دخپریدو نیټه : 2005-08-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نـيمـګړى اسـتـقـلال
غلام جيلاني ځواك :
نن نه پوره شپږ اتيا كاله دمخه په ۱۹۱۹ عيسوي كال كې اعليحضرت غازي امان الله خان په مشري افغانستان وكولاي شول خپل استقلال له انګليسانونه بيرته واخلي. انګليسانو له كومې ورځې چې زموږ په خاوره پل ايښى وو ښه ورځ يې نده ليدلې، په دې ټوله موده كې انګليسانو دوه ځله افغانستان ته خپلې لښكرې راوليږلې، او دواړه ځله له شرمونكې ماتې سره مخ شول، انګليسي مورخين تراوسه لګيادي د افغان انګليس دلومړۍ جګړې دماتې لپاره غولونكي دلايل توګي. خو حقيقت دادى چې يوې مغرورې امپراطورۍ چې د واكمنۍ په سيمه كې يې لمر نه ډوبيده او د ماتې تريخ خوند يې لانه وو ليدلى، د يوغريب بې وزله خو زړور او په وطن مين ملت له لاسه له يوې داسې ماتې سره مخ شوچې ټوله نړۍ او حتى پخپله انګليسان هم ورته هك پك پاتې شول.
د انګليسانو دويم يرغل هم له همدارنګه ماتې سره مخ شو، البته انګليسانو وكولاى شول په افغانستان كې د واك په سرد افغاني سردارانو خپل منځي سياليونه ګټه واخلي او د افغانستان بهرنۍ اړيكې په خپل واك كې وساتي اوپه دې توګه، سره له دې چې د افغانستان قهرمان ملت د جګړې له ډګر نه بريالى راوتى وو، دسياست په ډګر كې يې ماته وكړه اوزموږ استقلال بياهم د پردو لاس ته ولويد.
په ۱۹۱۹ كال كې اعليحضرت غازي امان الله خان چې دننه په درباركې اوهم له دربارنه بهر د افغانستان د روښان اندو او ازادي غوښتونكو ملاتړ ورسره وو، په افغانستان كې واك ترلاسه كړ، د افغانستان استقلال يې اعلان كړ او دجګړې په ډګر كې يې په انګليسانو هم ومنله چې دافغانستان استقلال په رسميت وپيژني. د افغانانو له لاسه په دريم ځل ماته په حقيقت كې په ټوله سيمه اونړۍ كې دانګليسي امپراطورۍ د زوال پيل وو، تردې وروسته نورو ډيرو هيوادو هم وكولاى شول انګليسانو نه خپل استقلال ترلاسه كړي.
خو د اعليحضرت غازي امان الله خان او داستقلال د جګړې د ټولو غازيانو او شهيدانو د سرښندونو او فداكاريو سره بياهم افغانستان ونشول كولاى مكمل استقلال ترلاسه كړي. په حقيقت كې د افغانستان يواځې هغه سيمه ازاده شوه چې د ډيورنډ له كرغيړني كرښې نه ديخوا پرته ده او اوسنى افغانستان تشكيلوي، د ډيورنډ نه ها خوا سيمه بياهم د انګليسانو په استعماري ولكه كې پاتې شوه.
د يادونې وړ ده كله چي اعليحضرت غازي امان الله خان د استقلال اعلان وكړ د ډيورنډ له كرښې نه هاخوا افغانانو هم په پاڅونونو پيل وكړ. په پيښور كې د افغاني پوسته خانې رئيس مرزا غلام حيدر خان په مشري يوه دوه ديرش كسيزه كميټه جوړه شوه چي تقريباً ۹۰۰ انقلابيونو يې غړيتوب درلود او په دې توګه د پيښور په شاوخوا كې په پاڅونونو پيل وشو، دغازيانو دوه ستر مشران حاجي صاحب ترنګ زى او چكنورو ملاصاحب جلال آباد ته راغلل، په وزيرستان كې په زرهاوو مجاهدينو ځانونه جګړې ته چمتوكړل، په حقيقت كي همدا قبايلي ځونان وو چې د خپلو وينو په تويولو يې زموږ د استقلال نيالګى خړوب كړ. خوله بده مرغه كله چې افغانان د جګړې په ډګر كې له بريا نه وروسته دخبرو په ميز كښيناستل د ډيورند له كرښې نه دهاخوا افغانانو ټولې سرښندنې او قربانۍ په سيند لاهو شوې او دهغې تړون له مخې چې د راولپنډي په ښاركي امضا شو او دانګليسانولخوا د افغانستان استقلال په كې په رسميت وپيژندل شو د ډيورند له كرښې نه ها خوا افغانستان يوځل بيا د انګليسانو په ولكه كې پاتې شو.
په دې توګه دافغانستان استقلال د افغانانو د ټولو سرښندونو او فداكاريو سره سره نيمګړى پاتې شو، او تراوسه نيمګړى پاتې دى، تراوسه ټولې هغه سيمې چې د ۱۸۹۳ كال د ډيورنډ دتړون له مخې د انګليسانو لاس ته ولويدې او بيا كله چې پاكستان په سيمه كې د استعمار د ناروا اړيكو له امله وزيږيد د افغانستان نيمايي وجود پاكستان ته په ميراث كې پاتې شو چې لاتراوسه هم د پنجابي استعمار په منګولو كې دى.
سره ددې چې ډير دلايل شته چې ولې اعليحضرت غازي امان الله خان داسې يونيمګړي استقلال ته تن كيښود خو د راولپنډي په خبروكې هم انګليسانو له سازش او دسيسو نه كار واخيست ، او له همدي امله وو چي اعليحضرت امان الله خان د راولپنډۍ له تړون نه خوښ نه وو او د تړون امضا كونكى علي احمد خان يې چې د خبرو په بهير كې دانګليسانو په ګټه ښويدلې وو، بندي كړ.بياوروسته غازي امان الله خان چې ايله يې په هيواد كې په خپل اصلاحي پروګرامونو پيل كړى وو، يو ځل بيا د انګليسي دسيسو ښكار شو او انګليسانو وكولاى شول چې د سقاو د زوى په مرسته چې د غلو د يوې ډلې مشري يې په غاړه درلوده او برتانيوي هند ته تښتيدلى وو دافغانستان مترقي دولت راوپرځوي.
له هغې وروسته تردې دمه د افغانستان ټولو حكومتونو دنيمايي پاتې افغانستان د ازادولو لپاره هيڅ كوم د پام وړ ګام ندى پورته كړى، اوپه دې برخه كې يې له خاينانه غفلت نه كاراخستى، په ځانګړې توګه كله چې انګليسان دې ته اړ شول چې د هند خاوره خوشې كړي دافغا نستان دهغه وخت حكومت بايد په كلكه د خپلې خاورې د بيرته لاس ته راوړلو هڅه كړې واى، دا يو طلايي چانس وو چې بايد افغانستان ترې ګټه پورته كړې واى، برخلاف داسې اسناد اوشواهد شته چې تيرو حكومتونو عملاً په دې لار كې خنډونه پيداكړي، دا رنګ يو طلايي چانس موږ هغه وخت يوځل بيا له لاسه وركړ چې پاكستان هند سره په جګړه اخته وو او په نتيجه كې بنګله ديش خپل استقلال ترلاسه كړ، كه په دې وخت كې افغانستان دهند سره لاس يوكړى واى نن به د پاكستان په نوم كوم هيواد دنړۍ په نقشه كې نه وو. خو د ملي مسايلو په هكله دافغانستان دهغه وخت د واكمنانو بي تفاوتي او دنړيوالو قوتونو غوښتنو او ګټو پاكستان وژغوره او دادې تراوسه زموږ په مرۍ ناست دى.
ترڅو چي د ډيورنډ كرغيړنې كرښې ناسور زخم د افغانستان په تن موجود وي دافغانستان استقلال به نيمګړى وي، پاكستان به همداسې زموږ په مرۍ ناست وي او ترڅوچې يې وسه رسيږي د افغانستان دكمزوري كولو هڅې به كوي.
اوس چې موږ د افغانستان د استقلال شپږ اتياومه كليزه لمانځو، راځئ چې ژمنه وكړو ترڅو دافغانستان دانيمګړى استقلال په يو مكمل استقلال واړوو، ژمنه وكړو چې انګليسي استعمار چې كومې سيمې زموږ دهيواد نه جلا كړي، هغه بيرته ترلاسه كړو.
كه افغانستان په ۱۹۱۹ كې په دې بريالى شوى واى چې ټول افغانستان استقلال ترلاسه كړي اوس به موږ له هغو ستونزو سره مخ نه وو چې د بنسټ پالنې او طالبانو له دركه يې لرو، ملي وحدت او ملي هويت به مو له هغو ستونزو سره مخ نه وو چې اوس ورسره مخ دي اوپه تيره لسيزه كې چې د ژبې، قوم، سمت او نژاد په نوم كومې سترې غميزې رامنځ ته شوې دا هرڅه به نه وو پيښ شوي