مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یومصری عیسایی عرب مسلمان شو!!! (12) څپرکی

عبدالغفارجُبیر

یومصری عیسایی عرب مسلمان شو!!! اوسنی نوم ئې محمدالمصری


(12) څپرکی
زه دجمهوریه اسلامه عربیه المصرپه یوه ښارمنصوره په یوه عیسایی کورنۍ کی زېږېدلې یم، زموږیوداسی کورنۍ وه چی موږپه نامه عیسایان اومذهب هیڅ ارزښت نه راته درلودی، موږبه هیڅکله وکلیساته نه تلوبغیردمذهبی مراسموڅخه یایوجشن څخه عیسایت وموږته یواځی دمذهبی مراسموپه معنی و، اوکه کله چی به په کلیساکی کوم تعلیمات کیدل په هغه هم نه پوهیدو، هغه مذهبی لیکنی چی پرلوحواویادیوالوبه لیکلی وې هغه هم راته نابلده اونااشناښکارېدې زه خوبه لاکله کله ومراسموته تلم اوزماټول خاندان په دې اندو چی دمذهب اودسیاست ئې سره څه ؟؟؟ اوزموږکورنۍ ومذهب ته هیڅ توجه نه ورکوله، که زه په یوه مذهبی غونډی کی نه وای کښېنستلای نوځان راته بدښکاره کیده داځکه چی مذهب دژوندیوه اړینه برخه ده، یوه ورځ دکلیسادځانګړومیلمنووځای ته چی دعوت شوی وم ولاړم، ګورم چی مجسمې، انځورونه اوهرڅه شتون لری؛ چی زه ورته حیران شوم فکرمی وکی چی دایوه بت خانه یادرمسال دی، نه دخدای کور، یوه غټه مجسمه ولاړه ده چی یوسوررنګه سړی ، توروېښتیان اوتوری سترګې ئې دی، دصلیب نښان ئې پرټول بدن نویشته دی، اوهم پرلیکل شوی وه چی (زموږخدای نجات و رکوی)، وبل لورته دیوې ښځې مجسمه و ه چی مریم پرنویشته و،اولاندی ورته لیکلی وه چی (داخدایه اودخدای مورده) العیاذ باالله۔ سل په سلوکی یقینی شوم چی دادهندوانومذهب دی، داڅنګله الهی دی،؟؟؟ چی بنسټ ئې مجسمه اوانسان دی، اوداهم راته په زړۀ کی کښېنستل چی دادهندوانومفکوره اویاله له دوی څخه راوړل شوی پیغام دی اوالهام دی؛ دهرڅه نه می نفرت اوکرکه وشوه چی داکله امکان لری چی خدای دی د انسان په بڼه سره وځمکې ته راشوه شی، اوداعقیده دمنلونه ده که یوڅوک دڅه عقل سلیم څښتن وی، نوځکه می داټینګ هوډ وکی چی زه بایددعیسایت پوره مطالعه وکړم اوحقیقت ئې وځانته معلوم کړم؛نوپه کلیساکی می مطالعه پیل کړل، په کلیساکی یوه کلیزه وه چی دحضرت عیسی علیه سلام انځورونه ورباندی لیکل شوی وه، دتعجب خبره لاداده چی دامریکایانوعیسی، دانګرېزانوعیسی، افریقایانوعیسی، دکاناډایانوعیسی اوداسی نورچی دهرانځوربڼه دبل څخه بېله وه، پردغه کلیزه باندی چاپ شوی وه، دمخ څهره، دسترګورنګ اووېښتیان دهرانځوردبل څخه پوره بېل وه حیران په دې شوم چی حضرت عیسی علیه سلام یواوپه نه شمېرل کیدونکو بڼوسره دی، هرماشوم په دې پوهیدې چی دایوسړی اوکس نه دی، چی ددې په لیدولوسره می ټول احساسات، اوپرعیسایت باندی عقیده دړې وړې شوه۔
مخکی می ذهن داسی وو، پرعیسایت باندی لکه پرنوی مځکه باندی ډیره ښه خړوبه شی اوښه ګلان راشنه کی خواوس دشک په زانګوکی زانګم اوداشک په هغه دین کی راته ښکاری چی زه ئې دپېړیوڅخه لرم اوپرولاړیم، اوپکښې پیداشوی یم اوعقل می نورپه عیسایت کی زنګ وکړل، اوزماعقل داسی فیصله وکړل چی خدای وځمکې ته دانسان په بڼه یاپه لیدونکی بڼه سره نشی کیدلای اونه هم کیږی، چی دازمادوړکتوب څخه لاداایمان ووپرخدای باندی اوبله داراته غیرعقلی ده چی خدای دی دانسان په بڼه سره ومځکی ته راکوزشی اوبیادی دګناهکارانو(یهودو)په ناولولاسودی ووژل شی، چی دامجازات ئې هم ډېرسخت، لومړی نیول کیږی، بیابې عزته کیږی، پرتوکل کیږی، په ژوندکی په میخونوباندی ځوړنده کیږی، اوبیاپه دارکیږی (دبایبل په حواله) اوداهغه ګناه ده چی جنس انسان دحضرت ادم علیه سلام څخه په میراث پاته شوی ده، اوهرانسان چی ودې نړۍ ته راځی داد(عیسایت له نظره) ګناه کاردی اوبل دوی وایی چی حضرت عیسی پخپل خوښه ځای صلیب کړ،اوحال دا چی په بایبل کی دخبره ردشوی ده، اولیکی:
کله چی عیسی وځړول شو نونارې ئې وهلې!!! ای زماخدای تاولی زه پرېښودم؟؟؟؟؟؟؟؟
چی ددې مطلب دادی چی ددوی په اندچی دوی وایی چی موږدی پخپله خوښه سره صلیب کی، اوپه دې ناروکی زاری کوی وخدای ته، ددې ایات څخه داجوتیږی چی لومړی دوی په زورقوت اوجبرسره دی وزړاوه، اوبل داچی دی خدای نه دی داځکه چی دی دیوه لوی الله جل جلاله څخه مرسته غواړی، اوفریادکوی، چی عیسایت ټوله دداسی تناقضاتوڅخه ډک دی، اوحال داچی اسلام دحضرت عیسی علیه سلام ځړول په کلکه سره ردوی؛ اوبل داچی دوی وایی چی دوی پرتثلیث ایمان لری، چی خدایان درې دې، یوروح القدوس دی، بل حضرت عیسی علیه سلام اوبل خدای دی، چی درې سره یودی، نوچی زه دخدای تصورکوم یوشی په ذهن کی طبعاراځی، چی که دروح القدوس فکرکوم بل شی راته په سترګوکی ودرېږی، اودیوه دود، وریځې اولوګی په شان یوخیال شی مخته راته راشی، اوچی کله دحضرت عیسی علیه سلام نوم اورم نوبل څه راته په ذهن کی راشی اوهغه داچی دیوه انسان اویوه پېغمبرڅهره ومخته راته راشی، چی زماپه شان ئې حرکات اوسکنات ئې درلودل، زماپه شان ئۍ خوراک اوڅیښاک کاوه، اوحال داچی لوی خدای یواولاشریک دی، هیڅ سیال نه په صفاتواونه هم په ذات کی لری، اودټولوانسانی نواقصوڅخه پاک دی، اونه هم د انسان په بڼه سره دی، یوه بله نابلده خولاداده چی دادتثلیث عقیده یواځی په
(King James Version) بایبل کی شته اوپه (RSV) یعنی (Revised Standard Version) بایبل کی داایات نشته اوپه دې بایبل کی لیکلی دی چی دادتثلیث عقیده په عیسایت پوری دځانه څخه تړل شوی ده، اوپه عیسایت کی هیڅ حقیقت نلری، اوداخبره (50) انګلیکل راهبانوتصدیق کړیده، اومهرکړیده۔ اوقرانکریم تثلیث په کلکه سره ردوی، اووایی چی خدای یودی، که زه دخپل زړۀ بړاس په یوه جمله کی راغونډکړم نووبه وایم چی عیسایت دتردداوشک پرغرونوولاړه یوه خیالی مفکوره ده، نه یوالهی دین، داځکه چی که موږواسلام ته راشونوپه اسلام کی هیڅ شک نشته اوهرڅه روښانه اوسپین دی مادډیرومذهبونواودینونومطالعه وکړل لکه یهودیت ، کنفیوشیزم، بودایت، هندومت، اوداسی نورچی په ځینوکی پراخلاقوډیربحث شوی، په ځینوکی پرفلسفې، په ځینودینوکی په ټولینزژونداوداسی نوروباندی بحث شوی دی، خودې ټولووماته اطمنان رانه کړ، اوبرعکس زمادتردداوشک څپې ئې لانورې سره زیاتی کړی، په دې مذهبونوکی دخدای تصورپه مختلفوبڼوسره دی، څوک وایی، چی خدای دانسان په بڼه سره دی اوپه انسان کی ئې حلول کړیدی، څوک وایی خدای یومګرداموږچی کوم خدایان لروداوهغه ته واسطه ده، څوبیلابېل نظرونه لری۔۔۔۔۔۔که واسلام ته راشوالله جل جلاله مثل اوشریک نلری، دهغه علم دانسانانوپه څیرنه بلکه هرڅه ئې دانسان څخه لوړاودانسان سره هیڅ مشابهت نلری، په قرانکریم کی الله جل جلاله (99) ښکلی نومونه لری، چی دهریوه تشریح ناشونی ده، اوداسلام بنسټ پرتوحیدولاړدی، اوپه اسلام کی شرک ترټولوګناهونوغټه ګناه ده، کله چی می دخدای تصورپه قرانکریم کی ولیدی نوزړۀ می ارام شو، لکه پراورباندی چی اوبه توی شی، صرف سورت اخلاص راته کفایت وکی چی ټول بدن ، عقل اوشعورمی ارام شول۔


اسلام قبول:
دروژې دمبارکې میاشتی پر(8) باندی زه ددووملګروسره ومسجدته ولاړم، چی دازماپه ژوندکی لومړی ځل دی، هغه متکبرشیطان اونفس چی راسره وواوزه ئې وشرک اوغیرالهی دین ته هڅولې وم، هغه دواورې په شان په ویلی کېدو شو، اوشکرمی په دې ووایه چی اصلی نجات خوهم دلته دی، زړۀ می ډېرمطمن، خوښ، تازه اوروښانه شو، زماخپل ضمیروماته په ویناشو، چی داوس څخه بیاستاترمرګه پوری یواځی حق دین یواځی اویواځی اسلام دی، اوهمداصرط المستقیم ده، په الحسین مسجدکی اوس ولاړیم، اوسپېڅلې کتاب (قرانکریم) راسره دی، چی دانوارونه ډک دی، اواوس زه لمونځ کوم، اودخدای سره درازوخت دی، زړۀ می ډېرراته وژړل چی په پایلی کی سترګې می هم ورسره ملې شوې، دادوورکعتوبه نژدې نیم ساعت وخت نیولی وی، چی ژړل می، اوداژړامی دلمانځه په هرحالت کی جریان درلودی په ځانګړی ډول سره په سجده کی، چی پرتیروشرکی عقیدو، غلطوافکارو، ناسموهڅو، داسلام ضدتبلیغاتو اوپرخپل بې مقصده ژوندباندی می دیوه لوی الله جل جلاله څخه بخښنه غوښتل، داسلام راوړولوڅخه وروسته زماوجودراته صفا، زماماغزه راته ستره اوزماعقل راته سلیم ښکاره شو، شیطان یوه وسوسه راته په زړۀ کی واچول چی دادین (اسلام) به هم داسی دین وی لکه عیسایت اویهودیت چی ټوټې ټوټې اواصل ئې ویجاړاونابوددی، نوددې ایات په لیدوسره می داټولې وسوسې داوبوسره لاهوشوې:
بېشکه موږپخپله نازل کړیدی ذکر(قران) اوبېشکه چی موږدده خامخاساتونکی یو(له تزئیده تنقیصه اونور) سورت الحجر(9)۔
دشهادت دکلمې دویلوڅخه می وروسته دافکروکی چی زه دیوه مصری عرب په حیث به داسلام ښه چوپړوکړم، اوداسلام یومفکربه شم لکه په مصرکی چی یوښه مسلمام مفکر(عقاد) دی، اوپوره یقین لرم چی یوالله جل جلاله به زماتوبه زماخاکسارې، دزړۀ ژړا اواسلام قبول کړی اوترمخکنیوګناهونوبه راتیرشی۔
داسلام راوړولوګټې
داسلام پرارزښت باندی زښته ډېرکتابونه لیکل شویدی، ډول ډول علماوپه مختلفووختوکی په ګڼوژبوسره ډېرڅه لیکلی دی خوزه دخپل عقل اوعلم سره سم هغه ګټې چی ماولاسته راوړی دی په لنډوکی لیکم:
1: داسلام راوړولووروسته دانسان توجه ، دمرستې اونجات سرچینه یوالله جل جلاله شی، اوهرڅه دیوه الله جل جلاله څخه غواړی، اوداغوښتل په شپه اوورځ اوپه (24) ساعتونوکی کیږی، دوخت اړتیانشته، چی په دغه وخت کی خدای زماغوښتنه پوره کوی اوپه دغه وخت کی ئې نه پوره کوی، په هرمهال اوهرځای دهرچاغوښتنه اونیرااوری داځکه چی الله جل جلاله وایی:(زه وتاسوته ترښارګوهم نژدې یم) سورت قاف۔
اوالله جل جلاله انسان ودې ته متوجه کوی چی پردې سیاری (ځمکې) ستاسوداوسېدوموخه څه ده؟ اووخپل مسئولیت ته ئې متوجه کوی۔
2: کله چی یوسړی اسلام ومنی اوپریوه الله جل جلاله ایما ن راوړی، نوصرف دیوه الله جل جلاله اطاعت کوی، دالله جل جلاله دطاعت په مقابل کی دبل هرچاحکم که ددولت وی، که دټولنې وی، اوکه دیوه شخص وی ورته هیڅ ښکاری اوصرف هرڅه دالله جل جلاله په واک کی بولی، چی داددماغی سکون لپاره کیمیاده۔
3: له اسلام روړلوڅخه وروسته یوانسان دډېرې ارامۍ، خوښۍ ، سوکالۍ، عزت اوامن ښکارشی، چی داهغه شیان دی چی بغیرله اسلامه څخه په بل هیڅ دین ، مفکورې اوتهذیب کی شتون نلرې ۔
4: دورځنی لمانځه په وجه وهرکس ته ډېرسکون، دماغی ارامې اودټولواعصابی تکانونوڅخه سړی ژغورل کیږی، په لمانځه کی سړی سرپه سجده ولوی څښتن ته ایږدی، رکوع کوی، اوپه تسلۍ سره داټول حرکات ترسره کیږی، چی په نتیجه لومړې لوی الله جل جلاله راضی اودادټولودماغی ناروغیویواځنی درمل دی، چی پردې باندی کتابونه لیکل شویدی۔
5: اسلام یونسان جوړوی، هرشی چی لعنتی اویاهم ضررناکه وی دهغه څخه منع کوی لکه الکحل، شراب اونورنشیی توکی۔
6: په اسلام روژه یوعبادت اوځانګړی ارزښت لری، چی دنفس کنترول، دضمیرکنترول، اودمعدې لپاره بهترین علاج دی، چی دایومنلې اوکوټلی حقیقت دی۔
7: داسلام په راوړلوسره شهوت اونفس ډېرکنترولیږی، خودمختاری، حرس، اوهرڅه بداوناوړه اعمال اوافعال پکښې رداومنع شویدی۔
8: کله چی یوڅوک مسلمان شی نوډېرمیلمه پاله شی، داځکه چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم امرکړیدی چی تاسی دمیلمنوعزت وکی، اودهرمسلمان په خوښې اوغم کی ځان شرېکول یواړین کاربولی، چی دادټولنیزژوندیوه مهمه فقره ده۔
9: دحج په کولوسره وانسان ته دخدای جل جلاله دکور(مکې معظمې) ملاقات نصیب شی، اووسړی ته داپه فکرکی راشی چی دخدای سره دادعشق لوړپړاودی، اوپه اسلام کی قومیت، سیمه، ژبه کوم ارزښت نلری، داځکه چی په مکه مکرمه کی دنړې ټول مسلمانان ګرځی راګرځی اودخپل رب عبادت کوی، دخپل مال مصرفول، دخپل بدن ستړیا اوهرڅه ویاړبولی، اوغنیمت ئې ګڼې چی په حج کی نړیواله ورورولې هم راځی مختلف قومونه، نژادونه، اودمختلفوهیوادوخلک سره ګوری یودبله حالات سره تبادله کوی، اوشوراوې کوې، په امت مسلمه کی غوراوفیصلې کوې، اوبله داچی دحج په دوران کی مختلف ځایونه په مخکی راځی، اوډول ډول احساسات محسوسیږی، دبېلګې په ډول سره وغارحراء ته چی څوک ورشی نوداورته جوتیږی چی داهغه ځای دی چی دنړۍ ترګوټ ګوټ پوری ئې دهدایت شغلې ورسېدې، ومکی معظمې اومقام ابراهیم ته په کتوسره دحضرت ابراهیم علیه سلام اوحضرت اسماعیل علیه سلام هلې ځلې اوددوی دوخت حالات راپه یادشی، همدغسی په مکه معظمه کی اوپه مدینه منوره کی هرځای خپل ځانته بېل بېل ارزښتونه ، تاریخونه ، احساسات اوعواطف لری۔
10: داسلام په راوړولوسره وانسان ته سیاسی، اقتصادی، روحی، ټولنیز، دماغی اوهراړخیزې ښې ګڼې ورپه برخه شی، داځکه چی اسلام دژونددهرې شیبې اوکارلپاره اوصول ټاکلی دی، په خوشحالۍ، سوکالۍ اوازادۍ سره یوڅوک دیوې ټولنې اواولس اوهیوادمشرکېدلای شی۔
11:داسلام په راوړولوسره په ټولنه اوکورنۍ چاپیریال کی دسړی څخه ددرواغوویل، ښکنځل کول، جنګ کول، حرام خوړل، زناکول، اونورناوړه کړه وړه داټول پاته کیږی، داځکه چی لومړی اسلام داټول شیان منع کړی، اوپه دوهم ځل ئې ورته سزاهم ټاکلې ده۔
12: کله چی یوڅوک اسلام قبول کړی، نومرګ ئی هم په امن کی وی، مطلب داچی په قبرکی به هم دښه ژوندخاون اودقبرله عذابه څخه به په امن کی وی، اواُخروی خوښې به ئې هم په برخه شی، دمرګ پرمهال به ملائیکې ورڅخه په سلاما ورڅخه روح واخلی، اوپه جنت کی به ئې داخل کړی، اودقیامت په سخته ورځ چی موردلور، زوی دپلاره څخه ځان چپوی اوځغلی مسلمان به دعرش په سایه کی وی، اولوی څښتن جل جلاله دټولورالېږل شووپېغمبرانودیدپه ورپه برخه شی، اوجنت ته داخلېدل خوبیابل سوغات دی، اودلوی الله جل جلاله دیداربیاددې ټولونعموتونواوپېرزوینوڅخه لوړدی۔
لوی خدای جل جلاله دی دهرمسلمان نصیب کړی
وصلی الله علی نبینامحمدوعلی اله واصحابه اجمعین

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery