په دې ورځو کې صهيونيستي اسرائيل د خپل پر ماجرا تاريخ يو ډير ډراماټيک دوران تيروي . د روان کال د اګست پر پنځلسمه نيټه اسرائيلو "دغزي څخه دوتلو" عمليات شروع کړه کوم چې دهغه په جريان کې به د غزي د تراډي نه د يهودي مېشتو ښارګوټو خالي کېدل شروع او په دې لړ کې به ددې سيمي څخه د صهيونيستي اسرائيلو د پوځي واحدونو وتل عملي بڼه پيداکړي . د کال ١٩٦٧ راهيسي دا لومړنی ځل دی چې دا نه چنداني پراخ خوګڼ شمېره استوګن ځاي د فليسطينيانو د مځکي يوه ټوټه چې داسرائيلو په اشغال کې وه بيرته د فليسطينيانو تر واک او کنترول لاندي راځي.
دفليسطينيانو د اوښکو اوشوق په څپو کې او دښارګوټو د اوسېدونکو دغم اوخښم په بهير کې اسرائيلي ځواکونه چې د غزې نه دوتلو په حال کې دي اوس دغه مهم او اساس سوال مطرح کيږي چې ددې کار تر شا کوم هدفونه پراته دي او ددې تراډي سياسي راتلونکې به په څه ډول ليکل کيږي ؟
ددې کار سر جوخت اوس ډېر د نظر خاوندان داسي پوښتني را پورته کوي چې دغه د پرشا تګ عمليات چې همدا اوس پيل سوي دي آيا دا به په اسرائيل کې د کورنۍ جګړې يوه پيلنامه سي ؟ آيا د غزي نه پر شاتګ او د يودېرشو يهودي مېشتو او داردن د رود د لوېديځي غاړي څلورو ښارګوټو کامل ورانول به د اسرائيلي ټولني دپاڅون باعث و ګرځي؟ او آياد پوځې ارتدوکس او نوروپوځي ټولګيو چې په هغو کې د پام وړ مذهبي او ښې ﻻسي سخت دريزه سرتيري موجود دي دمځکې ﻻندي به يو پټ وسله وال تشکل جوړ کړي؟ ظاهراً خو داسي برېښي چې ښايسته ډېر سياسي چارواکي او قومندانان به شايد داسي پوښتنو ته منفي ځواب ورکړي او و به وايې چې پوځ به پاڅون ونکړي، مخفي وسله واله مرکزونه به جوړنکړي او اسرائيل به ديوې کورنۍ جګړې خواته ور ټېل نه وهي.
خو ددې پرشاتګ تر شا نور کوم هدفونه کېداسي پراته وي؟ ددې طرحې عملي کول که ديوې خوا دآريل شارون پرحکومت باندي د زياتو کورنيو او بهرنيو د فشارونو په وجه وه خو د بلي خوا پخپله داريل شارون ددې ارادې ښکارندويه هم وه چه داردن درود د لوېديځي غاړي پر لويې برخې باندي خپل تسلط دائمي کړي.
د "لوموند ديپلماتيك" اينترنتي خپروني په خپله وروستۍ ګڼه کې هم د غزې د تراډي نه پر شاتګ داسرائيلو د پردې ترشا هدف د " داردن درود د لويديځي غاړي ساتل " اعلان کړيدي . ددې فرانسوي نشريې په قول دنوي ډول غچ اخيستلو سياست چې د اسرائيلو لومړۍ وزير اريل شارون په اشغالي مځکو کې پلی کړ هغه په دې ډول د اسرائيلو او فليسطينانو په مابين کې د ډېرو افراطي نښتو و چال چلند ته لمن وهل دي.
ددې مسئلې و تاريخي پس منظر ته يوه ځغلنده کتنه
غزه، د مديترانې درود پرغاړه يوه نه چنداني لويه ټوټه مځکه ده چې د پخوا زمانې راهيسي دهغې سيمي يوه برخه وه او د تاريخي فلسطين په نامه يادېده. د ورستيوڅوسوو کلونو په اوږدو کې غزه او همدارنګه ټول فلسطين اوپه پراخه کچه ټوله ختيځه عربي سيمه د عثماني امپراطوری يو برخه وه. خو د نړيوالي لومړۍ جګړې نه وروسته لويې بريتانيا ددې سيمي اداري کنترول په ﻻس کې و نياوه.
کله چې په کال١٩٤٧ کې انګرېزانوپه رسمي توګه دفلسطين څخه خپل وتل اعلان کړل، دملګروملتو د عمومي ټولني د پريکړي پر اساس غزه بايد د عربي دولت دسيمي يو برخه ګرځېدلي واې . خو د عربو او اسرائيلو د جګړې په ترڅ کې(١٩٤٩/١٩٤٨ )، چې داسرائيلو په بري پاېته ورسېده هغه حدود چې بايد فليسطيني عربي دولت پکښې جوړ سوی واې يوه برخه يې د اسرائيلو په قلمرو پوري او بله برخه يې د اردن د امير نشينو په سيمي پوري چې ورسته بيا داردن په پادشاهي باندي تبديله سوه، تړاو وموند.
هغه برخه چې داردن په حدود کې راغله وروسته د لويديځ ساحل په نامه و نومېده. دهغه علت هم ددې سيمي موجوديت داردن درود په لوديځ سواحلو کې وو. خو د غزې کوچنوټې سيمه د مصر په واک کې راغله که څه هم چې رسماً د هغه دقلمرو جز نه شمېرل کېده . قريب شل کاله وروسته دکال ١٩٦٧ د عربو او اسراييلو " دشپږ ورځني جګړو" په ترڅ کې غزه د اسرائيلي پوځي قواوو په اشغال کې راغله او دهغه راهيسي د اردن درود د لويديځ سواحلو سره يوځاي چې داردن څخه پرې سوه د اسرائيلو د حکومت تر ادارې ﻻندي راوستل سوه .
همدا اوس په غزه کې چې د جميعت د ګڼه ګوڼي له درکه په نړۍ کې لومړی مقام لري ديوه ميليون او درې لکو نه زيات عرب ژوند کوي . اودا په داسي حال کې ده چې په هغه کې ٢٦ يهودي مېشته ښارګوټي جوړ سوی دي چې نيژدې ٨ زره يهوديان پکښې اوسي . ( دمقايسې په توګه: په لوديځ ساحل کې د دو ميليونو نه زيات عرب او ١٢٠زره مهاجر يهوديان ژوند کوي ) داريل شارون دپريکړي پر اساس اوس دغه ٢٦ ښارګوټي د اوسېدونکو نه خالي کيږي اوهغوی به بيرته و اسرائيلو ته ستانه کيږي. په دې لړکې به هغه ټوله خالي سوي کورونه ديوه سره نړول کيږي او عين سرنوشت به دغربي ساحل و څلورو نوريهودي مېشته ښارګوټو ته هم ګوري.
پخوا شارون د يهودي مېشته ښارګوټو د " پلار" په توګه په اشغالي سيمو کې شهرت ﻻره. هغه دوزارت په مقام کې چې د اسرائيلو په بېلابېلو دولتونو کې يې دنده درلودله او په خپل ټول قوت او قاطعيت سره يې تلاښ کاوه چې ددې ښارګوټو په پرمختيا او ترقي کې ځان مصروفه وساتي. خو اوس همدغه شارون د غزي نه دو تلو دمفکورې د مبتکر په عنوان ځان و ميدان ته را باسي ! هغه اوس د خپل رنګ په بدلولو سره په يوه لحظه کې ځان و خپل رايې ورکونکو ته په يوه ناوړه دښمن اړوي!
ښی اړخي اسرائيليان چې تل يې په خپلو رايو د شارون او دهغه د ليکود د بلاک نه ملاتړ کاوه اوس مجبوريږي چې دداسي شديد اوښتون علت په کوم ځاي کې ولټوي؟ هغوي به شايد يوازي د شارون د استراتژی په څېړلو کې و کولاې سي د داسي سخت بدلون نه ځان خبرکړي!. دغه جنرال صاحب چې د خپل خصلت د ښودلو په څهره کې يې د"بولدوزر" په نامه شهرت پيدا کړی وو د يوه مشروع او خپلواکه عربي فليسطيني دولت چې د ملګرو ملتو د پرېکړو اود ډېرو داسي طرحو چې عربي هېوادونو ددې ﻻنجې دحل دپاره وړاندي کړې وو او همدا رنګه " دﻻرې نقشه" چې په ګډه د ملګرو ملتو دسازمان، امريکا، داروپا اتحاديه او روسيې لخوا وړاندي سوې وه، شارون تل د هغوي د يوه سر ټمبه مخالف په توګه مخي ته درېدلی وو .
ډېر په دې باور دي چې شارون به په راتلونکي کې هم همداسي مخالف پاتي شي . شارون او دهغه همفکره انډېوالان د رېښې نه دداسي حل دﻻرو سره مخالف وو. هغوی دحل دﻻرې ډېرسطحي ځواب را مخته کوي چې دهغه پر اساس يو بې رېخته او ګوډاګی دولت چې ددولت د يوه کاريکاتو په سطحه وي را مينځته کړي څو دغربي ساحل نيمايې برخه اداره کړاي سي او دغه برخه بيا هم ان يو دبل سره پر شپاړلسو بېلوبېلو ناحيو ووېشي. امريکا چې د اسرائيلو نيژدې متحد دی ﻻ ونسو کړاې چې دداسې طرحې سره موافقت وکړي . خو اوس شارون د واشنګټن تر فشار ﻻندي د "غزې نه دوتلو" طرحه وړاندي کوي او غواړي داسي وښيې چې ګني دا د "ﻻرې دنقشې" يوه برخه ده چې تر سره کيږي او هغه هم د فليسطين ددولت د جوړلو دپاره لومړۍ ګام دی! .
که څه هم چې د غزې تړانګه و شارون ته واقعاً په يو لويه سرخوږي اوښتې وه خو هغه د غربي ساحل ديوې لويې برخي د ساتلو په هدف د اشغالي مځکو دغه کوچنۍ ټوټه دنورو راتلونکو طرحو د پلي کولو په نيت بيرته ورکوي. همدارنګه شارون پر دې ټکي هم حساب کوي چې فلسيطينان به شايد ددې اقدام څخه راضي سي. خو ددې ټولو سره سره شارون د هغوی د اشغالي مځکو نه يوازي يوه کوچنۍ برخه بيرته ورکول غواړي او په دې ډول په يوه غشي دوه نښانه نه بلکه درې نشانه ولې: يعني هغه هم د يوې غريب قلمرو د سرخوږی نه چې تل ناراضه او دانفجار او ښورښ په حالت کې وو ځان خلاصوي؛ هم په يوه مثبت تبليغاتي ژست سره د نړۍ عامه افکار ځانته را جلبوي؛ اوهم د فليسطينيانو د نارضايتيو او خښم پر اور باندي اوبه شيندي او په دې ډول غواړي په هغوی کې دا اميد راو پاروي چې دا حرکت د خپلواکې د ﻻسته راوړلو دپاره يو لومړی ګام دی.
خو په اسرائيل کې د يهويانو يوه لويه برخه بيا د شارون ودې تصميم ته په ډېر ترديد او خښم سره ګوري. هغوی وېره لري چې د غزې نه وتل به د سخت دريزو فلسيطينيانو د موقعيت په ټينګېدو باندي تمامه سي او دا اقدام به هغوی د ځان دپاره د يوه بري په حيث ارزيابي کړي! او هغوی به د خپلو اشغالي مځکو د تر ﻻسه کولو دپاره به و نورو بريو ته و هڅوي .
خو د غزي د تراډې نه د صهيونيستي پوځي ځواکونو ددغه پرشا تګ تر شا هر څه چې وي وي به خو دا پر شا تګ د هغه سياسي تلاښونو او د فلسطين د قهرمان او مظلوم ولس د هغه مسلحانه مقاومت او قربانيو نتيجه ده چې دا ولس يې په خپلو وينو اوس ثمر اخلي. د فلسطين ولس او د هغوي د جنبشونو مخکښان او رهبران دا پر شا تګ خپل يو لوي تاريخي بری بولي چې سيمه ائزه ډېر سترمثبتي نتيجې به د ځانه سره ولري او د عربي او اسلامي نړۍ پر کورنيو مسئلو به ډېر لوی تأثير وکړي.
د غزې د تراډي نه د اسرائيلو قواوو دغه تاريخي پر شا تګ و نړيوالو ته دغه نکته روښانه کړه چې د فلسطين ملت يو ژوندی ملت دی او هيڅ يو يرغلګر ځواک نشي کولاي يو ملت د پښو وغورځوي او هغه محوه کړي . خو اوس دا پوښتنه را پورته کيږي چې ددې نه باد به فليسطينان څه کوي؟
ځيني کارپوهان په دې باور دي چې د غزې نه د اسرائيلي قواو پر شاتګ به په فليسطين کې د قدرت د جګړې د يو نوی آغاز پيلنامه وي. دا جګړه به شايد دپوځي مسلحو ځواکونو ترمينځ په ځانګړي توګه د اسلامي مقاوت د جنبش ( حماس) د فلسطين د آزادي بخښونکی جنبش ( فتح ) او د حماس او اسلامي جهاد د ډلو او د خود مختاره حکومت په مقابل کې د پټ او ښکاره سياسي، پوځي او تبليغاتي عرصو يو لوي ميدان وکرزي او د هغوي د فعاليتونوډګر به په دې عرصو کې متمرکزه وي . د کار پوهانو ځيني منابع بيا د غزي په تراډه کې د صهيونيستي قواوو د وتلو نه باد د پوځي نښتتو اټکل هم د امکان نه ليري نه بولي او په دې باوردي چې پوځي ځواکونه او خودمختاره حکومت به دغه درايت ولري چې د خپلي هوښيارۍ په ساتلو سره د اسرائيلو په دام کې ځان را ښکېل نکړي .
دپورتنيو اټکلونو سره سره بايد صبر وسي څو د غزې د تراډي د سياسي راتلونکي په هکله پېښي ځان روښانه کړي او وليدل سي چې هغوی څه رنګه شکل نيسي!
هدايت الله هدايت ـ استراليا
د ٢٠٠٥زيږديز کال داګست ٢٠ مه