مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ډنمارک کې د استاد دوکتور مجاور احمد زیار په ویاړ غونډه وشوه

هيوادوست
 پرون د ۲۰۰۵ ز کال د جون پر ۲۵ نېټه ډنمارک ته د افغانستان د نومیالي فرهنګیال پوهانددوکتور مجاور احمد زیار د ورتلو له امله یوه درنه ادبي - علمي غونډه جوړه شوه .
 
 زموږ خبریال د ډنمارک له پلازمېنې د کوپنهاګن له ښار څخه خبر راکوي چې غونډه د مازیګر پر پنځه بجود ښاغلي یوسف هېواددوست په هرکلي کوونکې وینا پیل شوه.هېواددوست د خپلو خبرو په پیل کې پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار ټه د ښه راغلاست تر څنګ نوموړی د هېواد د لومړي اکاډمیک پښت د مخکښ استازي په توګه د غونډې برخه والو ته وروپېژاند .ورپسې په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې مرستیال ښاغلي زمري محقق د یوې لنډې وینا په ترڅ کې استاد زیار ته ستړي مشي وویله او د ( شعر د دغې جونګړې )پر برزښت یې ټینګار وکړ .په غونډه کې په ډنمارک د افغانانو د سراسري شورا د هرکلي پیغام او نېکې هیلې هم استاد زیار
 
 ته ورسول شوې .دغه راز د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خدمتونو دمرکزپه استازیتوب د خپلواکۍ د خپرونې چلوونکې مېرمن فیضیه هوسا استاد زیار ته د ګلانو د ګېډۍ په وړاندې کولو سره دهغه تود هرکلی وکړ .
 
 زموږ خبریال زیاتوي چې وروسته بیا استاد مجاور احمد زیار د خپلو اوږدوعلمی او مسلکي څرګندونو په ترڅ کې د خپل ژوند او کار پر بېلا – بېلو برخو او اړخونو رڼا واچوله .استاد زیار د هېواد د نومیالي شاعر ،لیکوال ، ژبپوهاند ، آریانپوهاند ،نژادپوهاند ،تاریخپوهاند،ژورنالیست ... په توګه په دې خبره ډېر ټینګار وکړ چې افغان اولس د لویې آریانا په پنځو سترو قامونو کې یو لرغونی ،غښتلی او تمدن زېږونکی قام دی چې همدا اوسنی افغانستان یې د اوسېدو اصلي ټاټوبی ګڼل کیږي .پښتو د دغه لرغوني قام ژبه ده چې په اصل کې د یو ملت استازیتوب کوي .استاد زیارد خپلو خبرو په دوام کې دا هم څرګنده کړه چې یوازې ژبپوهاند پوهیږي چې د ژبې کومه برخه په غږېدونکیو اړه لري او کومه برخه یې په ژبپوهنه او ژبپوهانو پورې .
 
 استاد زیار د ملي ترمنولوژۍد ساتلو ، لوړتیا او ټینګښت پر اصل هم ټینګار وکړ او هغه یې د افغان ملت پر غښتلتیا اغېزمنه وګڼله . هغه د یوې پوښتنې د ځواب پر مهال دا خبره هم وکړه چې په اوسنیو وختو کې زموږ ملي ژبې او ملي هویت ته د یوشمېر ګاوندیو لخوا له خطره ډک ګواښونه متوجه دی او افغان ملت ته ښایی چې دغه مهم ته پام راوګرځوي .موږ د دغه ستر چوپړ لپاره خپل ژوند سپېلنی کړ ،آثار مو ولیکل ،ګرامر مو وکیښ ،تاریخي سپړنې مو وکړې او ټول هغه اکاډمیک زیار مو ترسره کړ چې د هغو پر بنسټ موږ له هر سیال سره خپله سیالي برابرولی شو ، اوس نو دا زموږ پر ځوان او نوي اکاډمیک پښت پورې اړه لري چې دا څرنګه او پر څه ډول د افغان ملت هر وګړي ته رسوي او د هر سیال پر خپل وخت ځواب ورکوي ؟
 
 زموږ خبریال دا هم لیکلي چې د استاد زیار له وینا وروسته د هغه په ویاړ یوه خوږه مشاعره وشوه .په دغه برخه کې ښاغلو صدیق ننګ ، ودیر ساپي ،رحمان ګل توتاخېل ،عبدالمالک بېکسیار او د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې پازوالې او مسًولې چلوونکې مېرمن فیضیه هوسایو په بل پسې خپل شعرونه ولوستل ..د غونډې په وروستۍ برخه کې د ( شاعر جونګړه ) تر نامه لاندې د استاد مجاور احمد زیار د شعرونو برخه جوړه شوه .په دې برخه کې استاد زیار د خپلو شعرونو د لوستو تر څنګ د شعر پر جوړښت ،څرنګوالي او ارزښت هم ځای خاي خبرې کولې چې د راغلو مېلمنو لخوا یې په تودو چکچکو هرکلی وشو . .
 
 غونډه دشپې نهو بجو په شا او خوا کې له پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار څخه د مننې په څرګندولو سره پای ته ورسېده 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery