مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تښتونه ؛ افغانيت او اسلاميت سره دښمني

حسيب الله مومند
 د تيري يكشني په ورځ د زابل په ولايت كي طالبانو رضا نومي يو لبناني انجينر چي ديوتركي ساختماني شركت لپاره كار كوي، وتښتاوه اوګواښ يي وكړ كه چيري نوموړي شركت چي په افغانستان كي ديو سرك په جوړونه بوخت دي، افغانستان خوشي نكړي نو لبناني انجينر به ووژني.
 د اكوم لومړي ځل ندي چي طالبان په يوداسي ناوړه عمل لاس پوري كوي. طالبانو تردي دمخه هم تركي او هندي انجينران تښتولي او په افغانستان كي يي د اړوند كمپنيو اويا موسسو د كار د خوشي كولو غوښتني كړي، خود سيمي دسپين ږيرو اود حكومت د امنيتي او اداري ځواكونو دګدو هڅو په نتيجه كي بيرته راخوشي شوي اوتراوسه هيڅ كومه موسسه او يا ساختماني شركت ددي رنګ ګواښونو له امله دي ته اړ شوي ندي چي افغانستان پريږدي، بلكي په لا زيات ليوالتوب او مينه يي دافغانستان په بيا ودانولوكي خپلي ونډي ته ادامه وركړۍ.
 دا پيښه هم دادي بي لدي چي لبناني انجينيرته چي دافغانستان د بيا رغوني او آبادي لپاره يي خپل كور و ماشومان پريښي اوزموږ هيواد ته راغلي كوم زيان واوړي حل شوه. انجنير رضا اوس خوشي شوي، سره له دي چي طالبان وايي تركي كمپني د انجنير دخوشي كيدو په بدل كي ژمنه كړي چي افغانستان به خوشي كوي خو د افغانستان دكورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشال وايي ترهګرو سره هيڅ رنګه معامله سرته نده رسيدلي، خبره چي هر څرنګه وي خو طالبانو په دي توګه يوځل بيا ثابته كړه چي نه په اسلاميت باور لري او نه په افغانيت.
 افغانانو دا دري لسيزي كړاونه ليدني او هيواد يي وران شوي، اوس چي دادي افغانان دنړيوالو په مرسته په دي بريالي شوي چي د خپل هيواد په سياسي، ټولنيزي اواقتصادي بيارغوني او آبادي پيل وكړي اوپه دي لار كي د نړيوالو مرسته هم ورسره ده نو هيڅ افغان بايد دافرصت له لاسه ورنكړي، ښكاره خبره ده چي اوس نوڅوك كه ددي بهير په وړاندي خنډ جوړوي هغه هم د افغانيت دښمن دي اوهم د اسلاميت.
 دا انجينر چي تښتول شوي وو دسرك جوړوني په يوه پروژه يي كار كاوه. دسرك جوړوني پروژه يوه ټول ګټي پروژه ده، يوداسي كار چي ګټه يي ټولو وګړو ته ده، په اسلام كي د جومات ورانول په هيڅ توګه رواندي خوكه پرجومات لار راشي نو بيا ورانول يي مجاز ګڼل شوي. طالبان چي په دې توګه د سوچه مسلماني دعوي كوي، څرنګه ځان له اجازه وركوي چي د سرك جوړوني مخه ونيسي په داسي حال كي چي د اسلام په مقدس دين كي دلاري يا سرك جوړولو په خاطر حتي د جومات ورانول هم روا ګڼل شوي.
 اصلي خبره بله ده، هغه شمير كسان چي ځانونه دطالبانوپه نامه يادوي يا دډير جهالت اوناپوهي له مخي د افغانستان دښمنانوغولولي اويا يو شمير يي د افغانستان په تاريخي دښمنانو پلورل شوي، نوځكه دا رنګ اعمال سرته رسوي.كه نه يو رښتيني مسلمان او افغان هيڅ كله حتي دا تصور هم نشي كولاي چي دافغانستان د بياودانولو مخه ونيسي.
 نو ښكاره خبره ده د طالبانو دا كار دبل چا په لارښوونه سرته رسيږي، پاكستان چي يواځي دري كاله دمخه يي فكركاوه افغانستان يي ترستوني تيركړي، اوس داخبره نشي زغملي چي افغانستان دي په خپلو پښو ودريږي. پاكستان په دي باور دي چي كه افغانستان په خپلو پښو ود ريد نوبياد پاكستان خير نشته او بيا پاكستان نشي كولاي د پښتنو اوبلوچو سيمي په خپله ولكه كي وساتي، بيا به نو د لرو بر افغانان بيرته سره يو كيږي . نو اوس چي افغانستان د سولي او سوكالي په لور روان دي، اوس چي افغانستان دولسواكي په لورګامونه ږدي اودادي دولسمشري دټولټاكنونه وروسته دولسي جرګي ټاكني رارواني دي، او اوس چي افغانستان د ټولي نړي سره اړيكي لري اود نړي يوشمير مهمو هيوادونوسره د ستراتيژيكو ملګرتيا تړونونه لري، اودا هرڅه ښايي چي د په نژدي راتلونكي كه به افغانستان د ځواكمن، پرخپلو پښو ولاړ او هوسا او بسيا هيواد په توګه د ملتونه په ټولنه كي خپل ځا ي تثبيت كړي، نو دا هرڅه دپاكستان او يوشمير نورولري اونژدي هيوادونو لپاره چي دافغانستان په وراني كي خپلي ګټي ويني دزغم وړ ندي، نو همدا ده چي د افغانستان ځيني دښمنان چي ځانونه طالبان بولي د پاكستان او زموږ دنورو دښمنانو د ګټو د تامين په خاطرغواړي افغانستان كي سوله او امنيت د ګواښ سره مخ كړي، د بيارغوني مخه ونيسي او دولسواكي په وړاندي خنډونه جوړكړي.
 خو طالبان اوددوي تورمخي ملاتړي بايد په دي پوه شي چي دوي نور نشي كولاي د افغانستان دسوكالي، هوسايني او نيك مرغي مخه ونيسي، كوم نظام چي د خلكو ملاتړ ورپه برخه وي هيڅوك يي په وړاندي نشي دريدلي. برخلاف دپاكستان چي هلته يو پوځي دكتاتور واكمن دي، دافغانستان اوسني زعامت د ولس لخوا ټاكل شوي زعامت دي او دولس ملاتړ ورسره دي نو دولس يوموټي دښمنان يي مخ كي نشي دريدلي، البته دوي كولاي شي خپل تورمخونه نور هم توركړي.
 طالبانو نه دافغانيت په نوم خو څه نشم پوښتلي خوڅرنګه چي دوي د اسلاميت دعوي كوي نو غواړم تري وپوښتم چي په اسلام كي ترټولو ستره ګناه د يوبي ګناه كس وژل دي، انجنير رضا يو مسلمان كس دي او د سرك جووړوني په پروژه كي يي كار كاوه،نو د كوم اسلامي حكم په اساس دوي د انجنير رضا وژنه ځان ته روا ګڼي، آيا طالبانو له ياده ايستي چي خداي ( ج ) په قران پاك كي فرمائيلي:
 ومـن قـتل مـؤمـنا متـعـمـداً فـجـهـنم خالـديـن فيـهـا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery