دخپریدو نیټه : 2010-05-09 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په جائزو،شرعی اموروکي دبې اطاعتۍ مفاسد،
په جائزو،شرعی اموروکي دبې اطاعتۍ مفاسد،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمووروڼوپه جائزواوشرعی اموروکښی دآمراطاعت لکه څرنګه چی فرض دۍ دارنګه مخالفت دحکم دامیر په هره درجه کښی چی آمروی کوم چی بې اطاعتی ورته ویله کېږی سخته زیات بدعاقبتونه اودنیوی اواخروی خسارې لری چی نمبرواره ئې یوه برخه درته په لا ندی ډول وړاندی کوم،خوتربیان له مخه باید ووایم چی دغه ټول بیان له معتبرواحادیثوڅخه چی کتابونه بې په پای کښی ذکرسی اخذسویدۍ،
(۱) څوک چي داميراطاعت ونکړي تارک دفرضو مخالف دحکم خداۍپاک اودرسول عليه الصلاة والسلام دۍاومستحق ددنيوي اواخروي عذاب دۍ ـ
(۲)داميردبې اطاعتۍ په وجه مسلمانان دملک اوددین ددښمنانوپه مقابل کښي له سختوناکامیوسره مخامخ کيږي لکه چي داُحُدواقعه په دې خبري ښه شاهدي ورکوي
(۳) دامير دبې اطاعتۍپه وجه دمسلمانانوپه منځ کښي اختلافات اوبې اتفاقي پيداکیږي ـ
(۴) داميردمخالفت په صورت کښي داسلامي قانون دنافذه ولوپه لاره کښي سخت خنډونه اومشکلات پيداکيږي ـ
(۵) دامير دمخالفت په وجه داسلامي حکومت ا وغير اسلامي حکومت توپيراوامتياز له منځه څخه ځي ځکه اطاعت دامير داسلامي نظام له عمده اواساسي امتيازياتوڅخه دۍ لکه چي داسلام دوهم خليفه فرمايلي دي،
لا اسلام بلاجماعة ولاجماعة بلا امير ولااميربلاطاعة ـ
(۶) څوک چي دامير بې اطاعتي کوي پرهغه باندي الله جل جلاله شېطان ملعون مسلطه وي چی دشیطان ملعون به داسی په قبضه کښی راسی چی هیڅ حرکت به دخیروکارته نسی کولای اودشوهرکارته به ډېرچسپ اوچالاک وی
(۷)څوک چي داميرمخالفت کوي نودهغه مرګ به مرګ دجاهليت وي اوله دنياڅخه به ددې جرم په وجه بې ايمانه ځي ـ
(۸)کوم قوم چی دامام توهين کوي او داميربې اطاعتي کوي هغه قوم به الله جل جلاله دقيامت ترورځي پخوالا خواراوذليل وګرځوي اودهغه قوم توبه به له هيڅ ګناه څخه نه قبليږي ،،لکه چي دبخاري اواحمد اوترمذي اوطيالسي حديثونه ددې خبروتثبيت کوي ، البته دغه ضرور ده چي دامير ا طاعت به ددنيا دمنصب دبقا يادتحصيل په غرض نه وي بلکه د الله جل جلاله دپاره به وي لکه چي دافقهي مسئله ده
«فطاعة الأمام والاميرواجبة علی کل احد لامر الله بالطاعة ومن کان لايطيعهم الا لما يأخذه من الولاية والمال فأن اعطوه اطاعهم وان منعوه عصاهم فماله في الآخرة من خلاق»
تمت ومن الله التوفیق