مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

كتابتون د كلتوري هڅو تر څنګ

ګل آغا احمدي وردك
 ګل آغا احمدي وردك
  (دويمه برخه)
 د خپلې مخكينۍ ژمنې سره سم غواړم چې د (كتابتون د كلتوري هڅو تر څنګ) د ليكنې په دويمه برخه كې د هغو لارو چارو لټون او غور ته لنډه كتنه وكړم چې څرنګه كولاى شو په خپل هيواد افغانستان كې د كتابتونونو د جوړولو او پياوړي كولو بهير ته ځواكمنتيا ور په برخه كړو؟
 مخكې لدې چې د موضوع په اړه څرګندونې وشي يو ځل بيا د دې خبرې يادونه اړينه ګڼم چې افغانستان به هغه مهال د يوې بشپړې سولې او پرمختګ غيږې ته پناه يوسي چې افغانان په خپله د خپلو پوهنيزو، قانوني، كلتوري، او فرهنګي بنسټونو په بيا رغاونه او پياوړتيا كې فعال رول و لوبوي. په دې هكله د نورو اړوندو ګټورو كارونو تر څنګ د هيواد په ګوټ ګوټ كې د كتابتونونو رامنځته كول يو اړين ګام دى. په هيواد كې د كتابتون جوړولو د روښانه لړۍ د پياوړي كولو لپاره به غوره خبره دا وي چې څو ټكي په پام كې و نيول شي.
 لومړى: د داسې يوه فكر خورولو ته وده وركول چې د كتابتون رامنځه كيدل او له هغه څخه سالمه ګټه اخيستل د افغانانو د ژوند په لارو چارو كې د قانون پلي كولو ته په پراخه پيمانه لاره پرانيزي او په دې هكله رغنده، ګټور، روښانه او هراړخيز رول تر سره كولاى شي. د همدې انګيرنې د خورولو او پياوړتيا لپاره په ملي او محلي كچه د افغانانو تر منځ د نظرونو د يووالي لپاره د داسې پخو هلو ځلو پلي كولو ته اړتيا شته چې د عمل ډګر ته په ورتللو كې له ياد شوي فكر سره مرسته وكړي.
 دويم: د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور د وزارت په چوكاټ كې د كتابتون د رياست را منځته كيدل چې د غښتلي او كاري كدرونو په درلودلو سره به يې دنده يوازې او يوازې د هيواد د مركز او ولايتونو په لرې او نږدې سيمو كې د كتابتونونو رامنځته كول، پالنه او بډاينه وي ضروري ګڼل كيږي. په همدې توګه د نوموړي رياست د سرپرستۍ لپاره داسې زړه سواندي افغانان په دندو و ګومارل شي چې د خپلو اسلامي اساساتو په رڼا كې د ريښتينو او پراخو افغاني، كلتوري بنسټونو ځواكمن كولو او د افغانستان ملي ترمينالوجۍ ته په احترام سره د ټولنيزو اړخونو د رغولو لپاره اخلاص مندانه كار وكړي.
 دريم: غوره خبره به وي چې افغان حكومت هر كال او يا د كال په درشل كې څو ځله د خپل هيواد د كتابتونونو د بهير د ښه والي لپاره د فرهنګي ټولنو او شخصيتونو سره يو ځاى د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې د لويو لويو غونډو او سيمنارونو تابيا وكړي څو هغه لارې چارې غښتلې شي چې د كتابتون جوړولو لړۍ ته ځواكمنتيا ور بښي.
 څلورم: د هيواد په ټولو پوهنتونونو كې دې د كتابتون پوهنې پوهنځۍ په عملي او واقعي توګه پرانيستل شي او په دې اړوند دې داسې كاري، فرهنګي ځواك د ټولنې د چوپړ لپاره و روزل شي چې د هيواد د كلتوري بنسټونو د رغولو مينه يې د زړه په رګونو كې ټوپونه وهي څو د كتابتون د پياوړي كولو لړۍ په ټول هيواد كې د ښيرازۍ په لوري و خوځيږي.
 پنځم: د افغانستان د اسلامي جمهوريت حكومت ته ښايي چې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت او يا هم د يوه ځانګړي پروګرام له مخې د ګټورو كتابونو د رانيولو، د كتابتونونو د ودانيو جوړولو، د كتابونو د چاپ د لړۍ د پراختيا، د وړتيا له مخې د مسوولينو د ټاكلو او داسې نورو كارونو لپاره د خپلې پراختيايي بودجې په لړ كې ونډه وركړي. البته په دې هكله به غوره خبره دا وي چې نوموړې بودجه د يوه زړه سواندي پلاوي تر نظارت لاندې په هيواد كې د كتابتون د لړۍ د پياوړتيا لپاره په كار واچول شي.
 شپږم: ټولو خبري رسنيو لكه راديوګانو، تلويزني چينلونو، ورځپاڼو، مجلو، جريدو او مهالنيو ته دنده وركړل شي چې په هيواد كې د كتابتون د لړۍ د پياوړتيا او رواجولو لپاره داسې هڅوونكي تبليغات په لاره واچوي چې هڅوونكې بڼه ولري او د غوره پايلو درلودونكي وي. په دې لړ كې له اړوندو اړخونو او كارپوهانو سره مركې، غوره تګلارې او خلكو ته د روښانه معلوماتو خپرول د خبري رسنيو كار دى.
 اووم: د افغانستان حكومت، فرهنګي ټولنې، مدني خوځښتونه، پوهنتونونه او نورې اړوندې ادارې دې د هيواد د ننه او بهر د كتابتون د ځانګړو بريښناپاڼو او بريښنايي كتابتونونو په رامنځه كولو كې خپلې هڅې پيل او ګړندى كړي. په همدې توګه له دې لارې د نړۍ له نامتو كتابتونونو سره هم د كلتوري اړيكو ټينګوالى يو غوره ګام ګڼل كيږي.
 سره لدې چې په دې هكله د هيواد په داخل او بهر كې ځينو خپلواكو افغاني بريښناپاڼو دا كار پيل كړى چې يو غوره نوښت ګڼل كيږي خو د موضوع په اړوند پراخو او كوټلو ګامونو پورته كولو ته سخته اړتيا ليدل كيږي.
 آتم: په هيواد كې د كتابتون د لړۍ د غوړيدو سره سم دې د اړوندو ادارو او چارواكو له خوا كتابتونونو ته د را روانو كتابونو د تصنيف چارې په نړيوال ستندرد پر مخ يوړل شي ځكه په دې هكله همدا اوس هم په هيواد كې د څو مختصرو او محدودو كتابتونونو سيستم له زياتو ستونزو سره مخ دى او په كتابتون كې د يوه كتاب پيدا كول د څيړونكي او مسوول چارواكي لپاره يو ستونزمن كار ګڼل كيږي.
 نهم: د هيواد د جمهوري رياست د مقام په دفتر، د پارلمان په ودانۍ، وزارتونو، د زده كړې په موسساتو او ټولو دولتي دوايرو كې د يوه يوه كتابتون جوړيدو ته ژوره اړتيا ليدل كيږي. البته د دې خبرې يادونه ضروري ده چې د جمهوري رياست او پارلمان په ودانيو كې بايد داسې كتابتونونه جوړ شي چې له نړيوال ډګر سره سيالي وكړي او هڅه وشي چې د نوموړو دفترونو اړوند كاركوونكي د كتاب له لوستلو او مطالعې سره بشپړه بلدتيا تر لاسه او د دې لړۍ په پراخوالې كې له خپلې اغيزې څخه كار واخلي.
 لسم: په هيواد كې د كتابتونونو د رامنځه كولو په لړ كې داسې پراخو هلو ځلو ته اړتيا ليدل كيږي چې نوموړې لړۍ د مغرضو او لاسوهونكيو ګاونډيو هيوادونو له كلتوري يرغل او ناوليو لاسوهنو څخه و ژغورل شي بلكي زيات ټينګار پر دې ټكو وي چې د افغانستان د ملي ژبو انډول، افغاني كلتور، پوهنيزو بنسټونو او په ريښتينې افغاني روحيه د ټولنيزو سمونونو د پياوړتيا په موخه ګټور كار وكړي او داسې چارواكي په دې لړ كې په دندو وګمارل شي چې په ريښتينې ملي او افغاني روحيه سمبال او د دښمنو لاسوهونكيو اړخونو د هر راز توطيئو د مخنيوي وړتيا ورسره وي.
 يوولسم: د كتابونو د لړۍ د پراخوالي سره څنګ پر څنګ ښايي چې نوموړى كلتوري غورزنګ د ژباړې، تاليف، كتاب چاپولو، د ليكنې پياوړتيا او داسې نورو اړوندو كارونو سر ته رسول خپله دنده و بولي او د دې چارو د سمون لپاره بيلې بيلې ځانګړې كلتوري كميټې په كار پيل و ګمارل شي څو په فعاله او ژوندۍ توګه د خپل افغاني كلتور د بډاينې لپاره كار وكړي.
 دولسم: وړانديز كيږي چې د كتابتون په نامه دې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت له خوا يوه مياشتنۍ مجله په كار پيل وكړي څو په ټولنه كې د دې روښانه څپې په لا غوړيدو كې خپله دنده تر سره او هيوادوال د كتاب د لوستلو سره د مينې ډګر ته را وبولي.
 پورتني او داسې نور اړوند ګامونه شته دي چې په افغانستان كې د كتابتون د عمومي لړۍ د رامنځته كولو او پياوړي كولو په لاره كې ګټور ثابتيږي چې په دې هكله د افغانستان د جمهوري رياست مقام، حكومت، كلتوري ټولنې، مدني غورزنګ، او ولس ګډ مسووليت لري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery