دخپریدو نیټه : 2010-02-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې و پيژ نئ ! ٦٠ مه برخه دوتاڼي ( دفتا ڼي)
دکتور لطيف ياد - استر اليا
که چېرې د پښتنو دنسب عنعنوي او دودېزه شجره وګورو نو جو ته به شي چې دوتاڼي يا دفتا ڼي د متو زيوپښتنو په ټو لنېز ګروپ کې دلودي اولاده ده٠ ابراهيم چې په لودي سره يې شهرت در لود درې زامن درلودل چې سياڼی، نيازی او دوتا ڼي نو ميدل٠ ددوتاڼيو دقبېلې زياتره خلک پوونده يعني دمالونو او رمو څښتنان او کو چيان دي٠ ځيني خلک يې دسو داګرۍپه چارو بو خت دي او دوی په دې بر خه کې ډېر زيار ګا لو نکي دي٠ په پخو انيو وختو نو کې به ددوی هغه شمېر خلک چې دسو داګرۍ په چارو بو خت ول دسو داګرۍ له پاره تر بخارا پورې تلل٠ همدا وجه وه چې دوی دنورو پوونده وو تر مينځ ډېر شهرت درلود٠
د دوتا ڼيو دقبيلې ښا خو نه او څا نګي :
ددوتا ڼيو دقبيلې مشهور ښا خو نه او څا نګې په لا ندې ډول دي:
حسن خيل،عمرزي،مډر خيل، سدو خيل،ابر اهيم خيل،بدين خيل، احمد زي، نسو خيل،سرکي زي، راټا خيل،محمد خيل، بازار خيل او نور٠٠٠
تاريخ حيات افغاني ١٤٥ کلو نه دمخه ددوتا ڼيو د قبيلې په اړوند داسي ليکلي دي :
" د دوتا ڼيو د استو ګنې اوليږد څر نګوالی دنورو پوونده وو په څېر دی، خو ځيني دو تا ڼي د واڼه په سيمه کې مېشته دي٠ دغه سېمه دشېراڼيو دقبيلې دهريپال دڅا نګې شمال خواته ديوه ميدان له پا سه په هغو غرو نو کې پرته ده چې دګو ملې خواته زوړ والی يا نشيب لري ٠ دواڼه زياتره دوتا ڼي دکر کيلې او کرنې په چارو بو خت دي ٠ "
حيات افغاني په هغه وخت کې په واڼه کې ددوی شمېر اتيا کورنۍ ښودلی دی او زيا توي چې ددوی دشمېر دکموالي سره سره هم دوزيرو قبيله نه شي کولای چې دوی له دغه ځا يه بيواکه کړي٠
خودتاريخي شو اهدو له مخې دنو لسمې سدۍ په نيما يې کې دوی داحمد زيو وزيرو له خوا دلا نجو او شخړو له کبله په تد ريج سره دېته اړ ايستل شول چې پوونده ژوند غوره کړي٠دوتاڼي دوزير ستان نه بر سېره په ديره جا تو، د ګو ملې په درې،غزني، پکتيکا، زابل، کند هار، هلمند، پکتيا اود کندز ددشت ارچي په ولسوالۍ کې استو ګنه لري ٠ يو شېر دوتاڼي په ايران، پا کستان او هندو ستان کې هم استو ګنه لري٠
دوتا ڼي زياتره دډيورنډ دکر ښې دواړو خواووته په تګ او راتګ کې وي او خپلې رمې پيايي٠ په پخوا وختو نو کې به دوی خپلې رمې تر هزاره جا تو پورې بيولې چې هلته ددوی دما لو نو او رمو له پاره ښې ور شو ګانې او څړ ځا يو نه وو٠ داسې ويل کيږي چې ځيني وختو نه دکاکړو دقبيلې شپا نه خپلې رمې او ګلې ددوی جنوبي او لو يديزوسيمو ته ورولي خو دوی د ميلمنو په تو ګه دهغو درناوی کوي او دڅړ ځا يو نو نه يې نه منعه کوي٠
هغه دو تاڼي چې په پوونده يا د مالو نو او رمو څښتنان دي ددوی دود او دستور دنورو پوونده په څېر دی، خو هغه دوتاڼي چې په واڼه کې ژوند کوي ددوی خوراک او پو ښاک دوزيرو دقبيلې خلکو ته ورته دی٠
داسي ويل کيږي چې کله نا کله د دوتا ڼيو او سليما نخيلو پښتنو تر مينځ شخړې او لا نجې را مينځ ته شوي دي چې يوه ستره لا نجه چې ددوی او سليما نخيلو تر مينځ د شلمې پيړۍ په لو مړۍ نيما يې کې را مينځ ته شوې وه بيا دپښتني دود او دستور سره سم ا واره شوه ،خو دوزيرو سره بيا ددوی کو مه لويه شخړه او لا نجه نه ده را مينځ ته شوې٠
ددوتا ڼيو کو چيانو لوی خان خدايداد خان نو ميد چې اولاده يې اوس هم دهلمند په ولايت کې دلو يو جا يدادونو او شتمنيو خا وندان دي او ويل کيږي چې دارواښاد غلام شاه خان دو تاڼي تر مړيني وروسته دهغوې زامن په هغه ولايت کې ددوتا ڼيو د قبيلې د کو چيانو دمشرۍ پر ګدۍ ناست دي ٠
دوتا ڼي زړور، جنګيالي، ميلمه پا لو نکي او په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠ دروسي ښکيلا کګرو په وړاندې يې د نورو پښتني قبيلو په څېر دوياړه ډ کې کار نا مې تر سره کړي دي چې زموږ دهېواد تا ريخ به يې هيڅکله هم له ياده ونه با سي ٠ د دوتا ڼي دقبيلې په با تورو مبا رزينو کې د حا جي ا هل ا لله خان دوتا ڼي نوم يا دولای شو چې په حاجي عبيدي سره مشهور دی٠ نو موړي دروسي ښکيلاکګرو يو سر سخته دښمن او دلوړو زده کړو او پو هې خا وند دی چې دخپل قوم او قبېلې په مينځ کې دښه نوم خا وند دی٠ همدراز دکندز ولايت ددشت ار چي په ولسو الۍ کې حا جي وکيل دوتا ڼی چې د اعليحضرت محمد ظا هر شاه په وخت کې د ولسي جر ګې وکيل واو دهغه کورنۍ د دوتا ڼيو په قبيله کې دښه نوم او عزت خا وندان دي٠
د١٩٧٨ کال د يوې سروې له مخې په ټول افغا نستان او پښتو نخواکې ددوتا ڼيو مجمو عي شمېر ١٢١٥ کو رنۍ ښودل شوی و، چې ښا يې اوس به په دغه شمېر کې په زيا ته کچه زيا توالی را غلی وي ٠
-------------------------------------------------
ما خذ ونه او منا بع ;
١- تا ريخ حيا ت افغاني، دپيښور چاپ ٣٠١ او ٣١٥ مخو نه٠
٢- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف، ١٣٤-١٣٥ مخو نه٠
٣-د پښتنو قبيلو شجرې او مينې، دپو هنوال محمد عمر روندميا خيل تا ليف ٢٦٨- ٢٦٩ مخو نه٠
٤-http://www.khyber.org/pashtotribes/d/dotani.shtml
٥-http://www.scribd.com/doc/6192578/A-Dictionary-of-the-Pathan-Tribes-