مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سلام فرهنګي ټولني له خوادپښتو او پښتنوتاريخي بري په اړه د مبارکۍ پيغام


يو وخت الماني  پوه ګويته ويلي وه چي : دژبي سره بوختيا دسترو متفکرينو،مستعدو او لوړو ذهنونو لرونکوکسانو کار دۍ ؛ دا چي هغه وخت د دې وينا سپيناوۍ څنګه کيدۍ ، هغسي به وو ، خو نن دا وينا تر هغه څه چي پخوايې تصور کيدۍ پراخه او هر اړخيزه ارزښت لري ، هغه اولسونه چي په خپل دننه کي يې د متفکرينو او مستعدو کسانو پالنه کړې ، اوس د نړۍ پر افکارو واکمني لري ، او دا واکمني د کمپيتر په مټ د فزيکي او سياسي جبر پرته منل شويده .
داوسني پير يوه ستره ځانګړتيا په کمپيوتر پوهيدل او د خپلو موخو لپاره د هغه کار ول دي . دې ځانګړي پوړ ته د هغو اولسونو لاس ژر رسيدلای شي چي کمپيوتر ته يې خپله ژبه رسولې ده ، هغه اولس چي خپله ژبه يې ژر رسولې هغه د نورو پاته اولسونو مشري کوي .
له نيکه مرغه دادۍ پښتوژبه هم د کمپيوتر لمن ته ورسيدل ، لا تر اوسه نه پوهيږو چي په ځانګړي توګه به کوم افغان پوه ، او يا افغان پوهانو د دې ستر بري لپاره ربړونه ګاللي وي ، کوم سياسي شخصيت او يا سياسي ادارې به د دې هڅي مرسته کړې وي ،کوم کلتور پال افغان او يا کلتور پالو افغانانو او يا کلتوري موسيسو به د دې چارو هڅي پيل کړي ، پر مخ بيولي او ګړندي کړي وي . د دې ټولو ناڅرګندتياو سره سره د خپل لوري دادنده او دين ګڼو چي هغو ټولو ته چي دا ستر کار ته يې لاره پرانېستې او ربړونه يې ګاللي د درناوي سر ټيټ کړو او د زړه له کومي يې مننه او ستاينه وکړو.او په وياړ به يې د بيټ نيکه دابيت ور نذرانه کړوچي وايې :


دا وګړي ډير کي خدايه
لويه خدايه لويه خدايه


په سپيڅلي مينه او درنښت
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery