مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-01   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د خدای بخښلي ميرزاعلم حميدي ياد !

دوشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د زمري لسمه نېټۀ

 ډاکټر محمد علی هوما ( ليورکوزن - جرمني )

 

د حميدي صاحب ياد  !

 

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له مشرتابه څخه ډېره مننه کوم چې د ارواښاد حميدي صاحب د ياد په علمي غونډه کې يې ماته هم بلنه راکړي ده .

ارواښاد حميدي صاحب د خپل هېواد او خلکو سره بې پايه مينه درلوده . د همدغې مينې په برکت و چې په خپل ټاټوبي کې د ډېرو پېچلو شرايطو په منځته راتلو سره د پښتو ادب  په بڼ کې  د سره ګلاب په شان راوغوړيد .

حميدي صاحب داسې زړور او باشهامته پښتون مبارز و چې په خپل هېواد کې د روښانفکرو سياسي غورځنګ  ته يې په ورين تندي،سرښندنې اوپه بې ساري مېړانې سره هرکلی ووايه. د هغې د پياوړتيا په لاره کې يې هېڅکله هم خپل وس ونه سپماوه . .

زه ډېر کوچنی وم چې حميدي صاحب مې پېژانده . د دوی کلئ زمونږ د ښوونځئ په لاره کې پروت و. ښوونځئ ته د تللو په وخت کې به مونږ هره ورځ د دوی د کلي په اړخ کې تېريدو. حميدي صاحب مې په وارو وارو ليدلی دی، خو هغه خاطره مې له ياده نه ووځي چې زه په دوهم ټولګي کې وم او زمونږ ښوونځئ  د دوی کلي ته مخامخ  د شمل د توی پورې خواته د مندوزيو د سړک پرغاړه پروت و.هغه وخت د ښوونځي ډېرو ټولګيو کوټې نه لرلې؛ ځکه کوم چا زمونږ ښوونځئ  ډېر پخوا سوځولی و.

مونږ د سړک پرغاړه د لوړ او سورور څنار سيورې ته په لوست لګيا وو چې ناڅاپه مو سترګې په دوو کسانو ولګيدې . هغوی دلښتي پرغاړه زمونږ خواته  راروان  وو. دغه دوه کسان  يو ځوان هلک او بل دهغه مشر ورور و.  مشر سړي زمونږ ښوونکي ته سلام واچاوه او بيا يې داسې هيله ترې وکړه چې: معلم صاحب  زما ورور ميرزاعالم خان کابل ته ځي هيله ده چې دغه کوچنيان د خپلو کوچنيو لاسونو په پورته کولو سره  دلوی خدای په دربار کې دعا ورته وکړي ترڅود ورور ارمان مې پوره  شي. مونږ  لاسونه پورته کړل او په لوړ اواز مو ورته د زړه له کومې دعا وکړه. له دعا کولو وروسته  هغوی دواړه د کابل په لوري وخوځيدل .

څو کاله وروسته چې لا په لومړني ښوونځي کې وم ، له خپلو کليوالو څخه مې  واوريدل چې ميرزاعالم خان  په هلمند کې مقرر شوی دی . زه په ډېرو شيانو نه پوهيدم ، خو دومره مې په ياد دي چې زمونږ په کلي کې د حميدي صاحب  همزولي ځوانان به د دوی د ليدو لپاره هلمند او کابل ته تلل او راتلل . د حميدي صاحب له مېړانې او زياتې نازونې څخه به  يې کيسې کولې . په ډېرو خبرو نه پوهيدم يا اوس رانه هېرې دي ،خو دومره مې په ياد دي چې ډېره هيله مې درلوده  چې زه هم د حميدي صاحب غوندې يو چېرې په وظيفه مقرر شم . د خپلو کليوالو او همزولو درناوی وکړم، خوشاله يې وساتم ،نوي کالي او لنګۍ ورته واخلم او د خدای پامانۍ په وخت کې تر کور پورې دموټر کرايه هم ورکړم .

حميدي صاحب د کلک هوډ خاوند و، هر کار ته به يې چې ملا وتړله هغه به يې حتمآ سرته رساوه .

حميدي صاحب ته د ژوند مشکلاتو اجازه ورنه کړه چې لوړو زده کړو ته په منظمه  توګه  دوام ورکړي، خود خپل کلک او ټينګ  عزم  له مخې يې په اولسپالنه، مېړانه او د خلکو سره  په ښه  چلند او بې الايشه  مينه  کې  د انسانيت لوړې څوکې ته ځان ورساوه . حميدي صاحب دخپل لنډ ژوند په وروستيو کالونو کې  پښتوادب  ته داسې  غټ کارونه سرته ورسول چې عادي انسانان  دهغو دسرته رسولو توان نه لري . دوی په ډېره  لږه  موده کې پنځه لس کتابونه  تأليف  او وژباړل، او بيا يې په  خپل لګښت سره چاپ کړل . حميدي صاحب په خپلو ليکنو او تأليفونو باندې  په دومره  زياتې چټکتيا سره کار کاوه  چې  کله واره  خو به  يې  ان دوه  کتابه هم په يو کال  کې چاپ او خپاره  کړل . د مثال په توګه  په ۱۹۹۶ ميلادي  کال کې يې َ دوه مخي کسان َ  او  َ ژورې  خبرې َ  چاپ کړې ، په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې يې َ د زړې ادې کيسې َ  او َ د کاڼو زړونه َ  له چاپه راوايستل او په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې يې د پښتو ادب  ښکلی بڼ د َ چلباز َ   او  َ بدمرغه  ټاپو َ په خپرولو سره  سمسور او رنګين  کړ .

په اوس مهال کې زما سره دحميدي صاحب ټولې ليکنې نشته  چې هراړخيزه او بشپړه رڼا ورباندې واچوم ،خو دهغه څه په هکله چې په واک کې يې لرم په پوره ډاډ سره ويلای شم چې ځوان نسل ته سمه او په زړه پورې لارښوونه ، د خلکو سره سم چلند ،دهغوی  دربړونو او زيارونو واقعي او ريالستيک  بيان  دحميدي صاحب د ليکنو اصلي زړي جوړوي . برسېره  پردې د حميدي صاحب د ليکنو ځانګړتيا په دې کې ده چې خپلې ليکنې، ژباړې  او ټولونې يې  د ټولنيز ضرورت سره سمې په مساعدو او مناسبو وختونو کې ليکلي او خپرې کړي دي . په خپله او يا دنورو په خوله  يې د خپل هېواد د اوس مهال د کړکېچنو شرايطو مختلف اړخونه  په روانه ،پسته  او خوږه پښتو ژبه  راسپړلي دي . هرکله چې د حميدي صاحب اثاروته  ژور پام وکړو ، باور پيدا کوو چې   د خپلو وروستيو ليکنو په بشپړولو سره يې  د ادب او هنر د پوخوالي څوکې ته په  ډېرې چټکۍ ځان رسولی دی .

حميدي صاحب له۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ ميلادي کاله پورې د َ وری څنګه لېوه شو َ ، َ دوه مخي کسان  َ ، َ ژورې خبرې َ  او  َدبرياليتوب  لار  َ  اثارو  په ژباړه، ټولونې  او تأليف  لاس پورې کړ . دوی  د دغو اثارو په خپرولو سره  له يوې خوا  د لوستونکو پام  د وخت د خورا مهمو مسألو پرخوا  راوګرځاوه  او له بلې خوا يې  د ژورو خبرو په اورولو او زده کولوسره هغوی ته  د برياليتوب لاره  وښوده . حميدي صاحب په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د زړې ادې په کيسو کې هغه څه بيان کړل چې د هغه وخت په شرايطو کې د پوهولو مناسبه لاره  ورته ښکاريدله  ..خو په همغه  کال کې يې د کاڼو زړونو په ليکلو سره خپل ادبي مهارت داسې کچې ته پورته کړ چې د حميدي صاحب دغه اثرته  په حقه سره د ادبي شهکارنوم ورکولای شو . .

حميدي صاحب په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې د َ چلباز َ  په نوم د نامتوترکي طنز ليکونکي َعزيز نسين َ  د اثر پښتو ژباړه  خپروي . دا  داسې وخت  دی  چې د پښتنو د نامتو شاعر او اديب سليمان لايق  په وينا  افغانستان د يوه ژور  او هراړخيز  اخلاقي طاعون په تبه کې سوځي .په رښتيا چې حميدي صاحب دغه اثر دخپل وخت د غوښتنو او شرايطو سره سم هېوادوالو ته وړاندې کړ. په همدغه کال کې حميدي صاحب  د َ بدمرغه ټاپو َ  په نوم  د جنايي کيسې  د ژباړې په خپرولو بر يالی  کيږي . په دې اثر کې ژورې ټولنيزې  لانجې  په داسې هنري  توګه بيان شوي دي چې لوستونکی نه پرېږدي له کتاب څخه سترګې پورته کړي .نو ځکه يې تر پايه  په خورا زياتې مينې او علاقې سره  لولي .

انسان  يو ټولنيز موجود دی چې دهمنوعانو سره ګډ ژوند  اومعاشرت  ته حياتي اړتيا لري . هغه څوک همېشه په خپل ژوند کې بريالی وي چې د نورو سره د چالچلند په  هنر پوه وي  . دغې هنر ته هر وخت او هرچېرې ضرورت شته، خو د افغانستان د اوس مهال  په شرايطوکې د بل هر وخت په پرتله  هغې ته  زياته اړتيا ليدل کيږي . حميدي صاحب  دغه اړتيا د  ډېرو اديبانو اوسياستوالو په پرتله ډېر ژر ، سمه او په خپل وخت  درک کړه .دې موخې ته د رسيدو لپاره  يې   َ  د بري راز َ  تر نوم لاندې د پروفيسورَ  جان مورګان َ ټولنيزه اروا پوهنه په خورا  مناسب  وخت کې وژباړله.

هغه څوک چې په رښتيني توګه  سياست  کوي ،د نورو سره  د چالچلند د هنر د زده کولو څخه پرته  ډېرلږ بری لاسته راوړای  شي .  د نوموړي اثر په خپرولو سره  حميدي صاحب لوستونکو ته د خپل هېواد  په وړاندې  د خذمت کولو د عملي  لارو چارو داسې  هنر وړاندې کړ  چې په رښتيا سره  هر چاته  په خپلو چاروکې د برياليتوب عملي رازونه ور په ګوته کوي  . دا اثر چې په  ډېره  روانه  اوخوږه  پښتو ژبه  هېوادالو ته  وړاندې  شوی دی د هرچا لپاره دومره  ګټور دی  چې زه  باور لرم ، هر لوستونکی به يې په خپلو ورځنيو چارو کې د هر بري د ترلاسه کولو سره سم د حميدي صاحب پاک روح ته دعاګانې  کوي . دا چې دخلکو سره  معاشرت اوچالچلند همېشنۍ بڼه لري  نو د حميدي صاحب نوم به هم  دزياتې مننې له کبله  د تل دپاره د رښتينو افغانانو د ژبو په سر  پاتې شي .

خدای بخښلي حميدي  د  وروستي ځل لپار ه  د  ََ  څو سياسي خبرې اود افغانستان بيارغوونه َ  په نوم پنځلسم او وروستی کتا ب د افغا ن سياستوال  او پياوړي اديب  عبدالکريم ميثاق  داثر پښتو ژباړه  هېوادوالوته وړاندې کړه . په دې اثر کې د افغانانو مېړانه ، سپېڅلتيا او د هېواد مېشتو اولسونو ترمنځ  رښتيني دوستي نغښتي ده  . په دې ليکنه کې  د خپل هېواد  د بيارغونې په هکله په ډېره ساده او روانه  ژبه  ژورې سياسي خبرې کيږي  چې داوسني وخت  د شرايطو د ضرورت سره بشپړ سمون لري . دا  اثر د بهرنيانو پټو توطيو  او ناوړه  موخو ته دافغانانو مخ  را اړوي  او بيا  يې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره  د ګران هېوا د  رښتيني ابادۍ ته  رابولي  .

کله چې حميدي صاحب د دغه اثر لومړنۍ چاپ شوي نمونه ای نسخه ماته راولېږله  نو په ډېرې مينې او علاقې سره مې ولوستله . حميدي صاحب ته مې د تليفون په کرښه د زياتو برياوو هيله  وکړه . ما له حميدي صاحب  څخه پوښتنه  وکړه چې له دې وروسته د څه شي د ليکلو تکل لري ؟

دوی په ځواب کې  راته وويل  چې :  َ مخې ته مې ډېرې موضوعګانې پرتې دي . نه پوهېږم او اريان  پاتې يم چې لومړی په کومه  باندې  پيل وکړم  َ .

زه  باور لرم  چې حميدي صاحب غوښتل چې ډېر اړين شيان هېوادوالو ته وړاندې کړي . خو نابابره يې هغه ټول شيان د راز په څېر د ځان سره  پټ وساتل . پرته له دې چې مونږ پرې خبر شو ،ډېر لېرې ځای ته په اوږده سفر روا ن  شو .

د دوی  روح  دې د تل لپاره  ښاد او ارام  وي  !

 ارواښاد ميرزاعلم حميدي


 

يادونه او مننه  :

له ټولو هغو درنو همکارانو د زړه له کومي مننه  چي په تېرو دوو مياشتو کي يې د بېنوا ويبپاڼي سره په همکاري کي قلمونه چلولي ، اوله  هغو درنو دوستانو ، کوم چي ما يې ورته برېښناليکونه پر وخت نشوای جوابولای ، او ليکني مي يې په ويبپاڼه کي ورته نشوای خپرولای بخښنه غواړم .

خوشاله يم  چي پسله دوې مياشتنۍ رخصتۍ يو ځل بيا د بېنوا ويبپاڼي د درنو لوستونکو او خپلو ګرانو همکارانو چوپړ ته تياری نيسم ، له ګران او زړه ته راتېر ورور خالد جان هادي څخه يوه نړۍ مننه چي پوره دوې مياشتي يې هم د پاڼي تخنيکي او هم خپرنيزي چاري  په برياليتوب سره پر مخ بېولې، له خدايه يې سرلوړی او بريالی غواړم  .

هيله ده د پاڼي درانه همکاران د مخکي په شان  علمي ، څېړنيزي ، د افغان کلتور او ملي سياست اړوند خپلي ارزښتناکي ليکني د بېنوا خپرنيزي څانګي پر برېښناليک راوليږي .

 

په مينه او درنښت :   عبدالله احسان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery