دخپریدو نیټه : 2010-01-28 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام،۴۳،برخه ،دامیراومامورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محاسن الاسلام،۴۳،برخه ،دامیراومامورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنووروڼو په دې برخه کښي دامیرله شرعي مسئولیتونوڅخه اتم شرعي فرعي مسئولیت درته بیانوم،
محترمواتم فرعی مسئولیت دامیردادۍ چی دَيْ به پررعیت باندی رحیم اومهربان وی رفق اونرمی به لری درعیت به خیرخواه وي اودرعیت دعوراتو،مستوروحالاتوبه بې ځایه تجسس اوپلټنه نه کوي، په دې اړه له لاندی هدایاتودرس باید واخلو:
(عن عائشة [رضي الله تعالي عنها]قالت سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول ، اللهم من ولی من امرامتي شيئا فشق علیهم فاشقق علیه ،ومن ولی من امرامتي شيئا فرفق بهم فارفق به)
رواه مسلم کتاب الامارة باب فضیلة الامام العادل ـ
ترجمه، اې خدایه هرڅوک چي متصرف سی ځمادامت له کاروڅخه ديوشي نوبیادی سختي کوي پردوۍباندي نوخدایه پاکه ته پرده باندي سختي جوړه کړه اوهرڅوک چي مالک سي زمادامت له کاروڅخه دیوشي نوبیادي نرمي وکړي له دوۍ سره نوخدايه پاکه ته نرمي وکړه له ده سره ـمحترمو
دیوه واقعی ایمانداره امیردپاره هم دغه یوحدیث کافی دۍ ـ
داسلام پیغمبر مُحمدمصطفي صلی الله تعالي علیه وسلم چی رحمة للعلمین دئ اوپرمومنانوامتیانو باندی رؤف اورحیم دئ دهغه امیردپاره ښېراکړئې ده کوم چي دده پرامتیانوظلم کوي،بدسلوکي ورسره کوي تردې لویه بدبختي به کومه وي چی یوڅوک داسی کم نصیبه وي چی حضرت مصطفی محمد صلی الله عليه وسلم ښېراورته کوي،اوتردې به بله نېکبختي چیري وي چی رسول اکرم عليه الصلاةوالسلام دعاورته کوي،دخداۍ پاک نازولي رسول عليه الصلاةوالسلام وهغه امیرته دعاکړېده کوم چي دده له امت سره نرمي اوښه سلوک غوره کوی*
همداراز داسلام پیغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي دی،مامن عبدیسترعیه الله رعیة
من المسلمين فیموت وهوغاش لهم الاحرم الله (تعالی)علیه الجنة ـ
رواه البخاري
لنډمضمون: هغه څوک هغه بنده چی الله جل جلاله رعیت ورکړي له مسلمانانوڅخه نودَیْ په داسي حال کښي
مړسي چی له رعیت سره خیانت کونکۍ وی نوالله جل جلاله به پرده باندی جنت حرام کړي ،
همدارنګه په یو بل حدیث مبارک کښي راځي،
(اذاابتغي الامیرالریبة فی الناس افسدهم، ) سنن ابی داود
ترجمه: کله چی امیر په خلګوکښی دشک اوترددطلب وکړي دخلګوپه عیبوپسې سي تفتیش ئې کوي نودغه امیربه دغه خلګ فاسداوخراب کړي ـ
وعن معاویة رضي الله تعالي عنه قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول،(انک ان تتبعت عورات الناس افسدتهم اوکدت تفسدهم)
سنن ابی داود
ترجمه:
له معاویه رضی الله تعالی عنه څخه روایت دۍ چی ماله نبي اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل،چی بېشکه تاکه دخلګودعوراتواوپټوعیبوپلټنه کوله نودوۍ به خراب اوفاسدکړې یابه نزدې سې ودې ته چی دوۍفاسداوخراب کړي ـ
عن ابن عباس رضی الله تعالی عنهماقال ،قال رسول الله صلی الله علیه وسلم(یوم من امام عادل افضل من عبادة ستين سنة وحدیقام فی الارض ازکی من مطراربعين یوما) رواه الطبراني
ترجمه یعنی یوه ورځ دعادل امام له عبادت څخه دشپیتوکالوترعبادت بهتره ده،اویوشرعی حدچی په ځمکه کښی قائم سی ودادڅلویښتوورځوترباران ډیرسودمنداوباعث دبرکت دۍ،،والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .