مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ګاونډيانو حقوق

الحاج فضل الله رشتين


څرنګه چې  خپل خپلوان په سړي  حقوق لري همداشان يې ګاونډيان هم لري .  د ګاونډيانو د حقوقو پر ځاى كول او د هغو احترام كول د آخرت په ورځ د ايمان لرونكو عملي ثبوت ګڼل كيږي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي :
( و الجار ذي القربى و الجار الجنب و الصاحب بالجنب ) ( النساء 36)
او د الله حكم دى چې  له قرابت لرونكى همسايه او له پردى همسايه او په خوا كې له همسايه سره نيكي وكړئ
د پورتني آيت څخه دا مانا لاس ته راځي چې كه همسايه  خپلوان وي او كه پردى وي ، كه غير مسلمان وي  او كه هر څوك وي هغه همسايه دى او د همسايه په حيث بايد د همسايه حقوق مراعات شي .
همسايه كه مسلمان وي او كه  غير مسلمان وي ،  د دواړو حقوق برابر دي
كه كاونډى د سړي خپلوان وي او مسلمان وي نو هغه درې حقونه لري : د كاونډيتوب حق ، د خپلوئ حق او د اسلام حق.
كه ګاونډی  مسلمان وي او د خپلوئ رشته ورسره نه وي نو هغه دوه حقونه لري: يو د ګاونډيتوب حق او بل د اسلام حق. او كه ګاونډی د سړي خپلوان نه وي او غير مسلم وي نو هغه يو حق لري  چې  هغه د ګاونډيتوب حق دى.
د ګاونډي عزت كول د ايمان جزء ګڼل كيږي. كه څوك د ايمان خاوند وي نو هغه به خامخا د همسايه عزت او احترام كوي .

د حضرت محمد ( ص ) ارشاد دى :
په خداى قسم دى چې هغه مومن نه دى ، په خداى قسم دى چې هغه مومن نه دى . صحابه كرام وپوښتل چې  يا رسول الله   هغه څوك دى  ؟  رسول اكرم (ص ) و فرمايل :  " هغه څوك چې همسايه يې له ظلم څخه  محفوظ نه وي ." ( بخاري )

رسول اكرم (ص ) همداشان  فرمايلي دي  : " هغه څوك چې په خداى او آخرت ايمان لري هغه بايد د همسايه عزت وكړي" ( بخاري ) 
ډير خلك دي چې د كاونډيانو سره ښه چلند نه كوي  ،  د هغوي حقوق تر پښو لاندې كوي ،   تل ورسره په جكړه بوخت وي  او په قول او عمل كښې ورته اذيت رسوي .دا كار د خداى پاك له رضا سره مخالف كار دى او ښايي چې سړى ورڅخه ځان وژغوري. 


د ګاونډيانو د حقوقو د پرځاى كولو او د هغوي د احترام كولو د پاره دا لاندنئ يادونې  اړينې دي.
* د ګاونډي احترام  كول .
*  ګاونډي  ته  تاوان نه رسول.
*  دګاونډي  په غم او ښادئ كې ځان شريكول.
* له  ګاونډي  سره ښه ګذاره او چلند  كول.
*   له ګاونډي سره له رحم او  ترحم څخه كار اخستل.
* په ګاونډي  باندې له ظلم زياتې څخه  ځان ساتل   .
* له ګاونډي سره د ګاونډي په حيث ښه سلوك كول.
*    په ګاونډي باندې ځان  لوړنه ګڼل .
*  د ګاونډي عزت كول.
* د ګاونډي له  ناروغتيا څخه ځان خبرول .
* له ګاونډي سره د هغه د ستونزو په حل كښې له خپل توان سره سم مرسته او همكاري كول.
*  له ګاونډي سره  په ورين تندي خبرې كول .
*  ګاونډي ته د قربانئ  دغوښې برخه وركول.
*  ګاونډي ته  په بيلا بيلو مناسباتو كښې د تحفو  وركول چې له دې سره د ګاونډيانو تر منځ مينه محبت زياتيږي.
*   له خپل پخلي نه كاونډي ته يو څه خواړه ليږل.
* د خپل توان سره سم له كاونډي سره مالي  مرسته كول.

په درناوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery