مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرزی استعفآد سولی د معادلی جوړښت تضمینوی

دوکتور روستار تره کی

د سولی مشورتی جرګی ته پیغام

جګړه مار حکومت :
  د کورنیو چارو د وزیر  په قول هره ورخ لږ تر لږه لس تنه افغانان وژل کیږی . رسمی چارواکي تل حکومتی تلفات ښئی . حقيقت دا دی چه د وژل شوو کسانو شمیر د رسمی ارقامو نه لوړ دی .   
  د جګړه مارو بهرنيو ستراتژیستانو د پلان له مخی ، جګړه باید تر نامعلومی مودی پوری دوام  ولری . د صادر شوې « دیموکراسی » ځناور د خپل بقآ په مقصد لازیاتی وینی ته اړتیآ لری . حکيم الله محسود هم کله په ژوند او کله په مرگ د جګړی د اور سره لوبی کوی . دی  په آسانی نه مری . نه شهید کیږی .
  چاړه واقعآ هډوکی ته رسیدلی ده .
  د پیښو د تحلیل په بنسټ، دی نتیجی ته رسیږو چه د جګړی د پای کلید د ښاغلی کرزی او د هغه د بهرنیو جګړه مارو انډیوالانو  په لاس کی ده :  کرزی او ناتو دواړه يو بل ته متقابله اړتیا لری . دغه اړتیا د متقابل ملاتړ لامل ګرځیدلی ده .
  کرزی په دی باندی ښه پوهیږی چه ناتو په افغانستان کی د جګړی د استمرار ستراتژی غوره کړی ده او دی   د توپک سالارانو  سره په تړاو د بهرنیو جګړه مارو هیوادونو د جنګی پلان د پلی کولو د پاره یوه وسیله  ده .
  د کرزی نه  د بهرنیانو ملاتړ نور لاملونه هم لری . د هغی جملی نه :
  ــ  د افغانستان قباله بهرنیانوته سپارل او هغوی د ولس په برخلیک باندی واکمن کول . یعنی د خپل مقام د ساتلو په مقصد د هرڅه نه تیریدل .
  ــ  د کرزی نه د بهرنیانو د پاره ایدیال سړی جوړ شوي دي  ځکه نوموړي د قوم ، ولس او ملت نه تجرید او د اقتدار د ساتلو په مقصد  په یوازنی خواک یعنی بهرنیانو باندی متکی دی.
  هغه متحده جبهه چه کرزی د کورنیو او بهرنیو جګړه مارو ډلو ټپلو او هیوادونو څخه د مقاومت په وړاندی جوړه کړی ده، د جګړی د ستراتژی محصول ده . د جګړی په پای او د سولی په راوستلو کی ، جبهه له منځه ځی او د بهرنیو او کورنیو جګړه مارانو سیاسی بقآ تر سوال لاندی راځی . د همدغه استدلال له مخی هغه هلی ځلی چه د اوسنی نظام له خوآ د سولی په اړه کیږی ، تبلیغاتی بڼه لری او ورته د هیڅ عملی پایلی تمه نشي کیدای.

فاسد نظام :
  د ښاغلی کرزی په اداره باندی د فساد ، اځتلاس او قاچاق د شته والی له کبله نیوکی کیږی .  د اوسنی اداری بنسټ د بن په غونډه کی چه په کی جنګی ډلو ټپلو برلاسی درلود ، کیښودل شو .  خو کرزی په هیڅ ډول په اداره کی کوم رادیکال سمون راوستلی نشو  . لامل یی څرګند دی :  نوموړی په نظام کی د سمون په راوستلو د افغانستان د ننه   د سیاسی قدرت د یوازنی ملاتړ نه ‎( جګړه ماران  ، مختلسین ... ) بی برخی کیږی .  د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه دی کوم سياسي ګوند نلری او د قوم او ولس نه شړل شوی، په اداره کی کوم سمون راوستل ، کرزی ته د سیاسی ځان وژنی معنی لری .
  کرزی د بهرنیانو د ملاتړ په راجلبولو کی ، هغوی ته  د اداری سمون په ځای ، په نورو ساحاتو کی  امتیاز ورکوی  .
  " د خلیفه له کیسی نه بخشش" .  د  ولس ، ملت ، او هیواد په خرڅون :
   د بهرنیانو د رضائیت د ترلاسه کولو په خاطر د ملی واکمنی د پاتی شوو کمزورو ضوابطو په سر باندی ،  معامله ډير ښه سیاسی تجارت دی  . کرزی د همدغه مقصد د پاره :
  ــ  د انتخاباتو د کمسیون په ترکیب کی د ۲ بهرنیانو په غړیتوب باندی، موافقت وکړ .
  ــ  د انتخاباتو د کمسیون  مشر د یوه  ناپیلی  مسلکی کس  په ځای ، تنظیمونو سره تړلی سړی وټاکه . دغه ټاکل د بهرنیو ځواکونو چه د جګړه مارانو په وړاندی د ملاتړ  ژمنه لری ، د شور او ځواک څخه د ډک هرکلی سره مخ شو .
ــ  د قانون جوړولو د مراجعو نه د ولسوالانو  د ټاکنی د قانون طرح ولسی جرګی ته د وړاندی کولو غوښتنه وکړه .
په بل پړاو کی  په کرزی باندی یو وړوکی فشار د دی لامل ګرځیدلاي شي چه د والیانو د انتخاباتو قانون هم توشیح او نافذ کړی  .
   د ولسوالانو د ټاکنی قانون ، د مرکزی حکومت د لازیاتی کمزورتیا لامل ګرځی او لاره د فدرالی تشکیلاتو د پلی کولو د پاره خلاصوی . دا  د بهرنیانو د ستراتژی یوه برخه ده:   بهرنیان د مرکزی حسابګر حکومت په ځای، د سازشگرو او انعطاف پذیرو  سیمه ایز و چارواکو سره مځ کیږی .  د قانون د لاری په سوله ایزه توګه د افغانستان د ټوټه کیدو زمینه برابریږی او ناتو په سیمه کی د خپل ستراتژیک پلان لمړی پړاو پلی کولو ته پدغسی شرایطو کی  رانږدی کیږی چه په افغانستان کی یو ملی واکمنی چه د ملی دریز نه د بهرنیانو سره چلند وکړی ، وجود نلری .
  بنآ کرزی کوم ملی او اسلامی رسالت نلری . نوموړی د نورو په لاس د افغانستان   د تباهی د پاره په هره بیه چه وی ساتل کیږی .
  د لازیاتی بربادی د مخنیوی په خاطر موږ پرته له دی نه چه د کرزی وجدان او  د مسئولیت احساس ته مراجعه وکړو بله چاره نلرو .
  د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه د افغانستان د تباهی مخنیوی د کرزی او د هغه د انډیوالانو په لاس کی دی، نوموړی باید د سولی  په مشورتی جرګه کی چه د غبرګولى په ۸ مه نیته په کابل کی جوړیږی خپل او د خپل حکومت استعفآ د سولی په لور د یو ګام په توګه  مطرح کړي .
  پدی کی شک نَشته چه د افغانستان په سیاسی فرهنگ او تعاملاتو کی د  سیاسی مشرتابه استعفآ غیر طبعی ښکاری او سابقه نلری . خو هیواد په خپل سیاسی تاریخ  د یوه بیساری ناورین سره مخ دی چه د هغه سره باید بیساری چلند وشی .
  د کرزی د استعفآ نه وروسته د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندی د افغانانو او بهرنیانو د ترکیب نه جوړه شوی یوه ګډه بیړنی اداره به واک تر لاسه کوی . دغه ګډه اداره د یوي بین الافغانی غونډي چه په هغي کی د وسله وال او سوله ایز مقاومت او د مدنی ټولنی د سولی پلویانو استازی ګډون ولری ، د جوړیدو زمینه برابروی . غونډه به د جګړه مارانو نه پرته یو لنډ مهالي حکومت ټاکی . لنډ مهالي حکومت به د بهرنیانو په وړاندی د سولی ، ملی او اسلامی دریز څخه د حساب او کتاب مرجع  وی .
  کرزی د بهرنیانو له خوآ د هغه څه چه تروریزم سره جګړه نومیږی ، په افغانانو باندی تپل شویدی . دی جګړه ایز ماموریت لری او په ۹ کاله کی د جګړی د اور په ساتلو کی بریالی دی . بنآ د سولی ضمانت هغه وخت تآمینیدای شی ، چه د جګړی مخکښ   د صحنی نه لری شی .
  د  وران هیواد او په وینو ککړ ولس په خاطر د چوکی او مقام نه تیریدل د مسئولیت احساس او اخلاقی شهامت غواړی .
  و به وینو چه  ښاغلی کرزی په مشورتی جرګه، کی تاریخ او راتلونکو نسلونو ته کوم مثبت پیغام ځان سره لری که نه ؟

 «  پای »

                                                                 فرانسه
                                               د می میاشتی پنځه لسم ، ۲۰۱۰ م کال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery