مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داسلام د یو نومیالي صحابه حضرت بلال (رض) داستان۴

ژباړن: عطاء الله محمدي

د تيري سوي ژباړي او د هغه موضوعاتو چي په ژباړه کښي بشپړ نه وه روښانه سوي په لاندي ليکنه کښي يې بشپړه ؤ
دبيلګي په توګه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه څنګه ايمان راوړ؟
هغه کم معلومات او څيړني وې چي دى يې د اسلام سپېڅلي دين منلو وادار کړ؟
ولي حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يوازي اميه بن خلف او د هغه په شان نورو ځناور د داسي تکليفو سره مخامخ کاوه چي د يو بشر سره لا څه چي د يوه حيوان سره هم نه ښکاري؟
حضرت بلال رضي الله تعالى عنه  څه ډول وهل کېدئ؟
د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه او د اسلام د سپېڅلي دين د ستر دښمن  اميه بن خلف تر منځ کمي خبري وسوې چي کله سودا پاى ته ورسيده؟
او همدا ډول نوري موضوعګاني.
کله چي د اسلام  د سپېڅلي دين وړانګې په لومړي سر کښي د عربو پر مخ او وروسته بيا د ټولي نړۍ پر مخ     وځلېدې نو په لومړي سره کښي بېله حضرت  خديجې رضى الله تعالى عنها، ابو بکر صديق(رض)، علي ابن ابي طالب، عمار بن ياسر او د هغه مور سميه رضى الله تعالى عنها، صهيب الرومي او مقداد بن الاسود، څو نور کسان او بلال رضي الله تعالى عنه وه چي د اسلام دين يې منلئ ؤ او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سوئ وه نور څوک نه وه مشرف سوي او روښانه خبره ده چي د يوې لاري پيروان چي لږ وي نسبتًا به هغه ډلي ته چي پيروان يې ډېر وي او په ځانګړې توګه بيا د قدرت څښتنان وي کمزوري وي خو په هر حال  اسلام  يو داسي دين دئ چي تل يې د خپلو لارويانو مرسته او کومک په بشپړه توګه کړى دئ چي بېلګي يې د اسلام په لومړي سر کښي  په ټولو غزاګانو او هم تر ننه پوري ليدل کيږي . کله چي نبي پاک عليه السلام په نبوت مبعوث سو او د الهي امر سره سم يې د اسلام د سپېڅلي دين په خپراوي  پيل وکړ چي د همدې خپراوي لومړۍ  ورځي او شپې وې او د نبي پاک عليه السلام د بعثت او د يوه سپېڅلي دين خبر نوئ پر خپرېدو ؤ چي تر خلکو پوري به رسېدئ کله چي دا خبر تر حضرت بلال رضي الله تعالى عنه پوري و رسېد سمدلاسه يې د دې خبر د حق او نا حق معلومولو دپاره ليڅي را ونغښتل او معلومات يې ترلاسه کول ، پوښتني يې کولې څيړني يې کولې او هغه ټولي لاري چي د ده په اند د دې خبر د حق او نا حق معلومولو دپاره يې يو ښه رول لوبولاى سواى  په کار وا چولې.
 کله چي يې معلومات ، پوښتني او څېړني بشپړي سوې او دا ور ته روښانه سوه چي نبي پاک عليه السلام د يو حق دين سره راغلئ ، خلک د کفر او شرک څخه را ګرځوي، يوازي او يوازي يې د يوه الله جل جلاله عبادت ته هڅوي، د ظلم ، تجاوز، تېري ، بدو کارو او بدو اخلاقو پر خلاف جهاد کوي ، وګړي نيکو کارو، ښو اخلاقو ، صله رحمۍ او پاک لمنۍ ته را بولي نو يې ډېر ژر د اسلام و سپېڅلي دين ته لبيک و وايه او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو.
او دا داسي وخت ؤ چي دعوت کوونکو د اسلام و سپېڅلي دين ته دعوت کول او اسلام را وړونکو اسلام راوړل پټ ساتل. ځکه چي کفارو تل هڅه کړې چي هغه کسان چي د اسلام او نورو حق دينونو ته يې زړه ښه کړئ په يوه نه يوه پلمه ځورولي او  تر اوسه يې ځوروي چي د همدې ناحقي موخي يو قرباني حضرت بلال رضي الله تعالي عنه دئ چي کله يې بادار اميه بن خلف د ده د دې اقدام څخه  چي د اسلام سپېڅلئ دين يې قبول کړئ خبر سو  ډېر سخت په قهر او غوصه سو، او حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې را وغوښت او ور ته يې وويل: دا زه څه اورم ؟ ايا تا رښتيا ځان ته نوئ معبود نيولى دئ ؟
حضرت بلال رضي الله تعالى عنه ورته وويل: هو محمد صلى الله عليه وسلم چي د کم معبود عبادت کوي زه هم د هغه بنده يم او تر دې وروسته يوازي او يوازي د يوه الله جل جلاله عبادت کوم او د هغه سره هيڅوک شريک نه نيسم ځکه چي يوازي او يوازي هغه څوک د عبادت وړ دئ چي دا ټوله نړۍ يې پيدا کړې ده او د دې ټولي نړۍ رښتيني مالک دئ.

  نور بيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery