مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

آياتِ الهي اوابوالفضل،ا،برخه،

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

آياتِ الهي اوابوالفضل،ا،برخه،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
الحمدلله حمدالمعتبرين المستبصرين  والصلوة والسلام علي سيدالأولين والآخرين وعلي اله  واصحابه اجمعين ، امابعد فأعوذ بالله  من الشيطان الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم، «ن والقلم ومايسطرون  »
محترموو اسلامي وروڼو په دې خوشحاله سۍاودالله پاک شکر اداکړۍ  چي الله پاک   دخپلي وعدې مطابق چي په دغه مبارک قول کی يې کړېده « سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ »   دخپل الوهيت اوخدايي او دخپل سترپيغمبرحضرت محمدصلی الله عليه وسلم درسالت حقوالَیْ دقدرت په نښانو کښي  په افاقو اواطرافو کښي  داسلام  ودښمنانوته ورښکاره کوي  اوپه  دې ډول يې ورښکاره کوي  چی درختي په وويني  درختي ورته ووايی چي الله حق دۍ اومحمدصلی الله عليه وسلم اودمحمد صلی الله علیه وسلم رسالت حق دۍ ځکه داسي درختي  په ځمکه کښي   داسلام دښمنانو په خپله ليدلي دي  چي په الهي قدرت سره   دهغوۍ ښاخونه په داسي ډول سره راغلي دي  چي کلمه د«لااله الاالله »  په واضح ډول ځندي جوړه سوېده ،په المانيا کښي په يوځاۍ کښي دغه ډول درختي   الله جل جلاله  ښکاره کړې اوډېروالمانيانو ددغی الهی ستری نښانې په لېدلوسره ایمان راوړَۍْ  اوپه اسلام کښی داخل سول  اودالمان حکومت له دې وېری څخه چی دنوروالمانیانودایمان راوړلومخه ونیسی دهغودرختوپه لېدلوبندیز ولګاوو، دارنګه  یوه درخته په یوه منطقه کښی پیداسوئې ده چی دمحمدی شریعت مطابق دیوه خاشع اوباحضوره انسان  په شکل ده اومخ پرکعبه شریفه پررکوع باندی ده ، دارنګه الله جل جلاله   داسلام په مخالفینوداسی ماهیان لېدلی دی چی هغوودوی ته داخبره په ډاګه کړئې ده چی اسلام حق دین دۍ الله حق دۍ اورسول دده حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حق دۍ  ،لکه چی  په داکارکښی چی دسنغال یوه علاقه ده یوه لبنانی مسیحی ،جورج وهبه،داسی ماهَیْ پیداکړیدۍ چی  پربدن باندی ئې د،الله ،مبارک لفظ اود،محمد،نوم لیکلَیْ دۍ، الله پاک دسورت نون په اول آیت کښی په ماهی سره اوپه قلم سره اوپه هغه سره چی لیکوالان ئې لیکی قسم کړیدۍ اوپه دې کښی شک نسته چی قسم په هغه شی سره کېږی چی دقسم کوونکی په نزدعظمت لری تاسی ودغه الهی سترقدرت ته وګورۍ چی دسورت نون په اول آیت کښی چی په کومودریوشیانو الله جل جلاله  قسم کړیدۍ هغه درې سره په دغه دقدرت په نښانه کښی کومه چی دمذکورمسیحی  په لاس پیداسوَیْ ماهَی دۍ ذی دخله دی چی تفصیل به په بله برخه کښی درته راسی ان شا ءالله ،

تمت ومنه التوفیق

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery