مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان د پاكستان د مطبوعاتو له نظره

خالد صافي
 خالد صافي
 پاكستان په دي وروستيو كي دافغانستان پرضد په پراخ تبليغاتي جنګ لاس پوري كړي، پاكستاني مطبوعات په افغانستان كي وړي وړي امنيتي پيښي ديوي لويي ستونزي په شكل مطرح كوي همدارنګه دوي د طالبانو او نورور ترهګرو نه چي په افغانستان كي دافغانستان ددولت پرضد په جګړه بوخت دي دازادي دجنګياليوپه شان ياودنه كوي،كه چيري افغانستان ته د پاكستاني د مطبوعاتو په سترګه وكتل شي، نو داسي به ښكاره شي چي ګوندي د آزادي جنګياليو يعني طالبانو د امريكايي اشغالګرو او د هغي ګوډاګي دولت لپاره نور ژوند سور تنور ګرځولي دي، او نن وي كه سبا دا د آزادي جنګيالي به په افغانستان كي بيرته يو آزاد او مسلمان دولت جوړوي، (كوم چي به د پاكستان ګټي خوندي كړي)
 راځي چي په پاكستان كي خپرو شو ورځپاڼو او نورو خپرونو ته پاملرنه وكړوچي يواځي په يوه ورځ يعني د جولاي په اوومه نيټي كي يي د افغانستان په اړه څه خپاره كړيدي.
 اذكار يوه اردو ژبي ورځپاڼه ده چي د پاكستان د پنجاب ايالت د راولپنډي په ښاركي خپريږي په خپله لومړي پاڼه كي يي تر ټولو لوي خبر چي عنوان يي داخبار پنځه ستونه نيولي داسي خپور كړي (طالبانو ۱۵ ايتلافي پوځيان ووژل. همدارنګه ددي اخبارنورسرټكي داسي دي: په زابل كي د افغانستان په يوه پوځي موټر يرغل، په كمين كي ناستو جنګياليانو په هلمند كي ۶ پوځيان مړه كړل، په قندهار كي د ولسوالي استخباراتي قوماندان په مرمي وويشتل شو، او يرغمل شوي قوماندان نعمت الله په قتل ورسيد.
 دا چي په پورته خبر كي څومره رښتيا او څومره دروغ ويل شوي په خپل ځاي پريږدو، خو اوس راځي دي ټكي ته پاملرنه وكړو هغه اخبار چي د پاكستان په پينډي كي خپريږي ولي د افغانستان داخلي مسايلو ته دومره پاملرنه كوي چي دورځي تر ټولو لوي خبر يي په افغانستان كي همدا تروريستي پيښه ده، ګواكي د اخبره په ټوله نړي كي ترټولو مهم خبردي. آيا په پاكستان كي دننه داسي نور مسايل نشته چي دوي ته تر دي ډير مهم ښكاره شي؟
 په همدي ګڼه كي داسي ډير خبرونه د پاكستان د داخلي مسايلو په اړه خپاره شوي چي د اهميت له مخي ترد ي خبر ډير مهم دي او ددي خبر په ځاي بايد چاپ شوي وي، خو اوس داسي بريښي چي په پاكستان كي مطبوعات لدي چي خپلو لوستونكو ته د پاكستان په اړه خبرونه وړاندي كړي په دي كي زياته علاقه لري چي پاكستانيانو ته او په پاكستان كي ميشته افغانانو ته دا وښايي چي په افغانستان كي څومره ستري ناخوالي رواني دي.
 د پاكستان يو بل اوردو ژبي اخبار (صبح) چي په پيښور كي خپريږي په همدي ورځ د ورځپاڼي په لومړي مخ كي تر ټولو مهم خبر په داسي توګه ليكي (د پاكستان د پوځ او د ترهګرو ترمنځ نښته ، يو پوځي زلمي شهيد شو)
 افغان پوځ، نړيوال ايتلافي ځواكونه او په ظاهره د پاكستان پوځ د افغانستان او پاكستان تر منځ په پرتو پولو كي له يوه دښمن سره مخامخ دي. خو كه چيري دا دښمن د افغانستان او نړيوالو ځواكونو سره مخامخ شي نو د پاكستان مطبوعات ددوي لپاره د جنګياليانو او يا هم طالبانو (چي اوس يي د قهرمانانو مفهوم غوره كړي دي) كلمه كاروي خو كه بيا همدا خلك د پاكستان له پوځ سره مخامخ شي ورته د ترهګرو، دهشتګردو او ترورستانو كلمي كاريږي . د افغانستان د پوځ ستيري په داسي نښتو كي هلاك كيږي ، خو د پاكستان سرتيري بيا شهيدانيږي.
 او بيا د وحدت پښتو ژبي ورځپاڼه چي دا هم په پيښور كي خپريږي په همدي ورځ په خپل لومړي مخ كي ليكي (باجوړ كي د ترهګرو په ضد عمليات، ۲۱ افغانان ګرفتار)
 په پورتني عنوان كي د افغان كلمه د ترهګر په مفهوم كي كارول شويده. د پاكستان په مطبوعاتو كي كه چيري طالبان په كوم ځاي كي د پاكستان له پوځ سره مخامخ شي او يا ونيول شي نو د هغوي لپاره د افغانانو كلمه كاريږي، او دا ځكه چي هغوي د طالب كلمه د قهرمان په مفهوم كي كاروي او داسي هيڅكله هم نښايي چي ګوندي ددوي پوځ د قهرمانانو پر ضد جنګيږي اوله بلي خوا غواړي وښايي چي په ترهګري پيښو كي يواځي افغانان ككړ دي.
 همدي ورځپاڼي بيا په خپله ورستي پاڼه كي يو رنګه عكس خپوركړيدي چي امريكايي ځواكونه پكښي ديو كور د دروازي تر شا ولاړ ښوول شوي دي او لاندي په كيپشن كي يي ليكل شوي: (امريكي فوځيان كابل كي ديو كور تالاشي اخلي) دا يو ځانګړي عكس دي چي كوم خبر ورسره ملګرتيا نه كوي. خو لوستونكو ته دا فكر ضرور وركوي چي افغانان په نورو ښارونوكي خو لاڅه، آن په كابل كي هم هغوي د امريكايي ځواكونو له لاسه په كورونو كي په قرار نه دي.
 د اكسپريس اردو ژبي ورځپاڼه چي په اسلام آباد كي خبريږي او د مشرق اردو ژبي ورځپاڼه چي په پيښور كي خپريږي په خپلو سرمقالو كي ليكي (د شنګهايي مرستو تنظيم د كانفرانس غړو هيوادونو له امريكا څخه غوښتنه وكړه چي خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي) او بيا د سرمقالو ليكونكو د دي خبري په تاييد ليكلي چي د افغانستان داخلي حالت نور نو د امريكا شتون ته اړتيا نه لري او دا خبره د سيمي د نورو هيوادونو لپاره هم په ګټه ده.
 دحيرانتيا خبره دي چي پاكستاني مطبوعات هم وايي چي په افغانستان كي د افغانستان دولت د ترهګروسره په جګړه كي له ماتي سره مخامخ دي او هم غواړي چي دافغانستان يوداسي انځور وښايي چي ګواكي هلته ډير ژر طالبان بيرته قدرت ترلاسه كوي، خو له بلي خوا بيا چي د امريكايانو د ويستلو خبره مطرح كيږي وايي چي افغانستان امنيت ټينګ دي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery