مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-06   مخپرونکئ : عبدالله احسان

ملي سرود دمقاومت په لومو کښي

حبيب الله غمخور - سويډن

 

 په ټوله نړۍ کښي ديو هيواد دپيژندلو ستره بيلگه ملي بيرق ، ملي سمبول او ملي سرود دۍ .دا دري واړه هغه نښي دي کوم چي ديو هيواد دملي غرور او ملي افتخارات پکښي څرگندوي .
 دملي سرودونو دپيدايښت عمر دبيرق او نښان په پيمانه ډير کم دۍ ، مگربيرغونه او نښانونه دډير پخوا څخه ان دملک التوايفي دورونه دکوچنيو پاچاهانو او خانانو تر منځ په جنگ جگړو کښي دځانگړي پيژندونکي نښي په توگه استعماليدل او يابه په ځينو ځايو کي ددوي د شاهي قصرونو پر ديوالو ځړيدل .
 ملي سرود د يوهيواد داوسيدونکو پخواونۍ ،اوسنۍ او راتلونکې په ښکلي شعري يا دموسيقۍ په بڼه په ډير لنډ ډول تمثيلوې . په ملي سرود کي پر آزادۍ ،سياسي استقلال ،ځمکني بشپړتيا ،ټولنيز عدالت او ملي وحدت انعکاس مومي . په همدي اساس دبيرغ ،نښان او ملي سرود ټاکني او استعمال دځان لپاره ځانگړي اوصول او مقررات لري ځي په ځينو هيوادو کښي دبيرغ دقانون په نامه هم ياديږي .
 د لمړي ځل لپاره د 16پيړۍ په دوهمه نيمايي کښي هالنډيانو دځان لپاره سرود جوړ کړ ،ولي داروپا په نورو هيوادو کښي د 19 پيړۍ په دوهمه نيمايي کي دملي سرود جوړيدلو رواج پيدا کړ او بيا نورو هيوادو ته دا دود انتقال شوچي دهغې جملې ددريمي نړۍ هيوادونو هم له اروپايي هيوادو نه په تقليد سره ملي سرودونه د شعر يا موسيقي په بڼه جوړ کړه .
 زموږ په گران هيواد افغانستان کي دلمړي ځل لپاره يوه ترانه چي دملي سرود حصيت يې درلود دغازي امان الله خان دسلطنت په دوران کي په پښتو ژبه جوړه شوه چي د دنادر خان دسلطنت تر وخته دموزيک سره ږغيده .کله چي دسلطنت واگي محمد ظاهر شاه ته وسپال شوې ملي سرود ديوې عسکري نغمي چي دمارش شکل يي درلود غوره شو چي په عواموکي يې دشاهي سلام او يا لويي سلامۍ دموسيقي د نغمي په نامه شهرت وموندلۍ وو .دمرحوم داؤد خان دواکدارۍ په دوران کي دلمړي ځل لپاره دملي سرود دټاکلو په خاطر دهيواد دټولو شاعرانو څخه غوښتنه وشول دملي سرود لپاره خپل شعر ټاکل شوي کميسيون ته وليږي ،ددغه سياليو په پايله کښي دمرحوم لوي استاد بينوا شعر لمړۍ مقام تر لاسه کړ اودغه شعر ته دموسيقۍ کمپوز د خداي بخښلي استاد بريښنا لخوا جوړ شو . کله چي نورمحمد تره کي دحکومت چاري پلاس کي واخيستلي هغوي ځانته نوۍ ملي سرود دخپلي اډيالوژۍ له مخي جوړ کړ چي تر1992 زکال دمجاهدينو تر واکنۍ پوري دشعر او موسيقۍ په توگه ويل کيده . دحبيب الله کلکاني ، مجددي او طالبانو دحاکميت په دوران کي دکوم ملي سرود په هکله تاريخ ليکونکو څه ندي ليکلي او که يي ليکلي وي ماندي لوستي خو کله چي په افغانستان کي دقدرت واگي دجميعت اسلامي گوند دښاغلي برهان الدين په مشرتابه تر لاسه کړې هغوي پخله هغه سندره چي پخوا دمحمود فاراني لخوا دجميعت په فرمايش جوړ شوۍ وه اودجميعت دگوند دتراني په نامه مشهوره وه د ((اهل حل وعقد)) دشورا لخوا دملي سرود په توگه ومنل شو.
 پخوا زموږ په هيواد کي دملي سرودد مسلي پر سر ددومره جنجالو نه و مگر کله چي دامريکا د B 52 او نورو غښتلو هوايي او ځمکني وسلو په مټ دطلبانو واکداري نسکوره شول ، دکابل په ښار کي دنظامي نا انډوله حالت نه په استفادې سره دجميعت گوند او نظار شورا وسلوالو ډلودامريکا لخوااختيار تر لاسه کړ چي دکابل ښارته هغه ښارته چي دوي وران کړۍ و ورننوزي . اوس دغه ښاغلي په هره جرگه او هر غونډه کي کله دژبو دمقامونو او کله بيا دملي سرود لپاره دژبي او شعر دټاکلو پر سر جنجالونه را پورته کول شروع کړي دي .پخوا هم همدا وطن او دا قومونه وه مگر خير خريت وو، هيڅ اختلاف او دا شان جنجالواصلا وجود نه درلود . ولي اوس ځيني دگوتو په شمار کسان چي شاته يي دامريکا او ناټو عسکر ولاړ دي نه پوهيږي چي څه وکړي !او په څه شکل دا ولس وغولوي او دځان په گټه يې وڅرخوي . دا شان کسان دهيواد دابادۍ او افغان ولس پر زخمونو دپټۍ دايښودلو په عوض دژبو درسميت او ملي سرود پر سر زور ا زمايي گاني دومره گرمي او غښتلي کړي دي چي ان يو ځل بيا يې دانگليسانو او روسانو په شان په افغانستان کي پراته وروڼه قومونه دخپلوشوموسياسي گټو دترلاسه کولوپه منظور يو دبل په مقابل کي ودرول او همدا اوس هم په يوه او بل شکل په زيات مهارت او بي شرمۍ سره دا وروڼه قومونه سره جنگوي . دا ددولتي واک او قدرت تږي چي څو ځله يي افغان ولس ته امتحان ورکړۍ اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي ،او زموږ دپاک زړه خاوندولس دسپيڅلو احساساتو څخه نا وړه گټه پورته کوي .
 زما په نظر ملي سرود بايد داسي يو شعرې انځور وي چي وکولاي شي په لنډه توگه په ډيرو عالي الفاظو ديو ملت ملي روح،ملي وياړني ،دهغه نن او پرون ،پرمختگ او ترقي وځلوي . ملي سرود ديوه قوم او تنظيم يا گوند او يوې ژبي دځلا سمبول نه بلکه هغه بايد دټولو ميشته قومونو او ژبو دويونکو دملي احساس او ملي غرور ښکارندوي وي .
 کله چي د 1383 کال دليندۍ دمياشتي په لويه جرگه کي پسله زياتو بزکشيو او زور ښودنو څخه پريکړه وشوه چي ملي سرود دي په پښتو او په هغه کي دي دقومونو نومونه او الله اکبر کليمه ايضافه شي که څه هم په هغه وخت کي هم دهيواد دغوڅ اکثريت روڼ اندو سره دملي سرود ددغه شان جوړښت په هکله زيات سوالونه پيداشوه چي تر اوسه هم ندي حل شوې په هر صورت دغه پريکړه په کل کي دقبول وړ وگرځيده، ولي متاسفانه هغه چي غواړي دځان په گټه ملي اختلاف ته لمن ووهي ارام کښينه ناستل دخپلو يارانو پواسطه يي دهيواد په دننه او له هيواد نه بهر په مطبوعاتو کښي په ظاهر تر ملي يووالي ،ملي حاکميت دټينگښت ، ملي پخلايني او نورو داسي ښو او جالبو جملو او عنوانونو تر استعمال لاندي لوستونکي پخپلو ليکنو کي ودغه ته هڅول او هڅو يې که دا ملي سرود په فارسي ژبه واي دا به ډير دافغان ولس په گټه واي زما سره داسي زياتي ليکني شته چي په زيات مهارت سره يي دغه ملي نفاق ته لمن وهلي ده ولي ددې لپاره چي موضوع اوږده نشي دهغو ليکنو څخه درااخيستنو او پر هر ي يوي جلا له تبصيرې څخه ډډه کوم ، ځکه داشان جروبحث دملي يووالي دټنگښت په گټه نه بولم . پدي ټينگ باورلرم چي زموږ هيواد والو دهري ژبي دتنگ نظرو ليکني ډيري دقيقي لولي او پرې پوهيږي چي دليکوال هدف څه دۍ .
 دلويي جرگي دپريکړي په اساس داطلاعاتو او کلتور لخوا د دهيواد له ادب پوهانو او شاعرانو څخه دملي سرود لپاره دشعر دغوره کولو څلويښت کسيزه کميټه جوړه شوه . دغې کميټي له شاعرانو نه وغوښتل چي خپل شعر دملي سرود دغوره کيدو لپاره ور وليږي . طبعي ده چي شاعرانوبه خپل شعرونه ددغي کميټي په ادرس ورليږلي وي . څو مياشتي وروسته دغه جرگه گۍيوشعر چي نيم دمرحوم بينوا صاحب او نيم يا تر هغه لږ دحبيب الله رفيع صاحب دۍ غوره او ښاغلي کرزي صاحب ته وړاندي شو . ډير ژر په مطبوعاتو کي دا خبر خپور شو چي دملي سرود دکميټي غوره شوۍ شعر دولسمشر دقبول وړ وگرځيد او هغه به ډير ژر دهغه دتصويب په هکله فرمان صادر کړي . په ځينو حلقو کي دا گونگوسي چي موږ او تاسو په عاميانه اصطلاح ورته دسر چوک اوازي وايو را پيدا شوي چي ددي شعر سره پخوا ني ځيني مجاهدينو رهبران مخالف دي ،ډيرو داسي فکر کاوه چي دا خوشي اوازي دي ، ځکه حبيب الله رفيع دغربي راډيو گانو سره په مرکو کښي څو ځله داوويل چي موږ دملي سرود لپاره دکمپوز دپيداکولو په کار مصروف يو .... هغه وويل ممکن دا شعر بهرنيو هيوادو ته وليږل شي چي هلته ورته وړ او عالي کمپوز جوړ شي . دا هم خلکو ته سوال وو چي ايا موږ په ټولو افغانانو کي داسي موسيقي پوه نلرو چي افغاني شعر ته کمپوز جوړ کړۍ ؟ په هر صورت دا سوالونه لا نه وو حل شوي چي په مطبوعاتو کي دا خبر خپور شو چي د ملي سرود ددغه شعر سره برهان الدين رباني مخالف دۍاو هغه وايي چي پدغه شعر کي دمقاومت ياد ندۍ شوۍ . دافغان ولس دغوڅ اکثريت سره داسوال پيدا شو دکوم مقاومت نوم ؟ او دچاپه مقابل کښ؟ که هدف شورويان وي نوټولو ته تر لمر روښانه ده چي دغو دمقاومت ملاتړ د باريس يلڅين ،پوتين او شوروې دپخوانيو رهبرانو سره پټ دهمکارۍ پروتوکولونه امضا کول ، دزياتو معلوماتو لپاره دي (( دباب وډوارد )) اثرته چي ښاغلي ډاکټر نثار احمد په پښتو ژباړلۍ (( بوش په جنگ کي)) ، افغان رسالي ،دعوت ،کيوان اوس دمردم په نامه خپريږي ، نوې هيلي او نورو په لسهاو په افغاني او بهرنيو ژبو خپرونو او کتابونو کي پدې هکله زيات څه ليکل شوي دي ، گران لوستونکي کولاي شي دغو اثارو ته په مراجعه کولو سره پوره معلومات تر لاسه کړي . او که دهغه هدف مقاومت دطالبانو په مقابل کي وي ؟ نو دا تر لمر روښانه ده او بيا هم په همدغو خپاره شوو اثاروکي دطالبانو پر ضد د امريکا د سي آي اي څخه نيولي دنورو اروپايي هيوادو او روسې په شمول داستخباراتي سازمانو او دمقاومت دپلويانود همکار ۍ په هکله ډير اسناد نشر شوي دي . که دامريکا دوسلوال پوځ برکت نه واي د جميعت او دپه اصطلاح دمقاومت شورا هيڅ وخت نشوه کولاي چي دطالبانو رژيم نسکور کړي دا بايد ووايم زه دطالبانو درژيم مخلاف يم او هغه زموږ دهيواد په تاريخ کښي يوه توره دوره بولم ولي دحقيقت څخه هم يوه لهظه ستر گي نشم پټولاي . ښه مي پياد دي چي دمقاومت رهبرانو به امريکايي وسلوالو ځواکونو ددبريالي عملياتو په وخت کي د ((ټانکيو امريکا )) ناري وهلي پر جگو تپو او ديوالو به يې ددغو عملياتو ننداره کول ،.او دهغو عمليات يي گام په گام تعقيبول ، دا بايد ومنو دا امريکا وه چي افغانان يې د طالبانو له وحشت نه خلاص کړه . هله مند يم لوستونکي يو ځل بيا دهغه وخت فلمو نو ته مراجعه وکړي .
 په همدې اساس دا هيچاته دقبول وړ نده چي په ولس دمقاومت په نامه کوم افتخارات ومني . ملي سرود دټول هيواد داوسيدونکو په هر قوم او هر مذهب چي دي او په هره ژبه چي خبري کوي پخوا په څه مصروف و په پخوانيو حاکميتو کښي وو او کنه ،جهاد يي کاوه يانه ، مهمه دا ده چي افغان دۍ اوانسانان يې په يوه او بل نامه ندي وژلي ، په يوه خبر دا بايد دټولو افغانانو دملي غرور او ملي احساس ،تاريخي افتخاراتواوسنۍ او راتلونکې ښکارندوي وي . دملي افتخاراتو او ملي سمبولو په مقابل کي ټول افغانان يو شان حق او مسوليت لري . دا دجميعت دتراني ځاي بايد ډير ژر هغه ملي ترانه ونيسي کوم چي په هيڅ ډلي ،گروپ يا حزب پوري تړاو ونلري .
 ښاغلي رفيع صاحب دروان کال دوري دمياشتي په څلرمه نيټه دپژواک دخبري اژانس سره په مرکه کښي دکرزي صاحب لخوا دملي سرود دردولو لامل داستاد رباني په څير دځينو افرادو گوت نيوني وبللې ، هغه وړاندي زياته کړه چي تيره اونۍ حامد کرزي دځينو شاعرانو او دټاکني دجرگه گۍ دځينو غړو سره غونډه وکړه . پدي غونډه کي کرزي ويلي دي چي دقومونو دمشرانو او جهادي رهبرانو سره يي خبري اتري کړي دغو کسانو دملي سرود په هکله څه ملاحظات درلودل او غوښتنه يې کړې چي داسي يو ملي سرود بايد جوړ شي چي ټولو ته دمنلو وړ وي . همدا ډول هغه ويلي دي چې استاد رباني وايي دمقاومت کلمه پدې ترانه کي نده ياده شوې . فکر کوم دا چي همدا اوس ښاغلۍ رهين دهغو دخوشحالۍ لپاره په پروان کي دمقاومت موزيم ددې غريب ملت په پيسو جوړوي کفايت کوي ،که څه هم خلک دښاغلي رهين صاحب نه داپوښتنه کولاي شي چي دا موزيم ولي په پروان کي جوړيږي ددي هيواد پلازمينه خو دکابل ښار دۍ ؟ او دا ديرش کاله جنگ بل ځاي روان وو؟او قربانۍ نورو ورکړې اوداسي نور... په هر صورت . ښاغلي رفيع وړاندي خپل نظر داسي څرگنده وي :کوم ملي سرود چي تر دې دمه خپريږي دهيڅ ډول کانکور څخه ندۍ تير سوۍ او نه ورکي د افغان او افغانستان نوم ياد سوۍ ،او وايي (( دا داستاد رباني دگوند ترانه ده )).
 اوس پدي هر څوک پوهيږي چي غوا توره او شيدې سپيني دي . که داسي شعر دملي سرود لپاره غوره کيږي چي د استاد رباني او هغه دپلويانو خوښه وي په هغه صورت کي ددانورو گوندونو او تنظيمونو نظرياتو ته به بيا څوک ځواب وايي ؟ . دا ډيره جالبه ده چي داستاد رباني ټول پلويان ددغه شعر سره مخا لفت کوي ؟ عبدالرب رسول سياف ، احمد شاه احمدزۍ ، عبدالحفيظ منصور او يو شمير نور کسان بر بنډ ددغه شعر سره مخالفت کړۍ هغوي وايي موږ ته دا شعر او هغه دجميعت ترانه يوشان دي او هغه ترانه يو اسلامي سرود بولي .
 ډير سياسي څيړونکي پدي باور دي چي :
 لمړۍ : دا په اصطلاح جهادي رهبران غواړي په هر شکل چي امکان ولري خپله دغه تنظيمي ترانه په افغان ولس دملي سرود په نامه ومني .
 دوهم : ممکن دوي غواړي وخت ترلاسه کړي ،او دملي سرود مسله د راتلونکي پارلمان تر غونډو پوري وځنډوي . ځکه دا کسان او ددوي ډلي په خپل ټول ځواک او طاقت همدا اوس په زيات مهارت او ځيرکۍ سره تلاښ کوي چي په پارلمان کي اکثريت تر لاسه کړي او په هغه صورت کي به چي يې څه پلان و هغه پلي کړي . او ملي شورا به دافغان ولس دملي ارادي او غوښتنو په مقابل کي دمقاومت په شورا بدله کړي .
 په همدې اساس دافغانستان ټول خلک دښاغلي کرزي نه په کلکه غوښتنه کوي چي هر څه نه بايدددغو ډلو ټپلودرهبرانو دخوښي پر بنياد تر سره شي . دوي څو کسان دي ولي د افغان ولس شميربيا مليونو ته رسيږي . افغانان وايي چي کرزۍ صاحب نه بايد دومره خوش باوره شي او فکر وکړ ي چي ځيني دقدرت تږي به هغه پر ارامه پريږدي .
 ددي لپاره چي دملي سرود مسله ديو شمير کسانو دپلان له مخي تر ولسي جرگي ونه رسيږي ښه به دا وي چي دا ستونځه ډير ژر دمقاومت دلومو څخه خلاصه او همدا اوس حل شي . افغانان علاقه نلري چي دچارواکو دبي پروايي او بي ځايه حوصلو پر اساس راتلونکۍ پارلمان دحکومت پر خلاف په سنگر بدل شي . هغه کسان چي همدا اوس تلاښ کوي اوخپل ټول اميدونه په راتلونکي پارلمان پوري تړي هغو ي دا پلان لري چي پارلمان دخپلو تنظيمي او گروپي گټو په نفع وڅرخوي اوهم يې دخپلو ناکامو او زړو ارزو گانو دبيان په تريبون بدل کړي .
 په ډير تاصف بايد ووايم ، دا خبره هم د افغانانو غوږو ته رسيدلې ده چي تاسو ښاغلي کرزي صاحب و استاد رباني او رسول سياف ته په ملي شورا کي دلوړو چوکيو دتر لاسه کولو په اړونددهر ډول مرستي او ملاتړ وعده ورکړي ده، ځکه افغانان او په ځانگړې توگه روڼ اندي په ډير په تشويش کښي دي که دا کسان په ملي شورا کي يو ځل بيا واک تر لاسه کړي ددي وطن حالت به څه وي ؟. همدا دوي به په يوه او بله بهانه او نوم په ټولنه کي ددموکراسي او مدني ټولني دجوړېدو مخه ونيسي ، کله يوه او کله بله داسي فتوا گاني صادروي چي زياتي يې داساسي قانون پر خلاف او ټول نړيوال منل شوي نورمونه يې تر پښو لاندي کړي وي ، دوي به پارلمان پرې نږدي چي په هيواد کي داسي قوانين جوړ او نافذکړي کوم چي په ټولنه کښي به دافغان ولس دښيرازۍ او هوساژوند دامکاناتو دبرابرولو لپاره لاره خلاصه کړي ،او ټولو روڼ اندو اودموکراسي پلوه وطنپالو ته به ددموکراسۍ په فضا کښي دپراخ وطني کار او فعاليت امکانات برابر شي .
 که داځل حکومت اوپه ځانگړي توگه تاسو ښاغلۍ کرزۍ صاحب دروڼ اندو او افغان ولس د مخالفت سره مخامخ شوۍ پايله به يې دبهرنيو هيوادو مايوسي او پښي کښل وي . چي په هغه صورت کي به يو ځل بيا دا اولس دواک دترلاسه کولو دلعنتي جگړي په اور کي وسوځول شي .او پدي بايد هر څوک پوه وي چي که خداي مکړه داسي غميزه شروع شول پايله به يې د افغانستان لپاره سترملي ناورين او دهغوناروا ارمانو پوره کول وي کوم چي دشمالي ، جنوبي او غربي افغانستان خوبونه ويني .
 ښاغلي کرزي ته افغان ولس ددي لپاره رايه ورکړې ده چي دوي به په افغانستان کي امن او سوله راولي . هغه پخپله لمړنۍ وينا کې خلکو ته دا وعدې ورکړې چي : هغه به په ملک کښي سوله او امنيت راولي ، دجنگ سالار دقدرت کمبله به ټوله کړي ، دولتي اداري به له فساد څخه وساتي ، دچور چپاول مخه به ونيسۍ، دبيوزلو او کمزورو ملکيتونه به له غاسبانو څخه واخلي او داسي نوري ملي دندي به سرته و رسوي،هيله ده چي افغان ولس ته ورکړه شوي وعدي يې هيري شوي نه وي . متاسفانه چي که اوس هر څوک مطبوعات اوري او يا د افغانانو نه تپوس کوي هغوي له ولسمشر نه ځکه زيات خفه دي چي هغه دورکړه شوو وعدو څخه هيڅ يوه هم تر سره نکړه .که څه هم ولس په کراتو له ښاغلي کرزي نه غوښتنه کړې ده چي په مرکز او ولاياتو کښي په دولتي جگپوړومقامونو کي دجگنسالارو اوقوماندان سالارو لاسونه لنډ کړۍ او پر ځاي يې داسي مسلکي کسان وټاکۍچي لاسونه يې دملت په وينو ککړ نه وي ،په هيواد کي دسولي او دموکراسۍ سره علاقه ولري ، تر څو دمحلي حاکمانو دقدرت په عوض چي هدف يې په محل کي دخپل قدرت ساتنه او دبيگناه ولس زورونه ده مرکزي حکومت غښتلۍ شي . متاسفانه دا کار ونشو او تر اوسه په دولتي لوړو چوکيوکي دتنظيمي او شخصي اړيکو پر اساس غير مسلکي کسان چي زيات شمير يې دبشر دحقوقو څخه دتيري په تور تورن دي ټاکل کيږي . د خلکو سره بله ويره هم شته چي ښاغلۍ کرزۍ به دا ځل بيا ددو لويو جرگو پشان ملي شورا ته داسي کسان انتصابي راولي چي ولس ور ځيني کرکه لري . او پارلمان ته دهغو له راتگ سره مرسته کوي کوم چې ددوي ناوړه اوظالمانه کړنو افغانان مجبورکړه چې د طالبانو ظلمونو ته غاړه کښېږدي . همدا اوس په هيواد کي د امنيت نشتوالۍ دافغان ولس دخوابدۍ او په ټول هيواد کي دټوپکسالارۍ د نه ختمولو پايله ده . څنگه کيداي شي دهغو خلکو څخه دملاتړ غوښتنه وشي کوم چي په دولت کي دشريکو له خوا شپه او ورځ زورول کيږي ؟.
 دا هر چاته تر لمر روښانه او څرگنده ده چي ټوپکسالار ،محلي قوماندانان او ځيني بنسټپاله عناصر به خپل دوسلي او پيسو په زور چي ډيري زياتي لري وکړاي شي پارلمان ته راشي او دهغوکسانو مخه ونيسي کوم چي په ملک کښي دترقۍ ،دموکراسۍ ،دښځې او ماشوم دحقوقو نه ددفاع ،ټولنيز عدالت او په پراخ مفهوم ديوې افغاني بسيا او ښيرازي ټولني دجوړېدوسره علاقه لري . همدا اوس دهيواد په مختلفو سيمو کي دولس دنماينده گانو تهديد او يا هغوي مجبورول چي دځان دکانديدولو څخه تير شي چي په غټ گمان دالړۍبه هغه وخت نوره هم غښتلې او بربنډه شي کله چي دانتخاباتو وخت ښه رانږدي شي . اوس چي هر څوک هر څه کوې ساده طالبان بيله دينه چي متوجه شي خبر ه څه ده عاجل ددي لپاره چي په ټول هيواد کي ځانونه بر لاسي وښيي دهري ناوړي او ناخوالي پيښي مسؤليت دپاکستان دستخباراتو او مذهبي افراتي کړيو په ايشاره پر خپله غاړه اخلي . په طبعي ډول پدغه راز شرايطو کي هر ډول دښمنۍ تر سره کيداي شي چې دمسؤليت پر غاړه اخيستونکۍ دطالبانو وياند عبدالطيف حکيمي ورته تيار ناست وي .
 دا د ولسمشر ملي او عاجله دنده بريښي چي دافغان ولس غوښتني پخپله واورۍ اود هغو دتر سره کولو لپاره عملي کار وکړي ،تر څو پرولسمشر او دهغه پرحکومت د افغان ولس اعتمادپيداشي او دغه ناوړه حالت ته دپاي ټکۍ کښيښودل شي . ترهغه وخته چي محلي قوماندان او جنگسالار بي وسلي نشي ، دافغان ولس سره دمور او ميرې سلوک پاي ته ونه رسيږي نه به اميتي وضعه جوړه شي او نه به دملي سرود په گډون دولت هغه کارونه سرته ورسوي کوم چي ملت يې غوښتونکۍ دۍ . دا چي راتلونکې ملي شورا به ددې ملت په گټه وي والله عا لم .
 ولسمشر کرزۍ د افغانانو پدې غوښتنه بايد ښه پوه وي چې دملي سرود سرنويشت بايد ډير ژر وټاکل شي . دبينوا ويب پاڼي دخپور شوي خبر له مخي دروان کال داگست دمياشتي پردوهمه نيټه دکندهار په ښار کي دملي سرود دځنډېدو پر خلاف دکندهار دکلتوري ټولنو ،ليکوالو،شاعرانو اود نظرخاوندانو په گډون غونډه جوړه شوې وه ، د غونډي بر خوالو پر دغه بحث وکړ او خپل تش ويش يې څرگند کړ چي ولي هغه کوم شعر چي دملي سرود دپاره انتخاب شوۍ وو لغوه کړاي شو ؟ او همدارنگه دوي غوښتنه وکړه چي دملي سرود دجوړېدو داوسني ځنډ لاملونه بايد په گوته شي . داطلاعاتو او کلتور وزارت او دملي سرود دتصويب کميټه بايد په دې هکله ملت ته ځواب ووايي . او همدا شان په بهرني او کورنيو مطبوعاتو کي دافغانانو دتشويش انعکاسات ددې ښکارندوي دي چي افغانان غواړي ملي سرود د مقاومت دلومو نه خلاص شي . ولي متاسفانه ولسمشر دا دملت اواز نه اوري . هغه دخلکو خبره ولسمشر کرزۍ ددي لپاره چي دولس لپاره سياست وکړي له ولس سره سياست کوي .
 دخلکو دا نظر پر ځاي او دتاريخ کرښه بولم چي وايي : دولت بايد پري نږدي چي اوبه دومره خړي شي چي په مرکزاوولاياتو کښې د هر ډول بينظميو،ناخوالو او بي عدالتيود سرته رسوونکو پر کړنو سترگي پټي شي .
 پدې ارزو چي ولسمشر او جگپوړي چارواکي دخوار او زوريدلي ملت ، دهغه ملت چي ولسمشر ورته دټولټاکنو په وخت کيدقدرت او صلاحيت خاوند ځواک خطاب کاوه او ځان يې دهغوي نوکر باله فرياد ، اواز ، غوښتني او وړانديزونه تل واوري ،خير که دا ولس چي دټول ټاکنو په وخت دبادار خطاب ورته کيده اوس زوريږي او بي وسه دۍ

 حبيب اله غمخور

مالمو - سويډن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery