مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-10   مخپرونکئ : عبدالله احسان

بوش : ماته خداى وحي وکړه چې په افغانستان بريد وکړم

محمد يونس برهان - کابل

محمد يونس برهان  - کابل

 

د امريکا ولسمشر، جورج ډبليو بوش، ادعا کړي چې ده ته خداى ويلي و چې په افغانستان او عراق باندې يرغل وکړي. هغه ويلي دي چې دى د خداى له لوري په دې دنده ګمارل شوى چى منځني ختيځ ته سوله راولي.

بوش دا خبرې د ٢٠٠٣  کال په جون مياشت کې د فلسطين د هغه وخت له بهرنيو چارو وزير نبيل شعث او د فلسطينيانو له مشر محمود عباس سره د شرم الشيخ په ارامځاى کې په سرمشريزه کې کړې وې.   دا هغه مهال و چې په عراق باندې  د امريکا له بريد څخه څلور مياشتې تېرې شوې وې.

 

د بي بي سي لخوا جوړ شوي د ""غولوونکي سوله: اسرائيل او عرب""په نامه هغه مستند پروګرام کې چې د سريال لومړنۍ برخه يې د تلې په ١٨مه خپره شوه، ښاغلي شعث او عباس د بوش له خولې وايي چې د ده يرغلونه، منځني ختيځ ته د سولې د راوستلو د هغه خدايي ماموريت برخه وه چې ده ته سپارل شوې وه.

 

نبيل شعث چې اوس د فلسطين د اطلاعاتو وزير دى زياتوي چې بوش دوى ته ويلي و: ((زه د خداى له لورې څخه په يوه دنده ګمارل شوى يم. خداى به ما ته وېل، "جورجه! ځه ولاړ شه په افغانستان کې د هغو ترهګرو په وړاندې جګړه وکړه. او ما همداسې وکړل. او بيا څښتن را ته امر وکړ چې جورجه! ځه ولاړ شه په عراق کې زورواکي ته پاى ورکړه. او ما دغه کار هم وکړ."))

 

د خداى ښه پېغام وړونکى

بوش د خدايي ماموريت په اړه نور هم پر مخ ځي او وايي: ((اوس زه داسې احساسوم چې خداى راته داسې خبرې کوي: "ولاړ شه فلسطينيانو ته خپلواک هېواد جوړ کړه،   اسرائيلو ته امنيت راوله او په منځني ختيځ کې سوله ټينګه کړه." او زه پر خداى لوړه کوم چې همداسې به وکړم.))

ده دا هم ويلي چې دى باور لري چې د خداى يو ښه پيغام وړونکى دى.

 

د امريکايي ولسمشر دا خبرې چې د امريکا د بهرنيو تګلارو په اړه د بي بي سي   د پروګرام په يوه لنډه خبرتياييزه برخه کې د تېرې پنجشنبې  په ورځ ډاګيزه شوې او بشپړه بڼه به يې د راتلونکي دوشنبې په ورځ خپرېږي په داسې حال کې راځي چې په همدې ورځ بوش په اسلامپالو ډلو باندې سخته نيوکه وکړه او د هغوى اندتوګه يې له کمونيستانو سره ورته وبلله.   ده په سختدريځو اسلامي ډلو تور ولګاوه چې غواړي ټول ولسونه  ښکېل کړي او داسې يوه اسلامي امپراتوري رامنځته کړي چې لمن يې له هسپانيا نه  تر اندونيزيا پورې غځېدلې وي.

 

که څه هم د سپينې ماڼۍ وياند دا ادعاوې ""هسې چټي"" بللې او ويلي دي چې بوش هېڅکله ديني ارزښتونو ته خپله ژمنتيا نه ده پرې ايښې، خو په دې باب د دوو پياوړو فلسطيني مشرانو يو ډول وينا سړي ته ډاډ ورکوي چې هغوى د بوش په اړه رښتيا وايي.

 

د اسلام او عيسويت په ګډون، په ټولو اسماني اديانو کې د خداى (ج) له لورې ګمارل کېدل او له هغه څخه نېغ په نېغه د کوم کار کولو امر او پيغام ترلاسه کول يواځې د پېغمبرانو ځانګړتيا ده.

 

ډېر کتونکي د جورج بوش دا ډول خبرو ته د هغه د پېغمبري د دعوې په سترګه ګوري.   د نړۍ د تر ټولو ځواکمن مشر (البته له توکيز (مادياتي) اړخه) څخه داسې خبرې تر له بل هر چا نه زياتې خطرناکې دي. 

 

د خلکو ننګه

امريکا چې په اوسنۍ نړۍ کې ځان ته تر ټولو  زورور او پرمختللى هېواد وايي طبعاً تر بل هر ولس زيات اغېز هم لري.   په اوس وخت کې چې امريکا د دوى په اصطلاح د نړۍ ملتونو ته د ازادۍ راوړلو په جګړه بوخته ده داسې برېښي چې د تکبر تر ټولو لوړې پوړۍ ته رسېدلى.  په مسلمانو هېوادونو کې غواړي د وسلو په زور لوېديځواله "ولسواکۍ" ځاى پر ځاى کړي، د هغوى په وټه يېزو ګټو کې ځان ور ګډ کړي، پر هغوى باندې خپل ارزښتونه او کلتور وتپي او ان د هغوى پر عقيده باندې تېرى وکړي.   دا دى امريکايي مشر اوس د ملياردونو خلکو عقيدې ته په سپکاوي سره خپل ځان پېغمبر هم وپېژاند. هېښوونکې خو لا دا ده چې په يوه خبري ويبپاڼه مې په همدې خبر باندې په يو Forum کې د خلکو تبصرې کتلې، ډېرى امريکايي وګړو چې هلته خپل غبرګون ليکلى وو، د بوش له دې وينا څخه يې ننګه کوله او يو لږ شمېر يې پرې   ريشخند واهه.

 

""خداى پړ دى""

د بوش د دغو خبرو موخه په دې سربېره چې ځان د يوه معنوي  سپېڅلي سړي په توګه خلکو ته ور پېژني، د ټولو هغو ناخوالو پړه هم د خداى پر غاړه ور اچوي چې د افغانستان او عراق د جګړې په ترڅ کې تر سره کړې دي، ځکه د ده په وينا، دا جګړه خو د ده څښتن په امر پيل کړې وه.   بوش لومړى په افغانستان باندې بريد وکړ، دا هېواد يې وران کړ، په زرګونو بېګناه خلک يې ووژل او په اخر کې د خپلې ظاهري موخې، چې په اصطلاح د ترهګرو ډلو د مشرانو موندل او د هغوى د ځالو له منځه وړل وو، په ترلاسه کولو کې هم پاتې راغلل.   همدا "ترهګرې" ډلې نن امريکا ته تر ټولو ستر ګواښ دى او هغه مهال که د امريکا د امنيت لپاره بالقوه خطر و، خو نن عملاً په پاى ته نه رسېدونکي جګړه کې ورسره ښکېل دي.  هغه مهال که يې د دښمن   يو ټاکلى ځاى ورته معلوم و او د ګواښ په وخت کې يې په نښه کولاى شواى، خو نن له داسې لورې ورسره جنګېږي چې نه يې ځاله معلومه ده او نه يې تمځاى. د "الهي ماموريت" په لومړۍ برخه کې خو،  بوش تر دې ځايه ناکام پاتې شو او د ده هغه خداى چې په دې دنده يې ګمارلى و، هم له ده څه په ملاتړ کې پاتې راغى.  پايله يې دا شوه چې نن د ده خداى په دې ټولو ناکاميو او جرمونو چې د ده په امر کېدونکي مبارزه کې وشوې پړ ګڼل کېږي.

 

د بوش د" خدايي ماموريت" بله برخه په عراق باندې يرغل و، چې نن دى هم پرې پېښمانه دى او هک پک پاتې دى چې څنګه له دې "الهي دندي" څخه ځان خلاص کړي.   هغه وخت چې امريکايي ولسمشر دا وينا کوله، يواځې څلور مياشتي د عراق له جګړې څخه  تېرې شوې وې او ده هم په ځيرکۍ سره د ستونزي په پيل کې د ټولو پېښېدونکو ناورينونو او پاتې راتلنو پړه له خپلې غاړې واړوله.   بوش په خپلې دې وينا اصلاً د دوو موخو تر لاسه کول غوښتل، چې لومړى يې امريکايي ولس ته دا پيغام رسول و چې که هر څومره امريکايان په دې جګړه کې وژل کېږي او د امريکا اقتصاد او حيثيت ته هر څومره تاوان رسېږي دوى بايد خپل ولسمشر ګرم ونه ګڼي او په پټه خوله يې ومني، ځکه دا يوه خدايي جګړه وه.   بله موخه يې دا وه چې په عراق کې چې اوس نږدې د يو لکو په شاوخوا کې ملکي وګړي، په لسګونو زره د ازادۍ جنګيالي او په زرګونو امريکايي سرتېري وژل شوي دي او لا نور به هم مړه کېږي، دا ټول په حقه وښيي او که څوک بيا هم چا ته د ګرمولو ګوته نيسي، هغه به خداى وي، چا چې ده ته امر کړى چې دا "سپېڅلي جګړه" پيل کړي.

 

د عراق په جګړه کې د بوش تر ټول شرموونکې ماتي او درواغ د لويي تباهۍ د وسلو Weapons of Mass Destruction (WMD) په موندلو کې پاتې راتلل و، ځکه ده خپله جګړه په همدې بنسټ پيل کړې وه. نو ايا بوش ته د هغه "خداى" درواغ ويلي و؟

 

د دښمن تکتيکونه

د خداى په امر او د هغه لپاره جګړه کولو ته مسلمانان جهاد او نوره نړۍ ورته سپېڅلې جګړه وايي. وړاندې به بوش په خپلو دښمنانو، اسامه بن لادن او طالبانو، تور لګاوه چې هغوى د خلکو له عقيدې څخه ناوړه ګټه اخلي او د اسلام تر نامه   لاندې خپلو کړنو ته مشروعيت ورکوي، خو اوس دا دى امريکايي مشر خپله دا هڅه کوي چې خپل کرغېړن کارونه د خداى په نامه توجيه کړي.  اسامه، طالبان يا نورې اسلامپالي ډلې خو د خداى د دين په نامه کارونه کوي، مګر بوش چې اوس له نورو غولونو وروسته د دوى تکتيکونه کاپي کوي   يوه  زينه لوړ ځي، د وحى د نازلېدو خبره کوي او خپله له لوى څښتن څخه ناوړه ګټه پورته کوي.  داسې ښکاري چې هغه د نورو درواغجنو دليلونو او پلمو له لارې خلکو ته په قناعت ورکولو کې پاتې راغلى او اوس يې دا لاره خپله کړي ده چې ګواکې له خداى سره په مستقيم تماس کې دى چې هغه ورته پيغام ورکوي، او دى يې پياده کوي.  خو د يو ميليارد نه د زياتو امريکايانو دا بېړا ولسمشر بيا هومره ټينګ هم نه دى لکه د ده دښمنان چې د جګړې په لار کې دي. اسلامپالو ته که په دين کې د ځان له منځه وړل ثواب ښکاره شي، دا کار هم کوي، خو ايا بوش بې له دې چې خلک وغولوي د خداى لپاره به  څه نوره سرښندنه به هم وکړي؟

 

شيطاني آيتونه

د بوش دا ډول خبرې د اسلامي نړۍ د تر ټولو مجرم او د سزا لپاره د غوښتل شوي کس، سلمان رشدي، د شيطاني اياتونو له کتاب سره ورته دي. ولي، سلمان رشدي چې ځان ته يې مسلمان ويل، د اسلامي پوهانو لخوا ورټل شو، په ارتداد محکوم شو او د وژلو غوښتنه يې وشوه، ځکه هغه نابښونکى جنايت ترسره کړى و، خو بوش به څوک د خپلو داسې ويناوو لامله محکوم کړي؟

هندي توکمه برتانوى ناول ليکونکى سلمان رشدي چې د لوېديځ لخوا د اسلام د ورانولو دنده ورکړل شوې وه، نه يې د خدايي دعوه کړې وه، نه د پېغمبري. خو د ټولې اسلامي نړۍ لخوا اسلام ته د هغه د سپکاوي لامله دى مرتد او واجب القتل وپېژندل شو. خو، ايا د بوش په هکله چې د شيطاني آيتونو نه يې غټه ګناه کړې ده سره له دې چې ځان ته ټينګ عيسوى هم وايي، څوک   به داسې پيدا شي چې له هغه څخه  لږ تر لږه په دې اړه پوښتنې وکړي.

 

اوکه شيطان د ده خداى دى؟

معلومه نه ده چې دا خبرې چې بوش يې وايي، ده ته خداى څرنګه، له کومې لارې او څه ډول وکړې؟ خو څه چې جوته  ده هغه دا ده چې په لوېديځ، په تېره بيا امريکا او برتانيا، کې عموماً داسې ګڼل کېږي چې که چا شراب څښلي وي يا يې نشه يي توکي کارولي وي او مست وي او يا هم  ذهني ناروغ وي، بيا په غوږونو کې يو ډول نارښتونى غږ اوري چې دېته دوى د شيطان غږ وايي.   کېداى شي هغه وخت چې بوش د ده په وينا په افغانستان او عراق باندې د يرغل امر اورېده، دى به نشه يا مست و. او کيداى شي هغه ذهني ناروغ يا ليونى وي.  

بل احتمال دا دى چې بوش خپله خداى نه پېژني، له همدې لامله يې له شيطان سره توپير نه شي کولاى.   او يا خو د ده خداى له اره شيطان دى، د چا چې دى ټولې خبرې مني او پوره اطاعت يې کوي.  خو په هر حال، بيا هم که امريکايي ولسمشر په خداى پسې درواغ تړي، ځان ته د پېغمبري او وحى رانازلېدلو دعوه کوي او خپل ناوړه کارونو ته سپېڅلې بڼه ورکوي د ځمکې په سر د اسماني مذهبونو لپاره دا ګواښوونکې خبر ده چې بايد په غبرګون يې غور وشي.   که همداسې وي، نو بوش عليه السل... !!! ته د خداى له لورې د راتلونکو وحيو منتظر بايد واوسو چې نور ورته د څه  امر کوي.  کيداى شي دا ځلې به ورته په ايران او سوريه باندې د بريد امر وکړي. خو زه باور لرم چې که داسې وينا د کوم کمزوري هېواد د مشر لخوا يا کوم عادي سړي لخوا شوې واى، نو سخت مرګونى غبرګون به يې راپارولى و، او د اووه پنځوسو (٥٧) اسلامي هېوادونو مشران به نن داسې غلي نه وو ناست.

له شرعي پلوه که وغږېږو، د اسلام پېغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وړاندوينه کړې وه چې په اخره زمانه کې به تاسې د درواغجنو دجالانو شاهدان واوسئ چې د پېغمبري دعوې به کوي، او دا به د نړۍ د پايته رسېدو وخت وي.

 

د راپرځېدو مهال

خو په دنيا کې د تجربې له مخې او د اسلامي کتابونه په وينا، د لوى څښتن  دود دى چې کله وغواړي يو کبرجن واکمن يا ملت  راوپرځوي، نو د لوړوالي په ډېرو وروستيو پوړيو کې هغه پرېږدي چې تر ډېرو انساني بريدونو واوړي، او ان په تکبر کې له خداى سره سيالۍ ته ملا وتړي. بوش د خپلې ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې هم څو څو ځلي د خداى په شان خبرې کړې دي چې يوه بېلګه يې د هغه د عراق د جګړې نه مخکې دا وينا ده چې: ((موږ به اوسنۍ نړۍ ته بدلون ورکړو، بد به له منځه يوسو.   نو د هر چا لپاره دوه غورواي شته دي. او هغه دا چې يا له نېکو سره يو ځاى شي او د بدو په وړاندې جګړه وکړي او يا له بدو سره يو ځاى شي او جګړې ته دې چمتو شي.))

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery