دخپریدو نیټه : 2010-01-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپيژنئ ! ٥٩برخه ( دستو خيل )
دکتور لطيف ياد- استراليا
دستو خيل په اصل کې غلجي پښتا نه دي او په سليما نخيلو پښتنو ورګډيږي٠ دوی په پخوا وختو نو کې کو چياني ژوند درلود او دوزو، پسونو، ميږو او اوښانور مې او ګلې يې درلودلې،خود ډېرې مودې را پد ېخوايې کليو الي ژوند غوره کړی دی٠ ددغې قبيلې زيا تره خلک دننګر هار ولا يت دسره رود دو لسوالۍ په پو رتنۍ بر خه کښکک او خير اباد کې ژوند کوي او هلته ډېرې ځمکې او بر جورې کلاګانې هم لري٠ دسره رود دولسوالۍ نه سر بېره دننګر هار ولايت په مر کز جلال اباد ، پېښور اودکابل په ششدرک او بينې حصار کې هم ډېر شمېر دستو خيل استو ګنه لري٠
د ستو خيل زيا تره د سو داګرۍ په چا رو بو خت دي او دچايو، ټو کر انو، صا بونو، غوړيو او نورو ډول ډول شيا نو سو داګري کوي٠ دوی دځينو هيوادونو لکه جاپان، چين،هندو ستان، دوبۍ، ما ليزيا، تا يوان، کوريا، تا يلينډ، انګلستان او ځينو نورو هيوادونو سره دسوداګرۍ اړيکي لري ٠ ځيني ځو انان يې په لندن کې هم ژوند کوي٠
دستو خيل ميلمه پا لو نکي او په پښتو او پښتو نواله با ندې مين خلک دي٠ دوی خپلو پخوانيو دودونو او رواجو نو ته چې دپلرو نو او نېکو نو نه ورته په مېراث پا تي دي اوس هم ټينګ دي٠
د دستو خيلو دقبيلې يو مشهور مشر ارواښاد حاجي الله نظر خان دستو خيل و چې د المتو کل علی الله محمد ظا هر شاه دواکمنۍ په دوره کې دولسي جر ګې په دو لسمه دوره کې دننګر هار ولايت دکو چيا نو وکيل او استازی و٠ دی خورا حليم، زړه سواند، ميلمه پال او په پښتو او پښتو نو الې با ندې ټينګ پښتون او يو منلی مشر و چې د محمد داود خان دو اکمنۍ په وخت کې سياسي بندي و٠ ددستو خيلو دقبيلې ټولې لانجې او شخړې به دده له خوا حل کيدې او ديوه محترم قو مي مشر په تو ګه د ده پرېکړې او فيصلې ټولو خلکو ته منظورې وې٠ دغه مشري اوس دده په کو رنۍ کې دده زامنو خدای نظر او مو لا نظر ته پا تې ده ٠
ددستو خيلو د قبيلي دنورو مشهورو کسانو نه د حاجي جا نباز، حا جي امير زاده، حا جي ګلزاده،حاجي چنار، حاجي انار او ځينو نورو نو مو نه يا دولای شو٠
د يوې احصا ئيې له مخې ددستو خيلو دقبيلې دخلکو مجمو عي شمېر د٥٠٠٠ تنو په شا اوخواکې اټکل شوی دی
-----------------------------------------------------------
ما خذو نه او منا بع :
١- پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد، ددانش چاپ، پېښور، ١٤٠ مخ ٠
٢- معلو مات مختصر در باره اقوام وقبايل سر حدي کشور، دشير رحمن دوړ ليکنه ، ١٠٠مخ، دقو مو نو او قبا يلو چارو وزارت،١٣٦٣ کال ٠
٣-د د ستو خيلو دقبيلې په اړوند زما( دمقالې دليکوال) شخصي معلو مات او يا دښتو نه٠