استاد رشاد نه یوازی د یوه فرهنګی دایرة المعارف حیثیت لری، بلکه
سیاسی مبارز هم دی
پيل
۱. د ارواښاد استاد رشاد د ژوند یوه لنډه یادونه ( ۱۹۲۱- ۲۰۰۴ ع)
۲. دایرة المعارف یعنی څه او استاد رشاد څنګه د یوه فرهنګی دایرة المعارف په څیر ؟
۳. د علامه رشاد خپلواک سیاسی شخصیت
۴. نتیجه او « رشاد پیژندنه »
پیل
هره ټولنه په خپل ټاکلی تاریخی مرحلی کی د ټاکلیو ضرورتونو پر اساس یو لړ شاعران ، لیکوالان ،قهرمانان او مبارزین را مینځ ته کوی چی خپل وروستی نسلونه یی په خپل نوبت افتخار په کوی او په ویاړی . د همدی اصل له مخی افغانی ټولنی هم په خپل اوږده او د افتخاره ډک تاریخ کی ډیر نامتو پوهان ، لیکوالان ، شاعران ، څیړونکی او قهر مانان لرلی دی چی نن باید ټول افغانان په هغوی وویاړی او افتخار په وکړی .
یو له هم دغو پوهانو ،څیړونکو او شاعرانو څخه زموږ ثابت قدمه استاد عبدالشکور رشاد دی چی د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر په میاشت کی د ۸۳ کلونو په عمر یی له دی فانی دنیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی او موږ یی اوس د میړانی او همت ، د ابتکار او فضیلت بیان کوؤ . پر همدی اساس زموږ د ټولنی یو لړ لیکوالان ،شاعران او دده پلویان یی پر ژوند او آثارو بحثونه او لیکنی کوی ، څیړونو او شخصیت ته یی په درنه سترګه ګوری ،څو یی په خپلو لیکنو او شعرونو کی استادانه حق ور ادا کړای شی . شک نه شته چی لیکوالان او شاعران د استاد د شخصیت پر اساسی بعد چی دده د ژوند مهمترین اړخ جوړوی یا څه نه وائی او یا هم په نیمګړی پیمانه .
په داسی حال کی چی استاد دخپل ژوند په مختلفو برخو او مرحلو کی نه داچی د سیاست څخه لیری نه دی پاته شوی ، بلکی ډیر وختونه یی په « ویښ ځلمیان » ګوند کی فعاله برخه اخستی او بیا یی په راوروسته زمانه کی « د مترقی دموکرات ګوند »د مترقی ارمانونو د تحقق له پاره ، دخپلو ملګرو سره یو ځای ، مبارزه وکړه . خو پر دی ټولو سر بیره یی کله چی په ټولنه کی شرایطو تغیر وموند او سیاسی ـ سازمانی شرایط نا مساعد شول نو استاد بیا هم خپل مستقل او خپلواک سیاست نه دی پری ایښی او همیشه یی د ټولنی پر مهمو موضوعاتو باندی خپل جوړونکی نظر منظوم او یا منثور وړاندی کړی دی .
۱. د ارواښاد استاد رشاد د ژوند یوه لنډه يادونه ( ۱۹۲۱ – ۲۰۰۴ ع )
ارواښاداستاد عبدالشکور رشاد د عبدالغفور زوی او د محمد ایاز لمسۍ دی ،چی د کندهار د بابړو په کوڅه کی یی په ۱۹۲۱ ع ( ۱۳۰۰ لمریز کال ) دنیا ته سترګی خلاصی کړی دی .د استاد کورنۍ د کندهار د معتبرو او روشنفکرو کورنیو څخه ده چی رشاد په کښی روزل شوی او تربیه شوی دی . د رشاد پلار چی علاوه د خپل وخت په مروجو علومو پوهیدی ، فارسی ،عربی او انګلیسی ژبی یی هم زده وی (۱) ، د خپل ځیرک او مستعد زوی په روزنه او پالنه کی یی زیاته هڅه او هاند کړی دی . رشاد چی لا د ۱۳ کلنو وؤ ، د پلار څخه یی انګلیسی ژبه زده کړه او په همدغه زمانه کی یی د « ګلستان » « بوستان » او حافظ ګټور او اخلاقی ، اجتاعی او فلسفی متنونه ولوستل . کله چی استاد په ۱۹۴۸ کال هندوستان ته ولاړ ، نه یی یوازی د انګلیسی د نوری زده کړی په لاره کی زیار ویوست بلکی د پښتو او پښتنو په باب یی هم په زړه پوری څیړنی او لیکنی و کړی .« سوری پښتانه » او « لودی پښتانه » مهم آثار د همدغه وخت د زحمتونو او خلاقیتونو ښی نمونی او ثمری دی . ځکه چی استاد رشاد د خپلواک او مستعد فکر څښتن وؤ او ددولتی او بیځایه قیدونو حوصله یی نه درلودله ، نو یی په خپل اوږد او له فیضه ډک ژوند کی د لوړو رتبو دفتری او بیروکراتیک وظایف نه دی اجرآکړی ، بلکی په علمی او ادبی څیړنو او تحقیقاتو کی یی زیات وخت تیر کړی دی . دده په زړه پوری اوعلمی وظیفه په کابل پوهنتون کی ، د ژبو او ادبیاتو په پوهنځۍ کی د استادی او درس ورکولو ( ۱۹۵۸ ع ) وظیفه وه .په کال ( ۱۹۶۱ ع ) کی یی د پخوانی شوروی اتحاد د سانکت پیټرز بورګ ښار خیځ پیژندنی په انستیتوت کی د دوه نیمو کلونو په مده کی د پښتو ژبی د استاد په توګه وظیفه اجرا کړی ده .
استاد په وروسته کی د پښتو ټولنی په شان علمی او ادبی مؤسسو سره خپل جوړونکی روابط پراخ کړل څو په وروسته کی « د افغانستان د علومو اکاډمۍ » د یو لړ علمی مؤسسو د یو ځای کیدلو په نتیجه کی مینځ ته راغله او د استاد د اکاډمیسنۍ علمی رتبه د خپلو علمی او ادبی فعالیتونو او لیکنو پر بنسټ تر لاسه کړه .
په همدی توګه ، استاد رشاد په خپل افتخاره ډک ژوند کی ډیر آثار ولیکل اوله خارجی ژبو څخه یی زیاتی ژباړی و کړی او په یو لړ علمی او ادبی مؤسسو کی یی ، خپلی مرستی و نه سپمولی ؛ په ډیرو فرهنګی ، تاریخی او ادبی مجلسونو ، کنفرانسونو او سمپوزیمونو کی یی د هیواد په داخل او خارج کی ، برخه اخستی او خپل علمی تأثیرات یی ښندلی دی . استاد د ځوانۍ بیا تر پیرۍ پوری خارج ته ډیر سفرونه کړی ، خو په هیڅ یوه سیاسی مرحله کی یی په خارج کی دژوند تیرولو مینه نه ده ښودلی .که څه هم ، ډیرو دوستانو به ده ته په خارجی هیوادونو کی د هستوګنی توصیه کوله ؛ خو برعکس ، ده به همیشه د خپلی وطنپالنی پر اساس د خپل ژوند وطنی تکلیفونه تر هر ډول خارجی استراحتونو افضله بلل . د همدغه دلیل له مخی د ژوند تر آخره په خپل هیواد افغانستان کی پاته شو او د خپل معنوی ثروت ( دده د چاپ شوؤ او قلمی آثارو ستر کتابونه ) د ساتلو له لپاره یی هم ستر کوښښونه کړی دی .
که څه هم چی ستر استاد اوس زموږ سره نشته خو دده فضیلتونه ، پوهنی ، د تمکینه ډک اخلاق او معرفت ، با ثباته عقیده او سیاست زموږ دلاری لارښود دی . په ډیر تأسف باید ووایو چی د استاد غیابت ، دده علمی او اکاډمیک ځای او مقام داسی را خالی کړی دی چی په دی نژدو وختونو کی یی څوک نه شی ډک کولای . استاد دهغی ناروغی په سبب د تل له لپاره ددی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی چی ده ته ور پیښه او په تداوی کی یی د روغتیا یی مسؤلینو له لخوا کلکه توجه و نه شوه . روح دی ښاد وی .
اکاډمیسن پوهاند رشاد د خپل بشپړ زحمت او خواری کښی ، خلاقیت او استعداد په نتیجه کی د سلګونو چاپ سوؤ او نا چاپ سوؤ کتابونو ، رسالو او مقالو داسی څښتن دی چی د خپلی افغانی ټولنی او سیمه ایز فرهنګ د ژور درک او علمی بریالیو څیړنو پر اساس مختلفو تاریخی ، اجتماعی ، ادبی ، ژبنیو او داسی نورو علمی او فرهنګی موضوعاتو ته د یوه فرهنګی دایرة المعارف په څیر جوابونه ورکولای سی . نو ګواکی فاضل رشاد د افغانی سمسور فرهنګ د یوه منلی او جواب ورکونکی دایرة المعارف حیثیت لری .
۲ . دایرة المعارف یعنی څه او استاد رشاد څنګه د یوه فرهنګی دایر ة المعارف په څیر ؟
دایرة المعارف د علومواو فنونو هغه جامع مأخذ او ستره سرچینه ده چی د نړۍ د پوهنو ، فلسفو ، فرهنګونو ، تاریخونو ، مشهورو اشخاصو ، اصطلاحاتو او داسی نورو مختلفو مقولو مفهومونه پکښی ځای شوی او د حکمتونو او فضیلتونو استادان ، شاګردان او د مختلفو موضوعاتو څیړونکی پر بیلو بیلووختونو د ډول ډول هدفونو په خاطر استفاده ځینی کوی .ټول علمی او ارزښتمن دایرة المعارفونه د زمانی په تیریدو ، علومو د انکشاف ، فلسفو په پراخ والی او همداسی د بشری فرهنګونو د وسعت او غنی کیدو په نتیجه کی اوږ د والی مومی ؛ غنی کیږی او نوی بُعدونه پیداکوی . دهمدغه څرګند علت له مخی موږ وینو چی هر کال د هری ژبی که ستره وی یا وړه ، نوی وی یا زړه دایرة المعارف یی نوی چاپ مومی او د خپل مسلکه سره سم ټول هغه نوی موضوعات ، مقولی او اختراعات ور اضافه کوی کوم چی د یوه کال په دوران کی رامنځ ته شوی ، زیږیدلی او راپیداشوی وی .
دایرة المعارف چی ټاکلی تاریخ لری د مدنیتونو او فرهنګونو په اوږده دوران کی د نورو علومو او پوهنو د مهمو حرکتونو او کتابونو په څیر د زیږیدلو او رامینځ ته کیدو داسی پیل ، پر مختګ او تکامل لرلی دی چی د تاریخ په هری پر مختللی دوری کی لیکوالانو ، څیړونکو ، فیلسفوفانو او نورو مینه والو پوره استفاده ځینی کړی ده .
د روم د امپراتوری په لومړنیو وختونو کی ( مشر پلینی ) (۲ ) د لومړی وار له پاره « طبعی تاریخ » (۳) تر عنوان لاندی یو مهم علمی اثر د خپلو شرایطو سره سم ولیکی ، چی د وخت د دایرة المعارف حیثت یی وموندی . ( پلینی ) چی د خپل وخت په نجوم ، جغرافیه او د ژوند په طبیعی تاریخ پوهیدو ، نو یی کتاب هم نوموړی بیل بیل موضوعات په خپل دننه کی ځای کړی وؤ چی ګواکی بیا هم لومړنی دایرة المعارف بلل کیدای شی . خو لومړی پر الفبا برابر انګلیسی دایرة المعارف ډیر ه زمانه وروسته په کال ( ۱۷۰۴ م ) کی د ( جان هریسس ) ( ۴ ) له خوا د « تخنیکی قاموس » (۵) په نامه بشریت ته وړاندی شو چی زیاتره ساینسی او تخنیکی مسایل یی احتوا کړی وؤ . په همدی ترتیب په کال ( ۱۷۲۸ م ) یو لړ پاشلی علمی مقالی او موضوعات د یوه مأخذ په څیر ، ( ایفریم چیمبر ) ( ۶ ) د ( سایکلو پیدیا ) ( ۷ ) په نامه را مینځ ته کړه چی تقریباْ د دوؤ کلونو ( ۱۷۴۳-۴۵ ) په دوران کی فرانسوی ژبی ته ورواوښتل . په همدی توګه ( بریتانیکا اینسایکلوپیدیا ) ( ۷ ) بریتانیکا دایرة المعارف د ( ۱۷۶۸-۷۱ ) په موده کی دیوی ډلی متخصصینو له خوا تدوین او چاپ شو ( ۸ ) . ګواکی د دایرة المعارف لیکنی اُصولی سبک د همدغه ځایه راپیل کیږی .
په هر صورت ، دایرة المعارف چی د فرهنګی ، علمی ، تاریخی ، تخنیکی او داسی نورو مهمو ټولنیزو او طبیعی موضوعاتو د توضیح په خاطر یوه ډیره ستره پوهنیزه وسیله او ذخیره ده ، خپل ځان ته څرګند او روښانه تاریخ لری . په دی وروستیو پیړیو کی مختلفو هیوادونو د خپلی علمی ضرورتونو درفع کولو په خاطر ډیر غنی او د قدر وړ دایرة المعارفونه تنظیم او چاپ کړی دی . ددغه ډول سترو کتابونو د قاموسونو په ګډون ، لیکل او تالیف اساساً دیوه ټیم او یا ګروپ کار دی . په تیرو زمانو کی ځینو متبحرو او متبکرو شخصیتونو او پوهانو هم په یوازی او انفرادی توګه ځکه کولای سی چی د هغوی په لرغونو زمانو کی علومو پراخوالی او ډیر والی نه و موندلی .
ځکه چی د انسانانو د ژوند د ټولنیزو او تاریخی شرایطو ، د ماغی او ذهنی حالتونو تر منځ توپیرونه موجود دی ، نو پر همدی اساس مسلمه ده ، ځینی پوهان ، ادیبان ، مخترعین او .....نه یوازی د خپلو ټولنو ویاړنی ګڼل کیږی بلکی یو لړ یی د نړیوالو افتخاراتو څخه هم بلل کیږی . د مثال په توګه ، البرت انشټاین ، نیوټن ، شکسپیر ، بالزاک ، ماکسیم ګورکی ، او داسی په سلګونو نورو علمی او ادبی شخصیتونه نه داچی یوازی په خپلو هیوادونو کی د افتخار وړ دی ، بلکی په نړیواله سطح کی یی هم د زړه له کومی احترام څرګند او د تل له پاره ژوند ی دی .
په همدی توګه څرګنده ده ،ځینی وختونه په هیوادونو او ټولنو کی یو لړ اشخاص د هغوی د فطری استعداد او ابتکار ، همداسی د هغوی د زیات کار او زحمت په نتیجه کی ، کولای شی ، د یوه علامه ، او یاهم ددایرة المعارف حیثیت ومومی . دمثال په توګه ، په لرغونی زمانه کی ارسطو ( ۹ ) دادلرغونی یونان یو ستر فیلسوف ، د منطق پوهنی لوی عالم اومؤسس ، چی زده کړی یی په اتن کی د افلاطون په اکادمیکه مدرسه کی پای ته رسولی دی ، د خپل وخت دیوه دایرة المعارف په څیر پیژندل شوی دی ( ۱۰ ) . ځکه چی په لرغونی یونان کی علوم لږ او د ګوتو په شمیر وؤ او د اوسنۍ زمانی بی شمیره پوهنی لا نه وی کشف شوی ، نو ارسطو د خپل وخت علوم لکه ، منطق ، اخلاق ، متافیزیک ، فزیک ، بیولوجی ،مترولوجی ، ریاضیات ، ښکلا پیژندنه ، سیاست او داسی نور د فلسفی په حدودوکی ګڼل (۱۱) او د ټولو څخه برخه وال وه .
څنګه چی ارسطو دیوه ستر استاد په حیث د خپل وخت په ټولو نوموړو علومو پوهیداو په شلګونو کتابونه او مقالی یی پکښی لیکلی وی خو د منطق پوهنی اثر یی چی د ( ارګانون ) په نامه یادشوی ډیر مؤثر او په وروستیو فلسفی جنبشونو کی یی ارزښت خورا زیات وؤ .
ارسطو علاوه پر خپلو تألیفاتو او لیکنو په خپلی مدرسی ( لیسی ) کی خپلو شاګردانو او نورو خلګو ته نور هغه څه هم توضیح کول چی دده په لیکنو کی به نه وو راغلی .
دهمدغوخبرو پر اساس کله چی دیونان نامتو امپراطور ( لوی الکساندر ) د ختیځ په لور د فتوحاتو او کشفیاتو په منظور د سفر عزم وکړ ، نو دده مهربان استاد ارسطو د خپلو بیولوجیکی څیړنو له پاره فرمایش ور کړ چی د راستنیدلو په وخت کی د هغه خاص نبات او بوټی یوه نمونه وروړی کوم چی په هندوستان کی پیداکیږی . خو ځکه چی ، سکندر هندوستان ته ونه رسید او د افغانستان په غرونو کی زخمی او محاصره شو نو د راغبرګیدو په وخت کی یی هغه څه ونه موندل کوم چی ارسطو ځینی غوښتی وو . البته کله چی دی لا زخمی او محاصره وؤ ، نو یی په خپل یوه مکتوب کی چی خپلی میرمنی ته یی لیږلی وؤ د افغانانو د میلمه پالنی پوره ستاینه هم کړی وه .
په هر صورت ، د لرغونی یونان د ټاکلو علومو د موجودیت له مخی ، ارسطو د خپل استعداد او زحمتکښۍ پر بنسټ و کولای سوای چی د وخت د مروجو پوهنو او موضوعاتو پر مبنا هر ډول پوښتنی ته جوا ب ورکړای شی او د وخت د دایرة المعا رف په څیر وپیژندل شی . ځکه چی د نن ورځی علوم هم په کیفی او هم په کمی لحاظ ډیر زیات او پراخ شوی دی او تخصص یی په هره برخه کی انکشاف موندلی دی ، نو ډیره مشکله ده چی یوشخص که هر څومره د استعداد او زحمتکښی خاوند هم وی نه شی کولای د ټولو طبیعی ، او ادبی علومو دایرة المعارف او په ټولو اُصولو یی و پوهیږی . خو بیا هم که چیری یو فرهنګی او دانشمند د خپلو خاصوشرایطو ، سرشار استعداد ، پوره زیار او زحمتکښیو خاوند وی ، کولای شی چی د خپل هیواد او سیمه ئیزو فرهنګی ، تاریخی ، ادبی او داسی نورو پوهنو او فضلیتونو استاد او دایرة المعارف حیثیت و مومی .
دنوموړی اصل له مخی موږ وینو چی ارواښاد استاد رشاد د خپل ګران هیواد افغانستان یو پیاوړی لیکوال او محقق د خپل زحمت او فضیلت له مخی دیوه روښانه فرهنګی دایرة المعارف حیثیت لرلای شی ؛ آثارو ته یی د لوړ هدف په خاطر مراجعه کول د هر محقق ارزو پر ځای او د خپلو پوښتنو مستدل جوابونه پیداکولای شی . د علامه رشاد تبحر په دوو جهتونو او بعدونو کی داسی د بحث وړ دی : لومړی داچی که دده آثار ، تالیفات او لیکنی و ګورو ، وینو چی تر سلو یی لاهم زیات ارزښتمن او د فیضه ډک کتابونه او په سلګونو مقالی د وخت د ضرورت سره سم په ادب ، تاریخ ، فرهنګ ، مذهب ، ژبو ، صرف او نحو او داسی نورو مروجو علومو کی لیکلی او تألیف کړی دی . ګواکی د مسئلی یو مهم بُعد او جهت همدغه تألیفات دی چی په خپل ټول پراخوالی ، استناد او استدلال کی د علم او فرهنګ څښتنانو پښتنو ته لازمی او قناعت بخښونکی جوابونه ورکولای شی . دمسئلی دوهم بُعد او جهت دادی چی ډیر وختونه به ادیبانو ، شاعرانو ، پوهانو ، او د صحبت خاوندانو شخصاً ، داستاد څخه بیله دی چی دده آثارو ته مراجعه وکړی ، په بیلو بیلو موضوعاتو کی پوښتنی او سوالونه کول ، نو ده به هم په ډیر ه حوصله ، کلکواستدلالونو او مستند و اسنادو ( که به ضرورت وؤ ) داسی توضیحات ورکول چی کله کله بی یی توضیحات تر دایرة المعارف لاهم پراخ ، ټول اړخیز او قانع کونکی وو . البته په دغه ډول توضیحاتو کی به داسی برخی هم موجودی وی چی د استاد په لیکنو او توضیحاتو کی به نه وی درج سوی ، بلکی دده د هغه ژوندی معرفت او فضیلت سیمه بی اشغال کړی وه چی دده د قوی دماغ او فعالی حافظی محصول وه، چی اوس دادی دده همدغه ژوندۍ معرفتی او علمی برخه د تل له پاره تللی او موږ د تل له پاره ځینی محروم شوی یو .
لنډه داچی د استاد رشاد اثار او تألیفات د افغانی او سیمه ایزفرهنګ ، ادب او فضیلت یوه داسی ستره ذخیره او خزانه ده چی د یو بشپړ اوغنی دایرة المعارف حیثت لری . ددی پراخی پوهنی سلسله می ځکه د ځینو ګاونډیو سیمو پرخواور اوږده کړی ده چی استاد نه یوازی په اُردو ، فارسی او پښتو کی شاعرۍ کړی بلکی هندی ، سانسکریت ، عربی ، انګلیسی او روسی ژبی یی هم زده وی او د خپلو شا او خوا سیمو په علم ، فرهنګ او ادب کی یی پراخ او ژور معلوماتونه لرلی دی . باید څرګنده شی چی د یوه محقق او څیړونکی له پاره د متعددو ژبو زده کړه ډیره مهمه او ضروری ده . د چا چی هر څومره ژبی زده وی هغومره شخصیتونه دی .
اوس به وګورو چی استاد رشاد څنګه د موضوعاتو په توضیح کولو او سپڼولو کی تبحر لری . د مثال په توګه ، استاد د « نَسبَی شجرو » تر عنوان لاندی د افغانی او پښتنی ټولنی تاریخ ، مهم واقعیتونه ، بیل بیل مشخصات ، نومونه او داسی نور مربوط حوادث پوره او مستند روښانه او توضیح کړی دی . استاد نوموړی اثر په څلورو ټوکو نو کی داسی تصنیفوی .
لومړی ټوک ( په هندوستان کی د پښتنو نوابی مشهوری کورنی ) ، دوهم ټوک ( د سدوزو پاچاهانو شهزاده ګان او سرداران ) ، دریم ټوک ( د محمد زوپاچاهان ، شهزاده ګان او سرداران ) ، څلورم ټوک ( د پښتنی قبیلو په باب عمومی شجری ) (۱۲) . نوموړی اثر د پښتنو پاچاها نو ، سردارانو او همداسی د پښتنی قبیلو د شجرو او بنسټونو بیان په ډیره ژوره او ټول اړخیز ه توګه د اسنادونو له مخی داسی توضیح کیږی چی نه یوازی د یوه عمیق تبحر انعکاس ښئ بلکی د نوموړوموضوع ګانو یو معتبر مأخذ هم بلل کیږی ، متأسفانه چی نوموړی ستر اثر لا تر اوسه ندی چاپ شوی .
په همدی توګه ، د « پټی خزانی فرهنګ » چی په کال ( ۱۹۸۳ م)له چاپه وتلی ، نه یوازی د « پټی خزانی » دا دپښتو ژبی ډیر تاریخی او معتبر اثر چی د پښتو لومړنی شعر له ډیر پخوا یعنی دوهمی هجری پیړۍ کی ښئ ، توضیح کوی ، بلکی ډیره هغه پیچلی اړخونه او زاړه مفهومونه یی هم روښانه کړی ، کومو ته چی یی یو لړ محصلین او لوستونکی ضرورت لری . نوموړی اثر د ډیرو نورو مثبتو اړخونوپر څنګ دا په زړه پوری خصوصیت هم لری چی یو لړ د پښتوژبی او پښتو مخالفینونو ته دا په زغرده څرګندوی چی « پټه خزانه » د خپل ټاکلی وخت محصول او تر ننه پوری دادی د یوه روښانه تاریخی –ادبی مشعل په څیر ځلیږی او لا به هم و ځلیږی .
داستاد رشاد لیکنی نه یوازی په ادبیاتو ، نظمونو او نثرونو کی د قدر وړ دی ، بلکی د نوموړو پوهنو او فنونو په باب یی یو لړ هغه تیوریک اثار چی خاصتاً ادبیات ، شعر او شاعری په رهبری او روښانه کیږی ، وړاندی کړی دی ، چی د ادب او فرهنګ خاوندانو ته یی دیوه ارزښتمن او معتبر لارښود حیثیت موندلی دی . دهمدغه ادبی معرفت عمده او بنسټیز مسایل ،بدیع او بیان ، قافیه او عروض دی چی استاد په ډیری استادی او تبحر سره د بدیع علم په ( ۳۷۱ ) مخونو ، بیان په ( ۳۷۰ ) مخونو ، قافیه په ( ۳۰۰ ) مخونو او همداسی عروض په دوؤ ټوکو نو کی په ډیر تفصیل سره چی لومړی ټوک یی ( ۷۶۷ ) مخونه او دوهم ټوک یی ( ۳۵۰ ) مخونه لری ، توضیح کړی دی (۱۲ ) . همداسی یی د معانی پوهنی توضیحات په مفصله توګه په ( ۸۳ ۳ ) مخونو کی راغلی دی . نقد چی د ادب په کره کولو ، چڼ او سمولوکی ډیره مهمه پوهنه ده ، استاد په ډیره ژوره توګه په ( ۲۲۳ ) مخونو کی داسی وړاندی کړی دی چی د پښتو ، فارسی او عربی ژبو ادبیات یی په علمی او تاریخی لحاظ په چڼ او نقد کړی هم دی .دهمدغو علومو او فنونو څخه نه یوازی د شعر او ادب څښتنان استفاده کوی بلکی په څرګنده توګه د ټولنی او سیمی د ادب په جهان کی د ځلانده لارښود حیثیت هم لرلای شی .
اوس باید څرګنده شی چی علامه رشاد یوازی شاعر او لیکوال نه وؤ ؛یوازی یی په علمی او تحقیقی برخوکی تبحر نه درلود بلکی د خپل ټول افتخاره ډک ژوند کی د خپل ولس یو غمخور ،با حوصله او د متانت څښتن سیاسی شخصیت هم وؤ .
۳. د علامه رشاد سیاسی او خپلواک شخصیت
علامه عبدالشکور رشاد نه یوازی د ګران هیواد افغانستان د ستر نهضت « ویښ ځلمیان » د پرمختګ او دخپل وخت دموکراتیکو او ملی هدفونو د تحقق له پاره ډیر زحمتونه ګاللی دی ، بلکی د خپل پر طلاطمه ډک ژوند تر پایه خپلواک او مستقل سیاسی شخصیت ، پاته شوی هم دی .
هغه لیکوالان او شاعران چی په خپلو لیکنو او شعرونو کی استقلال او خپلواکی ونه لری یقیناً چی نه به ابتکار لری او نه یی دآثارو څخه څوک سمه استفاده کولای شی . داهم ځکه چی همدغه فرهنګی فعالیتونه به یی د وخت دسیاسی قدرت ترسیوری لاندی ناڅاپی او د هغوی د تغیرسره سم به تغیر کوی ،او همداسی به یی د انتقاد او کره کولو هغه توانایی له نصیبه وتلی وی کومه چی اصلاحات او نویوالی زیږوی ؛ انکشاف مینځ ته راوړی او د تکامل نوی کړکی پر لیکولانو پرانیزی . په دی آخرو وختونوکی ، زموږ د ستر لیکوال او شاعر،استاد رشاد په باب ځینی مقالی دده په ژوند خو ځینی یی بیا تر ژوند وروسته خپری شوی او خپریږی ،خو په تأسف سره چی نه یی دده پر خپلواک ادبی کرکټر بحث شوی او نه یی هم دده پر هغو سیاسی فعالیتونو باندی او نه یی هم دده پر هغو سیاسی فعالیتونو باندی کوم مکث روابللی دی کوم چی د استاد د ژوند مهمه برخه جوړوی او د ظلم ، استبداد ، استعمار او نورو ټولنیزو خرافاتو پرضد یی دیوی پر مختللی او دموکراتیکی ټولنی په خاطر جوړونکی تلاښونه رهنمایی کوی .
کله چی په کال ۱۹۴۶ م ، د سردار محمد هاشم خان د صدارت مستبده دوره پسله ۱۷ کلونو پای ته ورسیده او سردارشامحمود خان دصدارت پر چوکۍ تکیه ووهله او دموکراسی یی اعلان کړه ، نو د ټولنی منورینو او روشنفکرانو په ډیری مینی سره نه یوازی دموکراسی استقبال کړه بلکی سم دستی یی د خپلو ولسی ارمانونو په خاطر ګوندی جوړونکی فعالیتونه پیل کړل .په دی نویو انقلابی او ملی ګوندونو کی مشهور ګوند « ویښ ځلمیان » ، « وطن » ، « ندای خلق » او داسی نور وؤ . « ویښ ځلمیان » چی د مرحوم بڅرکی په قول یی په ۱۳۲۵ هجری شمسی ، کی اساس ایښودل شوی دی ( ۱۳ ) ، د نور ملی او پرختلونکو ګوندونو پر څنګ یی د ټولنی د انکشاف ، دخرافاتو او ناوړ وعادتونو پر ضد نه ستړی کیدونکی مبارزی کړی دی .
ځکه چی « ویښ ځلمیان » په ولس کی زیات نفوذ درلود نویی د حکومتی منفی تبلیغاتو سره سره د خلګو دجلب او جذب قوی مرکزونه جوړ کړل او د شورا د انتخاباتو د رارسیدلو له پاره یی بشپړ ه تیاری ونیوله . کله چی دشورا انتخابات د اومی دوری له پاره پیل شول ، نو په ډیر بریالیتوب سره علامه عبدالحی حبیبی د کندهار ، استاد ګل پاچا الفت د ننګرهار ، او نور محمد خان د پنجوایی څخه پارلمان ته و ټاکل شول چی ګواکی دغه پارلمانی بری د « ویښ ځلمیانو » په لږ وخت کی د بریالی فعالیت نتیجه ګڼله کیږی . په همدغه وخت کی د کابل څخه مرحوم ډاکټر عبدالرحمان محمودی د « ندای خلق » ګوند او همداسی د هیواد مشهور مؤرخ میر غلام محمد غبار د « وطن ګوند » مشر پارلمان ته د یولړ نورو وکیلانو سره کامیابه سول . څنګه چی په دغی پارلمانی مبارزی کی دولتی مداخله خلاف له پخوانیو وختونوڅخه محسوسه نه شوه ، نو د بریالیو آزادی غوښتونکو عقیده پیداشوه چی ښایی د پارلمان د رئس په ټاکلو کی هم ددولت مداخله ونه شی . اما برعکس ، دولت د خپلی بیری له مخی په رئس ټاکلو کی مداخله وکړه چی باید د پارلمان آزادی غوښتونکو دموکراتو وکیلانو په خاصه توګه د « ویښ ځلمیان » ، « وطن » ، « ندای خلق » او داسی نورو ګوندونو وکیلانو څخه بیره احساس او د هغوی د مخنیوی له پاره یی بیلی بیلی وسیلی استعمال کړی . په نتیجه کی ، دپارلمان د محافظه کارانو او آزادی غوښتونکو وکیلانو تر مینځ کشمکش زیاد او دولت دډیر وهمه څخه و غوښته چی ددموکراسۍ کمبله ټوله کړی . « .......په کال ۱۹۵۱ م کی آزاد اخبارونه یو په بل پسی بیله کومی محاکمی بند شول .