مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف اوعرفان ،۳۱ ،برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
، تصوف اوعرفان  ،۳۱ ،برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
ګرانواومحترمووروڼو له څه فترت اوتعطیل څخه وروسته چي دځینواعذاروپه سبب منځ ته راغی دتصوف اوعرفان په بله برخه پیل درته کوم ،لکه څرنګه چي په تېروبرخوکښي ما دځینوحقاني علماؤ نظرونه دتصوف په باره کښي  درته بیان کړل په دې برخه کښي هم همدغه سلسله جریانلري ـ
دشیخ  الأسلام احمدبن تیمیة رحمه الله  تعالي نظردصوفیه وو په باره کښي ،
ابن تیمیة رحمه الله تعالي دمجموع الفتاوی په لسم جلدکښي فرمایلي دي چي صوفیهء کرام دشریعت واقعي پابندخلګ دي او په قرآن کریم اوپه سنت دنبي عليه السلام تمسک کونکي  دي،په دې اړه دمجموع الفتاوی دمذکورجلدعبارت په دې ډول دي ـ
 (فأما المستقيمون من السالكين كجمهور مشايخ السلف مثل الفضيل بن عياض، وإبراهيم بن أدهم، وأبي سليمان الداراني، ومعروف الكرخي، والسري السقطي، والجنيد بن محمد، وغيرهم من المتقدمين، ومثل الشيخ عبد القادرالجيلاني والشيخ حماد والشيخ أبي البيان، وغيرهم من المتأخرين، فهم لا يسوغون للسالك ولو طار في الهواء أو مشى على الماء أن يخرج عن الأمر والنهي الشرعيين، بل عليه أن يعمل المأمور ويدع المحظور إلى أن يموت. وهذا هوالحق الذي دل عليه الكتاب والسنة وإجماع السلف، وهذا كثير في كلامهم).                                                                           
يعني  له سالکینواوله صوفیه وو څخه کوم چي حقاني صوفيه دي نوهغه پرشریعت باندي مستقیم خلګ دي اوهغه جمهوراواکثردمشائخودسلف صالحین دي ،لکه حضرت فضیل بن عیاض اوابراهیم بن ادهم اوابي سلیمان دراني اومعروف کرخي اوسري سقطي  اوجنیدبن محمدبغدادي اوداسي نورله متقدمینودصوفیه وو څخه ،اولکه شیخ عبدالقادرجیلاني اولکه شیخ حماداولکه شیخ ابوالبیان اوداسي نورله متاخرینوڅخه دصوفیه ؤ نودغه حقاني صوفيه چي دي په هیڅ حالت کښي وسالک اووصوفي اومریدته داجائزنه ګڼي چي له شرعي مقرراتوڅخه مخالفت وکړي بلکي که څه هم دونه اوچت مقام پیداکړي چي دکرامت په توګه په هواکښي الوځي اویاددریاب پرسرباندي په پښو رفتارکولاۍ سي،په حتمي ډول دوۍ دالله جل جلاله دنهي اودامر تابعداري کوي اوترڅوپوري چي مړه کیږي دوۍ په شرعي  مأموراتو عمل کوي اوله شرعي محظوراتو اوممنوعاتوڅخه  اجتناب کوي اوداهغه حقه لارده چي دالله پاک په کتاب اودنبي علیه السلام په سنت اوپه اجماع دسلفوسره ثابته ده ـ
محترمووروڼو ابن تیمیة هغه شخص دۍ چي په موجوده زمانه کښي ئې له تصوف څخه منکرخلګ دځان امام ګڼي  دافسوس خبره داده چي په دغه ځاۍ کښي بیادده امامت نه مني ،، دیادوني وړده چي منکرینودتصوف په ډېرواسلامي کتابوکښي لاس وهنه  اوتحریف کړیدئ چي یوله هغوڅخه دابن تیمیه دفتاوی لسم جزءدۍ چي له دغه جزء څخه ئې دتصوف برخه پرمخ غورځولې ده ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery