دخپریدو نیټه : 2010-02-18 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
قرآنکريم وپيژنۍ ( ۲ ) برخه .
ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
قرآنکريم وپيژنۍ ( ۲ ) برخه .
ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
قرآن پـــاک پخپله له ځانه سره قاطع دليلونه لري پر دې خبره باندي چي زه د الله (جل جلاله) کلام يم :
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنو وروڼو ! د « قرآنکريم وپيژنۍ » په دغه دوهمه برخه کښي په دې اړه مختصر معلومات درکوم چي قرآن پاک له مابينه د نورو اسماني کتابو يو غټ امتياز دالري چي په ده کښي پخپله داسي قاطع دليلونه موجود دي چي د هغوۍ له مخي هر بې تعصبه عاقل انسان په دې پوهيږي چي بېشکه دا کتاب د الله پاک کتاب دئ ، او د الله پاک له لوري څخه پر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) باندي نازل سوئ دئ .
د همدغو دلائلو له جملې څخه يو قسم داسي دلائل دي چي « اخبار بالأمور المستقبلة » ورته ويل کيږي ، قرآن پاک ډيري داسي پيشګوياني کړي دي ، او له داسي مستقبلو او آينده امورو څخه يې اخبار کړئ دئ چي بيا هغه أمور کټ مټ په هغه ډول موجود سويدي څرنګه چي قرآن پاک له هغوۍ څخه اخبار کړئ دئ .
او ځيني له هغوۍ څخه داسي أمور دي چي قرآن پاک د پيشګويي په ډول له هغوۍ څخه اخبار کړئ دئ او د هغوۍ د وقوع او د موجوديت وختونه لاندي رارسيدلي ، او نړۍ د هغوۍ انتظار کوي .
چي د همدغه قسم اخباراتو له جملې څخه يو اخبار د قرآن پاک دادئ چي په دغه مبارک آيت کښي سوئ دئ :
« وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ »( س النحل آية 8 ) .
يعني ( او پيدا کړيدي الله پاک ) اسونه او قچري او خره ، لپاره ددې چي سپريږۍ تاسي په دوۍ باندي او ( زينت کوۍ په دوۍ سره ) په زينت کولو سره ، او پيدا کوي ( الله پاک ډير نور ) شيان چي اوس يې نه پيژنۍ تاسي .
په دغه مبارک آيت کښي قرآنکريم و خلګو ته داسي اخبار او پيشګويي کړېده چي له دې څخه وروسته به الله پاک داسي مراکب او د سورلۍ شيان پيدا کړي کوم چي اوس تاسي په هغوۍ باندي عالمان نه ياست .
قدرمنو وروڼو ! دا چي له ډيري مودې څخه د موټرانو ، طيارو ، موترسايکلانو ، سايکلانو او د داسي نورو وسائلو کوم چي انسانان په هغوۍ کښي حمل او نقل کوي ايجاد پيل سوئ دئ او اوس هم دغه ايجاد دوام لري او مخ پر زياتوالي دئ ، دا ټول د قرآن پاک په دغه پيشګويي کښي چي « و يخلق مالا تعلمون » مندرَج دي .
او دوهم مثال د قرآنکريم د ذکر سويو ا خباراتو له جملې څخه د قرآن پاک دغه اخبار دئ کوم چي په دغه مبارک آيت کښي سوئ دئ : « وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ الآية » ( س الحديد آية 25) .
يعني او رراليږلې ده موږ اوسپنه ، چي په دې کښي سخت جنګ ډير قوت دئ ، او ( پکښي ډيري ) منافع ، ګټي دي لپاره د خلګو .
قدرمنو وروڼو ! د قرآنکريم په دغه پيشګويي کښئ کومه چي په دغه مقدسه جمله کښي يې د اوسپني په باب کړېده هر عاقل د انصاف او عدالت تفکر او سوچ وکړي نو بې اختياره به په دې خبره باندي باور وکړي چي بېشکه چي قرآن د بشر په لاس جوړ سوئ کتاب نه دئ ، بلکي دا اسماني او الهي کتاب دئ .
قرآن پاک پخپل دغه کلام کښي و خلګو ته دا خبره په ډاګه کړېده چي په اوسپنه کښي ډير تکليف او قوت پروت دئ ، او دارنګه په اوسپنه کښي د انسانانو دپاره ډيري ګټي او فايدې پرتې دي ، په هغه زمانه کښي چي د قرآن کريم نزول جريان درلودئ د اوسپني قوت او زور ، او دارنګه د اوسپني منافع و عالم بشريت ته په پوره ډول نه وو څرګند سوي ، البته جزئي قوت او زور د اوسپني خو په هغه وخت کښي هم د توري يا د نيزې ، يا د چاقو او چړې په ضمن کښي و خلګو ته ښکاره ؤ ، او دارنګه يو اندازه ګټي او فايدې په هغه وخت کښي هم له اوسپني څخه اخستلي کيدلې ، مثلا يا د ديګ په شکل کښي يا د ميخ او ميخ تبلې په شکل کښي او دارنګه په نورو شکلو کښي ، خو د قرآنکريم له نزول څخه په وروسته صديو کښي بيا تر موجوده حاضري زمانې پوري تجربو ، ساينس او تخنيکي فعاليتونو و نړۍ ته د قرآن پاک ددغه مقدس اخبار مطلب او معنی په ډاګه کړه .
په دنيا کښي هيچا په دې خبره خوله نه وه پوري کړې چي په اوسپنه کښي شديد قوت او طاقت او د خلګو دپاره قسم قسم ګټي موجودي دي ، تنها او يوازي قرآن پاک ؤ چي دغه خبره يې په ډير اختصار او اجمال سره و خلګو ته ښکاره کړه ، څه قسم حربي ، جنګي او تخريبي وسائل تاسي وليدل او وينۍ يې چي له اوسپني څخه جوړ سويدي او جوړيږي ، او دا هم وينۍ چي په څونه اندازه ګټي او فايدې د اوسپني له لاري څخه و انساني جامعې ته حاصليږي .
که حقيقت او واقعيت ووايم په نړۍ کښي چي کوم ايجادات او توليدات کوم چا له اوسپني څخه تر سره کړيدي نو د قرآن پاک له دغي جملې څخه يې الهام اخستئ دئ ، دوۍ د قرآن پاک و دغه جملې ته هم په ډير دقت سره کتلي دي او په سرسري مفهوم يې په دې معنی اکتفا نه ده کړې چي له « بأس شديد » څخه مراد توره ، نيزه يا زغره ده او د « منافع للناس » له الفاظو څخه مراد د هغه وخت ديګ ، ميخ يا ميخ تبله وه ، او د دقت ثمره يې دا سوه چي هغه شيان يې له اوسپني څخه جوړ کړل چي عقلونه ورته حيرانيږي .
خو البته دا يوه ډير ه د افسوس خبر ده چي د اسلام مخالفينو د غلا په ډول ډير ستر ستر الهامات له قرآن پاک څخه اخستي دي ، مګر د بې انصافۍ له لاري يې دا خبره نه ده ښکاره کړې چي ځموږ ددغو الهاماتو مأخذ قرآن پاک دئ ، او يا بېشکه قرآن اسماني او الهي کتاب دئ ، نو دلته ځما هغه يو بيت ډير مناسب دئ چي الفاظ يې دادي :
دا مشهور متل پر ماباندي صــادق دئ
چي له مـــــا څخه پيدا په ما لګـــــيا سو
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .