مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (۲۱ برخه )

محمد شفیق حقپال

دارم ښار

دنړۍ نومیالیو ورځپاڼو په کال ۱۹۹۰ کې اعلان وکړ چې دعربو ورک شوی ښار وموندل شو. مهم ټکی دادی چې دغه ښار په قرآن کې یاد شوی دی. ډیر خلک په دې باور وو چې داسې ښار یواځې یو نکل دی اوهېڅکله به هم ونه موندل شی ددې ښارپه موندلو سره خلکو هم ونشوکړای چې دخپلې حیرانی مخنیوی وکړی.

نيکولاى کلپ دمستندوفلمونو یو جوړونکی او یو وتلی لرغون پېژندونکی همدغه ښار چې په قرآن کې یادشوی وموند. دعربو دتاریخ دڅېړنو په بهیر کې ده یو په زړه پورې کتاب وموند، دغه کتاب دانګلیسی توماس برتمن له خوا په کال ۱۹۳۲ زېږدیز کې د Arabia Flix تر سرلیک لاندې لیکل شوی ؤ. Arabia Flix عرب فلیکس دعربو دټاپوسویل ته رومی مقرری وه چې نن دیمن اودعمان یوه برخه ده . یونانیانو دغه ځای عرب یودیمون اوعربی پوهانو په منځنیو پېړیو کې هغه دالیمن السعید په نامه یاداوه ، چې دواړه دغه کلمې دیمن خوښ مانا ورکوی ځکه چې ددې سیمو خلک دهند اوعربستان ترمنځ دګرانبیو مصالو په سوداګری  بوخت ول. دغو خلکو کندر چې یو ډول عطر دی له ونو نه لاسته راوړل اوبیا به یی خرڅول.

توماس ددغو سیمو دمیشتو قبیلوپه هکله ډیر په تفصیل سره لیکلی ، دی وایی چې دپخوانیو ښارونو  لرغونی آثار یی موندلی . دغه ښار دصحرامیشتو عربو له خوا د اوبر په نامه یادېده. په یوه سفر کې دغو صحرامیشتو هغه لاره چې دعربو یوه وران پخوانی ښارته تله وروښووله . توماس مخکې له دې چې داوبر په هکله خپلې څېړنې بشپړې کړی مړ شو.

نيکولاس کلپ ډاډه ؤ چې یاد شوی ښار د توماس په کتاب کې حقیقت لری ، اوډیر ژر یی دتوماس مطالعې تعقیب کړې . ده داوبر دښار دثبوت لپاره له دوو طریقو نه کارواخست ،لومړی یی دصحرامیشتو خلکو نښې ناسا یا دامریکې دهوایی څېړنو ادارې ته ورکړې څوچې دمصنوعی سپوږمکۍ له لارې یی ځای ومومی اوپه ډیر ټینګار سره یی مسولین دې ته وهڅول چې له سیمی نه عکسونه واخلی. برسېره پردې پخوانۍ قلمی لیکنې اونخشې چې دامریکې دکالیفورنیا دهوتنګتون په کتابون کې وې مطالعه کړې. اوډیر ژر یی یوه نخشه وموندله چې دده دمطالعې لاندې ځای هم په کې وموندل شو. دغه نخشه یونانی مصری جغرافیه پوه  پتولمی په دوه سووم زیږدیزکال کې جوړه کړې وه چې په همدې تګلورې کې یی دیوه زاړه ښار موقیعت څرګنداوه.

دده څېړنو د هغوعکسونو له لارې چې له مصنوعی سپوږمکۍ نه اخستل شوی وو مرسته ترلاسه کړه . په دې عکسونوکې دکاروانونو تګلوری چې په سترګو دپېژندلو نه دی دکلپ پام ځان ته راوګرځاوه . داتګلوری له پاسه په آسانۍ سره لیدل کیدای شی کله چې دغه عکسونه ددوهمې میلادی پېړۍ له نخشې سره پرتله شوې کلپ وموندله چې دغه تګلوری په یوه سترځای کې یوله بل سره نښلی چې پخوا یو ښار ؤ.

په پای کې دتوماس، کلپ اوناسا دمطالعې له برکته دغه لرغونی ښار چې عربانو یی په هکله ډېرې کیسې درلودې وموندل شو. وروسته له لږې مودې کیندنې پیل شوی اودلرغونی ښار پاتې شونې وموندل شوې. اودغه ورک شوی ښار دشګو داتلانتیس په نامه ونومول شو.

له څېړنوخلک په دې  پوه شول  چې داهمغه دعاد د ښار پاتې شونې دی . پوهانو د ارم هغه ستنې چې په قرآن کې یادې شوې وې وموندلې ، چې دلوړو برجونو په څیر د عاد په ځمکه کې لیدل کېږی. داکتر جورينس زريتس دڅېړنو دپلاوی یوه غړی وویل: نظر پردې چې دغه برجونه د ابر دښار نښې دی اوهم ارم دبرجونو یا ستنو درلودونکی په قرآن کې یادشوی نو دا ټکی پردې دلالت کوی چې ابر همغه د ارم ښاردی چې په عمان کې دی.

آیا ودې نه لیدل چې ستا رب له عاد سره څه وکړل چې په ارم کې د ستنو درلودونکی وو هغه چې دهغه په شان مو په نورو ښارونوکې نه وو پیدا کړی (الفجر ۶-۸).
لیدل کېږی چې له قرآن نه لاسته راغلی معلومات چې څوارلس پېړۍ مخکې ویل شوی کټ مټ دتاریخی معلوماتو غوندی دی.

 دسدوم او گموره ښارونه

حضرت لوط(ع) له  ابراهيم(ع) سره په یوه وخت کې ژوند کاوه.  هغه دخپل قام دلارښوونې لپاره د ابراهيم(ع) په ګاونډ کې ولېږل شو. دقرآن دشرحې پربنسټ دهغه قام فاحش اولوطی عادتونه ول، کله چې لوط(ع) د الله (ج) لارښوونه هغوی ته واوروله څو له دې سترې ګناه نه واوړی هغوی له دې نه  انکار وکړ چې ګواکې لوط (ع) پیغمبر دی اوخپل دغه ناوړه عمل ته یی دوام ورکړ . په پای کې دغه قام له کلک عذاب سره مخامخ شو اوله مېنځه ولاړ.

اولوط خپل قام ته وویل چې آیا ناوړه عمل چې هېچا مخکې له تاسو نه ؤ کړی کوی یی . دښځو پرځای له نارینه ووسره جنسی اړیکه کوی اوتاسو فاسد قام یاست.   (الاعراف ۸۰-۸۱).
 اوپه هغوی مو باران واوراوه نو ووینه چې دګناه کوونکو پای څه دی  (الاعراف ۸۴).
اوداسې نښې مو له هغوی نه پرېښودې چې دعاقلانو لپاره عبرت وی  (العنکبوت (۳۵).

هغه ښار چې په هغه کې لوط(ع) ژوند کاوه اوبیا وروسته وران شو په پخوانۍ زمانه کې دسدوم په نامه یادېده . داسې په نظر راځی  دغه قام چې د سره سمندرګې په شمال کې یی ژوند کاوه اوهغه ډول چې قرآن وایی له مېنځه تللی . دلرغون پېژندنو کیندنو ښوولی چې دغه ښار دبحرمیت سره نږدې داسراییلو اواردن په مېنځ کې واقع دی. پوهان وایی چې په دغه ځای کې دسلفرو سترې زېرمې شته . بنا پردې په دغه ځای کې نه د انسان اونه هم د نورو ژوو ژوند ممکن دی . سلفر داسې عنصردی چې داورغوځونونکو له لارې مېنځته راځی . قرآن دا روښانوی چې ددې ښار ورانېدل دزلزلې او اور غورځونکو له اغېزی دی. آلمانی لرغون پېژندونکې ورنرکلر ددې ځای په هکله وایی:

"له قاعدې سره یوځای دغه ستر درز دصدم او ګمورې له درې سره یوه ورځ په دوزخ بدل شول. ددغو ښارونوله مېنځه تلل دیوې زلزلې له امله رامېنځته شوی  چې له بریښنا اوچاودونو سره یوځای وه  اویو ستر اوریی هم له ځانه سره درلود.  دغه مسأله داورغورځونې لامل شوی چې دهمدې درې په اوږدو کې  یی وجود درلود. اوس هم داورغورځونې له کبله سوری اودمذابو اوچونې ډبرو نښې داردن په پورتنیو لمنو کې له شن سره نږدې لیدل کېږی.

داوبلنوډبرودغه پوړ اوتورې ډبری دذلزلې اواورغورځونې ښکاره نښې دی په هرصورت دلوط سیند چې دبحرمیت په نامه یادېږی نیغ په نیغه د ذلزلې  مېنځ اوملاکې  قرارلری.
دبحر میت قاعده په یو لاندې ځای کې پرته ده . دغه دښته دطبری سیند دشما ل  اودعرابه د دښتې دجنوب په مېنځ کې ځای لری .

ددې فاجعې تخنیکی اړخ چې دلوط قام یی له مېنځه یووړ دجیولیوجیستانو له خوا وڅېړل شو. هغوی وښوده چې زلزله په یوه اوږده کرښه کې پېښه شوې. داردن سیند په خپل ۱۹۰ کیلومتری تګلوری کې ۱۸۰ متره لاندې ځی. داردن دسیند دغه ځوړی اود سمندر له سطحې نه لاندې د بحرمیت ټیټ واقع کیدل دیوې سترې  جیولوژیکی پېښې څرګندویی کوی.

د اردن د سیند تګلوری یواځې  دماتېدلو یوه برخه ده چې په سیمه کې واقع ده دغه ماتېدل دتوروس له غرونو پېل اود سوېل لوری ته د بحرمیت له ساحلونو نه تېرېږی دعرب د دښتې لورته ترعقبې خلیجه پورې په هغه ځای کې چې سورسمندرګی دافریقا په پای کې پرې کوی ادامه لری. داورغورځونې ځواکمن فعالیت دهمدې کرښې په دوام کې شتون لری . په واقیعت کې داورغورځونې تورې ډبرې داسراییلو دګالېلې په غره کې، داردن په لوړوسطحوکې، دعقبې په خلیج اونورځایونو کې لیدل کېږی. تولې دغه نښې جوتوی چې په بحر میت کې یوه ستره فاجعه رامېنځته شوې.

دملی جغرافیې مجله د۱۹۵۷ کال ددسمبر دمېاشتې په ګڼه کې داسې لیکی:
"دسدوم لامزروع غوڼډۍ لکه دیوې څوکې په څېر دبحرمیت په سره لوړه شوې . هېچا دسدوم اوګمورې دښار آثار نه دی موندلی. پوهان په دې عقېدې دې چې دا دصدم په دره کې ددې سوریو په مقابل کې ول ، اوممکنه ده چې یوې زلزلې اوسېلاو له ځانه سره وړې وی.".

په قران کې موجود معلومات داڅرګندوی  چې دغه ښارونه اوس هم د مهم تګلوری په سرکې شته . جیولوجیستانو هغه لاره چې دبحرمیت له سویل ختیزنه پیل اودعربو ترټاپووزمی پوری ترسوریې اومصر پوری دوام لری دهغه دپاره  ټاکلی دی.  
اوددوی ښارمو لاندې باندې کړی او له کلکې اوسریښناکې  خټې نه موپردوی ډبری واورولی .اوپه دې کې دبصیرت دخاوندانو لپاره دعبرت  نښې دی. اودا دلاری په اوږدو کې شته (الحجر ۷6-۷4).

دسباخلک وادعرم سېلاو
پېړۍ پېړۍ وړاندې دسبا ټولنې دعربستان ستر مدنیت جوړاوه. تاریخې سرچینې وایی چې سبا دفنیقیانو غوندې فرهنګ درلود. ډیر په سوداګریزو کړنو بوخت ول . دسبا خلک فرهنګی اومدرن خلک ول . دسبا دخلکو په کتیبوکې دبیاروغاونې ، وقف اوجوړښت کلمې ډیرې کارول شوې . دمعرب بند چې ددوی یو تاریخی اثر دی ددوی دټکنالوژی ښه بېلګه ګڼل کېږی.

دسبا دولت په خپله سیمه کې ځواکمن لښکر درلود . دسبا دپوځی ځواک په هکله په قرآن کې هم یادونه شوې . دسبا دیوه قوماندان پر ځان باور دسبا ملکې ته په ځواب کې موندلی شو:
وی ویل چې موږ دبشپړ ځواک اوځواکمنو جګړه مارونارینه ووڅخه برخمن یو. نو هوډ ستاسو پرغاړه دی چې په څه شی امرکوی (النمل ۳۳).

دروم په پرمختللی تکنالوژۍ  او دمعرب دبند په جوړېدوسره په سباکې  ډېرې ځمکې کرل کیدې اوخړوبېدې. دښوځمکو اودسوداګری لارو دوی ته ښه ژوند ورپه برخه کړی وو. خو دوی پرځای ددی چې له خدای څخه شاکره اومنندوی واوسی ناشکره اوسرکښه ول ، اوڅه ډول چې قرآن ورته اشاره کوی دوی ته دعرم د بند په نړیدو اودسیلاوپه راتلو  سره سزا ورکړل شوه. 

دسبا دباچاهی پلازمینه معرب وه چې دخپل جفرافیای موقیعت په درلودو سره ډیر بډای شوی ؤ.  دغه ښار داضحانه سیند ته نږدې ؤ، هغه ځای چې دجبل بلق سیند ته رسېده دبند دجوړیدو لپاره ښه ځای ګڼل کیده . دسبا خلکو دلته یو بند جوړکړ اوخپل مدنیت ته یی پراختیا ورکړه. په پایله کې یی اقتصاد ډیر ښه شو. معرب دخپل وخت یو پرمختللی ښار ؤ. یونانی لیکوال پلیسی دغه ځای له نږدې لیدلی اودهغه ځای برم اوشین والی یی ستایلی دی

ددغه بند جګوالی شپاړس متره اوسوریی شپېته متره او اوږدوالی یی شپږسوه شل متره ؤ. ددغه بند له لاری نه زره شپږسوه هکتاره ځمکه خړوبېدله . دسبا په کتېبوکې دغه ځای ددوو جلګو اومعرب په نامه یادشوی . دغه بند بڼونه اودانګوروتاکونه خړوبول . ددغه بند له برکته دغه سیمه ډیره شنه ، حاصل ورکونکې اودیمن ډیره وتلی سیمه شمېرل کیده. دوو فرانسویانو هریوه هولوى او آسترين  ددتاریخی اسنادو پربنسټ ثابته کړه چې دغه بند له پخوازمانې نه دلته شتون درلود. دغه بند په کال ۵۴۲ میلادی کې مات اودعرم سېلاو زیاتې ورانۍ رامینځته کړې دانګوروتاکونه ، دمیوو بڼونه اوکښتونه چې  سلګونه کاله دسبا دخلکو له خواګټه ترې اخستل کیده ټول له مېنځه لاړل . خلک  بېوزلی شول اوپه پای کې دسبا حکومت له مېنځه ولاړ. دغو تاریخی واقعیتونو ته په پام سره کله چې عظیم الشأن قران ته وګورو دابه ومومو چودواړه یوله بل سره مطابقت لری.

اودسبا دخلکولپاره په خپل وطن کې نښې وې په کېن اوښې خوابڼونوکې. وخوری دخپل رب له روزی نه اوله هغه منندوی واوسی ددې لپاره چې ستاسو ټاټوبی نعمت لرونکی اونیک ښاردی اوستاسو رب بښونکی دی. سره له دې هم تاسو مخ وګرځاوه بیا موږ له بندنه سېلاو راولېږه اوددوی بڼونه موپه دوو دترخو میوو لرونکی، ګزاولږشمېر سدرباندې بدل کړل دغه ددوی دناشکری سزاوه اوپرته له ناشکرانه چاته سزانه ورکوو. (سبا ۱۵-۱۷).

په قرآن کې دسبا دخلکوسزا د "سيل العرم" په نامه یاده شوې . دغه کلمې دسېلاو ډول روښانوی. عرم دبند یا خنډ په ماناده. دالعرم سېلاو یعنی هغه سېلاو چې دبند دماتیدو له کبله مېنځ ته راځی . اسلامی پوهان ددغه سیلاو ځای اووخت هم ښکاره کړی علامه مودودی فرمایی:
"د العرم په سېلاوکې، دعرم کلمه دبند په مانا ده څه ډول چې دعربستان دسویلی برخې په خبرو کې کارول کېږی . هغه کېندنې چې په یمن کې سرته رسېدلی دورانیو پاتې شونې په وار وارسره په همدې مانا موندل شوی . لکه هغه لیک چې دیمن باچا دمعرب ددیوالونو جوړونکی ابرهه ته په ۵۴۳ او ۵۴۲ میلادی کې ورکړی ، همدغه دعرم کلمه دبند په مانا کارول شوې . له همدې کبله دالعرم سېلاو یعنې هغه سېلاو چې دبند دماتېدو له امله مېنځته راغلی . سېلاو ټوله سیمه ونیوه هغه کانالونه چې دسباخلکو کیندلی وو اوهغه دیوال چې دبند لپاره ددو غرونو په مېنځ کې جوړشوی ؤ، وران شواوداوبو لګلولو سیستم یی له مېنځه ولاړ. په پایله کې هغه هیواد چې له بڼونو ډک ؤ په داسې یوه شاړه بدل شوی چې یو لږ شمېر ترخې اوتروې اود سدرونې په کې وې.

ورنر کلکر عیسوی لرغون پېژندونکی اود (( سپېڅلی کتاب حق ؤ)) لیکوال دامنلې چې دعرم سېلاو هغه ډول چې قرآن یادکړی پېښ شوی دی . دداډول یو بند شتون او دهغه ماتېدل اودټول هیواد اوبڼونو ورانېدل چې په قرآن کې یادشوی ټول حقیقت لری.
دعرم له سېلاووروسته دسبا خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی، دهغوی ځمکې ورانې شوې  هغو خلکو چې له الله (ج)   یی مخ ګرځولی وو پرده یی ایمان رانه وړ اوناشکری یی وکړه  نوهمداسې سزا ورکړل شوه.

 دحجرخلک
دثمود خلک داسې یوه قبیله ده چې په قرآن کې یاده شوې اوددوی په هکله ډیر لږ معلومات شته . تاریخی سرچېنې ښیی چی کلونه مخکې دثمود په نامه خلکو شتون درلود . داسې ویل کېږی چې دحجر خلک هغه ډول چې په قرآن کې یادشوی ثمود دی ځکه چې دثمود بل نوم اصحاب الحجر دی. شاید  ثمود د قبیلی نوم اوحجر دهغه ځای نوم دی چې دوی په کې اوسېدل. په حقیقت کې داسمه ده چې یونانی جغرافیه پوه پلنی هم لیکلی چې دثمود خلکو ددوموثې اوحګرې په ښارونوکې  چې اوسنې حجر دی ژوندکاوه.

پخوانی سند چې په هغه کې دثمود نوم شته دبابلیانو په حکومت پورې اړه لری . دغه سند په اتمه مخکې له میلاده پېړۍ کې پریوقوم باندې د بابلیانو ددوم سارګون باچا د بری په اړه دی . سارګون په یوه جګړه کې هغوی ته دعربستان په شمال کې ماته ورکړه. ددغه قوم ټولې نښې نښانې دپیغمبر حضرت محمد (ص)  له زېږېدومخکې له مېنځه تللی. دیونان په پخوانیو یادښتونو کې دهغوی نوم دثمودپه نامه راغلی.

اودحجرخلکو پیغمبران دروغجن وګڼل . اوهغه نښې مو چې هغوی ته لېږلی وې له هغوټولونه یی مخ وګرځاوه. هغوی په غرونو کې باامنه کورونه جوړول (الحجر ۸۰-۸۲).

داردن دروم په دره کې اوس هم ددوی دکورنواوظریفو توګل شووډبرو نښې اوځایونه شته چې دپترا په نامه یادېږی . قرآن هم دکورونو په جوړولو اودډبروپه توګلوکې ددغوخلکو استعدادته اشاره کوی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery