مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-30   مخپرونکئ : عبدالله احسان

بسوگۍ به په پارلمان کې ودېږي

حبيب اله غمخور

 

دروان کال داگست په 26 نيټه دسويډن يوه کوچني ښار اولفستروم ته ددوستانو دليدو لپاره ولاړم . دهغوي کورته په رسيدوسره تر احوال پوښتني وروسته  زما دغه دوست  دنورو خبرو په ترڅ کي راته وويل : په يوه ايراني کانال کښي دا لس ، پنځلس شپې کيږي چي هره شپه دشپي پر يولس بجو دملي سرود په هکله بحث روان دی،گردۍ ميز تر تيبوي  او دخلکو سوالو ته چي ځيني يې وايي ملي سرود بايدپه پښتو وي  او نور بيا له دغه سره مخالف دي،او ځيني يې سوال کوي ايا ضروده چي په ملي سرود کي د الله اکبر کليمه او دقومونو نومونه  ايضافه شي ؟ دغو او نورو سوالوته  ځواب وايي  ؛ يو عجيب او غريب جنجال دی .

زماسره هم  سوال پيدا شو ډيره جالبه ده ؟ ملي سرود په افغانستان پوري اړه لري ولي ايران ورته دا څو ورځي دهغه په هکله دخبرو اترو امکانات په تلويزيوني پروگرام کي برابر کړۍ دی ؟  له ځانه سره  مي وويل  اوس زموږ ملک پداسي حالت کي قرار لري چي هر هيواد يې واکدار دی !!! ايران به هم  دمعمول سره سم دپخوا پشان ځانته دا حق ورکړی وي ،هغوي تر پاکستان څه کم دي ؟

لنډه دا چي دشپي د يولس بجو  تر رارسيدو پوري مي دقيقي شميرلي او راته جالبه وه چي دا بياڅه کيسه ده ؟

تر ډير انتظار وروسته ټاکلۍ وخت راورسيد او دوستانو هغه پروگرام چي په فارسي ژبه نشرات کوي ونيوی .

دا تلويزيوني کانال  چي دډيش انتن په مټ ليدل کيږي  (( اميد ايران )) په نامه ياديږي  ، په فارسي ژبه نشرات لري ددغه کانال په پروگرامو کي په امريکا کي اوسيدونکو افغانانو ته دا حق ورکړه شوی دی چي ديوه ساعت لپاره دخپل هيواد په هکله نشرات وکړي .  دايراني روڼ اندو يې کور ودان چي افغانانو ته يي په بهر کي دا امکانات برابر کړی  دي  چي دافغانستان په هکله په بهر کي اوسيدونکو افغانانو  او بهرنيانو ته د افغانستان په اړوند نشرات وکړي ، زموږ داطلاعاتو او کلتور وزارت خو په هغه څه مصروف دی چي هيڅ په دوي پوري اړه نلر ي  . دا چي دبهرنيو چارو وزارت بايد دافغانستان دتاريخ ،کلتور او نور ملي کارنامو او هغو تحولاتو په اړوند چي همدا اوس په هيواد کښي پېښيږي  په بهر کي اوسېدونکو افغانانو او بهرنيانو ته مفصل او پر خپل وخت منظم معلوماتونه ورسوي زه چوپتيا اختياروم . راځو اصلي داستان ته . دافغانانو دغه  پروگرام  د(( از لاس انجلس تا کابل )) په نوم چي ټول پروگرام  په  فارسي _ دري ژبه چي ځيني انگليسي کليمات هم پکښي اوريدل کيده دپروگرام دوياندحامد قادري  لخوا پر مخ بيول کيده . پروگرام دښاغلي مددي صاحب پدغه ښکلې سندره چي وايي : وطن عشق تو افتخارم       وطن در راه ات جان نصارم ... . او دافغانستان دوتلي سندر غاړي مرحوم اوالمير  په مشهوره سندره ، دامي دبابا وطن    دامي د دا دا وطن .... پيل شو .

نطاق اعلان وکړ چي نن شپه موږ په امريکا کښي دافغانستان دلوي سفير  سره دتليفون په مټ دملي سرود او نورو موضوعاتو په هکله مرکه لرو .

دمرکې وخت راورسيد تر تشريفاتي خبرو وروسته چي دسفير او سفارت دکار په هکله وشوې وښاغلي سيد طايب  جواد ته لومړۍ دخپلواکۍ دجشن په مناسبت مبارکي وويل شوه ،سيد جواد هم  نطاق او اوريدونکو ته دهمدغه جشن مبارکۍتر  وويلو وروسته ، نطاق  مخاطب کړ او ويي ويل ،تاسو ته معلومه ده چي په امريکا کي رخصتۍ وې  زيات خلک نه وه اوس چي هغوي راغلل موږهم  داگست په 25 نيټه ددې ورځي په مناسبت يوه لويه غونډه درلوده  چي هلته زياتو امريکايي او دنورو هيوادو جگپوړو چارواکو چي ښاغلي سفير يي يو په بل پسې دمقامونو نومونه قطار کړه هم برخه درلوده .سوړ اسوېلۍمي وکيښ او ومي ويل (( الا گله دادي لابله)) څومره دا پياوړۍ او وياړلۍ ولس خوار شو چي دخپلواکۍ دجشن ياد يې دبهرنيانو په موجوديت پوري اړه پيداکړه ؟.ايا په تاريخ داسي پېښه شوې ده چي ديوه هيواد سفير دي دنورو دکار دوخت سره  دخپلي  ملي ورځي دنمانځني مسله وتړي ؟ ابدأ داسي مثال نشته . ښه به دا واي چي هلته اوسېدونکي افغانان  اودهغوي ماشومان   را غوښتل شوي واي ،بهرنيانو ته بلنه ورکړه شوې واي ،دا دهغوي مسؤليت دۍ چي برخه اخلي او که نه ، او په کومه کچه چارواکي  دگډون لپاره رالېږي  .

 له ښاغلي سفير نه پوښتنه وشول چي نوموړۍ داروپايي هيوادونود دغي  پرېکړي په هکله چي غواړي بي سر نويشته افغانان دوبار وطن ته ولېږي څه نظر لري ؟ ښاغلي جواد داروپايي هيوادو دا پرېکړه ديوه ديپلومات په توگه په نرمو الفاظو رد کړه او څرگنده يي کړه  چي دافغانستان اوسنۍ اداره چمتو نده چي اروپا ته را مهاجر شوي افغانان دوباره ومني  . هغه زياته کړه په اروپاکي دسرحدونو له منځه تگ اروپايي هيوادو ته دا امکان پلاس ور کړ چي نږدې دکار ارزانه قوه پيداکړي ، ځکه  نوهغوي نه غواړي له اسيايي هيوادو څخه مهاجر ومني . نوموړي وويل اروپايي هيوادونه دافغانستان داوسنۍ ادارې ستونځي بايد په نظر کي ونيسي .

وروسته له هغه نه پوښتنه وشول ، په عربي هيوادوکښي دافغان مهاجروپه ځانگړې توگه سعودي عربستان کي  حالت څنگه ارزوۍ ؟ او غواړم په سعودي عربستان کي ديوه افغان غوښتنه کرزي صاحب ته ورسوۍ . دافغان غوښتنه له کرزي صاحب څخه داوه :  ((چي ښاغلۍ کرزۍ بايد په بهر کي دربدره او غريب  افغانان هير نکړي )). ښاغلي سفير ډيري جالبي خبري  وکړې هغه وويل : زه په عربي هيوادو او عربستان  کي دافغاني مهاجروپه هکله زيات معلومات نلرم ،خو دراسپارل سوي دندي په اساس سعودي عربستان ته تللۍ وم هلته مي دچارواکو سره خبري وکړې  ،سعودي عربستان  له افغانستان سره په تيرو دريو کلونو کښي دمرستو د وعدو يوازي څلور په سلو کي سرته رسولې ده   او نور هر څه پر  خپل ځاي پاته دي ... زموږ او هغوي تر منځ  يو دبل دپوهاوۍ ستونځي شته اميد دۍ چي حل شي . هغه وويل زموږ دهيواد والو سره دا لويه مرسته ده چي هغوي هلته کار وکړي او پيسي دهيواد ليرو پرتو سيمو ته چي هلته يي خپلوان اوسي هغوي ته  ليږي . هغه زياته کړه ټول پدې خبر دي چي افغانان مجبور وه چي دنورو هيوادو په پاسپورټو هلته ولاړ شي او .... ؛ زما دپاره داسوال  پيدا شو چي ولي سعودي عربستان خپلي وعدې نه پوره کوي ؟ علت او دليل يې څه دۍ  . ايا پر اوسنۍ اداره بې اعتماده دي  ؟ او که بل څه ته انتظار باسي ؟

دپروگرام  په وروستۍ برخه کي د ښاغلي سفير نه پوښتنه وشوه چي دملي سرودبرخه ليک کوم حالت ته رسيدلۍ دۍ  ؟

ښاغلي طايب جواد  په ځواب کي داسي خبري پيل کړې : تاسو ته معلومه ده چي دملي سرود چوکاټ داساسي قانون په لويه جرگه کي تصويب شو ،په خوښۍ سره بايد ووايم چي فارسي ژبو دا وړانديز وکړ چي ملي سرود بايد په پښتو  وې ، اوهغوي وويل څه کېږي  که په هغه کي دالله اکبر او غټو قومونو نومونه هم ور زيات  شي  اوس دادۍ دملي سرود شعر جوړ دۍ .

ما بي ارادي له ځانه سره وخندل او ومي ويل که داسي وه ؟ نودا يو شمير کسانو چي ښاغلۍ سفير صاحب به  هرومرو  له هغوي سره ښه اړېکي و لري او هغوي به پيژني   دا دومره ناندريو ته څه ضرورت و ؟ و لي لويه جرگه دژبي او ملي سرود پر سر دسياسي تجارت په داسي ډگر بدله شول چي تر شلو ورځو زيات يي دوام وکړ ؟ او همدا اوس هم که څوک وايي چي ملي سرود دي په پښتو ژبه وي ، او دانور زياتون ته څه ضرورت دۍ ؟ هغه دمرحوم بينوا صاحب شعر او يا دستر شاعر ملنگ جان شعر چي استاد اوالمير ويلۍ دۍ کفايت کوي ،کوم مصرف  او کمپوز ته هم ضرورت نلري .  په هغه صورت کي هغه دچاخبره دنيابه پر دابل مخ راواوړي او قيامت به جوړ شي  .  خوسفير صاحب خپلي خبري کولي او وړاندي يي وويل چي د ملي سرود مسله خو خلاصه ده هغه شعر چي لمړۍ برخه يي (( دبينوا)) شعر او دوهمه يي دقومو نومونه او الله اکبر کليمه  ده  هغه به کله چي په خير پارلمان جوړ شوهلته به پدي هکله پريکړه وشي ، دا به دولس تصميموي  . لومړۍ خو زه پدې پوه نشوم که سفير صاحب رښتياوايي بيانو دا دملي سرود دکميټي وروستۍ خپور شوۍ شعر چي پدې ورستيو کي دباختر دخبري اژانس لخوا گويا دخلکود نظر غوښتني لپاره وړاندي شو دڅه لپاره ؟ او يا داچي دغه شعر دسفير صاحب ندۍ خوښ  هغه لومړۍ وړانديز يي پدې شرط خوښ دۍ چي پارلمان دهغه په هکله پرېکړه وکړي دا چي په پارلمان کي بيا ددغه يا هغه شعر پر سرلومړنۍ جنجال راشروع کيږي او هلته جنگسالاران او بنسټپالي خپل نوۍ زور افغان ولس ته ورښکاره کوي  ممکن هغه ته بې تفاوته وي .  نومي دافغانانواو سپين غر صاحب دا تشويش  چي څو ورځي مخکښي هغه دملي سرود دبرخه ليک په هکله په بينوا په ويبپاڼي کي پخپله ليکنه  کي (( ملي سرود که دبسوگۍ واده ؟))   څرگند کړۍ و راپيادشو .  کله چي مي دداسي صلاحيت لرونکي سفير دا خبري واورېدې نو مي وويل سپين غر صاحب ! بسوگۍ  به په پرلمان کې وديږي  .  نه پوهيږم چي کرزۍ صاحب  او نور علاقه لرونکي کسان به له دغه واده نه څومره خوند واخلي ؟ او دافغان ولس ددغه ملي تشويش درفع کولو په خاطر هيڅ کوم چارواکي افغانانو ته تر اوسه رښتيا ندي ويلي .    سيدطايب جواد  په امريکا او عين وخت کښي په ارجنټاين ،مکسيکو،کولمبيا او برازيل  کي هم  دافغانستان نا استوگن  لوي سفير په توگه له ډيري قوي موضع نه خبري کولي  . معلومداره خبره ده چي هغه تر بل هر چا په هر څه خبر دۍ ،ځکه دچارواکو دلوړ اعتماد خاوند دۍ که نه نو ايا په ټول هيواد کي نور داسي کسان نشته چي ددي جوگه شي چي په پورته ياد شوو هيوادو کي دافغانستان نماينده گي وکولاي شي ؟ هرومرو شته ، خواړيکي به نلري  !!!

دپروگرام ويونکي خپلي خبري پدغه جملو پاي ته ورسولې : سفير صاحب ستاسو يې کور دوان چي دټولو مشغولتياوو سره مو لطف وکړ او زموږ سره مو مرکه وکړه . دا ستاسو لويه پيرزوينه وه  چي ديوه هم  ښاري په توگه مو زماسره مرسته وکړه اوزموږ پروگرام ته حاضر شوۍ .ماله ځانه سره وويل ولي هم ښاري ؟ ولي هم وطن يا وطندار نه؟ وروسته  مي   فکر وکړ چي ممکن دوي هم ديو شمير پشان  دافغانستاني کليمي ته دافغان تر کليمي ارزښت ورکړي    . په هر صورت اړېينه داده چي ټول افغانان دملي سرود دبرخه ليک په هکله فکر کوې او نه پوهيږي چي څه به کيږې ؟ په همدې اساس په بهر کي اوسيدونکي افغانان ددغو امکاناتو او دلته ددموکراسۍ څخه په گټه اخيستلو سره هره ورځ دا لاجمنه مسله دچارواکو ورپيادوي  ، او همدا شان افغانان او بهرنيان دهغه وراتلونکو پايلو ته متوجه کوي .  کور يې دهمدغوبهرنيانو اباد چي زيات شمير افغان روڼ اندو او دهغوي کورنيو  ته يي پخپلو هيوادو کي داوسيدو ،کار او فرهنگي فعاليت کولو حق ورکړۍ دۍ   .کنه اوس به له همدغوروڼ اندو څخه زياتو خاوري خوړلاي او کورنۍ به يې بې سرپرسته واي   . داچي پر هيواد او افغان ولس به څه راتلاي يوازي الله پاک په پوهيږي  .

گرانو لوستونکو ما دا ليکنه پسله هغه چي په فارسي ژبه مي واورېده په  پښتووليکل ، هرو مرو به کمۍ او يا زياتۍ پکښي راغلۍ وي خو ما هڅه کړې ده په امريکا کښي دافغانستان دسفير خبري کټ مټ تر جمه وليکم .

 

حبيب اله  غمخور

د۲۰۰۵داگست ۲۸

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery