۱۳۸۸/لړم/۱۵ لمریځ کال
لکه څرنګه چي پراخ بنسټه پښتو ژبه د لسګونو پیړیو لرغونتوب په بر کي نیسي او د یوه پراخ هڅوب (ادب) په لرلو سره کابودنړۍپنځه پنځوس میلیونه وګړي ورباندي ږغیږي. له نیکه مرغه پښتو ژبي چي د خپل ارت سمییزهڅوب اود پښتو ژبپوهانو په مټو ځان نن تردې پولي را رسولی چي په هیڅ ډول پردي توري باندي ډډي کولو اویا د پردیو پښویو(ګرامر) و خپلولو ته کومه اړتیا نلري.
نو غواړم چي د نوموړي ټیګې (موضوع) د کرښو په لړ کي زه هم لا له پخوا څخه د روښانه شوي پښتو لیک دود په یوي کوچنۍ څانګي باندي بیا رڼا واچوم.
: په پښتو کي د (ی) ډولونه :
پښتو ژبپوهان د سم وینګ (تلفظ) او لیکني له امله (ی) په ډولونو باندي ویشي او نوموړی ویش په دوه ډوله کوي، ګوا یو شمېر ژبپوهان په دې ګروهه دي چي (ی) په څلورډوله ده او یو شمېر نور لکه د پېښور لیکوالان بیا پدې ګروهه دي چي (ی) په پنځه ډوله ده.
د (ی) نوموړی وېش په لاندي ډول دی:
۱ : څرګنده (ي) :ـ د نوم له مخي نوموړي(ي) څرګنده نوموي اوهغه مهال په کاریږي چي کله یونارینه نوم لیکل کیږي لکه: یاغي، موچي، پشي او داسي نور.
۲ : اوږده (ې) :ـ د نوم له مخي نوموړي(ې)اوږده نوموي اوهغه مهال په کاریږي چي کله یوښځینه نوم لیکل کیږي لکه: شیدې، مستې، ادې، د شپې او داسي نور.
۳ : نرینه (ی) :- د نوم له مخي نوموړي (ی) نرینه بولي اوهغه مهال په کاریږي چي کله یو نارینه نوم لیکل کیږي لکه: سړی، ډبی، کوچنی، لرګی او داسي نور.
پورتني درۍ ډوله د لا روښانه کولو لپاره په یوه بله کوچنۍ موخۍ (مثال) کي په کاروم.
سي- ای- اې =C I A
۴ : ښځینه (ۍ) :ـ دنوم له مخي نوموړي (ۍ) ښځینه بولي اوهغه مهال په کاریږي چي کله یوښځینه نوم لیکل کیږي لکه: انجلۍ ، ډوډۍ ، مرمۍ ، شپېلۍ او داسي نور.
او لاندینی پنځم ډول یې هغه دی چي که څه هم په پېښورکي خو په کاریږي خو نورګڼ شمېر پښتو ژبپوهان نوموړي (ی) ته کومه اړتیا نه وینی ځکه چي زورکۍ (ۍ) اونومړي (ی) چي کړواله (ﺉ) یې بولي په یوه ډول سره ویل کیږي او کوم ځانګړی توپیرنه سره لري نو ځکه د نوموړي (ی) له زیاتولو څخه ډډه کوي.
۵ : کړه مکړه (ﺉ) :ـ دنوم له مخي نوموړي(ﺉ) کړه مکړه یا کړه نکړه بولي اوهغه مهال په کاریږي چي کله مونږپه یو چا باندي دیوه کار د تر سره کولو ږغ او یا امر کوو لکه: ودرېږﺉ، وخورﺉ، مه کوﺉ، وګورﺉ او داسي نور.
یادونه :- په لر افغان ټاټوبي(کوتبي او سهیلی پښتونخوا)کي ګڼ شمېرلیکوالان اوږده (ې) او زورکۍ (ۍ) په لاندنۍ توګه هم لیکي.
ې = ، ۍ =
: په پښتو کي د (و) ډولونه:
په پښتوژبه کي د وینګو (تلفظ) له امله (و) ته هم ډیره اړتیا وه چي باید په ډولونوباندي وېشل شوی وای، نو له همدې امله اودول سمد خان اڅکزي(و) هم په درۍ ډوله وېشلی.
۱ : څرګند (و) :- د نوم له پلوه نوموړی(و) څرګند بلل کیږي، بڼه يې دساده(و) په څېرده ګواکوم بدلون نلري اود نوموړو تورو د ویلو لپاره له پاسته (و) څخه کار اخلو لکه: پلو، کنډو، لو، ویده، وار او داسي نور.
۲ : مجهول (و) :- د نوم له پلوه نوموړی (و) ګونګ بلل کیږي، بڼه يې د(ړ)د ټکي په څېر ده ګوا دغه (و)په خپل بېخ کي یو کوچنی غړوندی لري اود نوموړو تورو د ویلو لپاره له ګونګ (و)څخه کار اخلو لکه: زوی، ډول، توی، بولم او داسي نور.
۳ : پېښ (و) :- د نوم له پلوه نوموړی(و) پيښ بلل کیږي، بڼه(شکل) يې د زورکۍ (ۍ)غوندي ده ګوانوموړی(و) په خپله اخرنۍ څنډه کي یوه کوچنۍ لکۍ لري او د نوموړو تورو د ویلو لپاره له څرګند (و)څخه کار اخلو لکه: تالو، کدو، باڼو، سوک او داسي نور.