دګډون هيله وكړه خو استاد بيا هم د قناعت پرتخت ناست و څوكۍ او مقامونه ورته د بادبڼكې ښكاريدې، همدا مهال دملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخدر ابراهيمي هم د استاد كورته په حكومت او روانه سياسي پروسه كې دهغه دګډون لپاره هغه ته ځانګړې مراجعه وكړه خو استاد دلخدر ابراهيمي بلنه ونه منله. دا داستاد دعملي سياسي شخصيت څو بېلګي وې چې په لنډيز سره ورته اشاره شوه، په نظري سياست كې دهغه په بيلابېلو ليكنو خصوصاً په شعرونو كې دهغه د شخصيت انځور په ډېر ښه ډول ليدلى شو، كه په عملي او نظري سياست كې داستاد د برخې اخيستنې ټولې بېلګې موږ په دقت سره له نظره تيرې كړو نو په څرګند ډول به راته جوته شي چې استادخپلې ليكوالۍ يا فكري بلوغ له پيله بيا تر ابدي سفر پورې يو مستقيم ملي سياسي خط تعقيب كړى او هيڅكله هم اختناق او امتياز پردې نه دى بريالى شوى چې دى له خپل ملي، هوډ، دريځ او لارې واړوي، او يا يې هم په سياست كې پر منحني او منكسرې كرښې تګ ته مجبور كړي، دسياسي شخصيتونو په ارزونه كې د زمان او مكان حالات داختناق او امتياز د فشار دوه غټ فكټورونه ډېر مهم دي، هر سياسي يا فرهنګي شخص چې دوخت له حالاتو سره پر وخت مبارزه كړ ې داختناق او امتياز د فشار له دواړو حالاتو څخه بريمن راووځي نو دا ډول شخصيتونه مثبت ګڼل كېږي او دعامه منښت او ګرانښت جوګه ګرځي او ان دروحانيت مرتبې ته رسيږي. زما په نظر استاد رشاد له سياسې پلوه همداسې يو شخصيت وئ
دپخلايني جريدې څخه