مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان ريل پټلۍ روښانه لرليد

ژباړن: فضل ولي شيراني


ليكوال:دمیتری نیکولایویچ ویرختوروف                                                                         
افغانستان ته په دې دوه درې وروستيو كلونو كې د ګاونډيو هيوادونو د ريل پټلۍ د شركتونو زيات پام را اوښتى دى. په لومړي سر تر نورو وړاندې دغه نقطې  د ايران او ازبكستان د توجه محراق ګرځيدلې ده، ځكه، چې په دې هيواد كې يې د ريل پټلۍ ځينې پروژې هم پلې كړې دي. لرې نه ده، چې افغانستان ته به ډير ژر د هغو هيوادونو له ډلې را ووځي، كوم، چې ريل پټلۍ نه لري. دغه ټكى بايد له هره اړخ وڅيړل شي.
 
پروژې
په افغانستان كې ريل پټلۍ سل كاله وړاندې تاريخ لري. په افغانستان كې د ريل پټلۍ د جوړيدو لومړۍ پروژه د برتانويانو له لوري وړانديز شوه. همدا، چې ملكه ويكتوريا د هند د امپراطورې په توګه وپيژندل شوه، پر ۱۸۷۹ كال برتانويانو تصميم ونيو، چې په كندهار كې ريل پټلۍ جوړه كړي. هغوى تر كوټې پورې دغه پټلۍ جوړه كړه، خو د وخت پادشاه امير عبدالرحمن خان بيا د ريل پټلۍ د جوړيدو مخه ونيوله.

له هغه وروسته د ۱۹۶۰كلونو تر وروستيو پورې چا په افغانستان كې د ريل پټلۍ د جوړيدو خبره مطرح نه كړه. تر هغې، چې يوه افغان سوداګر غلام سرور ناشر شوروي ته مراجعه وكړه او د پنج پر سيند يې د كندز- شيرخان بندر د ريل پټلۍ د جوړيدو درخواست هغوى ته وړاندې كړ. خو شوروي د دې افغان سوداګر غوښتنليك، چې د پروژې ټول لګښت يې پر خپله غاړى اخست، ونه مانه.

له ۱۹۸۰كلونو كې د جګړې له پيل سره سم، د وخت شوروي اتحاد د امو سيند پر پله د ترمز- حيرتانو ريل پټلۍ جوړه كړه او له هغې يې د پوځي موالونو د ليږد لپاره كار اخستل كيده. اوس دغه ريل پټلۍ د افغانستان يوازينۍ پټلۍ ګڼل كيږي. دوهمه برخه يې ډيره لنډه ده او له كوشكي تيريږي. دغه ريل پټلۍ د كوشكي- هرات- كندهار د سړكونو د جوړولو د توكو د انتقال لپاره د شوروي له لوري جوړه شوه.
 
په ۱۹۷۰كلونو كې د ملګرو ملتونو په ملاتړ له ايران نه پاكستان ته د غځيدلې سړك او ريل پټلۍ پر پروژه كار پيل شو. دغه ريل پټلۍ بايد د ايران له مشهد ښار نه هرات- كندهار او چمن ته رسيده، هغه ځاى ته چيرې، چې د پاكستان له ريل پټلۍ سره نښته.
د ايران پادشاه د هغې لارې د جوړو په برخه كې د مرستې اعلان وكړ، چې كابل يې له زاهدان سره نښلاوه او افغانستان كولاى شول د ايران د بندرونو نه په استفادې سره بحر ته لار ومومي، خو افغانستان د دې پروګرام په منلو سره پاكستان له ځانه لرې كاوه. سره له دې، چې دغه پروژه يوه ګټوره پروژه وه، خو حتى كار يې هم پيل نه شو. جګړې ټولې طرحې او پروګرامونه له خاورو سره خاورې كړل.

نوى جوړښت
په افغانستان كې د ريل پټلۍ د جوړيدو خبره پر ۲۰۰۱كال د طالبانو له ماتې وروسته يو ځل بيا مطرح شوه. ايران يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې غواړي دې پروژې ته د عمل جامه ور واغوندي. په ۲۰۰۸ كال كې د خاف(ايران) او هرات(افغانستان) ترمنځ ريل پټلۍ پروژه بشپړه شوه. د دې پروژې ټول لګښت ايران په غاړه درلود. د دې پروژې اساسي اقتصادي اغيزې په دې كې دي، چې د افغانستان د هرات او نورو لويديځو سيمو نه توكي د نړۍ او سيمې بازارونو ته لار پيدا كړي. سره له دې هم د ريل پټلۍ د جوړيدو لپاره د افغانستان د ګاونډيانو دلچسپي پاى ته نه ده رسيدلې. د ۲۰۰۷كال په مى مياشت كې د تاجكستان ولسمشر امام علي رحمانوف د ايران له لارې د ريل پټلۍ د غځولو وړانديز وكړ. دې ته په پام سره ريل پټلۍ بايد د تاجكستان د كلخوزابا- لاندې پنج له لارې د كندز- مزارشريف- هرات(افغانستان) او مشهد(ايران) نه تيريږي. 

دغه موضوع د دې سبب وګرځيده، چې د ازبكستان د ريل پټلۍ د جوړولو دولتي شركت دې مسلې ته متوجه شي. هغه څه ته، چې د تاجكستاني توكو د صادرلو په وړاندې خنډونه را ولاړوي.

د ۲۰۰۸ كال په پاى كې المان د حيرتان- مزارشريف د ريل پټلۍ د جوړولو وړانديز وكړ. خو دا هم بايد ووايو، چې ددې لارې په پرانستلو به د المان پوځي وسايل د افغانستان شمال ته وليږدول شي، المان د دې اجازه لري، چې د روسيې له هوا او ځمكې نه خپل توكي وليږدوي.

دغه غوره فكر د ازبكستان پاملرنه ځانته ور واړوله. ازبكستان له ځنډ پرته د اسيا له پراختيايي بانك نه قرض واخست او د حيرتانو له بندر نه د مزارشريف تر هوايي ډكر پورې يې د ۷۵كيلومترو په واټن د ريل پټلۍ دجوړولو كار پيل كړ. د دغې ريل پټلۍ كار به د ۲۰۱۰ كال تر پايه بشپړ شي.

افغان دولت فكر كوي، چې ډير ژر به د مزارشريف ريل پټلۍ هرات ورسيږي او د دغه پروګرام د پلي كيدو لپاره له اوس نه د وسايلو او هغو ځمكو په پيرلو لاس پورې كړى، چې د ريل پټلۍ په اوږدو كې پرتې دي. له دې سره به د ۲۰۱۰كال په پاى كې افغانستان دوه فعالې ريل پټلۍ ولري. دا څه كم شى نه دي، سره له دې، چې ملي لارو ته لا اوږد واټن شته، خو كار يې په زړه پورې بڼه پيل شوى دى.
 
افغانستان لومړى ګټونكى
د ريل پټليو له جوړيدو سره به زيات بدلونونه رامنځته شي. ريل پټلۍ به د اقتصادي اړيكو پر پراختيا، د توكو پر صادراتو، وارداتو او صنعتي پراختيا مثبت اغيز وښندي. صرف نظر له دې، چې  څنګه به وضعيت پراختيا ومومي او په افغانستان كې به د ګاونډيو هيوادونو تر منځ د نفوذ  سيالي څرنګه وي، هر هيواد، چې وغواړي دغه پروژه بشپړه كړي، ګټه به يې افغانستان ته رسيږي. ريل پټلۍ هغه څه نه دي، چې د سياسي بدلونونو په رامنځته كيدو سره دې په جيب كې وساتل شي.

دلته كولاى شو، چې د بيلګې په توګه د ازبكستان هيواد ياد كړو، چې په ناڅاپي توګه په دې برخه كې لاس په كارشو او دمزارشريف د ريل پټلۍ يې جوړه كړه، هغه يې هم په دې دليل، چې د افغانستان له لاري د سيمې په بازارونو او په دې هيواد كې انحصاري واكمني وساتي. له كلونو راهيسې حيرتان يوازينى تمځى دى، چې د سترو سوداګريزو توكو د ليږد وړتيا لري. وروسته له هغه دغه توكي د ازبكستان د ريل پټلۍ له طريق وړل كيږي او دې هيواد ته زياته ګټه په لاس ورځي. دا، چې افغان سوداګر د مالونو د انتقال لپاره كومه بله لار نه لري اړ دي، چې د ازبكستان په وړاندې غلي پاتې شي.

افغان سوداګر هم په هيواد دننه او هم په مشترك المنافع هيوادونو كې د ازبكستان له چلند نه ناخوښ دي. په قزاقستان كې يو افغان سوداګر محمد داوود په دې باور دى، چې "ازبكستان د بېلا بېلو دلايلو له مخې افغانستان ته د سوداګريزو توكو د ليږد له عهدې نه شي وتلى." د سوداګريزو توكو د ليږد لپاره د ازبكستان له ريل پټلۍ نه ګټه اخستنه دا ښيي، چې دلته يوه سلسله ستونزې شته دي، چې افغان سوداګر ځوروي. د محمد داوود په وينا، شرايط له زغم نه وتلي او دا به دافغانستان پر اقتصادي پراختيا ناوړه اغيزې وكړي. دغه افغان سوداګر زياتوي: " په كابل كې قزاقستان د انرژۍ په برخه كې يو ستراتيژيك اقتصادي ملګرى بولي. په دې برخه كې د قزاقستان ګټه هم ده، خو يوه خبره شته او هغه دا، چې ازبكستان د سترو سوداګريزو د محمولو د ليږد وړتيا نه لري." محمد داوود هیله وښوده، چې د حيرتان- مزارشريف ترمنځ د ريل پټلۍ له غځيدو سره به حالت بدلون ومومي.

خو د هرات د ريل پټلۍ له جوړيدو سره د دې امكان شته، هغه سوداګريز توكي، چې د ازبكستان له لارې ليږدول كيږي، له دې وروسته به د ايران له خاورې تيريږي. د ازبكستان د ريل پټلۍ د جوړولو د شركت مشرتابه پريكړه كړې، چې دې بلې لارې په جوړولو سره له دې ستونزې خلاصى ومومي. په هر حال اوسمهال د افغان سوداګرو په وړاندې د ازبكستانيانو  انحصاري نظر زيانمن شوى دى. په دې خاطر كولاى شو د افغانستان د اقتصادي ودې انتظار ولرو او له دې سره جوخت به د افغانستان توكي دنړۍ په زياتو مغازو كې ووينو.

ايران هم د ريل پټلۍ له جوړيدو نه، نه يواځې د مالونو له ليږد نه ګټه پورته كوي، بلكې د معلوماتو له مخې، د مشهد- بافك ريل پټلۍ، چې يوه برخه يې هرات ته را غځيدلې، د سنګان، سه چاخون، چادر، ميلاو او پاروادي تمځي لري، چې د كاني موادو د پروسس لپاره جوړ شوي دي او ايران د افغانستان د كانو را ايستلو ته سترګې پټې كړې، همدا علت دى، چې وړ ترانسپورتي لارې جوړوي. ايران د افغانستان په لويديځ كې  لارو ته په دې خاطر پراختيا وركوي، چې د افغانستان كاني منابعو ته له امتيازي شرايطو سره سم لاس رسى پيدا كړي.

د ريل پټلۍ له جوړيدو څخه پاكستان او هند ته هم ګټه رسيږي. پاكستان دولت د وخت په تيريدو سره پر دې پوهيږي، چې له خپلو هيواد سره د ريل پټلۍ له لارې د افغانستان تړل، نوموړي هيواد ته د دې چانس په لاس وركوي، چې نيغ په نيغه اروپايي، دمنځنۍ اسيا او روسيې بازارونو ته، پرته له دې، چې په له ګڼې ګوڼې ډكو بندرونو كې يې مالونه ښكته پورته شي، لاس رسى پيدا كوي، له دې سره سم به پاكستان په خپل دريځ كې نرمښت راولي. له پاكستان وروسته هند هم په دې لټه كې دى، چې له دې لارې سره ځان وتړي، ځكه دغه هيواد غواړي، چې له ستر ولې نامناسب ترانسپورټي دهليز(شمال- جنوب) پروژې ته اړتيا احساس نه كړي. خلاصه دا، چې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو كې هيڅ داسې هېواد نشته، چې د افغانستان ريل پټلۍ دې دهغوى په ګټه نه وي او يا هم دهغوى لپاره خطرناك ثابت شي.

د سوداګرۍ د پراختيا لرليد او د مالونو  ترانزيت برخلاف مالونه ډير ستر دي.

يوازينى هېواد، چې په افغانستان كې د ريل پټلۍ د جوړيدو له امله يې ډير څه له لاسه وركړي،روسيه ده. روسيې دا استثنايي چانس درلود، چې افغانستان د ۱۵۲۰ملي متري ريل پټلۍ په شبكه كې شامل كړي او هغه د روسيې په ريل ګاډو او سامان الاتو سمبال كړي او د روسيې د ريل پټليو له صنعت سره يې ونښلوي. له دې كار سره به مالونه د شمال له لارې د روسيې بندرونو ته وړل كيدل. خو اوسمهال دا امكان نشته او له لاسه وتلى دى. د افغانستان ريل پټلۍ به په استثنايي ډول د ۱۴۳۰ملي متر په پلنوالي سره پراختيا ومومي او دا كار به د مالونو حمل و نقل ته په نوې لار(لويديځ- ختيځ)، د ايران له بنسټز رول او د پاكستان په لرليد كې پراختيا ور وبخښي. افغانستان به د ايران د ريل پټلۍ له تخنيك نه ګټه پورته كړي.

د افغانستان د ريل پټليو پراختيا به په راتلونكي كې  تاجكستان او ازبكستان دې ته اړباسي، چې خپلې ريل پټلۍ د ۱۴۳۵ ملي متره په پلنوالي جوړې كړي او يا هم خپلې ريل پټلۍ له دې سره يوخيل كړي. دغه كار به دهغوى په ګټه تمام شي او د ايران بندرونو ته نيغ په نيغه لار وموي. دغه كار د يادو شويو هيوادونو د اقتصاد لپاره طلايي چانس دى. كه چين هم د منځنۍ اسيا له لارې د ۱۴۳۵ملي مترو په پلنوالي ريل پټلۍ جوړه كړي، نو په ۲۱مه پيړۍ كې به په دغو هيوادونو كې دا ډول ريل پټلۍ دود وموي.
په مجموع كې د افغانستان ريل پټلۍ رڼه راتلونكې لري. دا ريل پټلۍ به د هغو سيمو پر اقتصادي پراختيا ژوره اغيزه وښندي، چې د افغانستان د مركزي غرونو  په شمال او جنوب كې پراته دي. دغه اغيزې به دافغانستان د ريل پټليو پراختيا ته په پام سره ورځ تربلې پياوړتيا پيدا كړي. كيداى شي په راتلونكي كې د افغانستان د مركزي غرونو په لړۍ كې د ځمكې لاندې ريل پټليو كار هم پيل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery