مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-18   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

اسلام دانصافداره اجانبوپه نظر کښي ،

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

اسلام دانصافداره اجانبوپه نظر کښي ،

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

امابعد

فاعوذبالله من الشيطان الرجيم،بسم الله الرحمن الرحيم

وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ (۸۸)ص ـ صدق الله العلي العظيم ـ

محترمووروڼو السلام عليکم ورحمة الله تعالي وبرکاته ، غواړم  چي داسلام دمقدس دين   اوداسلامي قانون اوفقاهت  دحقانيت  اوجامعيت  په اړه ددنيا  ديوشمېر قانون پوهانو  کوم چي  مسلمانان نه دي خو  سره له دې  يوه اندازه  عدل اوانصاف ورسره موجوددۍ او په کفري نړۍ کښي منل سوي خلګ هم دي ،، نظرونه درته ذکرکړم،

محترمو  دايوڅرګند حقيقت دۍ چي  دحق  پرمخ باندي که هرڅونه  يوڅوک  داستکبار ياعناد اويادجهل وغيره په سبب حجابونه اوپردې واچوي خو بياهم حق خپل ځان ښکاره کوي اوپټېدل نه قبلوي، لکه مولاناعبدالرحمان جامي ر حمه الله تعالي چي فرمايلي دي،

نيکوروتاب مستوري ندارد   -   چو دربند سرازروزن درآرد

  يعني هغه څوک  چي حسن اوجمال لري  ښايسته  وي دپټېدلوتاب نلري چي دروازه ورته وتړې نوتردربچه  خپل کمال اوجمال وخلګوته ښکاره کوي ، حق په  مثال داصیلو مشکو دۍ  کوم چي دعطار وصفت  اووبيان ته حاجت نلري بلکه  دخپلي خوشبويې  په وجه  په خپله  وخريدارانوته  خپل اصلتوب  ښکاره کوي، لکه چي په فارسي ژبه کښي مشهورقول دۍ «مشک آن باشد که خود ببويد    نه آنکه عطاربګويد»قدرمنوددنیاډېروغیرمسلموقانون پوهانوپه دې باره کښی په خوراډېرصراحت اوقاطعیت سره داسی  نظرونه ورکړی دی چی داسلام دین اواسلامی قوانین  اوفقه دبشر داداری اوغیراداری چارواودارنګه دعالم بشردشخصی اواجتماعی  ګټو دپه کامله توګه تنظیمولواوسنبالولوتوان اوقدرت له ځانه سره لری  اودتل لپاره ئې لری چی یوتعدادنظرونه دهغوی له جملې څخه په دې شرحه دی:

اول:

  يوه ستر قانون پوه (هوکتنج )کوم چي دهارفاردپه جامعه کښي دقانون داستاد په حيث او سېدلَیْ دۍ په خپل کتاب روح سياسة العالمية کښي کوم چي په « ۱۹۳۲»سنة م کښي يې جوړ کړي دۍ داسلامي قوانينو په ډېرو وجوسره مدحه اوستاينه کړېده، له جملې څخه دهغو خبرو چي ده داسلام دمقدس دين دثنا اوصفت په باره کښي کړېدي  یوه خبرداده چي اسلام داسي دين دۍ چي دهر وخت اوهر عصر داحکامومصادرپه ده کښي موجود دي اوبله خبريې داکړې ده چي اسلامي شريعت دنهضت اودترقۍ پرټولو لازمومبادي وو باندي مشتمل دۍ  ،ـ

دوهم :

استاذ«شيرا» کوم چي دفي نا په جامعه کښي  دحقوقو عمیداوسېدلَیْ دۍ  دحقوق پوهانو  په يوه مؤتمر کښي  چي په « ۱۹۲۷مـ» کښي منعقد سو اعلان وکړ چي ټول عالم بشريت  په دې سره افتخار کوي چي محمد صلی الله تعالی عليه وسلم غوندي شخصيت ورته منسوب دۍ ځکه چي په هيڅ  مکتب اومدرسه  کښي يې تعليم نه ووکړَی په دې وتوانېدۍ چي په څه بالا لس قرنه مخکښي يې  په داسي تشريع  اوقانون سره راتګ وکړ  چي اروپایان  که دوه زره کاله وروسته  دداسي قانون ويوه مثال  ته ورسېږي  نودوۍ به ډېر نېکبخته وبلل سي ـ

دريم:

 آلماني قانون پوه  «کهلر» ويلي دي  چي آلمانيان په خپل هغه  قانون فخراوعُجب کوي کوم چي په «۱۷۸۷مـ » کښي ئې   جوړ کړيدۍ خوزه وآلمانيانوته داوايم   چي قانون سازي  وخپل اهل ته ور پرېږدۍ کوم چي ترتاسي لس قرنه  له مخه يې  قانون سازي کړېده  کوم چي  عبارت دي دمحمدي شريعت له حاملانوڅخه ـ

څلورم:

د«لاهاۍ» مؤتمر دُوَلِي کوم چي  په «۱۹۳۷مـ »کښي  منعقدسو ، اعلان وکړ چي اسلامي شريعت  دټولودولتونو   دمحاکِمواوقوانینومصدَردۍ خودا  نه په دې وجه چي اهل ددغه شريعت چي مسلمانان دي قوت لري  بلکه داسلامي شريعت په ذات اوحقيقت کښي صلاحيت اوقوت ددې موجوددۍ چي مذکوره وظیفه اجراء کړي، اودارنګه دغه مؤ تمردااعلان هم وکړ چي اسلامي شريعت پرخپلوپښوباندي ولاړ اوخاونددستراستقلال دۍ او له هيڅ تشريع اوقانون څخه يې اخذ نه دۍ سوَیْ ـ

والسلام ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery