مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آيا بريښنا راځي؟ ( د AEPA څيړني )

ګل اغا ( احمدي ) وردګ

دګل اغا ( احمدي ) وردګ ليکنه :

د افغانستان د انرژۍ خبري آژانس AEPA په نظر كې لري چې د يوې سلسلې تعارفي مقالاتو په په ترځ كې د هيواد د انرژۍ او بريښنا ستونزمن او جدي موضوعات تر خپلې څيړنې لاندې ونيسي او د افغانانو په وړاندې د هغه واقعي تصوير انځور كړي. په دې ترځ كې زموږ لومړۍ مقاله د (آيا بريښنا راځي؟) تر سرليك لاندې خپريږي.

آيا بريښنا راځي؟

بريښنا راځي......خو...
بريښنا د افغانستان د بيا رغوني د پروسې لپاره يوه بنسټيزه اړتيا ګڼل كيږي. د بريښنا د انرژۍ د يوه ثابت سيستم رامنځته كيدل د اقتصادي او صناعتي پراختيا، ښوونې او د خلكو د ژوند د پرمختګ په لاره كې ډير مهم عنصر دى.
په هر صورت د جګړې او وچكالۍ كلونو د افغانستان د انرژۍ څانګه ډيره اغيزمنه كړې ده او بايد وويل شي چې په هيواد كې د بريښنا اوسنى سيستم ډير زوړ او د خلكو د اړتياوو لپاره ناكافي ګڼل كيږي. د دې خبرې يادونه هم ضروري ده چې نوې تكنالوجي او د انرژۍ داسې نورې سرچينې چې په كمه بيه بريښنا توليد كړي د افغانستان د پرمختيا لپاره ډير مهم ګڼل كيږي.
دا حقيقت بايد څرګند شي چې د افغانستان د بريښنا د زيربناوو رغول په يوه شپه كې شوني نه دي بلكي د حكومت او نړيوالې مرستندويه ټولنې د ګډو هڅو په وسيله كيداى شي چې د هيواد لپاره بريښنا تامين شي او نوموړى كار په بيړنۍ توګه ممكن نه دى بلكي كافي وخت او صبر ته اړتيا لري.
د دې سلسلې د ليكنو د خپريدو په ترځ كې موږ هيله من يو چې د هيواد د انرژۍ د سكتور په هكله ريښتنى معلومات وړاندې كړو.
د نوي دور د پيل څخه وروسته د افغانستان حكومت څو څو ځلې دا ژمنه كړيده چې د بريښنا د سكتور رغولو ته به د لومړيتوب حق وركوي او په دې هكله نړيوالې مرستندويه ټولنې په ميليونونو ډالره پانګه ځانګړې كړې وه څو د بريښنا د انرژۍ د تامين لپاره موجودې فابريكې فعالې او نوې فابريكې جوړې كړي. خو تر اوسه پورې دا پوښتنه د زياتو افغانانو په وړاندې بې ځوابه پاتې ده چې ګواكي ولې د بريښنا په نعمت باندې سمبال شوي نه دي؟
نوموړې پوښتنې ته ځواب وركول ډير مغلق او پيچلى دى. د بريښنا د تامين د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو تر منځ د بيلانس پيدا كول او په يوه لنډه موده كې د بريښنا د اړتياوو پوره كول آسانه كار نه دى او ښه خبره به دا وي چې په دې هكله حكومت او نړيواله ټولنه په ګډه كار وكړي، د ستونزو لپاره د حل لاره و مومي او له افغانستان سره مرسته وكړي.
په بيړنۍ توګه او د لنډمهالو پروژو په ترڅ كې افغانستان ته د ډيزلي جنراتورونو له لارې د بريښنا تامين تر سره كيږي خو دا كار ډير په لوړه بيه تماميږي د مثال په توګه په كندهار، لښكرګاه او كلات كې ډيزلي جنراتورونه او د كابل په شمال لويديځ كې د حرارتي بريښنا دستګاه چې يوازې د تير كال د نومبر د مياشتې راهيسې يې د اړتيا وړ ډيزلو د را نيولو لپاره USAID له ۵۰ ميليونو امريكايي ډالرو څخه زياته مرسته كړې ده څو د اړتيا وړ بريښنا توليد كړي خو راتلونكى ژمى به بيا يو ګواښ وي څو خلكو ته بريښنا برابره شي.
په اوسني وخت كې نړيواله ټولنه د افغانستان له حكومت سره په څو قيمتي او پيچلو پروژو باندې مشترك كار كوي څو د بريښنا يوه زيربنا د افغانستان لپاره منځته راوړي او تمه كيږي چې په څو راتلونكيو كلونو كې به د هيوادوالو د كورونو او صنعتي فابريكو لپاره د كمې بيې بريښنا په توليد پيل وكړي.
بايد د دې خبرې يادونه هم وكړو چې د بريښنا زياتره پروژې تخنيكي او انجنيري بڼه لري چې د جوړيدو لپاره يې زيات كلونه په كار دي. د هغو بريښنايي بندونو جوړول چې د اوبو د جريان په وسيله بريښنا توليدوي تر لسو كلونو پورې وخت ته اړتيا لري او د هغو حرارتي دستګاوو جوړول چې د ډيزلو او يا طبيعي ګاز په وسيله بريښنا توليدوي د جوړيدو لپاره يې له دوو څخه تر پنځو كلونو پورې اړتيا ليدل كيږي.
د بريښنا د تامين د وړو پروژو پلي كول په هغو سيمو كې شوني دي چې د اوبو او باد جريان ښه وي خو د بريښنا اندازه يې ډيره كمه او محدوده وي.
نړيوالې مرستندويه ټولنې يو لړ مهمې پروژې په لاره اچولې دي چې د افغانستان لپاره د بريښنا د لويو او مجهزو سيستمونو په رامنځته كولو سره د دې هيواد خلكو ته كافي بريښنا توليد كړي. د نوموړو پروژو ډيره برخه د لويو مرستندويو خواوو د ګډو هلو ځلو په وسيله پر مخ درومي څو د افغانستان لپاره د انرژۍ زيربنا په داسې حال كې رامنځته كړي چې د بودجې موضوعات يې پيچلي دي او هغه لويې پروژې چې د مرستندويو اړخونو له خوا تر كار لاندې نيول شوې دي په آسانه توګه يې پيژندلى شو. د مثال په توګه د هندوستان حكومت له پلخمري څخه كابل ته د شمال ترانسميشن لاين د وارداتي بريښنا د مزو د غزولو په موخه د ۱۰۰ ميلونو امريكايي ډالرو د مرستې ژمنه كړې چې د وارداتي بريښنا د انتقال د هغه پروژې يوه برخه ګڼل كيږي چې لومړۍ برخه يې د ځينو نورو مرستندويو خواوو لكه آسيايي پراختيايي بانك، جرمني او نړيوال بانك له خوا د مرستې ژمنه شوې ده. همدارنګه د هندوستان حكومت د سلما د اوبو لګولو او بريښنا د تامين د بند د جوړولو لپاره يې د ۸۵ ميليونو ډالرو مرسته كړې ده چې د هريرود په سيند باندې به د هرات ولايت لوديځ لوري ته جوړ شي.
آسيايي پراختيايي بانك يا ADB په دې لړ كې د ۲۴ ميلونو امريكايي ډالرو د مرستې ژمنه كړې چې د شبرغان د ګاز د توليد د تاسيساتو په جوړولو به و لګول شي او د نوموړي ګاز له يوې برخې څخه به د بريښنا د توليد په چارو كې كار واخيستل شي.
نړيوال بانك يا WB ژمنه كړې ده چې د نغلو د فابريكې د رغولو، د كابل د بريښنا د توزيع د شبكې د پراخولو او د بيا رغولو د ځينو نورو ډول ډول پروژو د پلي كولو لپاره له ۱۰۰ ميليونو ډالرو څخه زياته مرسته كوي.
په همدې توګه USAID د شبرغان د حرارتي بريښنا د دستګاه د جوړولو لپاره د ۱۵۰ ميليونه امريكايي ډالرو د مرستې ژمنه كړې ده چې د هيواد د شمالي سيمو او هغه انتقالي بريښنايي لين لپاره بريښنا تهيه كوي چې ټول هيواد ته به و غزيږي. همدارنګه له ۵۰ ميلونو ډالرو څخه يې زياته مرسته په هيواد كې د بريښنا د جنراتورونو د ځنې ډيزلي ماشينونو لپاره د تيلو د تهيه كولو په موخه مرسته كړې او ۵۰ ميليونه اضافي مرسته يې په هيواد كې د انرژي د نورو پروژو لكه د ظرفيتونو د لوړولو له پروژې سره كړيده.
د دې خبرې يادونه ضروري ده چې د بريښنا په برخه كې تر دې مهال پورې د كابل او ځينې نورو ښارونو لپاره د بريښنان د توليد پراختيا په برخه كې ځينې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي د مثال په توګه د كابل د بريښناكوټ د رغولو كار تير كال د KFW جرمنۍ موسسې له خوا بشپړ او په نوې تكنالوجۍ سمبال شو چې له سروبي او نغلو څخه يې د كابل ښار ته د زياتې بريښنا د رسولو ظرفيت تر لاسه كړى او د كابل د ښار ځينو برخو ته د بريښنا د ويشلو دنده په غاړه لري.
په همدې توګه په زياتو ولايتونو او كليوالو سيمو كې ډيزلي جنراتورونه نصب شوي چې د ځانګړو محلي سيمو لپاره يوه محدوده اندازه بريښنا توليدوي.

د مقالو په خپله دې سلسله كې چې له دې څخه وروسته به خپرې شي هيله من يو چې د هيواد د بريښنا د سكتور په اړه د يوې روښنايۍ حيثيت ولري په دې سلسله كې به د افغانستان د انرژۍ د څانګې د معرفي كولو او په دې هكله د پرمختياوو راپورونه خپريږي. بيا هم هيله من يو چې راسره پاتې شئ څو په راتلونكيو اونيو كې هغو پوښتنو ته د ځوابونو د پيدا كولو هڅه و كړو چې د افغانانو تر منځ موجودې دي.

د افغانستان د انرژۍ خبري آژانس AEPA غواړي چې د افغانستان د بريښنا د انرژۍ په هكله د خپل سلسله وار راپور په ترځ كې ځينې هغه موضوعات تر خپلې څيړنې لاندې و نيسي چې د افغانستان لپاره د بريښنا د انرژۍ د تامين لارې چارې څيړي. موږ د خپلوپورتهليكنو په ترځ كې هغو پوښتنو ته د ځواب پيدا كولو لپاره څرګندونې وكړې چې آيا بريښنا راځي؟ او څه وخت بريښنا راځي؟ او د دې مقالې په ترځ كې به دغه موضوع تر څيړنې لاندې ونيول شي چې بريښنا څنګه راځي؟

بريښنا څنګه راځي؟

د طالبانو له ماتې او په افغانستان كې د يوې ديموكراتيكې ټولنې د جوړيدو د فرصت د لاسته راتللو سره جوخت د افغانستان د بيا رغولو پروسې ته زياته پاملرنه شوې ده د دې پاملرنې يو لوى عنصر د دې هيواد د خلكو د كورونو، سوداګريزو چارو او صنعتي فابريكو لپاره د بريښنا د انرژۍ تامين دى.
د افغانستان د انرژۍ موجوده بنسټونه د تيرو شلو كلونو راهيسې نه دي رغول شوي بلكي د يوې تشې معما په شكل د كاري ظرفيت له ډګر څخه ورسته پاتې دي. په كابل كې د بريښنا اوسنى سيستم اصلا د ۷۰۰۰۰۰ اوسيدونكيو لپاره په تقريبي ډول پلان شوى وو خو د دې ښار د اوسيدونكو اوسنۍ شميره ۳ ميليونه اټكل شوې ده او د هيواد نور لوى ښارونه هم دغه ډول يوه ستونزه تجربه كوي څو بريښنا د خپلو ښاريانو لپاره تامين كړي. سربيره پردې هغه خلك چې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې ژوند كوي د لا زياتو ستونزو سره مخ دي څو د بريښنا په انرژۍ دسترسي پيدا كړي.
په داسې حال كې چې د هيواد وضع په دې ډول ده لكه مخكې چې ګوته ورته و نيول شوه نو په څرنګه كيداى شي چې د ستونزې لپاره د حل لاره پيدا شي؟
د افغانستان د بريښنا ماستر پلان په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې بشپړ شوى او د هغه په څنګ كې د بريښنا داسې يو پراخ ماسترپلان په لاره اچول شوى دى چې په څو راتلونكيو كلونو كې د هيواد د بريښنا نوي سيستمونه منځته راوړي. د نوموړي ماستر پلان په يوه برخه كې د كابل او د هيواد د ختيځو سيمو لپاره په منځنۍ توګه ۴۰۰ ميګاواټه بريښنا په پام كې نيول شوې ده چې د هغه په جمله كې د هيواد له شمال څخه كابل ته د بريښنا د هغه مزيو غزول هم شامل دي چې له ګاونډيو هيوادونو څخه وارداتي بريښنا او د شبرغان د حرارتي دستګاه بريښنا ليږدوي.
همدارنګه په ياد شوي ماسترپلان كې هغه حلقوي لين هم په نظر كې نيول شوى دى چې د هيواد ټولې سيمې به پرې و تړل شي او د افغانستان د خلكو لپاره د بريښنا يو ثابت سيستم رامنځته كړي. نوموړى حلقوي لين به هغه بريښنا ليږدوي چې له ګاونډيو هيوادونو څخه وارديږي او يا هم د داخلي سرچينو څخه توليد كيږي لكه د شبرغان حرارتي دستګاه چې د هيواد د طبيعي ګاز په وسيله بريښنا منځته راوړي.
د دې خبرې يادونه ضروري ده چې د نوموړي ماسترپلان له مخې د هيواد لرې پرتې سيمې هم هيرې شوې نه دي بلكي په پام كې دي چې په مختلفو سيمو كې په مختلفو درجو د بريښنا د توليد كوچنۍ دستګاوې (مايكرو هايدل) نصب كړي څو د لرې پرتو سيمو خلكو او د جوړيدو په صورت كې كليوالو صنعتي كاخانو ته بريښنا توليد كړي. په همدې توګه د دې كارونو تر څنګ د بريښنا د توليد نوې سرچينې لكه د لمر او باد هم په پام كې نيول شوى چې د طبيعي ګاز او ډيزلو او د سونګ د نورو موادو سره مرسته وكړي.
د افغانستان د بريښنا د انرژۍ اوسنۍ فابريكې او مركزونه چې د نړيوالې مرستندويه ټولنې له خوا تر ترميم لاندې نيول شوې د يوه جدول په شكل كې راغلي دي چې د نوموړي جدول ځينې برخې د ګرانو لوستونكيو د پاملرنې لپاره په دې پاڼه كې وړاندې كيږي.
ضروري ده چې د افغانستان د بريښنا د انرژۍ سكتور داسې و رغول شي چې د دې هيواد د خلكو نوې اړتياوې يې په نظر كې نيولې وي. د افغانستان د بريښنا اوسنۍ پروژې متعددې او پيچلې دي چې د نړيوالې مرستندويه ټولنې، متخصصو انجنيرانو او اړوندو كمپنيو ګډې همكارۍ ته اړتيا لري.
سره لدې چې د افغانستان د بريښنايي بنسټونو بيا رغونه كافي و خت ته اړتيا لري خو افغانستان به په دې و توانيږي چې د خپلو وګړو د كورونو، سوداګريزو مركزونو او صنعتي فابريكو لپاره هميشنۍ او ثابته بريښنا ولري. په دې هكله به د دې خبرې يادونه ضروري وي چې د غښتلي هوډ، وخت او صبر په وسيله كولاى شو چې د افغانستان د بريښنا سكتورونه په ښه ډول جوړ كړو.
افغانستان هيله من دى چې په نږدې راتلونكي كې به نه يوازې خپلو خلكو ته بريښنا تامين كړي بلكي د هغوى لپاره به يو روښانه او بريالى ژوند په جوړولو كې هم بريالى شي.

موږ پخپلو پورته دريو مقالو كې د افغانستان د بريښنا د انرژۍ وضع تر څيړنې لاندې ونيوه او دهغه پر تخنيكي اړخ او د هغو پروژو په اړه مو څرګندونې وړاندې كړې چې بريښنا منځته راوړي. پخپله دې ليكنه كې موږ هڅه كوو چې د بريښنا د راتللو دلايل او هغو ګټو ته ګوته و نيسو چې د بريښتا د تامين په صورت كې د خلكو او هيواد په برخه كيږي.

بريښنا ولې راځي؟

په داسې حال كې چې افغانستان د خپلو خلكو د كورونو، سوداګريزو چارو او صنعتي فابريكو لپاره د يوې ثابتې او هميشنۍ بريښنا د تامين په لټه كې دى، دغه مهم فكتور ته ګوته نيسو چې ولې بريښنا د ژوند د يوې مهمې اړتيا په توګه منل شوې ده. موږ همدارنګه هغه مثبت بدلونونه په لنډه توګه په نښه كوو چې د بريښنا د تامين په صورت كې د خلكو په نصيب كيږي.
نو په دې توګه سوال پيدا كيږي چې بريښنا ولې راځي؟
نوې نړۍ د معلوماتو د زياتوالي، بيړنيو اړيكو او د عالي تكنالوجۍ استعمال كوونكې نړۍ ده چې د صنعتي پراختيا، پرمختګ او د ژوند د غوره بنسټونو د لاسته راوړلو لپاره هميشنۍ هلې ځلې كوي. د نوې نړۍ خلك اوس مهال د خپل ځان لپاره داسې يو حالت غوره ګڼي چې ژوند يې د روغتيا تر سيوري لاندې وي، د لوړو زده كړو څخه برخمن وي، په ښو دندو ګمارل شوي وي او داسې يوه تګلاره د ځان لپاره و ټاكي چې د ښه ژوند څرنګوالي ته لا پرمختګ وركړي چې د نوموړو كارونو څخه يو هم د بريښنا له موجوديت څخه پرته ممكن نه دى.
بريښنا له هغه ماشين څخه عبارت ده چې د يوه هيواد زياتې پرمختياوې د خپلو خلكو لپاره د ښه ژوند د تامين له كبله پرمخ بيايي لكه چې افغانستان په اوسني وخت كې دغه دنده سر ته رسوي. د بريښنا له مو جوديت څخه پرته نشو كولاى د هغو تورتمونو په ځاى ډيوې بلې كړو چې د كورنيو جګړو او طبيعي آفاتو څخه را منځته شوې دي. بايد وويل شي چې له بل وخت څخه اوس هغه مهال ښه را رسيدلى دى چې د نوموړې موخې لپاره كار وكړو.
لاندې معلومات د هغو بدلونونو څخه عبارت دي چې د بريښنا د موجوديت په صورت كې د خلكو په برخه كيږي.

بريښنا د كورنيو د ژوند د ښه والي په څانګه كې
بريښنا د كورنيو لپاره داسې فرصت برابروي چې له تيارو څخه وروسته د رڼا وړانګو ته ښه راغلاست وايي او د ځوانانو او ماشومانو لپاره د شپې له خوا د مطالعې زمينه برابره كړي. په همدې توګه د بريښنا شته والى كورنيو ته ددې فرصت په لاس وركوي چې د خاورو د تيلو د مخامخ استعمال څخه ډډه وكړي ، هوا او د كور ماحول له تورو دودونو او هغه ناوړه اغيزې څخه و ژغوري. همدارنګه بريښنا له كورنيو سره د پخلي او اوبو تودولو په چارو كې لويه ونډه اخلي او هغوى ته آسانه او اغيزمنې لارې ښيي.
بريښنا د زده كړې په څانګه كې
بايد وويل شي چې زياتره ځوانان د ورځې له خوا د كورونو څخه لرې په كارونو بوخت وي او د شپې له خوا اړ كيږي چې د خپلو پرمختياوو د وړتياوو د مخته بيولو او ښو فرصتونو د لاسته راوړلو لپاره د شپې له خوا مطالعه وكړي چې د شپې موجوديت د نوموړي كار د سر ته رسولو لپاره ډير مهم دى. همدارنګه د شپې له خوا په كورونو كې د بريښنا شته والى تنكيو زده كوونكيو ته د كورنيو وظيفو د سر ته رسولو او د ښوونځيو له نصاب څخه پرته د زياتو تعليمي موادو او كتابونو د مطالعې چانس په لاس وركوي چې د هغوى د پوهنيزو زيرمو د زياتوالي لپاره ډير مهم ګڼل كيږي.
د بريښنا موجوديت خلكو ته دا فرصت په لاس وركوي چې د تلويزيوني پروګرامونو په ليدلو او راديو په اوريدلو سره د نړۍ او افغانستان له پرمختياوو څخه ځانونه خبر او د نوې تكنالوجۍ په هكله معلومات ترلاسه كړي. همدارنګه د نړۍ د معلوماتو يوه لويه زيرمه په انټرنيټ كې ځاى په ځاى شوې ده چې د بريښنا په بركت له نوموړې زيرمې څخه ګټه اخيستل كيداى شي. په همدې ډول بايد د دې خبرې يادونه وشي چې د ذكر شوو كارونو سر ته رسول يوازې او يوازې د بريښنا په وسيله په ښه توګه تر سره كيداى شي.
بريښنا د كرنې او د ژوند د محيط د ساتلو په څانګه كې
كله چې افغان بزګران د يوه ښه ژوند او د خپلو توليداتو لپاره د يوه پراخ ماركيټ د پيدا كولو فكر كوي نو يوازې د بريښنا د انرژۍ موجوديت كولاى شي د هغوى اړتياوو ته مثبت ځواب ووايي او د خپلو كرنيزو توليدي توكو په ساتلو، پروسس، ماركيټ ته د انتقال او غوره ګټې د لاسته راوړلو په چارو كې ورسره مرسته وكړي. په همدې توګه توليدي توكي يې د بريښنايي يخچالونو په وسيله له خرابوالي څخه محفوظ او په سالمه توګه لويو ماركيټونو ته واستول شي.
بريښنا همدارنګه كولاى شي چې له بزګرانو سره د خپلو كرنيزو ځمكو د خړوبولو د عصري سيستم په لارو چارو كې مرسته وكړي او د اوبو د كموالي په صورت كې د ژورو څاګانو په كيندلو او له څاګانو څخه د اوبو د راويستلو او ځمكو ته د اوبو د رسولو په چارو كې مرسته وكړي.
بريښنا د سوداګرۍ او صنعت په څانګه كې
په يوه پرمختللي افغانستان كې د فابريكو او نورو سوداګريزو كارخانو په كار ګمارل يوازې او يوازې د بريښنا د انرژۍ په وسيله شوني دي ځكه كيداى شي چې په دې هيواد كې د بريښنا په وسيله توليدي فابريكې په ښه توګه روښانه او د هغه ماشينونه په خوځيدو راشي او توليدي توكي په اغيزمنه توګه د خرڅلاو ماركيټونو ته توزيع شي. كله چې كارخانې په سمه توګه چالانې او په كار پيل وكړي نو له هغه سره جوخت يې توليدات او ګټې هم پراخوالى مومي چې ورسره يو ځاى د كارخانو د كاركونكيو په معاشونو كې زياتوالى راځي. كله چې د كاركونكو معاشونه لوړ شي نو كيداى شي چې د يوه ښه او بريالي ژوند لټون پيل او د ژوند سطح يې لوړه شي. كله چې دغه مثبت او په زړه پورې بدلونونه د يوه هيواد د سوداګريزو او صنعتي چارو په ډګر كې رامنځته كيږي نو بې له شكه چې د هغه هيواد د اقتصاد له ځواكمنتيا او استحكام سره مخامخ مرسته كوي.
بريښنا د كليو او بانډو د پرمختګ په څانګه كې
د يوه هيواد هراړخيز پرمختګ هغه مهال شونى دى چې په لويو ښارونو سربيره د بريښنا د انرژۍ مزي د هغه لرې پرتو او كليوالو سيمو ته هم و غزول شي او د پرمختګ په كاروان كې را ګډ كړل شي. بريښنا كولاى شي چې لوى ښارونه روښانه او د هغه د ښاريانو لپاره د ښه ژوند شرايط برابر كاندي، د سوداګريزو چارو ظرفيتونه لوړ او د بريښنا په وسيله كلي او بانډې هم په خبري رسنيو لكه راديو، تلويزيون، انټرنيټ او داسې نورو وسايلو دسترسي پيدا او د لويو ښارونو د مثبتو بدلونونو څخه خبر شي. په ښاري ښوونځيو او علمي مركزونو كې د انټرنيټ موجوديت كولاى شي چې په كليو او بانډو كې د ښوونځيو سره انټرنيټي اړيكې ولري او له هغوى سره د معلوماتو په راكړه وركړه كې مرسته وكړي، پوهنيز ظرفيتونه لوړ او د نړۍ له حالاتو څخه خبرتيا تر لاسه او په خپله پوهه كې زياتوالى راولي. بايد وويل شي چې نوموړي ټول كارونه يوازې او يوازې د يوې هميشنۍ او ثابتې بريښنا د موجوديت په صورت كې شوني دي.
د كليو خلك كولاى شي چې د بريښنا په وسيله د ځمكې لاندې اوبو څخه خپلې ځمكې خړوبې او په خپلو كرنيزو توليداتو كې زياتوالى راولي. همدارنګه بريښنا كولاى شي چې له كليوالو سره د خپلو كرنيزو توليداتو په استولو او ساتلو كې مرسته وكړي.
په همدې ډول په كليو او بانډو كې د بريښنا شته والى كولاى شي چې هغو لويو ښارونو ته د كليوالو د كډه كيدو مخنيوى وكړي چې د نفوس له ډيروالي سره مخ دي او خپلو ښاريانو ته د لازمو آسانتياوو د برابرولو د لانجې سره لاس په ګريوان دي. بلكي بريښنا كولاى شي كليوالو ته په خپل پلرنۍ مينه كې د يوه په زړه پورې ژوند د برابرولو آسانتيا په لاس وركړي. د دې خبرې يادونه هم ضروري ده چې په لويو ښارونو كې د نفوس بيړنۍ پراختيا له نوي نسل سره د پرمختګ په لاره كې مرسته نه شي كولاى بلكي نوموړى كار د هر اړخيز پرمختګ د لارې خنډ ګرزي.
په همدې توګه په كليو او بانډو كې د بريښنا موجويت كولاى شي خپلو كورونو ته له ګاونډيو هيوادونو څخه د بيرته راستنيدونكيو بهير ته پياوړتيا ور په برخه او پخپل پلرني كلي كې د هغوى لپاره د غوره ژوند زمينه برابره كاندي.
افغانستان ته د بريښنا د انرژۍ د برابرولو معنى داده چې نوموړى هيواد ځواكمن، پرمختللى او د نړيوالې ټولنې يو توليدي غړى وګرزي. په دې هكله ويلاى شو چې د اړوندو اړخونو د ګډې همكارۍ په ترځ كې به افغانستان د دې فرصت ترلاسه كړي چې د بريښنا د انرژۍ دغه مهم بنسټ په هميشنۍ او ثابته توګه تر لاسه كړي.
د بريښنا د انرژۍ په هكله د دې ډول مقالو د خپرولو څخه زموږ موخې د همدې بنسټ په هكله د افغانستان د خلكو پوهه، خبرتيا او تشويقول دي. موږ به په دې اړه د هغو پرمختګونو په هكله راپورونه او نورې ليكنې هم ولرو چې د افغانستان د بريښنا د انرژۍ د غښتلي كولو په موخه تر سره كيږي څو د هيواد له خلكو سره په دې اړه مرسته وكړو. موږ به همدارنګه د بريښنا د انرژۍ د ساتلو او د هغه د اغيزمن استعمال په هكله هم د معلوماتو خپرولو ته وخت وركړو. په آخر كې د دې خبرې يادونه ډيره اړينه ده چې افغانستان به په نږدې راتلونكي كې د خپلو بريښنايي بنسټونو په وجود باندې وياړ وكړي.

د افغانستان د انرژۍ خبري آژانس AEPA غواړي چې د خپلو څلورو مقالو د سلسلې په دوهمه برخه كې په هغه زماني جدول باندې خبري كوي چې افغانستان ته د بريښنا د تامين لپاره تر نظر لاندې نيول شوى او د هغه عنوان دى چې: بريښنا څه وخت راځي؟

بريښنا څه وخت راځي؟

په خپله لومړۍ مقاله كې موږ ويلي وو چې بريښنا د افغانستان د انرژۍ د سكتور د پرمختګ په لاره كې د يوه مهم فكتور په توګه ګڼل كيږي او د افغانستان د حكومت او نړيوالې مرستندويه ټولنې له خوا يو لړ مهمې پروژې تر پلان لاندې نيول شوي دي او هغه پلانونه د پراختيا په حال كې دي. بايد وويل شي چې د بريښنا هغه ليږدونكى مزى يې يوه مهمه برخه ده چې توليدي او وارداتي بريښنا د هيواد ټولو سيمو ته د مشترك مزي په وسيله په پام كې لري. همدارنګه له نوموړي پروګرام څخه د هيواد هغه ليرې پرتې سيمې هم نه دي هيرې شوې چې د نوموړي سيم له نښلولو څخه بيلې پاتې كيږي بلكي د هغوى لپاره د بريښنا د رسولو نورې لارې چارې تر غور لاندې نيول شوې دي.
د يادې شوې هرې يوې پروژې لپاره د زماني جدول جوړول د نوموړي پلان يوه مهمه برخه ګڼل كيږي. بايد وويل شي چې د لويو پروژو د بشپړيدو لپاره ډيرو كلونو ته اړتيا لري او د افغانستان خلك د بريښنا د ژر راتللو ليوال دي نو د دې خبرې څرګندونه ضروري ده چې ريښتنى واقعيت په دې هكله څه دى؟
حقيقت دا دى چې د بريښنا د تامين په اړه څو پروژې د پراختيا په مختلفو مرحلو كې قرار لري څو د افغانستان لپاره بريښنا برابره شي نوموړې پروژې له يوې او بلې سره ژورې اړيكې لري او د هغه د عملي كولو لپاره كافي وخت ته اړتيا ليدل كيږي. بريښنا راځي خو نوموړى كار له يوه څخه تر دريو كلونو پورې اړتيا لري څو هغه پروژې تر اجرا لاندې راشي چې د هغه په هكله مخكې ځينې پرمختګونه شوي دي.
د اوږد مهالي ماسترپلان بشپړوالى
د دې لپاره چې د افغانستان د بريښنا د انرژۍ بنسټونه هر يو بيا رغولو او يا له سره جوړولو ته اړتيا لري، د افغانستان او نړيوالې مرستندويه ټولنې له خوا په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې يو ماستر پلان بشپړ شوى دى. د نوموړې ماستر پلان له مخې دوى د بريښنا د تامين لپاره د يوې عمومي استراتيژۍ د برابرولو لپاره هلې ځلې كوي څو تر ۲۰۲۰ ميلادي يا ۱۳۹۹ هجري لمريز كال پورې د ټول افغانستان لپاره په بشپړه توګه بريښنا تامين شي.
نوموړې بريښنا د داخلي فابريكو د تركيب او له ګاونډيو هيوادونو څخه د وارداتي بريښنا په وسيله شكل مومي. افغانستان غواړي چې د بريښنا نوې فابريكې جوړې كړي، مزي يې و غزوي او د بريښنا د ويشلو نوي سيستمونه رامنځته كړي څو د خلكو كورونو، سوداګريزو چارو او صنعتي فابريكو ته بريښنا ور كړل شي. پدې ځاى كې يوه پوښتنه مطرح كيږي او هغه دا چې نوموړي كارونه به كله صورت مومي؟
په دې پاڼه كې يو ليست ځاى په ځاى شوى او له هغه جدول څخه عبارت دى چې د افغانستان د بريښنايي بنسټونو د جوړښت ځينې لويې پروژې را ښيي او د نړيوالې مرستندويه ټولنې له خوا په نښه شوي دي. همدارنګه د هغه د اړتيا وړ پانګې او وخت اټكل ته يې هم ګوته نيولې ده چې د ګرانو لوستونكيو د معلوماتو د زياتوالي لپاره خپريږي.

د افغانستان د شمال د بريښنا د سيستم د انتقال مزى چې د ازبكستان، تاجكستان او تركمنستان له هيوادونو څخه وارداتي بريښنا او د شبرغان د حرارتي دستګاه بريښنا د هيواد شمالي برخو او كابل ته ليږدوي د يو شمير هيوادونو له خوا د ۳۰۰ ميلونو ډالرو د مالي مرستې په لګښت جوړيږي. بايد وويل شي چې د شبرغان د حرارتي بريښنا دستګاه بيله پروژه ده او په نوموړي مبلغ كې شامله نه ده.
د آسيا پراختيايي بانك د افغانستان د ګاز د توليد د پروګرام په برخه كې په ټوليزه توګه ۲۴ ميليونه امريكايي ډالره پانګه په كار اچوي.
نړيوال بانك ژمنه كړي ده چې د نغلو د بريښنا د فابريكې د رغونې او د بريښنا د ويشلو د مختلفو پروګرامونو په لړ كې به ۱۰۰ ميليونه ډالره پانګه لګوي.
دامريكا د متحده ايالاتو د نړيوالو پراختيايي مرستو ادارې يا USAID ژمنه كړي ده چې د شبرغان د ۱۰۰ ميګاواټه حرارتي بريښنا د توليد د دستګاه د جوړولو لپاره به ۱۵۰ ميليونه ډالره پانګه د افغانستان په واك كې ږدي.
د بريښنا د لويو پروژو تر څنګ نړيوالې مرستندويه ټولنې د هيواد په لرې او نږدې سيمو كې د بريښنا د تامين په يو لړ كوچنيو پروژو هم كار پيل كړى دى څو د افغانستان خلكو ته بريښنا توليد كړي خو د دې خبرې يادونه ضروري ده چې نوموړى كار په زياته پيمانه بريښنا نه شي توليد كولاى بلكي په هغو سيمو كې د مايكرو هايدل ماشينونه نصبوي چې د اوبو جريان يې د نوموړي كار لپاره مناسب وي. همدارنګه په ځينو سيمو كې د لمر او باد په وسيله هم د بريښنا د توليد پروګرام تر اجرا لاندې دى. د دې دستګاوو د نصبولو په نتيجه كې به اړوندو سيمو ته د اړتيا وړ بريښنا توليد، د ګاز، تيلو، ډيزلو او د سونګ د نورو قيمتي موادو په استعمال كې به كموالى رامنځته شي.
اوس مهال افغانستان په داسې يوه حالت كې قرار لري چې د خپلو ټولو خلكو لپاره د بريښنا د سرچينو د پيدا كولو په هڅه كې دى. په همدې توګه نړيواله ټولنه هم له افغانستان سره د خپلو بريښنايي بنسټونو د رغولو په لاره كې نږدې همكاري كوي څو هيواد د بريښنا د انرژۍ له نشتوالي څخه و ژغورل شي. د بريښنا د نوو سرچينو د پيداكولو په لړ كې په عمومي توګه پرمختګونه ليدل كيږي او دا ټولې هڅې زيات كار او د ټولو اړوندو اړخونو تر منځ رښتينې همكارۍ ته اړتيا لري چې نوموړى كار ډير مهم ګڼل كيږي.
د دې سلسلې په خپله راتلونكې مقاله كې به د هغه مسئلې په هكله څرګندونې كيږي چې بريښنا به څنګه او په څه ډول افغانستان ته راځي؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery