مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکابل خپرونې په څه بوختې دي؟

رحیم گل څاروان

 رحیم گل څاروان - کابل

هغه دچا خبره چې وایي شرمېدلی هېڅ نه شرمیږي. او تل شرم ځان ته اړوي. نن په کابل کې دا طلاعاتو او کلتور وزارت چې قصدا په اطلاعاتو او فرهنگ یې نوم اړول شوی هم له بده مرغه لرو.

 دغه وزارت تر دې دمه له دوه سوه نه زیاتو مجلو،ورځپاڼو،اونیزو او نورو خپرونو ته دخپریدا اجازه ورکړې.

او دځینو بهرنیانو خبره ډیموکراسي دومره پرمختگ وکړ ان تر دې چې دخپرونو شمېر تر لوستونکو او د راډیوگانو شمېر تر اورېدونکو لوړ دی.

که کابل ته تازه څوک راشي او دخپرونو پلورنځي ته ودرېږي. حیران به شي چې په څومره لوړ شمېر کې خپرونې چاپېږي تر دې چې ددغو خپرونو دنومونو په لوستلو به ستړی شي.

هر څومره چې خپرونې زیاتېږي پر ځای گام دی او دبیان دازادۍ ستنې پرې ځواکمنې کېږي،خو دا اصل هم باید تر پښو ونه غورځول شي چې ښه او غوره خپرونه وي.

دکابل په خپرونو کې کوم توری چې زیات لیدل کېږي ملي یوالی دی. هره خپرونه یې په لومړي مخ دا توری لیکي. بیا تر ې لاندې کاږي دپلي کولو لپاره یې هلې ځلې. ولې که نورو مخونو ته یې ځیر شو بیا هغه شعار تش نوم وي اوبس.

هره ورځ یې لیکنې دملي یوالی پر ضد وي. بس همدا چې دوهم مخ ته وکتل شي. دلیکنې سر ټکی به یې دا وي. ملي سرود ولې په پښتو ژبه دی؟ ملي ټرمینالوجۍ دې په پښتو نه وي؟ پښتانه دافغانستان اکثریت ندي؟ دا فغانستان پرځای اوغانستان د افغان پرځای افغانستانی.

او لا ځینې پوهان بیا په شننو کې دکابل او تهران تر منځ تفاوت نه مني.

په ښکاره پښتو او پښتنو ته بدرد اولا دا چې پښتو هېڅ نه مني. او له شتون سره یې حساسیت ښیي. په ځېنو خپرونو کې لا بیا خال خال پښتو لیدل کیږي. هغه هم داډول لیکل شوې وي ته به وایې چې پښتنو پورې خندا کوي. دا د کابل دخپرونو حال دی.

تیر کال د اطلاعاتو او کلتور وزیر ننگرهار ته تللی وه هورې یې دننگرهارد اطلاعاتو او کلتور ریاست ته دنده سپارلې وه چې خپرونې دېرش په سلو کې په دري ژبه کړي چې بیا همداسې وشول.

ولې داطلاعاتو او کلتورد ړوند وزیر سترگې په کابل کې ړندې دي. هره ورځ ورته همدا خپرونې رسېږي لولي يې ولې هېڅ عکس العمل لا څه چې ډېر ترې خوښ دی. که دالړۍ همداسې روانه وي ښه پایله به ونه لري.

دغه وزارت دنده لر ي چې دا ډول خپرونې پرېنږدي. وتړل شي تر څو نورو ته دعبرت وړوگرځي. که نه نو دغه وزارت به د ایران داطلاعاتو وزارت په کابل کې یو ریاست وي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery