مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي سرود كه دبسوګۍ واده ؟

سپين غر _كابل
په هيوادكي دملي سرودونوتاريخ ته كه نظرواچوتراوسه پوري څلورملي سرودونه يوپه بل پسي جوړشوي چي دسياسي حالاتواودنظامونودړنګيدوله امله يوپه بل پسي له منځه تللي دي
لومړي سرود دپخواني پاچامحمد ظاهر خان ملي سرود و،چي شعر يي نه درلود يواځي يوموزيكال سرود و، خودشهيد محمدداودخان په جمهوريت كي يوبل ملي سرود جوړشو چي په لومړي سر كي موزيكال سرود و،چي وروسته بيا دهيواددستر اوپياوړي شاعر مرحوم بينوا شعر ورته غوره شو،دجهوريت دړنګيدونه وروسته دخلك دموكراتيك ګوند دحاكميت په زمانه كي يوبل نوي سرود غوره شو چي شعر يي دسليمان لايق و،
ددوكتورنجيب الله دحكومت دسقوط نه وروسته كله چي مجاهد ين واك ته ورسيدل مجاهدينوځان ته يوبل سرود غوره كړچي تراوسه په رسمي اودولتي غونډواومحافلوكي ږغول كيږي ،خوداساسي قانون په لويه جرګه كي فيصله وشوه ترڅويونوي ملي سرود په پښتوژبه له سره جوړشي اودافيصله دهيوادپه نوي اساسي قانون كي هم تسجيل شوه ،ددي ملي هڅي په منظور يوه باصلاحيته كميسيون ته دنده وسپارل شوه ترڅودنوي سرود لپاره شعرترتيب اونوي سرود په نوي بڼه جوړشي ،دنوي سرود لپاره لومړي شعرچي كله جوړشو،هغه دځينودلايلوپراساس غوره نشو،اواوس دادي يوبل نوي شعر دملي سرود لپاره غوره شوي چي په لاندي ډول دي

داوطن افغانستان دي     =  داعزت دهرافغان دي
كوردسولي كوردتوري     = هربچي يي قهرمان دي
داوطن دټولوكوردي    =   د بلوڅودازبكو
دپښتون اوهزاره وو       =   دتركمنودتاجكو
ورسره عرب ،ګوجردي  =  پاميريان ،نورستانيان
براهوي دي قزلباش دي    =  هم ايماق ،هم پشه يان
داهيوادبه تل ځليږي   =  لكه لمر په شنه اسمان
په سينه كي داسيا به    =  لكه زړه وي جاويدان
نوم دحق مودي رهبر
وايوالله اكبر وايوالله اكبر

لكله څنګه چي خبرياست دهيوادنوي ملي سرود دكابيني دتصويب نه وروسته دهيوادوالودنظرغوښتني لپاره دهيوادپه مطبوعاتواوخبري رسنيوكي خپورشوي ترڅوهيوادوال اودنظرخاوندان په دي اړوندخپل نظرونه وړاندي كړي ،تراوسه په دي هكله بيلابيل نظرونه وړاندي شوي ،خوپه ټوليزه توګه دانظرونه دوه لوري لري
_ له تعصب نه ډك نظرونه
_ اصلاحي اومنطقي نظرونه
دتعصب نه ډك نظرونه دهغوافرادواوډلوله لوري وړاندي شوي اوخپاره شوي دي ،چي تل يي په هيوادكي دملي نفاق ،جلاوالي اوقومي برتري لوبي اوسياستونه كړي اواوس هم دارازكرغيړنولوبواوسياستونوته دوام وركوي ،دملي سرود په اړه ددي ډلي استدلال په ضعيفو،متعصبانه اوقانوني ضد بنسټونوتكيه لري ،هغوي داساسي قانون دلويي جرګي دنماينده ګانوفيصله دمنلووړنه ګڼي اوپه ښكاره داخبره كوي چي اصلآ ددي اړتيا نه ليدل كيږي چي ملي سرود دي په پښتوژبه وي ،په داسي حال كي چي داساسي قانون په لويه جرګه كي داخبره په قانون كي تسجيل شوي چي ملي سرود دي په پښتوژبه وي اودهيواددلويوقومونودنومونواودالله اكبر كلمه دي په كي ځا ي كړل شي
دتعصبي نظرياتوپه لړكي دپيام مجاهد اونيزي دروان كال دزمري دمياشتي په يووشتمه ګڼه كي د( چه كساني برتري جويي مي كنند وچه كساني به اختلافات زباني دامن مي زنند ) ترسرليك لاندي په يوه مضون كي داسي راغلي :
برتري خواهي وامتيازطلبي حلال مشكلات نيست ،آنهايي كه نمي خواهند ،به زبان دري سرودملي رازمزمه كنند،بايد بدانند كه ديگران نيز به زبان پشتوتن درنمي دهند .
دتعصپ اونفاق دپلويانوله دي بي بنسټه استدلال نه دهغوي تفكر دهغوي پوهه اوعلمي ظرفيت اوكفايت ډيرښه ښكاري
لومړي خوبايد دي ښاغلي ته وويل شي چي دافغانستان ولس دومره ساده هم مه ګڼه چي ستا اوتوبوتواودتعصب دچيني نه راخوټيدلوبي بنسټه بابولالوته به غوږ ږدي ،دويم داچي دا نه دكوم ځانګړي شخص فيصله ده اونه هم دكومي ډلي ،دادافغانستان دولس دنماينده ګانوفيصله ده يعني دولس فيصله ده ،اوپه قانون كي تسجيل شوي يوحقيقت دي ،داچي تاسوښاغلي دقانون مواداوپه قانون كي دولس حق نه مني نودااوباشي اوبدماشي دي تاسوته مباركه وي
دملي سرود په هكله اصلاحي نظرونه هم وړاندي شوي دي ،دانظرونه اكثر دنظردخاوندانو،اديبانواواكادميكوكسانودي دنطرخاوندان په دي عقيده دي چي ديوه هيوادملي سرود بايد په عالي اوانساني سترواوسپيڅلوارزښتونوباندي متكي وي ،هغوي په ملي سرود كي دهيواددقومونويادونه ضروري نه ګڼي ،ځيني خوبيا دهيواددټولو قومونواويازياتوقومونودنومونويادول بلكل يوه مسخره ګڼي ،اوپه دوويا يازياتوژبودملي سرود جوړول خوله هغه نه هم مسخره كوونكي بولي اوپه دي عقيده دي چي داډول سرود ددي په ځاي چي ملي يووالي ته ګټه ورسوي ملي يووالي ته زيان اړوي .
داوسني سرود دشعر دمحتوا اوشكل په هكله هم ډيري پوښتني راولاړي شوي دي اكثر په دي عقيده دي چي داشعر هم دشكل له مخي اوهم دمحتوا له مخي يوكمزوري شعر دي ،په شعر كي انساني عالي ارزښتونوته اشاره نه ده شوي اوشعر په يوډول اغراقي اومبالغه اميزه كلماتوكي رانغښتل شوي يونظم دي
ځيني بيا ددي شعر حماسي اړخ ته ګوته نيسي اووايي په دي شعر كي حماسه اويوډول خوځښت نه ليدل كيږي چي دادافغانانوپه څير ديوه باتورملت دهويت انځورنشي كيداي
زيات شمير دنظرخاوندانودشعر دغه بيت ترډيرو نيوكولاندي راوستي دي
كوردسولي كوردتوري هربچي يي قهرمان دي
دوي استدلال كوي چي په وروستيودريولسيزوكي هيواددجګړي په يوه لوي ميدان اوښتي و،اودسولي نښان هم نه ليدل كيده ،دغه شان زياتي نوري نيوكي هم دشعر په هكله موجودي دي
خوددغواصلاحي نظرياتواوځينوتعصبي نظرونوپه اړخ كي يوه ډله نوركسان هم شته چي مخكني سرود چي شعر يي دمرحوم بينواصاحب وو،اودښاغلي حبيب الله رفيع له خوا دقانون دموادوسره په جوړښت كي تنظيم اوترتيب شوي و،پرځاي اودمحتوا اوشكل له پلوه لوړاوسترشعر بولي ،دبينواصاحب شعر په دي ډول دي:

څوچي داځمكه اسمان وي
څوچي داجهان ودان وي
څوچي ژوند پردي جهان وي
څوچي پاتي يوافغان وي
تل به داافغانستان وي
تل دي وي افغان ملت
تل دي وي جمهوريت
تل دي وي ملي وحدت
تل دي وي افغان ملت جمهوريت
ملي وحدت ،ملي وحدت

ددي نظرپلويان ديوه وړانديز په توګه غوښتنه كوي كه چيرته همدغه شعر دملي سرودلپاره غوره شي له يوي خوا به دهيوادملي سرود ته يوښه شعر ټاكل شوي وي اوله بلي خوابه دملي سرود دي ناندريزبهير ته چي اوس دبسوګې واده تري جوړشوي دپاي ټكي كښيښودل شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery