مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبېلې وپېژ نئ ! ٦٨ برخه( زير ماني ا وزيړاني)

دکتور لطيف ياد- استر اليا

 

د پښتني قبيلو دپيژ ند لو په لړ کې دا ځل دوه نورې پښتني قبيلې در پيژنو چې يو يې زېر ماني او بل يې زيړ اني نو ميږي٠

زېر ما ني :
زېر ماني په اصل کې غلجي پښتانه دي او زيات شمېر وګړي يې دتو خو په سېمه کې استو ګنه لري ، خو دکا بله تر کند هاره پورې په ځينو کليو او با نډو کې يو يا دوه کوره مېشته دي٠ زېر ماني زياتره دکر کيلې په چارو بوخت دي ، خو ځينې يې سوداګري هم کوي(١)٠ ددوی دود او دستور زياتره د نورو غلجيو قبيلو په څېر دی ٠ د ډېرو هلو ځلو په نتيجه کې مې نه ددوی دشمېر په اړه کوم معلو ت تر لا سه کړل او نه يې هم دخيلو نو وېش راته څر ګند شو ٠
د زېر مان کلمه داو ستا يي عصر او دورې سر يمان را په زړه کوي چې د سليمان د کلمې سره يې رېښه يوه او د سليمان يعنې د( روه) دسېمې معنی يې لر له٠

زيړ اني :
زيړ اني په اصل کې سسړ بني پښتا نه دي او د غو ريا خيلو پښتنو او لاده ده٠ زيړاني ځا نونه په مو مندو هم ورګډوي ٠ غوريا څلور زامن درلودل يعنې دولت يار، خليل، څمکني او څلورم زوی يې زيړان نو مېد چې او لاده يې د زيړ انيو په نا مه سره مشهوره ده او دننګر هار ولايت مر کز جلال اباد ته نږدې د زيړ انيو په کلي کې چې دسره رود دولسوالۍ په اداري واحد پورې اړه لري مېشته دي٠
د پښتنو دتا ريخ مؤلف ارواښاد قا ضي عطاؤالله خان ليکي :غو ريا خيل تقر يبا د(١٤٥٠ )ميلادي کال په شا او خوا کې دغزني لو يدېز ته دتر نک دسېمې په شا و خوا کې او سېدل ٠ څر نګه چې د دوی په شمېر کې زياتوالی راغی نو دوی دغزني نه کابل او دکابله دننګر هار خو ته وکو چيدل٠ (٢)
دتاريخ حيات افغا ني ليکوال ډپټي محمدحيات خان ليکي : زيړاني دننګر هار په شا و خواکې دتا جکو سره يو ځای او سيږي او زياتره خلک چې ددوی دنسب دشجرې سره اشنا نه دي دوی تا جک بولي(٣) لکه چې اخو ند دروېزه هم په خپل مشهور اثر تذ کر ۀ الابرار والا شرار کې ليکلي دي چې دزيړاني ښاخ له خپلو نورو ورو ڼو نه بېل او دننګر هار دسېمې له تا جکا نو سره او سيږي ٠(٤) خو بايد وويل شي چې دوی سل په سلو کې پښتانه اود دوی په پښتو نولۍ کې هيڅ دشک ا و تر ديد ځای نشته ٠
دزيړانيو پښتنو دقبيلې ځينې څا نګې لکه پهاړ خيل، دولت خيل ، احمد خيل او تار خيل دبرو مو مندو سره په غم او ښادۍ کې شريک دي٠ همداراز ددغې قبيلې يو شمېر خلک د لغمان ولايت دالينګار او قر غيو په ولسو اليو کې هم استو ګنه لري٠ (٥)
زيړاني زياتره دکر کيلې په چارو بو خت دي ٠ يو شمېر يې په سو داګرېزو کارونو او دوکانداريو باندې هم بو خت دي ٠ زيړاني ميلمه پا لونکي او په علم و پو هې مين خلک دي ٠په پخوانيو وختو نو کې ددوی ځمکې ډېرې اوبه نه درلودلې، خو کله چې په ١٣٤٥ هجري کال د ملت دبا با خدای بخښلي اعليحضرت محمد ظا هر شاه د واکمنۍ په وخت کې دننګر هار دکانال پروژه جوړه شوه نو ددوی دسېمې کر وندې يې خړوبه کړې٠ اوس ددوی دکر نې ځمکې ډېرې حا صلخيزه دي ٠دننګر هار ولايت دزيړاينو دکلي يو دروند مشر خدای بخښلی ملک عطا و چې دښو کړو وړو او ښه چلند خاوند و ٠ (٦)
----------------------------------------------------------------
ما خذونه او منا بع :
١-پښتا نه دتاريخ په رڼا کې ،دسيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل تاليف، ١٣٤٦ مخ، پېښور يونيورسټي بک ايجنسي، ١٩٦٢ ميلادي کال٠
٢- دپښتنو تاريخ، دقا ضي عطاؤالله خان تاليف، لومړی ټوک، کابل ،١٣٥٦ لمرېزکا ل٠
٣- تاريخ حيا ت افغا ني دپېښور چاپ،٢٤٤ مخ٠
٤- تذکرۀ الا برار والا شرار، دروېزه اخون ،پېښور، ادرۀ اشاعت سر حد،٦٩مخ،
٥- پښتانه، لومړی ټوک، ١١٨٠ مخ٠
٦- ددکتور لطيف ياد شخصي يادداشتونه٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery