دخپریدو نیټه : 2005-09-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دښاغلي مولينا وکيل احمد متوکل (افغانستان اوطالبان ) زما په اند
استاد محمد اصف صميم
استاد محمد اصف صميم
ښاغلى مولينا وکيل احمد متوکل يو روښانه، روڼ اندى ځوان عالم دى، په کم عمر کې ددومره سياسي بصيرت خاونددى چې سړى يې دپوهې او ځيرکتيا او ورسره دده دريځ کې د اعتدال اندازه اخلي، نو دپارسي متل ذهن ته راولي چي : (( عقل بسر است نه بسال))
دمتوکل دسياسي بصيرت داثبات لپاره به همدا بېلګه بسنده وي چې په ٣٠ کلنۍ کې ورته دافغانستان غوندې يوه حساس دريځه هېوادد نړيوال دريځ دسمبالښت چارې پر غاړه ولوېدې ، چې رښتيا خبره وي دطالبانو په څېر يوه ترينګلي او سخت دريځي نظام کې دمتوکل غوندې نرم او معقول دريځ درلودل دلمر او سيوري پر بريد تګ و، خو دى له دې مزله نه دومره ناستونامه راووت، چې دادى اوس د ((طالبان او افغانستان)) غوندې تحليلى اثر هم خپلو هېواد والو ته وړاندې کولاى شي.
دښاغلي متوکل داڅه کم سل مخه اثر اوس اوس دچاپ په ګاڼه پسولل شوى دى، ما يې له نيکمرغه منځپانګه ولوسته او د
مو ضوع تل ته يې ورکوز شوم د ژبې له پلوه پکې ډېر ډاډ من سبک پالل شوى او دموضوع دغځونې دود داسې پرمخ وړل شوى ،چې هره موضوع يې تر لنډو لنډو سرليکونو لاندې تحليل کړې ده.
پاتې شوه دکتاب دمنځپانګې دڅرنګتيا خبره، نو په دې باب همدومره ويلاى شم، چې کتاب دموضوع دحساسوالي له پلوه په زړه پورې، دانتظار وړ او ښايسته ډېرو پوښتنو ته ځوابګر دى ، خو دومره هم نه چې نورې پوښتنې دې راولاړې نه کړي.
زما په آند ښه به داواى دښاغلي ليکوال دټولنيز اوسياسي دريځ دنه ژوبلېدا پر شرط چې ټولې هغه خواوې، چې دځواب تږې وي، څېړل شوې، سپړل شوې او شنل شوې واى، ددغسې يو شنونکي او تحليلي څېړنې ګټه به داواى، چې:
١: دطالبانو دهغو نيمګړتياوو په اړه به کورنيو او بهرنيو پوښتونکيو او ګوتنينوونکيو ته لومړى لاس معلومات په لاس ورغلي واى.
٢: دډېرو هغو اړخونو له مخه په پرده پورته شوې واى، چې نه برسېريدو يې زموږ قضاوتونه، پرېکړې او شننې ټکنۍ کړې دي.
٣: دځينو هغو بهرنيو او کورنيو غرضي شنونکيو، ليکوالو دشخصي او فردي تېراېستنو مخنيوى به هم شوى واى، چې يواځنۍ موخه يې له واقعيته دلرې تاثراتو خپرول دي .
٥: دښاغلي متوکل غاړه به يې تر دې زياته داولس او ملي تاريخ پر وړاندې خلاصه کړې واى.
او کېداى شي دغه راز يې ځينې نورې ښېګڼې هم دپايلي په توګه درلودلې واى.
خو له دې هر څه سره سره ښاغلي متوکل دمبارکۍ او ستاينې وړ دى چې په لومړي ځل يې تر يوې اوږدې چوپتيا او ساه اخيستنې وروسته دواقعيتونو له يوه اړخه خو يوه پيڅکه هومره پورته کړه. هيله ده په ګانده کې دموضوع دتږيو اړخونو پر رابرسېرونه هم برى ومومي.