دخپریدو نیټه : 2005-08-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ولسواك چاپيريال يوه لويه لاسته راوړنه
وحيد سپين غر _كابل
د۱۳۸۴كال دمرغومي دوه ويشتمه نيټه
ددوه نيمولسيزوجګړو،خواريواودربدريونه وروسته ايله دري ،څلوركاله كيږي چي زموږ په جګړه ځپلي هيوادكي ديوي سوكالي اوازادي ټولني دجوړيدولپاره هڅي پيل شوي ،ددي هڅوپه ترڅ كي دادي اوس دټولنيزژوندانه په بيلابيلوبرخوكي رغنده اودپام وړبدلونونه ترسترګوكيږي ،په سياسي ډګركي دابدلونونه ترنوروبرخوډيرڅرګند اوپياوړي ښكاري،دساري په توګه په هيوادكي دزياتوسياسي ګوندونودفعاليت اجازه هغه روښانه مثال دي چي زموږ دهيوادپه تاريخ كي يي ساري نه ليدل كيږي ،همدااوس په هيوادكي څه دپاسه اوياګوندونوته دكاراوسياسي فعاليت اجازه وركړه شوي ده
دغه رازدمطبوعاتواوبيان ازادي يوه بله هغه برياده چي تري يادونه كولي شو
په مطبوعاتوباندي ددولت له لوري هيڅ ډول مخكني سانسورنه ليدل كيږي ،همدااوس په هيوادكي دازادومطبوعاتولمن دومره پراخه شوي چي دسيمي په هيوادونوكي يي مثال نه ليدل كيږي
دولسمشري په ټولټاكنواواوسنيوپارلماني ټاكنوكي دسياسي ګوندونودزياتو غړيوكانديديدل هغه مثبت اودپاملرني وړبدلونونه دي چي داوسني دولت ددموكراتيكوهڅواواهدافوڅخه ګڼل كيږي
همدااوس په پارلماني ټاكنوكي نه يوازي داچي زيات شميرازادوكانديدانوځانونه كانديد كړي بلكه ،دبيلابيلوسياسي ګوندونواستازيوهم پارلمان اوولايتي شوراګانوته ځانونه كانديد كړي دي
په لومړي سر كي داسي ګونګوسي وي اوداسي ويل كيده چي په لنډمهاله ،اوانتقالي اداره اواوسني ټاكل شوي حكومت كي دتنظيونوموجوديت شايد ددي لامل شي چي دموكراتواوازادخيالوګوندونواوسازمانونوته دهيوادپه سياست كي دګډون چانس ورنه كړل شي ، داسي ګڼل كيدل چي دافغانستان اوسني دموكراسي دتنظيمونودځواك اوارادي ترسيوري لاندي ده اودواقعي دموكراسي داهدافواواصولوسره برابره نه ده خوددي پرخلاف وروستيوپيښووښودل چي په هيوادكي ددموكراسي دعملي كولوقيضه دچالاس كي نه ده ،بلكه دموكراسي اوولسواكي هغه ملي جريان دي چي په ولسونوپوري اړه لري اوددي عملي كول هم دولس دنده ده ،لكه څنګه چي ليدل كيږي په اوسنيوپارلماني ټاكنوكي نه يوازي دجهادي ګوندونوغړيوته دګډون حق وركړل شوي بلكه دهيوادهراوسيدونكي كولي شي چي دقانون دموادوسره سم ځان پارلمان ته كانديدكړي ،همدااوس دهيوادپه مركز،اوولاياتوكي د بيلابيلونوروګوندونو غړيوهم خپل استازي دهيواددپارلمان لپاره كانديد كړي ،دمثال په توګه دطالبانوځينو لوړپوړيوچارواكو،دحكمتيارداسلامي ګوندځينوغړيواو دپخواني خلك دموكراتيك اووطن ګوند په لسګونوغړيوپه پارلماني ټاكنوكي ځانونه كانديدكړي دي
ددفاع پخواني وزير شهنوازتڼي چي په پاكستان كي ميشت و،همدااوس په كابل كي دي ،هغه دطلوع تلويزيون سره په يوه مركه كي دخپل راتګ يولامل داوښوده چي غواړي دخپل ګوند د يوشمير غړوسره چي ځانونه يي د هيوادپارلمان اوولايتي شوراګانوته كانديدكړي وګوري ،دغه رازويل كيږي چي دكورنيوچاروپخواني وزير سيدمحمد ګلابزوي هم ددغوكانديدانوپه جمله كي دي ،دغه راز دپرچم ګونديولړپخوانيولوړپوړيودولتي اوګوندي چارواكوپه دغوټاكنوكي ځانونه كانديدكړي اودسياسي ګوندونواوسازمانونوپه جوړولوسره يي په هيوادكي داوسني دموكراتيك بهير څخه په ګټي اخيستلو دهيواد په سياسي سرنوشت كي دګډون چانس ترلاسه كړي
په دي توګه ګوروچي دافغانستان په څير يوه وروسته پاتي هيوادكي چي څه كم ديرش كاله يي دبهرني تجاوزپرضد اوخپل منځي جګړوكي تير كړي دايوه لويه لا سته راوړنه ده ،دلته يوه خبره دويلووړده هغه داچي ددغه دموكراتيك بهير په رامنځته كيدوكي ددولت درغنده رول ترڅنګ دجهادي تنظيمونودمشرانواودولس دپراخي همكاري يادونه هم ډيره ضروري ښكاري ،داوسني دموكراتيك چاپيريال په نتيجه كي پخواني تنظيمونه دخپلوپخوانيوسختودريځونونه پرشا شوي اودايي منلي چي په اوسني دموكراتيك بهير كي نورځواكونه هم كولي شي ګډون وكړي
سياسي څيړونكي دافغانستان اوسني سياسي چاپيريال ددموكراسي اوولسواكي لپاره يومثبت پرمختګ ګڼي اوزياتوي چي په دومره لنډه موده په افغانستان كي د تحمل اوزغم دداسي يوه فرهنګ پياوړتيا هرڅوك په دي باوري كوي چي افغان ولس ددي توان لري اوكولي شي په راتلونكي كي پخپلوډيروستونزوباندي بري ومومي اوپه هيوادكي دشتوسياسي ځواكونوپه مرسته اوهمكاري كيداي شي په دغه جګړه ځپلي هيوادكي دولسواكي ،سولي اودموكراسي څرك سراسري بڼه ځان ته غوره كړي اوافغانستان به دترقي ،سولي اودموكراسي ډيرولوړوپړاونوته ورسيږي
افغانستان همدااوس دبحران نه دراوتلوپه يوه ستونزمن حالت كي قرارلري ، په دي بهير كي دهيواددټولوسوله دوستو،متعهدواووطنپالوځواكونودنده ده چي دخپل هيواداوجګړه ځپلي ولس دسوكالي اونيكمرغي په دي سترملي اووطنپال كاركي خپله ونډه ترسره كړي ،اوپري نه ږدي چي خداي مكړه زموږ هيواديوځل بيا دهيواد ددښمنانو دناوليوهيلوقرباني شي
ددي نه هيڅوك انكارنشي كولي چي په اوسني بحراني حالت كي زموږهيواداودولت ستونزي نه لري ،ددولت ستونزي ډيري زياتي دي چي دغوستونزوله يوي خوادولس په ژوندانه ناوړه اغيزه ښندلي ده ،اوله بلي خوايي ددولت دډيروګټوروموخواواهدافوپه وړاندي خنډونه راپيداكړي دي ،دبيا رغوني اواقتصادي پرمختيا په لاره كي ستونزي هم هغه چلنجونه دي چي تري سترګي نشي پټيدلي ،خوپه سياسي برخه كي لاسته راوړني اوديوه مخلص مشرتابه شتون هغه پياوړي بنسټونه دي چي موږ په راتلونكي باندي باوري كوي اودهيواددراتلونكي سوكالي اوبسيا ژوندانه هيلي موپه زړونوكي نوري هم پياوړي كيږي