دخپریدو نیټه : 2010-05-26 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
پرامت باندی دپیغبرصلی الله علیه وسلم حقوق ،۲برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
پرامت باندی دپیغبرصلی الله علیه وسلم حقوق ،۲برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنووروڼوځموږاوستاسي دګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وسلم
دحقوقوله جملې څخه په تېره برخه کښي ما دده مبارک دوه ډېراساسی اوبنيادي حقوق درته بیان کړل په دې برخه کښي دده مبارک له حقوقوڅخه دریم حق درته بيانوم چي په دې شرحه دۍ،
(۳) پرهرمسلمان باندي دا کار لازم دۍاو درسول عليه السلام له حقوقو څخه دريم حق دۍ چي له الله پاک څخه رالاندي به هرمسلمان له رسول عليه السلام سره ترهرچا زياته مينه اومحبت لري وهرمسلمان ته به رسول عليه السلام تر پلار اومور اوتر ښځه اواولاد اوترټول مخلوق په محبت کښي ورتېروي اوترټولوبه زيات ورته محبوب وي البته محترمووروڼومحبت دوه ډوله دۍ، اول طبعي اوغيراختياري محبت دۍ دوهم اختياري محبت دۍ په طبعي محبت کښي انسان شرعا په دې سره مکلف نه دۍ چي خداۍ اورسول به په دغه محبت سره وده ته ترنوروورتېروي ځکه چي دغه ډول محبت دانسان په اختيار کښي نسته هو که يوانسان ته په دغه محبت سره الله اورسول ترنورو ډېر محبوب سي نو اوچت اولور مقام دۍ لکه چي په دې سره دڅلورو مذهبوتابعداره علماء حق اوصوفيهء کرام قائل دي، په اختياري محبت کښي هرمسلمان په دې سره مکلف دۍ چي الله اورسول به تر هرچا وده ته محبوب وي داختياري محبت رجوع وتابعداري اووفرمانبرداري ته راځي په اختياري محبت کښي خداۍ اورسول وځان ته ترنورو ورتېرول دادۍچي که دمسلمان دځان يادده دپلار يادده دمور يادده دښځي يادده داولاد يا دکوم بل چا يادده دمالي ګټو تقاضا دالله پاک يادهغه درسول له حکمه سره په تضاداو په ټکر کښي وي نو دَي به حتما دالله اودرسول دحکم تابعداري کوي او دنورو وتقاضاوو ته به شاورګرځوي مثلا يوه سړي ته پلار حکم وکړ چي ولاړ سه غلا وکړه اوياښځي ورته وويل چي داستاږېره وخرېه وماته خوند نه راکوي او يازوۍ ورته وويل چي وماته ټيوي يا وي سي آر رانیسه چی زه ناروا فلمونه پکښي ګورمه اوياويوه فوجي اوياويوه عسکر ته دده امير حکم په ناروا قتل سره وکړ نواوس که دغه سړَي ددغو خلګو تابعداري وکړي اودغه کارونه وکړي نوده تر خداۍ اورسول دغه خلګ وځان ته په محبت کښی ورتېرکړل ځکه چي دغه ټول کارونه دخداۍ اودرسول له حکم څخه مخالف دي اوکه يې ددوۍ مخالفت وکړ اوله دغو کاروڅخه يې منعه وکړه په دې وجه چي داکارونه دخداۍ اودرسول له حکمه څخه مخالف دی نو ده خداۍ اورسول وخپل ځان ته په محبت کښي تردغوخلګو ورتېرکړ،داسلام دپيغمبرددغه حق داثبات ډېردلیلونه موجوددی چي له جملې دهغوۍ ځخه په لاندي شرحه دوه دليلونه درته ذکرکوم ،
اول دسورت توبې «۲۴» مبارک آيت دۍ چي الله جل حلاله فرمايلي دي
:{قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ[24]}[سورة التوبة] اودوهم دبخاري اومسلم دغه مبارک حديث دۍ. وعَنْ أَنَسٍ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ] رواه البخاري ومسلم.
تمت ومن الله التوفیق نوربیا...