دانګبېنو موچۍ
اوستا رب دشاتو ښځېنه موچۍ ته وحی وکړه چې په لوړو غرونوونو کې کورونه جوړکړی له ټولو میوونه وخوری اودالله (ج) پرلار روان شی . دهغوی له مېنځه به دڅښولو دبېلابېلو رنګو درلودونکی توکی راووځی چې په هغو کې به د انسانانو لپاره شفأ وی اوپه هغو کې دهغو لپاره هم نښې شته چی فکرکوی. (النحل ۶۸-۶۹).
دشاتو دموچیو په ټولنه کې دهریوه دنده ځانګړې ده . نارینه موچۍ دملکې دالقاح پرته بل کارنه کوی . اوښځېنه موچۍ ټول کارونه لکه دکوراود انګبینو دکندوجوړول پاکونه ، دخوړو دتوکو راټولول ،دانګبینو جوړول اونورې چارې په غاړه لری . دغه موچۍ سره له دې چې ښځې دی خو زېږول نه کوی یعنې دتخمې دپخېدو ضرفیت نه لری اویواځی یوه یی داتوان لری چې هغه ملکه ده.
د "نحل" کلمه یا دشاتو موچۍ په دې آیت کې ورته دښځینه موچۍ خطاب شوی ځکه د"ان تخذي" فعل مؤنثې صیغې لپاره کارول شوی بیا نو قرآن داروښانه کوی چې دشاتو جوړونکې ښځېنه موچۍ دی.
ددغې موضوع وضاحت په داسې حال کې چې دپوهې کچه ډېره ټیټه په خپله دقرآن یوه معجزه ده.
دانګبینو معجزه
بیاهم پورته یادوشویو آیتونو ته پام اړوو ( شات دانسانانو لپاره شفأ ده) په ننۍ ساینس کې دانګبینو دخواصو مطالعې یوه نوې علمی شعبه پرانستی ده.
دشاتو یو شمېرځانګړنې یاددو:
داچې کاربوهايدرونه یا په شاتو کې موجود قند سره له دې چې دتېزابو ډېره کچه لری په آسانی سره ګلوکوز ته اوړیدلای شی، خو په ډیرو حساسو معدو کې هم په آسانۍ سره هضمېدلای شی . شات دپښتورګو او کولمو دندې ښې کولای شی.
کله چې شات له شېدو اواوبو سره وخوړل شی د دوو دقیقو په ترڅ کې یعنی په ډېرې چټکۍ سره دوینې بهیر ته ننوځی. دشاتو قند ددماغ دندې ښې کوی ، اوشات دګلوکوز اوقندونو ښه طبیعی فرکتوزشمېرل کېږی. نوې څېړنې جوتوی چې دغه ماده دستړیا دله مېنځه وړلو اودسپورتی ځواکمنۍ لپاره ښه مخلوط دی.
شات دوینې دجوړیدولپاره ښه غذایی مواد برابروی ، برسېره پردې دوینې په تصفیه کې هم مرسته کوی . اودوېنی پردوران یی مثبتې اغېزی جوتې شوی . درګونو دکلکوالی مخنیوی کوی. شات دمکروبونو دوژلو ځانګړتیا لری اودلیل یی هم دادی چې شات ډیر قند لری اودغه قند دهغو اوبو دله مېنځه تلو لامل دی چې دمکروبونو وده مساعدوی ، دشاتو تیزابیت اودنایتروجنو نه درلودل چې دمکروبونو دتکثر لپاره مهم عنصر دی دهغو بله ځانګړنه ده . په شاتو کې دهایدروجن پراکساید شتون هم دمکروبونو له تکثر نه مخنیوی کوی.
انتى اوکسيدانت Antioxidan مواد دروغ ژوندانه لپاره ډیر اړین دی . هغه زیان لرونکی مواد چې دحجرو په میتابولیزم که شته له مېنځه وړی . انتی اکسیدانتونه دخوسا خوړو له تخریبی اغېزی نه مخنیوی کوی اوله مزمنوناروغیونه هم مخنیوی کوی .
شات د بی او سی له ویټامینونو برسېره مگنيزيم , کلسيم , سوډيم , کلورين , سلفر , اوسپنه , فاسفورس, آيودين او جست هم په ډیره کچه لری.
په شاتو کې د ټپونو شفا بخښونکې اغېزې:
کله چې په ټپونو باندې شات کېښودل شی ، د هوا لمبدبل ځان ته راکاږی دجوړیدو بهیر چټکوی ، ځکه چې شات دپوستکی دمخ دحجروتکثر تحریکوی چې دټپ دپوښ لامل ګرځی اوان چې په سترو ټپونو کې هم ګټور ثابت شوی .
- شات دانساجو بیا وده چې دروغتیا لپاره اړینه ده خوځوی
- شات د التهاب ضد ځانګرتیا لری یعنی چې د ټپ دشاوخوا پړسوب کموی ، د وینی بهیر یی سموی او رغونه چټکوی.
- شات دټپ په ځای کې پرانساجو نه نښلی ، له همدې کبله دپانسمان دبدلېدوپه وخت کې ناروغ درد نه احساسوی اونوی انساج جوړېږی اوبیا نه تخریبېږی.
- شات دټپ له منتن یا میکروبی کیدونه نه مخنیوی کوی . اوټپ په ریم کی له شته مکروبونو نه ژر پاکوی . ان پر هغو مکروبونو چې دانتی بیوتیک په وړاندې یی مقاومت موندلی وی هم اغېزه کوی.
- داکتر پيتر مولن دنیوزیلاند دپوهنتون دبیوشیمی پوهاند وایی: تجربو ښودلې چې شات دسپینوزرو دمرکباتو نه چې دسوزیدو په درملنه کې ګټور وی هم اغیزمن وی .
نووینو چې شات داسې ګتورې ځانګړنې لری چې له شک پرته ویلای شو ډېرې عجیبې دی اودادالله دصنعت داعجاز یوه بېلګه ده.
کجوره(خرما) اوګټې ېې
دقران آیتونو کجوره دجنت له بڼونونه یوه ډالۍ ګڼلې. کله چې دغه میوه مطالعه شوه په هغه کې ډیرې مهمی ځانګړنې وموندل شوی اوهره ورځ یی نوې ځانګړنې موندل کېږی. له کجورو نه هم دخوړو اوهم ددرملو په ځای ګټه اخستل کېږی.
(مریمه) دماشوم راوړلو د درد له زوره دکجورې دونې لاندې ولاړه وه اوویی ویل کشکې مخکې له دې نه مړه شوې وای اوپوره هېره شوې وای . دهغې دپښو لاندې غږ وشو چې مه غمجنه کېږه چې الله ستا له پښو لاندې داوبو یوه چېنه روانه کړې. اود ونې ښاخ دځان لورته وڅنډه چې تاته تازه کجورې راتوې شی. (مريم 23 – 25).
په دې توګه الله مريمې ته توصیه وکړه څوچې کجورې وخوری ، ننۍ پوهې داثابته کړې چې کجوره د امیندوارو میندو لپاره ښه خواړه دی دغه راز دمېندو لپاره وروسته له ماشوم راوړلو هم ښه خواړه ګڼل کېږی . مریمې ته دا هدایت وشو څوچې ماشوم راوړنه ورته آسانه شی. کجوره دشکر ډیره کچه لری ( له شپېتو تر پنځه شپېتو په سلوکې) د امېندوار ښځو لپاره ددې خوړوتوصیه ددوی به وجود کې دډېری انرژی دجوړیدو اودمور دشېدو دهورمونونو دتحریک لپاره شوې.
کجورې دهغو مېندولپاره چې دناروغې اووینې بهیدو له کبله کمزورې شوی وی ډیره انرژی جوړوی.
په کجوره کې دډېرو ډولونو بنسټیز دخوړو توکی شته ، پوهان په دې باوردی چې یو انسان کولای شی یواځې داوبو اوکجورو په خوړلو سره کلونه ژوند وکړی. داوسنۍ دخوړو یو پوه وایی چی دروځی دیوې کجورې خوړل اودیوې پیالې اوبوڅښل دشخص ټوله غذای اړتیاه پوره کوی.
Oxytocin ماده چې په کجورو کې شته په طبابت کې ددرملوپه توګه دماشوم راوړلو دبهیر دچټکتیا لپاره کارول کېږی . برسېره پردې دغه ماده دمورشېدې هم ډیروی. اوکسی توسين داسې یو هورمون دی چې دنخامیه په نامه ددماغ له منځنۍ برخې څخه افرازېږی. دغه ماده دمور په رحم کې دتقلصونو دجوړیدو لامل ګرځی چې ماشوم دزېږېدو په وخت کې دباندې لورته خوځوی. په کجورو کې ددغې مادې شتون په یواځی توګه دقرآن اعجاز اوددغې مادې ارزښت څرګندوی. برسېره پردې په کجورو کې دشکر شته والی ګلوکوز نه دی بلکې فرکتوز دی ، له همدې کبله دهغو ناروغانو په وینه کې چې شکر شته په چټکۍ سره هغه نه اوچتوی.
کجوره د ډیرو ویتامینونو، منرالونو،غوړو، پروتینو، دنه جذبېدونکو قندو اوفایبرودرلودونکې ده . سوډيم , پتاشيم , کلسيم , مگنيزم, اوسپنه , سلفر , فاسفورس, کلورين, د A او B ویټامینونه په کجوروکې شته.
کجوره دوینې جوړیدل په عضویت کې زیاتوی دحمل په دوران کې له زړه بدوالی مخنیوی کوی. دوجود له ودې سره مرسته کوی ، دسترګود لیدلوځواک اواعصاب ځواکمنه کوی .
کجوره یواځېنی میوه ده چې پروتین لری، غوښه هم یوه بشپړه غذاده خو دغوښې زیات خوړل دحمل په بهیر کې دمسمومیدو اویا زهرجنېدو لامل ګرځی .
دکجورپه اړوند دا ټولې خبرې چې په دې وروستیو کې موندل شوی دانسان په وړاندې دالله(ج) حکمت اومهربانی څرګندوی.
اینځر یوه فوق العاده مېوه
قسم په اینځر اوزیتون(التين 1)
په دغو ددو میوو قسم دهغوی دخوړلو ارزښت ښکاروی. اینځر ترنورو میوو او سبو ډیر فایبر لری . یو دانه وچ اینځر دیوتن دفایبرو ورځنی اړتیا شل په سلو کې بشپړوی. څېړنو ښودلې چې فایبر دهضم لپاره ډیره مرسته کوی. اوهم له یو شمېر سرطانونو څخه مخنیوی کوی . فایبرونه دوه ډوله دی یو په اوبو کې ګډ اونوریی ناګډ . په اوبو کې ګډ فایبردکولموله له لاری دفضله موادو له دفعی سره مرسته کوی اوناګډشوی فایبر غټی کولمې دسرطان د ناروغی په وړاندې وقایه کوی. برسېره پردې فایبر لرونکی خواړه دوینې کلسټرول ټیټوی اوپه پایله کې دزړه دحملو خطر کموی اوهمدارنګه په وینه کې دقند دیوځلی لوړیدو مخنیوی هم کوی.
په اینځروکې دغه دواړه ډوله فایبر شته . دامریکا دکلفرنیا داینځرومشورتی بورډ په دې اند دی چې چې اینځر له نورو مېوو نه ډیر انتی اوکسیدانتونه Anti-oxidant لری. انتی اوکسيدانتونه موږ دډیرو ناروغیو په وړاندې وقایه کوی هغه زیان لرونکی مواد چې زموږ په بدن دکیمیاوی تعاملاتو له لاری جوړیږی هغه خنثی کوی اودحجرو دتخریب مخنیوی کوی. دسکرانتول پوهنتون په ډیره کچه فینول Phenol چې یو انتی اوکسيدانت دی په اینځروکې تثبیت کړی. فینول دغه راز دجراثیمو په وژنه کی هم پکاریږی.
په نیو جرسی کې دروتګر پوهنتون څرګنده کړې چې داومیګا ۳ اواومېګاه ۶ اوفیتوسترول په وچو اینځرو کې شته . دغه هم دکلسټرول کچه راټیټوی .
دکالیفرنیا داینځرومشورتی بورد دغه دطبیعت یوه مکمله میوه بولی اووایی چې ددغې میوې روغتیایی اوغذایی ارزښت ډیر زیات دی.ځکه اینځر غوړ، سودیم اوکلسټرول نه لری اودډیرو فایبرو درلودونکی دی اوله نورو میوونه په ډیره کچه منرالونه لری . څلویښت ګرامه اینځر دوجود شپږ په سلوکې دکلسیمو، پوتاشیمو اواوسپنې اړتیا پوره کوی.
اینځر دناروغانو لپاره دانرژی یوه ښه منبع ده په دی میوه کې شکر له نورمیوو ډیر دی ، اینځر دکمزورې تبې ، ټوخی اوسالنډۍ ددرملنې لپاره هم پکارېږی.
داینځرو دغه ټولې ګتې دالله (ج) یوه مهربانی ده چې داوسنۍ ټکنالوژۍ په مټ څرګنده شوې په داسې حال کې چې قرآن دهغه اهمیت په سل ګونو کاله وړاندې بیان کړی.
کب دخوړو یوه ښه منبع
ستاسو لپاره دسیند ښکار او دهغه طعام حلال وګرځول شوڅو چې تاسو اومسافران له هغو نه ګټه واخلی (المائده 96).
کارپوهان توصیه کوی چې کب دزړه دفعالیت لپاره اودزړه دناروغیو دمخنیوی لپاره ښه دی.چې. دکب ارزښت په دې کې دی چی هم دانسان دبدن لپاره داړینو غذایی موادو درلودونکی دی اوهم دناروغیو خطر کموی دبېلګې په توګه اومیګاه ۳ چې په کب کې شته دزړه دناروغیونه مخنیوی کوی اودمعافیت سیستم تقویه کوی.
اوهغه دی چې سیند یی ستاسو لپاره مسخر کړ څو چې دکبانو له تازه غوښې نه ګټه واخلی (النحل 14).
دغه راز دکهف دسورې له ۶۰ نه تر۶۳ آیتونه هم په اوږدوسفرونو کې زموږپام دکب دغوښې خوړولو ته راګرځوی.
کله چې موسی (ع) له خپل همسفر سره کب دخپلو خوړو لپاره له ځان سره اخستی ؤ، نو الله پاک دکب دخوړو ارزښت موږ ته څرګندوی . کله چې دکب غذایی خواص مطالعه کړو ډیر عجیب حقیقتونه راته څرګندېږی کب چې یو الهی عطیه ده یوه بشپړه غذا ده دپروټینو اویټامین ډی اودلږو میکرونوترینټونو (Micro-nutrients) څخه چې دژوندانه دبهیر لپاره اړین وی برخمن دی. دمنرالونو موجودیت لکه فاسفورس ،سلفراوانادیم دچټکې ودې اورغیدو لامل ګرځی. دماهی غوښه غاښونه او اوری ساتی اوويښتانو ته ځواک وربښی اودمیکروبونو پروړاندې مبارزه کوی. دوینې کلسټرول تنظیموی اود زړه ناروغیو څخه مخنیوی کوی . عضویت په دې توانوی څو چې نشایسته اووازده تجزیه کړی اودلوړې انرژی مواد ترې جوړوی . دکب غوښه دماغې دندې ښې کوی اوهډوکی ځواکمنوی.
یوه خبره له پخوا شته چې وایی:کب ددماغ لپاره ګتور دی اودا دکب په غوړو کې داومیګاه ۳د شتون له کبله دی .
د امریکې روغتیایی ټولنې څېړنې جوتوی چې د زړه حملې په هغو ښځو کې چې په اونۍ کې یو ځل دکب غوښه خوری یو پردرې لږوی. اومهم عامل یی همغه اومیګاه ۳ دی چې کلسټرول اوترای ګلیسراید تنظیموی اوهم په رګونو کې دوینی له ټینګیدو څخه مخنیوی کوی . په وریدونو کې دوینې دبهیر چټکتیا ۶۰ کیلومتره پر ساعت ده اودغه چټکتیا هغه وخت نارمل وی چې غلظت ، لزوجیت اودوینې کچه هم نورمالوی.
اومېګا ۳ دهیمو ګلوبینو په جوړیدو کې چې ټول بدن ته داکسیجن دلېږد دنده په غاړه لری هم مهم رول لری.
دغه راز اومېګا ۳ دمورپه رحم کې دماشوم ودې ته په تیره بیا دهغه اعصابو اودماغ ته ډیر ګټور دی.
ثابته شوې چې اومیګا ۳ د مفصلونو د پړسوب مخنیوی هم کوی.
دغه راز دعصبی او عقلی ناروغیو، خپګان ، اروایی دباو ،ډار ، بې خوبی لېونتوب اودالزهایمرناروغۍ لپاره هم ګټور کېدای شی.
جاپانیان اودهغو هیوادو خلک چې ډیره دکب غوښه خوری لږ دزړه اوپوستکی په ناروغیو اخته کېږی.
دکب دغوښې ګتې لانورې هم موندل کېږی اوله دې نه جوتېږې چې ولې پاک قرآن دهغه خوړل ښه ګڼلی ، اودا الله (ج) دی چې داسې خواړه یی پیداکړی دی.
دخوك د غوښې روغتیایی زیانونه
دمړه شوی (مردار) غوښه ، دخوک وینه اوغوښه یی پرتاسو حرامه کړه (البقره 173).
دخوک غوښه ډیر زیانونه لری ، سره له دی چې نوې ټکنالوژی کولای شی ډیر څه سرته ورسوی خو په دی نه ده توانیدلې چې دخوک دغوښې زیان راکم کړی . خوک طبيعتا" یو مردارحیوان دی. تل له خپلوغایطه موادوسره لوبې کوی اوهغه خوری نوله همدې کبله خوک دنوروڅارویو په پرتله په خپل بدن کې ډیرې انتی بادی ګانې تولیدوی . دغه راز دودې لپاره ډیرهورمونونه دخوک په عضویت کې جوړېږی اوبیا دغه انتی بادیانې اوهورمونونه دخوک په عضلاتو کې جوړېږی. برسېره پردې دخوک دغوښې دکلسټرول اوغوړو کچه ډیره لوړه ده چې دانسان دروغتیا لپاره ډیرزیان رسوونکی وی.طب داثابته کړې چې په دخوک په غوښه کې دهورمونونو، انټی باډیانو اوکلسټرول شتون دروغتیا لپاره ډیر زیان رسونکی دی.
دهغوناوړه اغېزی په امریکا اوجرمنی کې چې خلک هلته ډیر دخوک له غوښې ګټه اخلی ښې پېژندل شوی.
دخوک په غوښه کې بل خطر دتريچينا Trichinaدچنجې شته والی دی چې دانسان په عضلو اوزړه کې ځای نیسی اودزړه ناروغی اومړینه مېنځته راولی ګرڅه اوس کیدلای شی دغه ډول خوک وپېژندل شی خوپخوا ناشونی وو.
دغه ټول دالله دکتاب دحکمت ښوونکی دی چې دخوک غوښه یی مسلمان ته حرامه ګرځولې اودخوک دغوښې زیانونه یواځې په شلمه پېړۍ کې دپوهې په مټ موندل شوی حال داچې قران په اوومه پېړۍ کې هغه ښوولی وو.
زيتون یوروغتیا بخښونکی نبات
زيتون داسې خواړه دی چې په قرآن کې یادشوی . ننۍ پوهې ثابته کړې چې نه یواځې یوخوندور خواړه دی بلکې دروغتیا لپاره هم یوه ګټوره منبع ده.
قسم په اېنځرو اوزیتونو(التين 1).
دنور دسورې په ۳۵ آیت کې دزیتون غوړو ته مبارک خطاب شوی:
دزیتون له مبارکې ونې نه روښانه شوی .
د "مبارک" کلمه زيتون یو سپېڅلی اومبارک شی معرفی کوی.دزیتونو غوړی دخوړلو دډیرو ښوغوړیو څخه حسابېږی ددغو غوړو ګټې دادی:
دزړه اونورو رګونو لپاره یی ګټې :
دزیتونو غوړی کلسټرول نه لری دغه غوړی نه یواځی چې کلسټرول نه لوړوی دهغه کنټرول هم کوی . زیتون اومیګا ۶ هم لری . څېړنو ښودلې کله چې یو څوک دورځې یواځې دوه کاچوغې دزیتونو غوړ وخوری نو په وجود کې به یی زیان رسوونکی کلسټرول کم وی اوانتی اوکسیدایتونه به ډیروی.
زیتون داومیګا ۳ اواومیګاه ۶ تناسب ساتی اودا ډیره مهمه خبره چې ددې دواړو ترمنځ انډول وساتل شی. چې له هغه پرته به دزړه ، سرطان اونورې ناروغۍ رامینځته شی.
دامریکې دزړه انجمن توصیه کوی چې دزیتونو دغوړو خوړل داسې دی لکه چې په خوړو کې دغوړو کچه راټیټه کړی اودزړه ناروغی هم لږې کړی.
د سرطان وقایه:
دداخلې طب څېړنو ښودلې هغه مېرمنی چې زیتون خوری لږ دسرطان په ناروغۍ اخته کېږی .دغه راز په زیتونو کې داسې ماده شته چې دپروستات له سرطان څخه مخنیوی کوی.
داکسفور دپوهنتون څېړنو ښودلی چې زیتون دکولمو دسرطان مخنیوی هم کولای شی. زیتون دمعدې داسیدونو سره تعامل کوی اودسرطان مخنیوی په لومړی وخت کې کولای شی. دغه راز داموندل شوی چې زیتون صفرا لږوی اوددای امین اوکسیدیز انزایم ډیروی چې دا په ښه توګه دسرطانی حجرو مخنیوی کوی.
دمفصلونو دپړسوب وقایه :
هغه څوک چې دزیتونو غوړ خوری دمفصلونو دالتهاب په ناروغیو نه اخته کېږی.
دهډوکو وده:
په شحمو کې دګډو شویو ویټامینونو لکه A, D, EوK د هډوکو دودې لپاره اړین دی. دزیتونو غوړی په ډیر عمرلرونکو کسانو کې ژر جذبېږی اودهډوکې دکلسیم دضایع کیدو مخنیوی کوی نو زیتون داسکلیټ په کلکوالی هم ښه اغېزه کولای شی.
دژر بوډاکیدو مخنیوی کوی:
داچې په زیتونو کې شته ویتامینونه دحجرو په بیا جوړیدو کې مثبته اغېزه لری نو پوستکی تازه ساتی اودزړښت مخنیوی کوی. په زیتونو کې دډیر انتی اوکسیدانت دشته والی له کبله هم دخوړو دموادو داستقلاب مخنیوی کیږی اود بدن دانساجو دزړښت مخنیوی کوی . په زیتونو کې دویتامین E دشته والی له کبله دبدن دحجرو خرابیدو مخینوی کېږی.
دماشومانو وده:
اوميگا 6 دماشومانو دروغتیا اوودې لپاره ډیر ښه خواړه دی . دزیتون انتی اوکسيدانتونه ګټوروی په زیتونو کې دشحمی اسیدونو شته والی دحجروی غشا په جوړیدو کې مرسته کوی.
دزیتون غوړی ډیر متوازن شحم چې نامشبوع وی لکه شیدی په ځان کې لری له همدې کبله دشېدې خوړونکو لپاره ډیره ښه خواړه ګڼل کېږی. دامیدواری په بهیر کې دماشوم داعصابو دودې لامل ګرځی، دامیندواره میندو لپاره یی دخوړو توصیه کېږی . که چېرې دزیتونو غوړی دغواله شیدوسره چې پېروی یی ټول شوی وی یوځای شی دمور دشېدوپه ځای ترې ګټه اخستلای شو.
دوینې دفشارتنقیص:
دداخلې طب آرشیف په ۲۰۰۰ میلادی کال کې دزیتونو پردې اغېزو پوه شو اوهغه یی مطالعه کړی دی.
دبدن دننه غړو لپاره یی ګټې:
دزیتونو غوړی دګېډې دپړسوب ، ټپ اوتیزابی کیدو مخنیوی کوی . دصفرا کیفیت ښه کوی ، دصفرا بهروتل آسانوی اودصفرا ډبرې مخنیوی کوی . په هغه کې دموجودو کلورایدو له امله ځیګر سره مرسته کوی چې له بدن څخه زیان لرونکی مواد دفع کړی . پردماغی شریانونو هم مثبته اغېزه کوی دکلوګوز له کنټرول سره مرسته کوی اودشکرې ناروغی مخنیوی کوی.
څه ډول مو چې ولیدل پوهان په خوړو کې دزیتونو دخوړو دزیاتولو توصیه کوی. زیتون باید دهروخوړو اساسی برخه وی .
دزړه درګونو عملیات
آیا ستا سینه مو شرح نه کړه اوهغه بار چې ستا شایی درنه کړې وه اوچت مونه کړ (الشرح 1-3)
دژوند ددوام لپاره وینه اړین مواد دی اووینه دزړه عضلو ته درګونو له لاری چې Coronary نومېږی رسېږی. درګونو دجدار دکلکیدو په صورت کې په رګونو کې دوینې دغونډیدواوټینګېدو لامل ګرځی اوپه پایله کې په سینه کې ددرد لامل ګرځی اودزړه حملی مینځته راوړی.
"الم نشرح لک صدرک" ممکنه ده چې درګونو دپاکولو دعملیاتو په ماناوی (والله اعلم). ځکه "نشرح" يعنی دغوښې یا دمشابې شیانو پرې کول یا پراخول. دزړه په عملیاتو کې هم سینه څیرې کېږی اودرګونو بندښت لرې کېږی اوپراخېږی څوچې وینه په آسانی سره وبهېږی . اومهمه داده چې دالشرح دسروې په تعقیب بیا دالتین سوره راغلې. دالتین په سوره کې دزیتونو په اهمیت ټینګار شوی چې هغه ددزړه اورګونو لپاره ډیر اهمیت لری.
دخوځښت، وینځلو اوڅښلو روغتیایی ګټې
په قرانکريم کې مودې ته پام کېږی چې ايوب (ع) ته دناروغی په وخت کې داسې توصیه کېږی:
اویاد کړه زما بنده ایوب کله چې یی درب دربارته عرض وکړ چې شیطان زه په کلک زحمت اوعذاب کې اچولی یم .(هغه ته مو وویل) پښه پرځمکه ووهه دا سړې اوبه د غسل اودڅښلو لپاره دی. ( ص 41-42).
الله (ج) ایوب (ع ) ته دناروغی په وخت کې توصیه کوی چې پښې ووهه چې اشاره همغه ورزش یا سپورت ته ده . دسپورت له کبله په تیره بیا دپښو دخوځښت له کبله دوینی بهیر ښه کېږی اوپه کافی کچه اکسیجن دوجود حجراتو ته رسېږی . نو شخص ځواکمنېږی اوآسانی سره مضره مواد له خپله ځان څخه لرې کوی. دمیکروبونو په وړاندې مقاومت زیاتېږی . هغه خلک چې سپورت کوی پاک اوپراخ رګونه لری چې دا درګونو دبندیدو مخنیوی کوی اودزړه اونورو ناروغیو مخنیوی کوی.
منظم سپورت دشکر ، ځیګر، دوینو دغوړو، اسکلیتی ناروغیو اودنوروناروغیو دوقایی لپاره ډیر ګټوروی . په لوڅو پښو تګ لکه دبرېښنایی توکوٍ(Earth line) دآرت کرښه دبرېښنا بهیر چې په وجود کې ذخیره شوی وی آزادوی. دځان وینځل هم په بدن کې دذخیره شوې برېښنا دآزادولو لامل ګرځی چې وروسته بیا داروایی دباو دپوستکو دناروغیو زړه تنګوالی اوتبې دله مېنځه تلو لامل ګرځی.
داوبو څښل دټول ځان لپاره ګټور وی دبدن دنورو غړو فعالیت لکه ګېډه ،کولمې ، پښتورګی اوپوستکی نیغه په نیغه دهغو اوبو سره اړیکه لری چې موږ یی دورځی څښو. دغو غړو پوری اړونده ناروغی له ورځنی عادت نه ډیر داوبو څښلو ته اړتیا لری . برسیره پردې ستومانی اوګنګس توب هم داوبو په څښلو رفع کېږی.
ددغو دریو توصیو عملی کول زموږ دروغتیا لپاره ډیر ګټور دی . الله (ج) فرمایی:
هغه څّه مو چې په قرآن کې راولېږل هغه رحمت اوشفا ده لپاره دمؤمنانو(الاسراء 83).
مكروسكوپيك ژوند
هغه څه یی پیدا کړل چې نه پوهېږی (النحل 8).
پاک دی هغه چې هرڅه یی جفت پیدا کړل، څه نبات، انسان اوڅه هغه څه چې نه پوهېږی(يس 36).
دغه آیتونه هغو ژووته اشاره کوی چې خلکو دقران دنزول په وخت کې نه پېژاندل . کله چې میکروسکوپ جوړ شو انسانان دډیرو وړو موجوداتو په لیدو بریالی شول چې مخکې یی هغه نه پېژندل .په داسې حال کې چې الله (ج) په سلګونو کاله مخکې دهغوی پام ورته راګرځولی وو.
دمیکروسکوپیکو ژوو شمېره شل ځلې دهغو ژوو څخه زیاته ده چې د ځمکې پرمخ شته. داعبارت دی له باکتریاګانو، ویروسونو،الجی اوفنجی ، پرازیتونو ، ريكتسيا، اكارينا اونوروڅخه. ددغو موجودیت نه یواځی داچې دناروغیو لامل ګرځی بلکې دژوندانه دتوازن دساتنې لپاره هم ارزښتاک وی . لکه فنجی ګان چې له خاورونه دمنرالودلېږد په برخه کې دنباتاتو په ریښه کې مهمه دنده لری . زموږ په ژبه کې موجودې باکتریاوی په غوښه اونورو سبوکې دزهرجنو موادو مخنیوی کوی . ځینې باکتریاوی اوفنجی دفوتو سنتېز په عملیه کې چې دځمکې دژوند لپاره اړین وی مرسته کوی . ځېنې اکاریناوی عضوی مواد تجزیه کوی دنباتاتو لپاره یی په غذایی موادو بدلوی. اوپه دې ټولو خبرو موږ اوس اوس پوه شوی یو حال داچې قرآن کریم په سلګونه کاله مخکې هغو ته اشاره کړې ده.