دخپریدو نیټه : 2005-08-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتو په وينډوز چليز سيستم كې شامله ژبه شوه
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب كې گوهر نشته
ستر خوشال بابا
دا دى دكمپيوټر لپاره د پروگرام جوړولو تر ټولو سترې موسسې Microsoft چليز سيستم Windows ته د نړۍ يولس نورې ژبې ( چې له نېكه مرغه پښتــــــو ژبه هم پكې شامله ده ) ورډېرې او Update (نوى كوونكى) فايل يې په 27-05-2005 نيټه جوړ او پرون ورځ ( د 2005 كال د اگست په نهمه نيټه ) يې د انټرنټ له لارې مينه والو ته وړاندې كړ .
دغه يوولس ژبې به دWindows XP ServicePack 2 نوې(Updated) بڼې ته ورډېرې شوې دي او وروسته لدې به ټولو راتلونكو Windows چليز سيستمونو كې موجودې وي .
كه چېرې ستاسې په كمپيوټر كې Windows XP ServicePack 2 چليز سيستم ولرئ نو د يوه نوي كوونكي Windows XP –KB 897338-V2-X86-ENU.EXE نومي فايل په ښكته كولو سره به مو په Windowsكې پښتو Pashto(Afghanistan) سره له كره كليدړې ورډېره شي .
لارښـــــــــــــود:
ددغه Update د كښته كولو لپاره:
۱ـــ لومړى كښته كول Download كښېكاږئ.
۲ـــ بيا وروسته :
ـــ د سمدلاسه Instalation لپاره همدغلته په Open يا Run كليك وكړئ .
ـــ كه غواړئ فايل كښته كړئ ، وه يې ساتئ او بيا يې كوم بل وخت Install كړئ نو Save يا
Save this program to disk كښېكاږئ .
د نوموړي نوي كوونكيupdate file ځينې ځانگړنې :
د فايل نوم: Windows XP -kw89338-v2-x86-ENU.exe
1.0: Version
دجوړېدو نېټه : 27-05 -2005
د خپـرېدو نېټه : 09- 08-2005
ژبه : انگرېزي English
1792KB : Downloading size د كښته كولو كچه
د كښته كولو تخميني وخت : له يوې تر پينځو دقيقو (ستاسې د انترنت سروس په ډول اوچټكتيا اړه لري.)
او يا هم دا http://www.microsoft.com/downloads/thankyou.aspx?familyId=3fa7cdd1-506b-4ca0-bd47-b338e337a527&displayLang=en كرښه كښېكاږئ او ورپسې په نوموړې پاڼه كې دDownload تڼۍ كښېكاږئ .
پدې توگه د Microsoft موسسې د تخنيكي څانگې د كاركونكو څخه چې دې كار ته يې وخت او ارزښت وركړ ، او همدارنگه له ټولو هغو پښتنو ورونو څخه چې پدې لار كې يې زيار كښلى او نوموړې موسسې ته يې د پښتو ژبې او په Windows سيستم كې يې د شاملولو ارزښت ور په گوته كړى او يا يې نورې مشورې ورلېږلې دي او هڅولي يې دي ، د زړه له كومي مننه كوو او د دغه كاميابۍ مباركي ورته وايو .
په درنښت
د تل افغان وېب پاڼې اداره