دخپریدو نیټه : 2010-02-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دمرکزی بانک دنده په ملی اقتصاد کی
جمال ناصیر روفي
مرکزی بانک د مرکزی سمونکی اداري په توګه دیوهیواد په بانکی نظام کی دنده لری ترڅودهیوادمالی نظام دهغو موخوخواته چه دمخه په ګوته شویدی لارښوونه وکړی .
دمرکزی بانک ځانکړی د ندی:
1. دپولی سیاست اجراکول دحکومت په خوښه
2. دمالی مؤسسوڅارل او تنطیمول
3. دقانونی ذخایرویا پاسري تاسیس کول(دبانکونودپاره)
4. دبین البانکی راکړو ورکړودچکونواوجنجالی حسابونودتصفیي څانګی په توګه
5. دپیسوخپرونه(نشرکول)اوڅارنه
6. دغړوبانکونواوحکومت دپاره دبانکداراومالی سلاکار پوتوګه
7. دوروستی پورورکوونکی په توګه (دا په دی معنی کله چی ټولی مالی منابع پورورکولو کی پاتی راځی
نو مرکزی بانک یوه دنده دا ده چی وروستنی سرچینی په توګه دبانکی نظام دپاره پورورکړی)
8. داعتباراتو خوځول دهیوادپه ګټه (دملی ګټوپه نظر کی نیول)
که چیری مرکزی بانک دا باندنی دندی په سمه توګه تطبیق کړی ددی ښکارندوی ده چی کټلی ګامونه یی دهیواد په پراختیا کی اخیستی دي.
پولی سیاست دپیسودعرضي دتغیراتوپربنسټ پلی کیږی.دپیسوپه عرضه ګی ټولی حقیقی پیسی په دوران کی (بانکنوټونه او فلزی پیسی) اوهغه دارایی یا شته کوم چه ډیرپه آسانی سره په پیسوبدلیدی شي لکه ؛دبانکونو امانات شامل دي .اومعمولآ دمرکزی بانک دمستقیمی مداخلی په ترڅ کی دپیسوحجم داړتیا پرمطابق کم او زیاتوي داپه دي معنی چی مرکزی بانک دپولی سیاست دموخي (پولی ثبات یا دمروجی پیسودارزښت ثبات)مسؤلیت په غاړه لري.مرکزی بانک کوښښ کوي ترڅو د پړسوب (انفلاسیون) کچه ټيټه او ثابته وساتي
ترڅودمروجی پیسی(دیوهیوادملی پیسی) دخرید قدرت زیانمن نشي.
ولی پولی ثبات دومره مهمه دي؟
که پولی ثبات نه وی نو یابه پړسوب(انفلاسیون) دقیمتونو جګیدل یا کمښت (دیفلاسیون)دقیمتونوټیټیدل حالتونه به حاکم وي.
دادواړه حالتونه په اوږدمهال کی دهیواداقتصادی ودي ته سخته صدمه رسوي حتی داقتصادی ودي تګلاره دمطلوبه لاري نه اړوي.
که چیری د پړسوب کچه ډیره لوړه وي نو خلک د خپل دپیسو دخرید قدرت په لویدلوحالت کی وینی او هریو داکوښښ کوی ترڅوغیرمنقول شته او جایداد لکه کوراومځکه رانیسي.دا ددی سبب کرځی ترڅودغیرمنقول جایدادونودپاره تقاضا لوړه شي،اونور د پانګی اچونی دپاره علاقه کمیږی په دی خاطر چه څوک زړه نه ښه کوي پانګه اچونه وکړی.ددی په نتیجه کی د اقتصاد تولیدی ظرفیت ټيټيږي اوهمدارنګه د سپمولو(خوندی کول) دپاره څوک زړه نه ښه کوی چه خپلی پیسی په مالی نظام کی امانت پریږدی په دی فکر چی دپیسوارزښت به یي په راتلونکی کی راولیږی،دثابته عایدولرونکی دخرید قدرت به راکم شي (خپل په عایدو به لږ توکی اوخدمات لاسته راوړي) اودخپل دژوندانه کچه به د ټيټیدو په حالت وګوري،دجګ پړسوب په نتیجه کی صادرات به دبهرنیولپاره ګران تمامیږی اودابه دهیواد د سیالی قدرت په مارکیټونوکی کم کړی ،اوبالاخره جګ پړسوب دهیواد داقتصادی ودي پټ قوت(پوتانسیال) راکموی.
پاتی برخه ...