دخپریدو نیټه : 2010-05-21 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
تصوف او عرفان (۳۴) برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
تصوف او عرفان (۳۴) برخه .
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمواسلامي وروڼو دتصوف اوعرفان په دې برخه کښي ديوه بل سترعالم امام شاطبي چي په سنه «۷۹۰» هجري کال کښي يې وفات کړَيْ دۍ دتصوف په باره کښي چي کوم نظرورکړيدۍ په عربي اوپښتو ژبه زه وتاسوته تقديمَوم چي دده دعربی کلام عبارت په دې شرحه دي ،
■ الإمام الشاطبي (توفي سنة 790 هـ):
ذكرت "المسلم" مجلة العشيرة المحمدية تحت عنوان: الإمام الشاطبي صوفي سلفي للسيد أبي التقى أحمد خليل: كتاب الاعتصام من الكتب التي يعتبرها المتسلفة مرجعا أساسيا لبعض آرائهم، ويرون في الشيخ أبي اسحاق الشاطبي إماما لهم، وقد عقد الإمام الشاطبي في كتابه هذا فصولا كريمة عن التصوف الإسلامي، وأثبت أنه من صميم الدين، وليس هومبتدعا، ووفى المقام هناك بما تخرس له الألسن، وتسلم له العقول والقلوب فاستمع إلى الإمام الشاطبي يقول:
(إن كثيرا من الجهال يعتقدون في الصوفية أنهم متساهلون في الاتباع والتزام ما لم يأت في الشرع التزامه مما يقولون به ويعملون عليه، وحاشاهم من ذلك أن يعتقدوه أويقولوا به. فأول شيء بنوا عليه طريقهم اتباع السنة واجتناب ما خالفها، حتى زعم مذكرهم وحافظ مأخذهم وعمود نحلتهم أبوالقاسم القشيري: إنهم إنما اختصوا باسم التصوف انفرادا به عن أهل البدع. فذكر أن المسلمين بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم لم يتسم أفاضلهم في عصرهم باسم علم سوى الصحبة، إذ لا فضيلة فوقها، ثم سمي من يليهم التابعين، ثم اختلف الناس وتباينت المراتب، فقيل لخواص الناس ممن لهم شدة عناية في الدين: الزهاد والعباد. قال: ثم ظهرت البدع وادعى كل فريق أن فيهم زهادا وعبادا، فانفرد خواص أهل السنة، المراعون أنفسهم مع الله، والحافظون قلوبهم عن الغفلة باسم التصوف، فتأمل تغنم، والله أعلم) المصدر عدد شهر ذي القعدة 1373 هـ من "المسلم" مجلة العشيرة المحمدية .
يعني ډېر له جاهلانو او له ناپوهانوڅخه په اسلامي دين اوله غافلانوڅخه دحقيقت اودحال دصوفيه ووداعقېده لري چي صوفيه رحمهم الله تعالي دشريعت په متابعت کښي له تساهل څخه کار اخلي او دهغوکارو التزام کوي اوپه ځانو باندي يې لازمه وي کوم چي په شريعت کښي دهغو کارو په باره کښي دالتزام ټکَیْ نه دۍ راغلَیْ، خوداددوې ناروا اوباطل اعتقاددۍ کوم چي دصوفيه وو رحمهم الله تعالي په شان کښي يې دوۍ لري، صوفيه ء کرام په اعلی درجه دجاهلانو له داسي مطاعنو څخه پاک دي دصوفيه وودطريقې اول مبنی عليه تابعدار ي دسنت اواجتناب له بدعت څخه دۍ، امام شاطبي په دې باره کښي چي صوفيه وو دخپل ځان دپاره دصوفيه نوم چي دصحابه وو اوتابعينوپه زمانه کښي نه وو ولي دځانو دپاره مقررکړَيْ دۍ،فرمايلي دي چي له رسول عليه السلام څخه وروسته مسلمانانو په خپله زمانه کښي خواص اوافاضل دمسلمانانو په کوم خاص نامه سره نه يادول ځکه ودوۍ ټولوته داصحاب يادصحابه غوندي عالي شانه لقب حاصل ووکوم چی بل هيڅ لقب ئې ساري نه درلودَيْ اوله دوۍ څخه وروسته خلګ بياد تابعينوپه نام سره يادېدل له تابعينوڅخه وروسته اختلافونه پیداسول اودمسلمانانومرتبې ددين په لحاظ سره متباینی اوسره مختلفي سوې نوپه دې وجه دخواصودمسلمانانودپاره دزُهاداوعُبادنومونه خاص کړه سو بياچي کله په دين کښي بدعتونه اونوي کارونه ښکاره سوو اوهري ډلي دادعوه کوله چي په موږ کښي عابدان اوزاهدان سته نو داهل السنة والجماعة خواصوانسانانو کوم چي خپل ځانونه ئې د الله جل جلاله په تعلق کښي راګير کړي وو اودخپلووزړو له غفلت څخه ساتونکي وو، خپل ځانونه يې په صوفيه سره مسمی کړه اوخپله لاره ئې دتصوف په نامه سره خاصه کړه ،،،
محترمووروڼوامام شاطبي هغه څوک دۍ چي له تصوف څخه منکرخلګ کوم چي په حقيقت کښي له اسلام څخه منکردي ،اخزاهم الله تعالی واخلص الله الامة المسلمة من فتنهم وشرورهم،،ئې هم خورا زيات مني بلکي خپل امام يې ګڼي ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .