مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-21   مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان

مخدوم رهين افغانستان ته نړيوال شرم واړاوه

ع. م، كندهار

 

ع. م،  كندهار

د افغانستان د اطلاعات و فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د افغانستان د معاصر فرهنګ پر ډګر هغه ناځوانه، متعصبه او بې كفايته څېره ده چي د تاريخ  شعور به يې تل له نامه څخه استفراق وهي.

دا سړى د افغان فرهنګ، افغان هويت او افغان حيثيت يو پېژندل سوى غليم دى، له كله چي د افغان فرهنګ شاهرګ او او وزارت دده تر غاښو لاندي سوي نو په خورا كركجن ډول يې ويني زبېښي دا هغه خبري دي چي د افغانستان وګړى، وګړى پر شاهد دى، هغه نارواوي چي دغي څېرې زموږ له فرهنګ سره كړي دي، د هېرېدو نه دي ، پر تېرو نارواوو به يې نه ږغيږو همدا د تېري شپې يوه ناروا، يوه نړيواله ناروا به يې ياده كړو.

د هند نوموتى هنرمن ، لوبغاړى او سندرغاړى سونونګم چي د دغه وزارت په بلنه افغانستان ته راغلى و، او د افغانانو د كلونو، كلونو زنګ نيولي زړونه يې په خپل جادويې ږغ سره ځلول، داسي د بلا په لعنت ككړ سو چي دا مهال يې په قلم يادونه زما ضمير زما وجدان او زما اروا لړزوي. د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزير دومره بې كفايته ، بې وسه او دومره بې امكاناتو و، چي خپل دغه ډېر دروند مېلمه يې و نه شو نازولاى، ويې نه شواى ساتلاى او د هغه عزت خو يې پر ځاى نشواى كړاى بلكي بې عزته يې كړ.

وايي نوم له نامه نه پرې كيږي، نن موږ د خپل دغه مېلمه په بې عزتي ډېر شرم احساس كوو، په دې يوازي دغه بې كفايته وزير نه دى شرمېدلى، شرم خو څه كوې كيداى شي د شرم احساس لا هم نه وي ورپيداسوى، خو نن  افغانستان د نړيوال شرم پر ټغر ناست دى.

افغانان پوښتنه كوي چي چي زموږ وزارت چي دومره بې كفايته و، چي يو دريځ ، يو ساونډ سيسټم يې نه شواى عيارولاى، د خلګو د كنترول توان يې نه درلود بيايې نو ولي يوه مشهوره او لوى سندرغاړي ته بلنه وركوله؟؟

آيا زموږ وزارت زموږ د خپلو هنرمندانو او سندرغاړو قدر وكړ چي باندنيو هنرمندانو ته بلني وركوي؟

يوه خبره چي روښانه  ده، دا ده چي دغه رهين د افغان فرهنګ سرسخت او څرګند غليم دى، تر هغه چي دى پر دغه چوكۍ ناست، همداسي د شرم داغونه به مو د فرهنګ پر لمن نښلي. افغانان ولسمشر كرزي ته د خداى روى نيسي چي نور دى نو افغانان او افغانستان د دغه سړي په لاس نه بې عزته كوي، نور دي موږ له دغو شرمونو څخه وژغوري، د ملت بابا دي نور خپل دغه نازولى خپل حرم ته وروغواړي هلته دي بانډارونه ورسره كوي او پر افغان فرهنګ دي زړه وسوځي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery