دخپریدو نیټه : 2005-08-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په پاكستان كي نوي سياسي كړكيچ
وحيد سپين غر _ كابل
وحيد سپين غر _ كابل
دافغانستان داوږدي تراژيدي په كلونوكي دپاكستان دپوځ اود اي ،ايس ،اي داستخباراتي اداري دنارواهڅوترڅنګ دپاكستان بنسټ پالوګوندونوهم زموږ دهيوادپه ورانولو كي خپل ددښمني څخه ډك رول لوبولي دي ،د جهادپه كلونوكي دقاضي حسين احمد دجماعت اسلامي رول اودطالبانوپه دوران كي دمولانا فضل الرحمن دجميعت العلما اسلام دګوند توطيي اوددښمني نه ډك اعمال هغه څرګند شواهد دي چي ټولوافغانانوته روښانه دي
دجګړي په ځورونكوكلونوكي دپاكستان بنسټ پالومذهبي ګوندونودهغه هيواددپوځ اواستخباراتي اداري سره يوځاي زموږ دهيوادپه وړاندي خبله ددښمني ډكه اجند ا مخ په وړاندي وړي اوزموږ دهيواد دورانولوپه كاركي يي ګډه ونډه اخيستي ده
د سپتمبر دخونړيوپيښونه وروسته دپاكستان پوځي حكومت دطالبانودپلوي نه په ښكاره لاس په سر شو،اودتروريزم په وړاندي دنړيوال ايتلاف ديوه متعهد غړي په توګه يي وپتيله ترڅوپه سيمه كي دتروريزم په ضد جګړه كي خپل رغنده اوفعال رول ولوبوي
خودوخت په تيريدواوپه افغانستان كي وروستيوناامنيويوځل بيا دتروريزم سره دمبارزي په هكله دپاكستان درول په اړه يولړپوښتني اوانديښني راپيداكړي دي
داټولوته ښكاره ده چي زموږ په هيوادكي دوروستيومداخلواوناامنيوعوامل دپاكستان له پولونه راولاړ شوي دي ،دهيوادپه جنوب اوجنوب لويديځوسيموكي چي دامنيتي ځواكونودعملياتوپه ترڅ كي كوم ترورستان نيول شوي له هغونه داسي شواهد اومدارك لاسته راغلي چي په ښكاره توګه زموږ په هيوادكي دپاكستان لاسوهني بربنډوي ،خوپاكستاني مقامات دالاسوهني نه مني ،اوداسي ښايي چي پاكستان دتروريزم په ضد جګړه كي په رښتيني لوري روان دي اودترورستانوپه ضد ديوه وفادارغړي په توګه خپله مبارزه مخ په وړاندي بيايي ،په داسي حال كي چي واقعيتونه دپاكستان دڅرګندونو پرخلاف دي او ټولوته څرګنده ده چي دافغانستان په ناامنيوكي دپاكستان مستقيم اوانكارنه منونكي لاس شته
خودپاكستان پوځي واكداران په پرله پسي توګه له دي خبري نه انكاركوي او دالاس وهني دپاكستان دحكومت له لوري نه بلكه دپاكستان دمذهبي ګوندونوكارګڼي
پښتون سياست وال او څيړونكي افراسياب خټك په دي وروستيوكي دطلوع تلويزيون سره ديوي مركي په ترڅ كي دپاكستان دمداخلوپه هكله وويل چي: څه موده مخكي
دپيښوردقول اردوقوماندان جنرال صفدرحسين ويلي چي طالبان له سره راغونډيږي اودپاكستان مذهبي ډلي له دوي سره همدردي لري ،دخپلوګوندونوكسان ورسره ملګري كوي اوافغانستان ته يي ليږي ،خووروسته دپاكستان دمذهبي ګوندونواتحاد
( ايم ،ايم ،اي ) داخبره ردكړه اوپه دي هكله مولانا فضل الرحمن يوبيان وركړاوڅرګنده يي كړه چي دامذهبي ګوندونه ،نه دي چي افغانستان ته دوراني لپاره كسان ليږي ،بلكي داپخپله دپاكستان حكومت دي چي داكاريي پيل كړي اوپه دي لړ كي يي دمانسهري ديوه نظامي كمپ يادونه هم وكړه چي په دغه كمپ كي زيات شمير كسانوته نظامي زده كړي وركول كيږي اوبيا افغانستان ته دورانيولپاره ليږدول كيږي خودپاكستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف دمولانا داخبره په كلكه وغندل اوپه ښكاره يي وويل :چي دادمولانا فضل الرحمن دجميعت العلما ګونددي چي له طالبانوسره همدري اوهمكاري لري ،طالبانوته يي پناه وركړي اود هغوي سره يوځاي افغانستان ته خپل كسان ليږي اوپه افغانستان كي ترورستي اعمال ترسره كوي
افراسياب خټك زياته كړه چي دجنرال مشرف داڅرګندوني څه ساده خبري نه دي داډيري جدي خبري دي اوداسي ښكاري چي دپاكستان سياست ديوه نوي كړكيچ ښكارشوي اوپه يوه بله لاره روانيدونكي دي ،ده زياته كړه چي ديوولسم سپتمبر نه وروسته پاكستان دطالبانودحمايت نه لاس په سرشو،خودلندن دچاودنونه وروسته داسي ښكاري چي دپاكستان حكومت دنړيوال فشار له امله دي ته اړشوي چي دمذهبي بنسټ پالوګوندونوڅخه ځان ګوښه كړي چي داپه پاكستان كي دحكومت اومذهبي ګوندونوترمنځ ديوه نوي سياسي كړكيچ پيلامه ده
دغه رازدپاكستان يوه مشهورژورناليست اودافغانستان دپيښوڅيړونكي احمدرشيد هم په افغانستان كي دپاكستان دمداخلو، دپوځي حكومت اومذهبي ګوندونوداختلاف په هكله پخپله يوه وروستي مركه كي په دي اړه څرګندوني كړي
احمدرشيد وايي : ما په دي وروستيوورځوكي دافغانستان دپيښوپه هكله دجنرال پرويزمشرف سره دوه نيم ساعته ناسته لرله ، اوله هغه نه مي دافغانستان دپيښو اومداخلو په هكله پوښتني وكړي
پرويزمشرف ماته په ښكاره وويل چي دامداخلي نه دپاكستان دپوځ له لوري كيږي اونه هم دپاكستان داستخباراتو(اي ،ايس ،اي ) له لوري داټولي مداخلي دمولانا فضل الرحمن دګوند له لوري ترسره كيږي ،دغه رازهغوي زياته كړه چي ځيني مذهبۍ كړۍ په كويټه كي شته چي دطالبانوسره مالي اولوژيستيكي مرستي كوي ،همداډول يوشميركسان دپيسوپه وسيله راغونډيږي اوافغانستان ته دورانيولپاره دطالبانوسره يوځاي ليږل كيږي اوهلته ترورستي كارونه ترسره كوي
احمد رشيد دپاكستان دحكومت اودمذهبي ګوندونوداختلاف دلاملونوپه هكله زياته كړه چي دلندن دچاودنووروسته كله چي په پاكستان باندي نړيوال فشارزيات شودپاكستان حكومت دمذهبي ډلوځني مشران اوفعالين ونيول اوپريكړه يي وكړه چي يوشميرمدرسي وتړل شي ،داچي په پاكستان كي اكثر مدرسي په مولانا فضل الرحمن اودده په ګوندپوري اړه لري ،دمولانا اوپرويزمشرف ترمنځ اختلافات رابرسيره شول پرويزمشرف دپاكستان ديني مدرسي اودمولانافضل الرحمن ګوند په ترورستي اعمالومتهم كړ ،چي وروسته بيا مولانا دغچ اخيستني په توګه دپاكستان دحكومت په ضد په څرګندونولاس پوري كړ،چي په پايله كي دمذهبي ډلواودپاكستان دپوځ اواستخباراتوترمنځ يولوي درز،اواختلا ف راپيداشو،احمد رشيد داختلاف يوبل ټكي ته هم اشاره كوي هغه دا چي په وروستيوبلدياتي ټاكنوكي پرويزمشرف غواړي چي دپاكستان دمذهبي ډلوزور، كم كړي او دهغوي په ځاي روشن خياله اودمسلم ليګ ګوند دهغي ډلي كسان بريالي شي چي همدااوس دپرويزمشرف متحدين اودده ترشا ولاړدي
ځيني كسان په دي عقيده دي چي دمذهبي ګوندونواودپاكستان دپوځ اواستخباراتو اوسني اختلا ف يوموقتي اختلا ف دي ،داسي فكرنه كيږي چي دااختلافات به نورهم ژوراوپراخ شي ،دغه رازويل كيږي چي په اوسنيوحالاتوكي چي پاكستان دنړيوال فشارسره مخ دي دپاكستان ملي ګټي داغوښتنه كوي چي بايد دغه شان اختلافات رامنځته شي
ځيني څيړونكي په دي عقيده دي چي دپاكستان په سياست كي داكومه نوي خبره نه ده هغوي دپاكستان داټومي بم دپلار قدير خان درسوايي مثال راوړي اووايي چي كله پاكستان داټومي تكنالوژي دخرڅلاوله رسوايي سره مخ شو نوپرويزمشرف په ډير مهارت دځان اوپاكستان دژغورني په خاطرقدير خان قرباني كړ ، اوس چي يوځل بيا پاكستان دنړيوالوله لوري ترفشارلاندي دي اودترورستي اعمالودرسوايي سره مخ دي پرويزمشرف يوځل بيا دي ته اړشوچي خپل يوبل پخواني ملګري قرباني كړي چي داځل داقرباني دمولانا صاحب په برخه شوه
پښتون سياست وال افراسياب خټك په دي اند دي چي پاكستان لا تراوسه هم دخپل ناكام سياست په لاره روان دي ،په خوله يوڅه وايي اوپه عمل كي بل څه كوي
هغه وايي :دتروريزم سره دمبارزي اودافغانستان په هكله دپاكستان سياست رښتيني سياست نه دي
دهمدغه غلط سياست له امله پاكستان ته داټولي ستونزي اومسئلي راولاړي شوي دي
پاكستان ته په كارده ترڅودرښتيني سياست لاره غوره كړي اودتروريزم سره دجګړي په ډګر كي خپل رغنده رول ولوبوي ،او دافغانستان په وړاندي ددښمني اودوه رنګي له سياست نه لاس واخلي ،خواوس داسي نښي نښاني ترسترګوكيږي چي پاكستان دنړيوال فشار له امله دي ته اړشوي چي پخپلوغلطو پاليسيو له سره غوروكړي ،اوهغه وعدي يي چي دافغانستان دسولي اوامن په اړه كړي هغه بايد په عمل كي پلي كړي او چاته اجازه ورنه كړي چي دپاكستان له خاوري په افغانستان كي دننه ترورستي اعمال ترسره كړي موږ هيله من يوچي پاكستان څه چي په خوله وايي ،هغه په عمل كي پلي كړي ،چي په دي كي نه يوازي دافغانستان ګټي نغښتي دي بلكي په نړيواله كچه دپاكستان دپرستيژ اواعتبارلپاره هم ګټور ګام ګڼل كيږي