ځکه چی د نوموړی کال په اخیر کی د شوراد انتخاباتو وخت راورسید ، نو حکومت هم د تیرو دورو روش پردی اصل نوی کړ چی وکیلان یی د ضبط احوالاتو له لاری نوی کول اود اصلاح غوښتونکواو آزادی خواهانو مخ نیوی یی کاوه ...» (۱۴). لږ زمانه وروسته د ټول آزادی غوښتونکی جنبش ( ویښ ځلمیان ، ندای خلق ، وطن ) او داسی نورو رهبری هئتونه زندان ته ولویدل . د ویښ ځلمیانو ۱۳ تنه مشران او تکړه کدرونه داسی محبوس شول چی ګوند بلکل بی سره او بی پایه شو . نژدی و چی د ګوند بیرغ کښته شوی وای . اوس نو ګوندونه او آزادی بخښونکی جنبش او خلګ داسی تر فشار او اختناق لاندی دی چی هر څوک د سیاسی مسئلو څخه لیری ګرزی ؛ په زړو نو کی یی بیرو او وحشتونو ځای نیولی دی . خو په دغه حساس او خطر ناکه وخت کی استاد رشاد په ډیری میړانی سره د « ویښ ځلمیانو » د آزادی او پر مختګ ګوندی بیرغ مځکی ته نه پریښاوه او د ګوند رهبری یی حتی تر پخوا لا هم په جدیت او ټینګوالی سره پر غاړه واخستله . د همدی موضوع په باب مرحوم غلام جیلانی خان الکوزی چی د ویښ ځلمیانو د رهبری یو تکړه غړی و او څلور نیم کاله یی ددهمزنګ زندان په سختو شراطو کی تیر کړل ، داسی وایی :
«په دی وخت کی چی ویښ ځلمیان ځینی تطمع او ځینی بندیخانو ته و لاړل ، د پاتی ویښو ځلمیانو رهبری استاد رشاد پر اوږه واخستله ، چی تر پخوا یی په زیات شدت او جدیت مبارزه شروع کړه . خپلو حزبی مجلسونو ته یی دوام ورکړ ، .....» ( ۱۵) . استاد نه یوازی ګوندی فعالیتونو ته ادامه ورکړه بلکی د شورا د اتمی دوری له پاره چی اختناق هم تسلط موندلی و ، ځان په دلاوری او د خلکو په ملاتړ سره کاندید کړ . په دغه وخت کی دولت تر ډیرو ورځو پوری د استاد رشاد معرفی ونه کړه ، او دده صندوق یی د رایو ورکولو لپاره کښی نه ښود . کله چی درایی ورکولو وروستی څو ورځی پاته شوی ، بیا یی د استاد صندوق ته د ایښودلو اجازه ورکړه چی ګواکی په دی لنډ وخت کی انتخابات نه شی ګټلای ، بر عکس ، کله چی ولس په دی خبر شو چی استاد رشاد د رایی ورکولو له پاره یی صندوق ایښی دی ، نو په ډیره مینه او علاقه سره خلک د رایی ورکولو صندوق ته ( په ښاروالی کی ) په ډلو ډلو ورغلل او داسی ډیری رایی یی صندوق ته ورواچولی چی حتی ددولت او د انتخاباتو هئت یی پوره په وحشت کی واچاوه . دهمدغه وحشت او بیری پر اساس دولت مداخله وکړه ، د رایی ورکولو صندوق یی له منځه واخیست او استاد رشاد یی د ښاروالی څخه د باندی ویوست .
په دی برخه کی مرحوم بڅرکی په خپل « ویښ ځلمیان » اثر کی داسی وایی :
زموږ کره په دوهمه غونډه کی فیصله وشوه چی د اولسی جرګی د اتمی دوری په انتخاباتو کښی به حصه اخلو ،چی هغه هم په سبا کښی شروع کیدونکی وه . د ځلمیانو له خوا ښاغلی عبدالشکور رشاد وړاندی سو .... »
« کله چی د محترم رشاد صاحب عریضه د شورا د اتمی دوری له پاره د کندهار د کاندید په توګه حکومتی مقام ته وړاندی سوه ، انتخاباتو ته دوی ورځی پاته وی خوحکومت درشاد صاحب عریضه وځنډوله او حکومت خپل نماینده عبدالغفور خان خروټی ودراوه ...... په مجرد ددی چی ښار خبر شو چی د ویښ ځلمو نماینده ښاغلی رشاد کاندید شوی دی ، د ویښو ځلمو فعالیت شروع او خلک رضاکارانه انتخاباتی حوزو ته ور روان شول .......دم په دم ، ګړی په ګړی د رشاد صاحب رایی په ډیر یدو شوی څو حکومت نه بله چاره پاتی نه شوه چی د پولیسو په ذریعه په سپینه ورځ د ټول اولس په مخ کی رشاد صاحب د پولیسو په ذریعه د ښاروالی د تالار څخه ( د رایو ور کولو حوزه ) وایستل شی . کله چی رشاد صاحب د تالار څخه ووت نو یی غفور خروټی ته آخرینه جمله دا وویله : « دا چی په دی ډول وکالت ستا وجدان قبلوی ، نو دی مبارک شه ! » (۱۶ ) .
استاد رشاد نه داچی په دغه وخت کی روحیه د لاسه ور نه کړه ،بلکی برعکس یی هم د حکومت نماینده ته د وجدان د ساتلو درس ورکړ او هم یی خپل اولس ته خپل حقانیت او حکومت خیانت او تذویر ور وښودل .
په هر صورت ، استاد رشاد د خپل وخت د ویښ ځلمیانو تکړه مخکښ او ولس کی محبوب او ګران شخصیت وؤ . کله چی شاه محمود خان د زمانی دموکراسی پای ته ورسیده ؛ ویښ ځلمیان ، وطن ، ندای خلق او نور آزادی غوښتونکی ګوندونه او محافل سره وپاشل شول ، خو بیا هم « ویښ ځلمیانو » خپله انډیوالی په مختلفو شکلونو سره وساتله . استاد رشاد د همدغی انډیوالی پر څنګ خپلو علمی او ادبی څیړنو ته پوره ادامه ورکړه . اثار یی ولیکل ، اشعار یی وویل او تآلیفات یی وړاندی کړل . په همدی توګه یی خپلی علمی او ادبی مرستی د مختلفو علمی او ادبی مؤسسو او اشخاصو څخه ونسپمولی . کله چی په کال ( ۱۹۶۶ ) محمد هاشم میوند وال د وخت صدراعظم د مترقی دموکراتیک په نامه ګوند اعلان کړ ، د ویښ ځلمیانو ډله وه چی د خپلو ارمانونو د تحقق په خاطر یی د نوموړی ګوند په مرامنامه کی د خپل فعالیت سیمه ولیدله . تر نوموړی سازمانی فعالیتونو وروسته چی د سیاسی او سازمانی فعالیتونو ساحه تنګه او سیاستونو نوی رنګونه واخستل ، هلته نو د ویښ ځلمیانو د ځنځیر کړی سره وړی کیدلی او د زمانی په تیریدو سره د ګوند غړی مخ پر کمیدو شول ، خو استاد رشاد هیڅ وخت خپله سیاسی علاقه ، ملی خروښ او احساس نه دی خاموشه کړی ، بلکی همیشه یی په هره سیاسی مرحله او زمانه کی په ډول د ډولونوخپل احساسات او عقاید په شعرونو او لیکونو کی منعکس کړی او خپاره کړی دی ؛ تل یی د ظلم ، استبداد او استعمار پر ضد خپل آواز کله په خپل آواز کله په خپل نامه خو کله په مستعار نامه خپل اولس ته ور رسولی او د وطنپالنی مدافعه یی په کلکه کړی ده . د مثال په توګه :
هغه وخت چی د ثور قیام منځ ته راغی او بیا شوروی لښکر پر هیواد راکښته شوی ، نو استاد هم د خپلو وطنپالو احساساتو له مخی یو لړ شعرونه د « ملحد شاهی » تر نامه لاندی وویل او هغه ناوړه توبونه یی په ګوته کړل کوم چی پر هیواد نازل شوی وؤ . په همدی توګه یی د( ۱۹۹۲-۱۹۹۶ ) کلونو په دوران کی د په اصطلاح مجاهدینو هغه وحشتونه هم توضیح کړل کوم چی یی د اسلام د مقدس دین تر عنوان لاندی روابللی و. البته ، د شعرونو دغه مجوعه بیا د « تنظیم شاهی یا ملاشاهی » ( ۱۷ ) په نامه یادیږی ، چی لوستل یی ضروری دی . کله چی د طالبانو سخته او تاریکه دوره راورسیدله او ټولنه یی د هدیری په شان دیوی خاموشی سیمی سره مخامخ کړه او هیڅ چا هیڅ نه شوای ویلای خو استاد رشاد په یوه مجلس کی د هغو طالبانو مخ ته د خپل ګوند او تاریخ دفاع و کړه کوم چی به د هغوی تر ناوړه او بی ځایه انتقاد لاندی و . استاد داسی ورته وویل : « زه ویښ ځلمی وم ، یم ، اوسم به ، او داګوند هغه ګوند دی چی په افغانستان کی یی د لومړی ځل له پاره ددموکراسی ږغ پورته کړ ...... » ( ۱۸ ) . په همدغه دوره کی د طالبانو ناوړتوبونه ، استاد په یوه شعری مجموعی کی چی « طالب شاهی » نومیږی په ډاګه کړل چی ډیر مؤثر وؤ . کله چی استاد په دغه وخت کی د وطنپالنی پر اُصولو د طالبی دولت خشونتونه او وحشتونه په بیلو بیلو مفهومونو او کلموکی توضیح کول ، د خپلو اکاډمیکو څیړنو او تحقیقاتو لړی یی هم پر مخ وهله او په زړه پوری لیکنی یی وړاندی کړی دی .
شک نشته چی د طالبانو د سختو او ناوړه عملونو ( د بودا د مجسمی د ماتولو په شمول ) بنسټ یوازی ددوی په بیسوادی او تاریک فکری اړه نه لری ، بلکی د هغوی د خارجی او باندنیو حامیانوشعوری پرګرام هم داسی پکښی داخل دی چی طالبی ټول عملونه باید د افغانی اولس په ذهنیتونو کی داسی ناکامه او منفوره شی چی بیا یی امریکایی تجاوزات د خاورو سره برابر کړی او د قضیی په محتوا نا پوه شوی قوتونه ښه راغلی ور ته ووایی . د همدی اصل له مخی مو ولیدل چی خصوصاً امریکایی او انګلیسی واکداران د خپل پخوانی پراګرام له مخی د ( ناټو ) تر بیرغ لاندی پر افغانستان تجاوز وکړ او یو لړ هغه اشخاص یی هم ونیول او یا یی مړه کړل کوم چی یو وخت په نورو شکلونو ددوی په خدمت کی وؤ .
امریکایی تجاوزاتو چی په خپلو وحشتونو زړه نه دی سوړ سوی ، موږ و لیدل چی تر اوسه پوری په مختلفو ځایونوخصوصاً په پښتنی سیمو کی ناروا اعمال او جنایت آمیزه مرګونه کوی او خلک هغو وحشی زندانونو ته لیږی کوم چی دوی د ټولو نړیوالو مقرراتو خلاف په خپل چوکاټ کی جوړ کړی دی . ددی خبر ښه نمونه د پکتیا د هغو مشرانو بی لزومی مرګ او تباهی ده کوم چی د کرزی د لیدلو له پاره د مبارکی په خاطر په موټرانو کی سپاره او کابل ته ور تلل . همداسی د روزګان تاریخی فاجعه هغه خونړی پیښه ده چی د واده په مراسمو کی یی په سلګونو ولسی هغه خلک بی رحمانه بمبارد اومړه کړل ، کوم چی د کرزی د طرفدارانواو ساتونکو څخه وؤ .
<SPAN lang=AR-SA style="FONT-WEIGHT: normal; FONT-SIZE: 12pt; FO